ملا نصرالدین څوک و؟
ملا نصرالدين ته ترکان حوجا يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠
ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي ٠
دملا نصرالدين پلار خواجه عبد الله نو میدچې هم يې ديني علو م زده ول اوخلکو ته يې ديني لوستونه ورکول او هم په هماغه ښار کې دجمعې دلمانځه خطيب او امام و٠ ملا نصر الدين په کو چنيوالي کې ليک لوست دخپل پلاره زده کړ٠ دی له هماغه کو چنيوالي نه يو ځيرک ،هو ښيار او حاضر جوابه ماشوم و٠ ملا نصرالدين ورو سته بيا دعلو مو دزده کړې لپاره دقو نيې ښار ته لاړ او تر زده کړو ورو سته دکار دموندلو په تلاښ کې يې دقو نيې ښار پر ېښوداو اق شهر ته چې دتر کيې يو بل ښار ګوټی و ولاړ او هلته يې دديني زده کړو دښوونکي،مدرس او امام په توګه خپله دنده سر ته رسو له٠
دده دټوکو ټکالو،لطيفو او کيسو نه جو تيږي چې نو موړی د میرمنې او اولادونو څښتن و٠ دده زياتره ټوکې ټکالې،لطيفې او کيسې په مجازي او حقيقي ډول يو له بل سره اوبدل شوي چې لوستونکي ورته اريان پاتې کيږي چې ملا نصرالدين څومره هوښيار او ځيرک انسان و٠
دملا نصرالدين د ټوکو ټکالو او لطيفو سره نه يوازې دتر کيې،ايران او افغا نستان خلک اشنايي لري، بلکې دده دټوکو ټکالو او لطيفو سره دتاجيکستان، ازبکستان، اذربايجان، پا کستان، هندوستان اوعربي هيوادونو خلک هم اشنا يي لري٠ همداسبب دی چې دده ټو کې ټکالې او فکاهۍ په ترکي، البا نيايي،عربي، ارمني،اذري، بينګالي،بوسنيايي،بلغاريايي،کوردي،چينايي،روسي،هندي،ايټالوي،يوناني،پښتو، پاړسي، رومانيايي،سربيايي او اردو ژبو کې شته٠ همداراز يو نسکو١٩٩٦-١٩٩٧ کال دملا نصرالدين دنړيوال کال په نامه سره اعلان کړی و٠ ترکانو په اق شهر کې دده په نامه يو پارک هم جوړ کړی دی٠
ويل کيږي چې ملا نصر الدين په ١٢٧٥ او په بل روايت په ١٢٨٥عيسوي کال کې په اق شهر کې له دې نړۍ ستر ګې پټې کړي دي٠ ويل کيږي چې دملا نصرالدين مقبرې ته دنړۍ دګوټ ګوټ نه خلک ورځي او هم داق شهر خلک ورته ډېر درناوی کوي٠ داهم ګرانو لوستونکو ته دده دوه ټوکې :
١-دطلاق ور کو لو شرط:
يوه ورځ ملا نصرالدين په بازارکې دخپلې ميرمنې لپاره زرين کميس واخيست٠ ملګري يې ترې وپوښتل چې داکميس چاته اخلې؟ ملا نصرالدين ورته وويل چې دازري کميس خپلې مير منې ته اخلم٠ ملګري يې ورته وويل چې اوريدلي مې دي چې ته خپله میرمن طلاقوي نو بيا دکميس اخيستلو ته څه اړتيا ليد له کيږي؟ ملا نصرالدين خپل ملګري ته وويل چې مير منې مې راسره ژمنه کړې ده که په دې شرط چې زه ورته زري کميس واخلم،نو دا به قاضي ته راشي او دخپل طلاق به رانه واخلي او زه به نو بيا دخدای په فضل او کرم دتل لپاره دهغې له شره خلاص شم٠
٢-خپلې لورته دملا نصرالدين نصيحت:
ملا نصرالدين خپله لور يوه کليوال سړي ته ورکړه٠ کله چې دهغې دواده شپه راورسيدله دزوم کورنۍ او خپلوان راغلل او دملا نصرالدين لور يې پر يوه خره باندې سپره کړه او له ځانه سره يې بوتله٠ دزوم کورنۍ او خپلوانو لا
ډېر واټن نه و وهلی چې ملا نصر الدين په ځغا سته په داسې حال کې چې ساه يې لنډه لنډه کېدله ځان هغوی ته ور ورساوه٠ دزوم کورنۍ او خپلوان هک پک شول چې څه پېښه شوې ده چې ملا داسې ساه نيولی راغی نو يې ترې وپو ښتل چې خيريت خو به وي چې په دومره منډو دې ځان تردې ځايه راورساوه؟ ملا نصرالدين ورته ويل چې بايد خپلې لور ته مې يو نصيحت کړای وای خو له بده مر غه رانه هېر شوی و،نو اوس مې چې راپه ياد شو نو دلته مې رامنډې کړې٠نو دايې وخت دی چې زه بايد هغه نصيحت خپلې لور ته وکړم٠ ملا خپلې لور ته ورنږدې شو او دخپلې لور په غوږ کې يې وويل: لور جانې! کله چې په ستنه کې تار اچوي نو له ياده دې ونه وځي چې دتار په اخر کې به غو ټه وراچوي، که دا کار دې ونکړ نو تار به دستنې نه ووزي او ته به سر ګردانه شي
يوه ورځ ملا نصير الدين کره د ګاونډيانو چرګ راغے د ملا ښځې را اونيو حلال يې کړو او پوخ يې کړو ملا چې کور ته راغے نو ښځې ورته ټوله قيصه تېره کړه ملا ډېر خفه شو ښځې ورته وې کۀ خفه کېږې نه نو دا کټوۍ بهر توې کړم خو غوړي او مصالحه پکښې ډېر لګېدلې دى نو ملا نصير الدين ورته وې پام کوه توې يې نۀ کړې غوړي او مصالحه پکښې د کوره دي تۀ داسې اوکه چې ما له ترې تشه شوروه راوړه ښځې چې تالي کښې شوروا را اړوله نو ورسره د چرګ پتون راپريوتۀ ښځې يې هغه اوچتو نو ملا ورته وې نه نه دا کار مۀ کوه کوم هډوکے چې په خپله راځى هغه پرېږده ښځې ورته وې چرګ خو هم په خپله راغلے وۀ ما خو نۀ وو راوستې ملا نصيرالدين ورته ووئيل بيا ګورې څۀ ته دا خو حلال دے.
ملا نصيرالدين يو ځل په سفر وتلے وۀ يو کلى کښې پرې شپه راغله د کلى جومات ته ورغے هلته اودۀ شو په نيمه شپه کښې يو سړے د تهجدو دپاره جومات ته راغے او د ملا خوا ته اودرېدو لاس يې اوچت کړل وئيل يې اے پرودګاره! د ژمي په دې يخه توره شپه کښې چې نور خلق په خوبونو اودۀ دي او د تودو بړستنو خوندونه اخلي ما په يخو اوبو اودس اوکړۀ او ستا عبادت ته راغلے يم ملا د سړى په دې خبرو راويښ شو وې وئيل يه وروره! خپل عبادت کوه مونږ ورته څۀ له ښئ.
يوه ورځ يو سړى ملا نصير الدين له يو خط راوړو او ورته يې ووې چې دا اولوله چې څۀ يې پکښې ليکلى دى . ملا صېب يو ساعت خط ته وکتل بيا يې ووې چې زۀ دا نۀ شم لوستے ، هغه سړى ورته ووئيل هسې دې دومره غټ پټکے په سر اېښے دے . ملا صېب د خپل سر نه پټکے واخست او د هغه سړى په سر يې کېښودۀ او ورته يې ووئيل چې ځه اوس يې تۀ اولوله
Latif Yad