افغان توکموژنه
څېړندوی عبدالغفور لېوال
د سولې د لارو چارو په موندلو کې یوه لویه ستونزه داده، چې روانه جګړه نه ده پېژندل شوې، ډیرې پوښتنې شته؛ ددې جګړې ریښتیني لوري څوک دي؟ ولې یې روانه ساتلې ده؟ څه غواړي؟ ددې جګړې سم نوم کوم دی: د ترهګرۍ په وړاندې جګړه؟ نیابتي جګړه (Proxy War) د سیمه ییزو ځواکونو د سیالۍ جګړه؟ د افغانانو کورنۍ جګړه؟ که کومه بله لانجه؟
د پېښور، کوټې، د کراچۍ د پښتون مېشته سیمو او ټول افغانستان پېښې ددغې جګړې ماهیت راپېژني. اوس نو ویلای شو، چې دا افغان توکموژنه یا (Afghan Genocide) ده.
توکموژنه څه ده؟
چاک. ف او جاناسوهان په خپل کتاب ((د توکموژنې تاریخ او ټولنپوهنه، شننه او پېښکتنې))[ نیو هیون ۱۹۹۰ چاپ ] کې لیکي: توکموژنه په ټولیزه توګه هغه پېژندل شوی تر ټولو بد اخلاقي جرم دی، چې یو دولت (مانا هر واکمن لوری، چریکي جګړه مار ې ډلې، حکومت ډوله واکمني، د شوروي واکمن، ترهګر سازمان او یا ښکېلاکي واکمن) یې د خپلو خلکو یا هغو کسانو په وړاندې وکړي، چې د دوی په کنترول کې وي.
دا کړنه د یوه قوم، مذهبي یا ژبنۍ ډلې ټولوژنه ده چې په سیستماتیک او پرله پسې توګه و وژل شي او ګډ ټولنیز بنسټونه یې له منځه یووړل شي.
د څېړونکو په باور په شلمه پیړۍ کې لویه توکموژنه د نړیوالې دویمې جګړې په بهیر کې د فاشیستانو په لاس د یهودو توکموژنه وه، چې له پېنځو څخه تر شپږو میلیونو کسانو پورې په کې ووژل شول.
البته په تاریخ کې د نورو توکموژنو بېلګې هم شته، چې دلته یې له یادونې تیرېږو.
د یادې علمي پېژندنې په رڼا کې د یویشتمې پېړۍ د پیل تر ټولو خونړۍ توکموژنه د افغانانو هغه ده، چې همدا نن او سبا په دې سیمه کې روانه ده.
ولې یې افغان توکموژنه بللای شو؟
یوه ګونګه او نامفهومه جګړه روانه ده، چې یوازې د افغانستان په اوسمهالې جغرافیه کې نه ده راګیر، بلکې هر هغه ځای وژل کوي، چې هلته له هویتي پلوه افغانان اوسېږي (د پېښور، بلوچستان او کراچۍ پښتانه په خپلو پاکستاني شناختي کارډونو کې هم خپل هویت [ افغان] لیکي.) په همدې تېره یوه اونۍ کې یوازې په پېښور کې تر دوه سوو ډېر افغانان ووژل شول او په سلګونو هم ټپیان شول، په افغانستان کې شمېرنې ښيي چې د سازماني وژنو منځنۍ شمېره هره ورځ پنځوسو افغانانو ته رسېږي.
د دې وژنو لویې پېښې دا دي:
· ځانمرګي بریدونه
· هوايي بمبارونه (د بې پیلوټه الوتکو په ګډون)
· موټر بمونه
· د سړک د غاړې ماینونه
· مخامخ جګړې
· زنځیري وژنې
· تښتونې او بیا وژنې
· قومي – مذهبي هدفي وژنې
· مخدرات (اعتیاد او جنايي پېښې)
· د غلاوو او جنايي پېښو عامېدل
· د ټوپک او زور د ټولیز عادت شیوع
· او نور …
په دې وژنو کې حکومتونه، پيژندل شوي پوځي جوړښتونه، ترهګرې ډلې، ښکېلاکي ځواکونه، استخباراتي سازمانونه او پټې ډلې لاس لري.
د توکموژنې بله ځانګړنه داده چې یوازې انساني زیان نه، بلکې د همدغه ځانګړي ملت (افغان) اقتصادي، پوهنیز (ښوونځي)، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه هم نړېږي او له منځه ځي.
د همدې ملت د وروسته پاتې ساتلو هڅې هم په خورا سیستماتیک او سنجول شوې بڼه روانې دي، چې ان را نازل کړای شوی اداري فساد، بې ظرفیته سرکار او د شلو مېلیونرانو انحصار یې هم مهمې برخې ګڼلای شو.
دا توکموژنه ولې روانه ده؟
د نړۍ د سترو ځواکونو ستراتیژیکې موخې، چې غواړي دا سیمه تر مخامخ څارنې لاندې ولري او داړتیا پرمهال ورڅخه خپلو سیمه ییزو اهدافوته لنډ ورټوپ کړي.
او د هغه حساسیت له مخې چې دا ملت یې د پردیو په وړاندې لري، فکر کېږي، چې د توکموژنې له لارې یې ایل کړي یا یې لږ تر لږه وویروي.
د سیمې استخبارات ددې توکم (افغان ) له پیاوړتیا څخه ویرېږي، د خاورې تاریخي ادعا، د روانو اوبو بېپایه زیرمې، مهم ترانزیتي موقعیت او د خپلو ټوپکوالو بنسټپالو ډل ـ ډلګیو بوخت ساتلو لپاره هم باید د افغانوژنې اور بلنده وي.
بل ګاونډی د خپلې مذهبي – فرهنګي هژموني لپاره ددې توکموژنې پر اور تېل شیندي.
عجیبه دا ده چې د افغان توکموژنې لپاره ټول لوی، واړه، لرې او نږدې ځواکونه سره یوه خوله دي، که څه هم د ګټو، غوښتنو، موخو او کړنلارو تر منځ یې توپیر او ان اختلاف شته ، خو د ټولو ګټې او غوښتنې د افغان نسل په وژلو او خوارولو کې ترلاسه کېږي.
د افغانانو توکموژنه د هرې بلې توکموژنې په څېر ایډیولوژیک – فرهنګي بنسټ لري، هغه اوزار چې ددې توکموژنې لپاره کارېږي هم عقیدوي – قومي دي.
د هرې بلې توکموژنې په څېر د افغانانو دا هم په ډېر سیستماتیک ډول ځکه ترسره کېږي، چې لومړی یې د سر خلک (قومي مشران، روښانفکران، دیني علما، اغېزمن شخصیتونه او د رهبرۍ ادرسونه) وژل کېږي. په دوهم ګام کې یې حقوقي، دودیز او ملي بنسټونه نړول کېږي، افغانانو په روان کړکېچ کې خپل دودیز بنسټونه (جرګه، مرکه، نرخ، اوجره او مشري) له لاسه ورکړه او مډرن هغه (قانون، محکمه، ولسواک او مدني بنسټونه) یې ترلاسه نه شو کړای، چې په دې توګه یې دوی د توکموژنې په وړاندې د هر ډول اعتراض او غږ پورته کولو له صلاحیت څخه محروم کړل.
د نورو قوموژنو پر خلاف د افغانانو ددې توکموژنې لپاره لږ لګښت، خواري او ملامتي اخیستلو ته اړتیا ده، ځکه په دوی کې د وژنې عادت عام دی.
بس نیم کافر کړه نیم مسلمان، بیا نو کافر په مسلمان وژنه او مسلمان په کافر. نیم کلیوال کړه نیم ښاري، نیم مکتبي کړه نیم مدرسه وال، نیم دودیز وګڼه، نیم مډرن او یو پر بل یې وژنه.
د شیعه، سني، پښتون او ناپښتون وېشونه خو لا نور اغېزمن اوزار دي، چې د اړتیا پرمهال یې کارولای شې.
د یوې ملي ریښتینې مشرۍ تشه، چې تر خپلو ګټو د ملت هغه لوړه وګڼي، له لوست او لوړ شعور څخه محرومیت، د پيړیو پیړیو مادي فقر پربنسټ شدید معنوي فقر، د دنیایي ژوند حقارت، تربورګلوي، د غیرت زوړ مفهوم، ناسم دودیز شرایط او نرواکي یې نور لاملونه دي، چې توکموژنه لا اسانه کوي.
د یویشتمې پيړۍ توکموژنه د شلمې پېړۍ له هغې سره دا توپیر لري، چې هغه ټوله د پردیو په لاس او دا تر نیمایي زیاته د خپلو په لاس تر سره کېږي.
یو افغان ته ټوپک ورکړه او بل ورته په نښه کړه! توکموژنه به په خپله روانه وي.
ددې ټولو نښو او فاکټونو پربنسټ پایله اخلو چې روان کړکیچ، چې په نړۍ کې یې نور خلک د خپلو ګټو، تصوراتو او خیالاتو پربنسټ هرڅه ګڼي، خو هم له منطقي پلوه او هم د علمي پېژند له مخې د افغانانو په نظر د افغانانو یوه عامه توکموژنه ده چې د بهرنیانو له خوا، د بهرنیانو د ګټو او غوښتنو لپاره څه د بهرنیانو په لاس او څه هم د افغانانو په لاس ترسره کېږي، هغه برخه چې د افغانانو له خوا ترسره کېږي هم، ټوپک، پیسې، عقده او ذهنیت یې پردی دی.
که یو مهال افغانستان ددې وړتیا ومومي، چې پر نړیوالو پېژندنو ولاړه دعوا راپورته کړي، نو د بشریت اخلاقي وجدان به دغه وژنې د یویشتمې پیړۍ د پیل افغان توکموژنه وګڼي او که هغه مهال څوک بښنه هم وغواړي، زموږ اوسنیو سلګونه زره شهیدانو ته به یې ګټه څه وي؟
څه باید وکړو؟
تر هرڅه وړاندې ښايي، روان کړکېچ د افغان توکموژنې په توګه (لږ تر لږه په افغاني ګډ ذهنیت کې) په رسمیت وپېژنو او په دې اړه یوې افغاني پراخې مباحثې Discourse ته لاره هواره کړو.
دوهم ګام : له ټولو افغاني امکاناتو څخه باید ګټه واخیستل شي، چې د ملي ویښتیا په یوه هوښیاره پروسه کې د افغان توکموژنې د هغې برخې مخه ونیولای شي، چې د افغانانو په لاس ترسره کېږي.
درېیم ګام : د یوه ملت په توګه په یوه داسې ملي پریکړه راغونډ شو، چې د بهرنیانو په لاس هم د افغان توکموژنې مخه ونیولای شو او د شوې توکموژنې د حقوقي سپیناوي او تاوان خبره راپورته کړای شو.
پایله :
افغانان له یوې پراخې توکموژنې سره مخامخ دي، که پخپله دوی ددې جنایت مخنیوی ونه کړي، تر ورستي وګړي پورې هم وژل کېدای شي، یا خو به لږ تر لږه د ګوتو په شمېر ژوندي پریښودل شي.
هر ملت له داسې برخلیک سره مخ کېدای شي، یوازې د سیاسي ارادې خاوند، د ملي شعور، یووالي او ګډو بنسټونو ساتونکي اوله سیاسي – حقوقي پلوه پرځان بسیا ملتونه له دا ډول جنایته ځان ژغورلی شي.