ناشنا اشنایان
سهار مهال چٍې کله د پیښور د سوري پله سره ولاړ سړی د بس یا ویگن په انتظار وي او گوري چې د مخې نه یې نورو وړو موټرو کی روان یو یا دوه نفره په شغ تیریږی او دی ارمان کوي چې کاش که ما سره خپل موټر وای نو مابه د سړک په غاړه ولاړ هرڅومره نفر چی کیدای شول راپورته کول به مې او څوک به مې ارمانجن نه پریښودل. خو بیا چی همدا پیاده سړی دموټر خاوند شي . نو چا ته موټر نه دروي او وایی چې ( چی یار څه پته نه لگي چې دا نفر به څوک وي. نا آشنا سړی ځان سره کیښنول ډیر خطرونه لري. ډیر خراب وخت دی. نیکي برباد گناه لازم نه شي). ډیرداسی نور فکرونه سړی ته پیدا شی او لاروی همداسی په لاره پریږدي او روان شی.
خو لکه څنگه چی د امریکا نوری خبری ډیری عجیبې او غریبی دی. بلکې یوازی عجیبی دي . ځکه چی دلته غریبي دومره نشته.
نو یوه عجیبه خبره یی دا ده چی هر ورځ په لکونو خلک سهار او مازدیگر د یو بل سره موټرو کی سفر کوی . خو نه د یو بل د نوم پوښتنه کوي او نه دا چې د کوم ځای یې او څه کار کوې؟.
اصل کیسه دا ده چې په امریکا کی د انسانانو نه زیات موټر لیدل کیږي . دلته خو په لوی سړک پیاده سړی لیدل داسې وي لکه څوک په کامه کې پاک موټر وویني . د امریکا د دې ټولو موټرو د درولو دپاره هرځایی کې پوره ځایی هم نه رسیږي،
که څوک په لویو ښارونو کې موټر ودرول غواړي نو مفت یې نه شي درولی .یا به د ساعتونو په حساب پیسې ورکوې. او که مقرره ساعت نه پس خپل موټر ونه باسې نو بیا شل دیرش ډالره جریمه . نو دې جریمې نه بچ کیدو دپاره خلک په هغو ځایونو کی موټر دروي چې د پوره میاشتی یوه اندازه کرایه اخلي. دې نه علاوه په ځینو دفترونو کې خاصو او محدودو کارکونکو ته د موټر د ودرولو مفتې اجازه نامی ورکول کیږي او دوي کولې شي چې د خپلی وظیفې د ساعتونو پورې موټر ودروي. خو دلته یوه بله مسله پیدا کیږي او هغه دا چې د امریکا د وړو ښارونو نه لوی ښار لکه واشنگټن ډی سي ته رارسیدل هم څه مفت او اسانه کار نه دی.
سهار وخته چی په لکونو خلک د ډالرو په تلاش کی په واشنگټن ورشیوه شی. نو اندازه ولگوئ چی څومره بیرو بار به جوړیږی.
بیا دا لویی سړکونه یوازی واشنگټن ته خو نه دی خزیدلي کنه . .بلکی په لار ورنه نورو وړو ځایونو ته هم سړکونه وتلي دي او دی دپاره چی هغه څوک چی راساًَ واشنگټن ته تلل غواړی . هغوی هم دی نورو وړو خلکو سره بند پاتی نه وي او د شل دقیقو مزل په یونیم ساعت کی و نه وهی . د هغو دپاره ېو بله لار راویستل شوېده. چی دا د امریکا فردوس له بارو بار یادیږي.
نو د دی مسلی علاج یی دا راویستی دې چی یو بل سړک یی د ایچ او وي یا ایکسپریس لاین په نوم جوړ کړیدی . چی په دی کی د سهار د شپږو نه نهو نیمو بجو پوری یوازی هغه موټری تللی شي چی یوازی واشنگټن ته وتل غواړي او دریو نه کمې سورلۍ پکی سپرې نه وي. اوس هر موټر کی درې نفر څوک پوره کولی شی. دلته خو ډیر خلک په کور کې درې نفر څه په زورونو پوره کوي. بیا که کور کې درې نفر وي هم نو هر څوک د خپل موټر خاوند دې. نو بیا. دلته دا پیښورۍ اصطلاح پکاریږی، چی ته زما د درد دارو شه زه به ستا د درد دوا.
یعنی یو موټر وان غواړي چی په ایکسپریس لاین کی تیز واشنگټن ته ورسیږی خو دوه نفره نور د کومه کړي؟. او بل خوا نور خلک چی په واشنگټن کی د موټر ودرولو توان او حیثیت نه لري. هغوی سره دا غم وي چی موټر به چرته لرې مفت ځایی کی ودروي او د بل چا سره به مفت موټر کی لاړ شي.
دی عمل ته سلگ لاین وایي.
یعنی یو نفر چی واشنگټن ته ځي خو هلته موټر نه شي درولی او بل نفر چی موټر سره واشنگټن ته تللې شي. خو د ایکسپریس لاین دپاره دوه نور ملگری نه لري. نو دی حالت کی بی موټره خلک یو مخصوص ځای کی سهار د شپږنیمو بجو نه مخکی دریږی او موټر والا ورته ځانونه رارسوي بیا واشنگټن کی چی کومی کوڅی ته روان وي د هغی نوم اخلي او هرڅوک چی په قطار کی اول ولاړ وی او د موټر وان سره یی منزل هم شریک وي نو هغه ورسره سوریږي او بی غمه ډډه وهي .بس یو گډ مارننگ ورته وايي نور ته پوه شه او کلچ او ایکسلیټر دې .
دا د نا آشنا آشنایی عمل څه داسی شروع کیږي، پیاده سړی موټر ته خیژي ، د سهار سلام گډ مارننگ وایي او په خالی سیټ کیښني. په ټوله لار که موټروان کومه خبره وکړه نو ښه ته ښه . گني دی آشنایی کې د غرض نه علاوه نوري خبرې نه وي.
موټر وان په خپلو سوچونو کی غرق وي او سپرلۍ سره د خپل کار سودا. که چرې موټروان ورنه پوښتنه وکړه چی د کوم ځای ېې ؟ . څه کار کوې ؟. نو دا سپرلۍ پورې ده چی څومره معلومات ورکولی شی. خو زیاتره دا سفر ډیر خاموشه وي. ځینی خو پکی د بیگا د شوگیر خوب هم پوره کوي. څوک پکی اخبار لولي . او موټر خاوند خپله د سهار چای یا ناشته هم په روانه کې کوي. خو ست کول پکې نه شته .
کله چې اصل منزل ته ورسیږي نو یو بل نه مننه وکړي، یو ورته وایی مننه چې را ودې رسولم او موټروان ورته وایي مننه چی زه دې هم د ځانه سره راتیر کړم.
دی سره دا د شلو دقیقو آشنایي ختمه شي. ته په خپله لار روان شې او هغه په خپله. بیا خدای خبر چې کله به همدا موټر ستا په وخت برابریږي او ته به ورسره بیا سفر کوې. د غرض یاری ده . نن شته د سبا څه پته لگي.
بیا بیا مه وایه جانانه یاره بیا څه پته لگي.
د سبا څه پته لگي یاره بیاڅه پته لګي
دا یارانه چی د سهار سره شروع او هم په سهار ختمیږي ، مازدیگر بیا چې خلک کار او دفتر نه رخصت شي نو بیا یو مخصوص ځای ته راغونډیږي، د موټرو خاوندان چې د درې نیمو بجو نه پس بیا ورته د سلگ لاین دپاره دوه نفر پکار وي. ځان سره نوي ملگري راسپاره کړي او هغه ځای ته روان شي د کوم ځای نه چې سهار راغلي وو. نو دا یارانه د نیمې لاری نه ده. خو د آشنایانو رنگونو او جنسونو پکی بدلیږي، سهار چی راځې نو یو بوډا بابا سره به د کال اته شپیتم په موټر کی سوریږې. خو مازدیگر به د یوی مستې پیغلې سره په نوي مرسډیز کې کښنې او د موټر او موټر وانې د بغل نه به خوند اخلې.
کله کله داسی هم کیږي چی یو نفر چی هره ورځ د نورو سره موټر کی سوریږي ، هغه یوه ورځ پخپله هم واشنگټن ته موټر کې تلل غواړي نو هغه هم هلته قطار نه خلک راخلي او یو ورځ چې دی شاته ناست و او بل ډرایوري کوله .نن دی د خپل غرض دپاره موټر چلوي او نور یې شاته بې غمه ناست دي . د وخت وخت خبره ده .
په دې سلگ لاین یا د یو څو دقیقو په یارانه کې کله کله داسې هم شي چی ډیر خلک راغونډ شی او موټروانان کم شي. داسی حالت عموما هله پیدا کیږي چی کله تیل گران شي او خلک غواړي چې د بل په مصرف خپل کار وباسي. نو بیا د موټر انتظار ډیر اوږد شي
خو بیا کله داسی وخت راشي . چې په واشنگټن کې موټر ودرول اسانه او ارزانه شي. نو هر یو سلگ لاین ته راخوشې وي او بیا سورلۍ نه پوره کیږي او خپل شته موټر ته حیران وي. خو ښه چې په خوارو زارو دوه نفر پوره کړي نو بیا شاته نه گوري او ځان منزل ته رسوي او چی کله یی ځای راورسیږي، نو ورته وایي چې کاکا دانگه. نور زما او ستا نه کیږي.
هغه د چا خبره یار د چنې تیر کړه .رنگ یی هیر کړه
دې ته وایي د امریکا نا اشنااشنايي
ترڅو مې چې ٍ پکار ېې ،هغې پورې مې یار ېې