دپښتانه ځوان كهول او درڼ اندونده
ډېر څوك دا خبره كوي چي پښتانه ماته نه مني زه هم ددي خبري ملاتړ كوم او داهم د قدرت او فطرت يوه وركړه ده چي پښتانه افغان ته وركړي ده دا ځكه چي پښتون افغان چي د تاريخ په اوږدو كښې دكومو ناخوالو او شخړو څخه تيرشوي ياتيريږي كه چيري ده ماته منلي وي يا اوس ماته ومني نو به ډېر پخوا د نړۍ څخه دده نوم ورك شوي وي لكه د تاريخ په اوږدو كښې چي د ډېرو قامونو نومونه ورك شوي دي يا په دي څو لسيځو كښې چي په پښتون افغان څه تيريږي ددي څخه به دخاوري سره خاوري شوي وي خو د ډېرو ناخوالو او د نړۍ په كچه ددي ملت په ضد باندي روانو دسيسو او سازشو دي په ملا بوغ نه كړي كني د پښتانه افغان په خاوره چي څوني بارود دوداو لوګي شو هغه به هر څه توراړ ولي وي خو بيرته هم د نړۍ زور ځواكو داومنله چي هر څه ورباندي وكړو داقام نه شو ويرولي ايرولي كني په پښتانه افغان باندي كومه وسله ده چي ګارنه شوه نو ځكه چي ماته نه منل هم د غيرت مند قام وياړ او خاصه ده او بايد چي پښتون افغان دهغه ارزښت دلاسه ورنه كړي.
خو يواځي په دي نازيدل چي ماته نه مني خبره دلته نه ختم كيري دارښتيا خبره ده چي پښتون افغان په ډګر او ميدان باندي دريدلي دي خو ډېر لوئي زيان يې هم هر وخت وړي دي كه د ماتي دنه منلو د څنګه پښتون افغان دسياست پوهي او هنر څخه كار اخستي وي هم به ميدان ګټلي وي هم به په ډېرو چارو كښې برلاسه وي هم به خپل هيواد او خپل ولس ته ښه سباؤن ور په برخه كړي وي هم به خپله خبره په نورو منل شوي نه به دومره زيان شوي وي دا خبره به ومنو چي پښتانه افغان په نړې كښې تر يو ځايه خپل نوم وځلول خو پخپله يې په خپل كور كښې څه حال دي؟ ديوه عام پښتون افغان سره په دننه او دباندي كښې څه چل ول كيږي كه څوك په دي خوانه بدهوي نو نن ټوله نړۍ په پښتون افغان باندي ډكه ده چي ډېر په كښې دمهترانو ژوند تيروي كه تاسي نه مني نو د كوټي پيښور اسلام آباد او نورو ښارو كښې دا هر څه ليدلي شي په اروپا امريكا ماسكو تهران يا د نړۍ په نورو ځايو كښې څه باندي تيريږي هغه ځايونه موږ نه دي ليدلي داسي نه چي د پښتون افغان ټاټولى دومره تنګ دي چي وخپلو اولادو ته ځائي نه ور كاوي بلكي افغانستان يا دافغانانو پښتنو خاوري وخپلو او لادونو ته په خپله غيزه كښې ترسره زرو پوري هر څه خوندي كړي وو خو چي اولادونه يې په يوه خبره ولاړ وو اودي دپوهني سائنس ټيكنالوجى هز او سياست سره ځان نه ولدوي نو د دوي سره هم هغه څه كيږي چي ورسره روان دي ګټلي ډګر هم دهغه قامو او ولسو څخه دلارسه ووځي چي هغه پوه نه لري هغه سياست نه لري هغه د حال او ماضى او سباؤن په اړه څه سوچ خيال (VISSION) نه لري زما په اندموږ هم دهغه څوك يو.
موږ هغه كار په خپل كور كښې كوو چي ځموږ تربور يې كوي كه هغه ملا او مولوي وي موږ ټول ود هغه خواته ځوكه څوك طالب او جهادي وي موږ دا هڅه كوو چي ټول طالبان او جهاديان شو كه يو څوك په شاعري كښې ښه نوم راوړي موږ غواړو چي ټول شاعران شو هندالقياس كله هم دا سوچ موږ نه دي كړي چي قام او ملت دپياوړ تيادپار اړينه ده چي د ژوند ټولي څانګي اواړ خونه وپيژندل شي او دهر ډګر ته وګړي وليږل شي ځكه خو وائي چي كاربايد اهل كار ته وسيارل شي په دهغه تيرو ۳۵ كلو كښې كه يوه خواته افغان د هر ډول وسلي سره ولدشول خو بلي خواته د جګړي يو داسي هو او چيده چي هر وګړي وجګړي ته ټانټي وهي نن د قلم څخه زياته كلو شنكوف ځموږ د زيات عمر د ځوانانو سره ليدل كيږي او نن دوسلي سره دومره مينه لري چي دوي داسي اټكل كوي چي ژوند هم دهغه دي د پښتانه افغان ځوان كهول دجګړي په نرګسيت كښې راګير شوي دي كه څوك د جګړي په ډګر كښې دي يا بل يوه د جګړي ډګر هم نه وي ليدلي خو دواړه به دوسلي او جګړي خبري كوي دځينو څخه خو اوس لاري وهونكي او په نو رويدو چارو كې لګړ شوي دي ځكه چي بشپړه دوي خپل ژوند هم دهغه بهير سپارلي دي ځكه په ټول پښتون افغان وطن كښې دوژونو جګړو خبري اوريدل كيږي.درې درې نيمي لسځي دمخه ځموږ په خوالو ستونكي دوطن د آزادي يا د خپل حق دګڼلو دپاره غرو او بندي خانو ته ولاړو څو كاله چي دوي بيرته راستانه شول د دوي د لوست وخت تير شوي وو دوي نه دلوست وونه د بل كار ځكه چي د ډېرو خواريو سره مخامخ شول دوي نه سياست مدادان شول نه ولو يو څوكيو ته ورسيدو د دوملګري چي لوست يې ورسره كړي وو هغه اوس په لوړو څو كيو ناست دي يا نور پاته ملګري يې دپارليمان غړي او سياست مدادان دي نور په خپلو كارو بوخت دي خو د دوي په برخه څه نه ورلوو.
د زده كړو خپل وخت وي چي دهغه وخت تير شي بيا زده كړي نه شي كيدي ځكه چي پ پښتون افغان وطن كښې سنوونځي و تړل شول يا وسوځل شول په ډېر لوئي شمېر ماشومان او ځلميان د زده كړو څخه پاته شول چي پخپله په افغانستان كښې چي په كومو سيمو كښې چي چيري ښوونځي د پنځه ديش كلو دلومړي كلو څخه وتړل شول ياو سوځل شول و تړل شول هغه سيمه او وګړي ډېر وروسته پاته دي او نن يې چغاري اوريدل كيږي خو دوي په دي غورنه كوي چي د دوي سره دازياتوب چاوكړي داسي هم لوئي څښتن(ج) دهر وګړي ژوند په بيلو بيلو برخو ويشلي دي لومړي ماشوم بيا الك بيا ځلمي بيا ځوان بيا سړي او بيا و زوړ توب ته ورننوځي هم په دي ويش كښې هر وګړي ته خپل خپل كار ټاكلي دي يو پوځ سړي يا د ډېر عمر ځوان نه شي كولي چي دي دښوونځي زده كونكي ځان وګڼي ولي كه دي دښوونځي زده كونكي هم شي نو چي د پوهنتون پوري رسيږي نو به څه حال وي؟
ځماد دي ټولو اوږدو خبرو مطلب او موخه هم دا ده چي بايد بشپړه قام او ملت ويوه كار ته ونه ګمارو بلكي و بيلو بيلو چارو ته وسپارو لومړي خو په ننې نړۍ كښې زده كړي او تعليم دومره وهر وګړي ته اړين شو چي په اوسني نړۍ كښې يا په را روان وخت كښې به نالوستي وګړي دوخت د ژوندڅخه بى برخي وي او دا خبره كه څوك مني كه نه منې خو معلوماتي ټيكنالوجى څخه دا څرګنده شوه چي وخت تيرسيږي د هغه خبره او غوښتنه به نوره څرګنديږي نو ځكه ر څوك چي د خپل قام او خاوري سره مينه لري ياد خپل سپيڅلي دين او مذهب سره محبت لري يايد د هر هغه چاومخ ته ورسيږي څوك چي ماشوم د زده كړو څخه راګر ځوي ياښوونځي تړي يايد د هر هغه چاو مخ ته ودرسيږي څوك چي ماشوم د زده كړو څخه راګر ځوي ياښوونځي تړۍ ياښوونځي سوځي كوم كسان چي دا وخت په جګړه كښې راګيردي په دوي كښې به ډېرو داسوچ كړي وي چي كاښكي دوي هم داسي جنګي وسلي لرلي چي دښمن سره سيالي كړي خو دوي دهغه وسلي دلوست او علم په زور جوړي كړي دي كښې نه دوي تر موږ زيات نه دي هم دهغه ملكونه نه يواځي دوسلو په ډګر كښې بلكي د ژوندپه ټولو چارو كښې دهغه چانه وي برابر شوي چا په دوي دهغه ناورين جوړ كړي مسلمانان په ډېرو ځايو كښې دلوئي څښتن (ج) دنامه څخه بيځايه ګټه اخلي چي نور څه نه په وايم خو خدائى پاك (ج) خپله لارښودنه كوي چي زده كړي او علم وكړه او دا چي ته حركت كوه بركت به زه (خدائي پاك) په كښې اچوم.
پښتانه افغانان چي دغيرت او زړورتيا په نامه د ډېر څخه ځپل شوي دي او ځپل كيږي او په دي كښې شك هم نه شته چي زړوړدي او باتوران دي خو ځكه ځپل كيږي چي دوخت سره سم تګ نه كوي او هراړخيزه مبارزه نه كوي د ۳۵كلو څخه خوي ټوله وينې چي ټوله ولسونو دجګړي وروسته د جګړي په ځائي داقتصادي پرمختياته موخه وكړه لكه جرمنى او جاپان او اوسني چين چي دجګړي په ځائي و اقتصاد تر ټولو دمخه اړين وګڼي او نن چين د نړۍ يو لوئي نړۍ وال ځواك دي چي بيله دجګړي د هغه وياړ يې ترلاسه كړي جاپان او المان خو بيله د پوځى ځواكو نن په نړۍ كښې نوم ګټلي دي.
افغان او پښتون ځوان هم دا هر څه ليدلي او سنجولي دي او دوي په يوه ډول هم نوره جګړه نه غواړي دوي سوله غواړي زده كړي او علم غواړي د نړۍ سره ځان برابر ول غواړي په دي باور چي دوي تر هيچاپاته نه دي خو دبده مرغه دنه پاملرني دكبله درې واره و افغانستان ته باندني ځواكونه راغلي دي ځوان كهول ددي وروسته داسي باندنيان په خپل ملك كښې نه غواړي خو د كوتك په زورو د هغه موخي ته ځان رسول نه غواړي بلكي و دهغه هدف او موخي ته د زده كړو او تعليم دلاري ځان رسول غواړي او د نړۍ سره وږه په وږه او دسيال په حيث ژوند غواړي نه دلاس پوڅي په حيث او د ځوان كهول په دي نر دو ورځو او كلو كښې وټولي نړۍ ته ورښوولي ده او بيا بيا به وښكاره كوي.
مشر تابه كه څه هم په څرګند ډول د اوږده وخته څخه موخه او هدف نه دي ور په ګوته كړي چي هر وخت ملت د دوي دلاسه وهل خوړلي دي كه هغه د پښتون افغان دهري برخي او سيدونكي دي خو ځوان كهول په خپلو سترګو ياد معلوماتي ټيكنالوجى او دلوست په زور ځان تر ډېره رسولۍ دي دوي نور په تودو چغارو او ويناؤ باور نه لري خو بيرته هم ځوان كهول ډېر خواري او ناخوالي په ځان وړي دي ياد دوي پلرو او مشرانو په دهغه ۳۵كلو كښې ځملي دي او ځوان كهول خپله موخه اولاره ځان ته ټاكلي ده خو په كار ي چي هغه رڼ انده او پوهان چي دخپلي خاوري او ولس چيوي هغه خپل وړانديځونه او خپلي ښه چاري تر نوي كهول وررسوي او ولس ته هم لارښودنه كوي چي د نوي حالاتو دپاره ونوي كهول ته هر څوك سترګي په لاري دي او پخواني مشر تابه په لر او بر كښې خپل ارزښت دلاسه وركړي دي د نورو په بيساكيو باندي ولاړ دي خو دولس تر منځ نه ښكاره كيږي.