د PSDP له خوا په ژوندون تلویزیون دبرید غندنه
[10.Sep.2013 - 19:30]دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) په افغانستان کښې په ژوندون تلویزیون برید په کلکه سره غندي او پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري او تاریخي دښمنان به هیڅکله دخپلو شو مو او پر دوپالو موخو په پلي کولو سره د ژوندون تلویزیون کارکوونکو او بنسټ ایښودونکی پیاوړي استادښاغلي محمد اسماعیل یون اراده کمزوري نه کړی .
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالۍ، ابادۍ، خپلواکۍ او قامي وحدت لپاره د خپلې بنسټیزي (منشور) په رڼا کښې هلي ځلي او مبارزه کوي، د افغانستان په اوسني حکومت کښې په هغه پښتنو چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوری او په دولتي لوړو کورسیو ناست دي، غږ کوي چې د پښتون قام قسم خوړلو دښمنانو د ناروا کړنو مخه ونیسئ او په زغرده د پښتنو د حقوقو دفاع وکړئ.
په درناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)