Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دا حالات چاته د زغم وي؟
[20.Dec.2015 - 20:49]نورمحمد غفوري
په هېواد کې مو چې شپه او ورځ ماتم وي!
نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟
په وطن چې اور بل شوی، دود جګږيږي
چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟
په اوږوچې د زامنو جنازې وړو
خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!
بیسواده چې حاکم عالم ګدا وی
دا وضعیت به نو د چا په فکر سم وي؟
چې چوکۍ په میراثي ډول تقسیم شي
اې ځوانانو دا حالات چاته د زغم وي؟
چې ملت په اتفاق قدم وانخلي
نوپه برخه به یې خود، دایـم الم وي
چې یې توان د ادارې د مــنصب نـــه وينــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟
که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي
که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړونــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي
که دا علم، صداقت معیار د سنج شي
(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟
۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵