ملاله یوسفزۍ په جایزه ونازول شوه
[10.Oct.2013 - 19:26]قاسم خان منوخیل ۱۰/۱۰/۲۰۱۳
د تعلیم جهاني مبارزه ملاله یوسفزۍ د اروپايي پارلمان د ۲۰۱۳م کال په سخاروف جایزه ونازول شوه.
د اروپايي پارلمان لپاره د برتانیا لبرال ګوند غړي سر ګراهام واټسن چې ملاله یې د فکري ازادي سخاروف جایزې لپاره نومولې وه، په برسلز کې د مشال راډيو خبریال ریکرډ یوزوېک ته وویل،
” ما ملاله ونوموله، ځکه چې هغه یو داسې څه لري چې ډېر یې راهڅولي دي، هغه د نجونو تعلیمي حق غوښتنه ده. موږ ته ملالې غوندې ګن خلک په کار دي، چې په یوه داسې ټولنه کې د ښځو تعلیمي حقونو لپاره رااوچتېږي، چې د هغوی له زدکړو انکا کېږي. “
سر ګراهام واټسن زیاته کړه چې ملالې ته جایزه ورکول، نه یوازې هغې ته ارزښت ورکول دی، بلکې په پاکستاني ټولنه کې هغو خلکو ته ورپه یادول دي چې د ښځو له تعلیمه انکار د نړۍ پراخې برخې ته د منلو نه دی.
په دې اړه، د اروپايي پارلمان غړي جوزف داول، چې د یورپ ولسي ګوند مشر دی، وویل،” ملاله د ټولو ځوانانو لپاره د ننګ څلی چې دوی ترې د جرات الهام اخلي. “ ده زیاته کړه، ”هغه لکه یوه ډیوه، تیارې لارې رڼوي.
د سخاروف په نوم دا معتبره جایزه له ۱۹۸۸ کال راهیسې د روسي ساینس پوه اندرۍ سخاروف په ویاړ هغو افرادو او سازمانونو ته چې د بشري آزادیو لپاره مبارزه کوي، ورکول کیږی.
د سخاروف جایزه تر دې مخکې په جنوبي افریقا کې د ازادۍ مبارز نېلسن منډیلا ، په میانمار کې د بشري حقونو مدافع اونګ سان سوچي او د ملګرو ملتو پخواني عمومي منشي کوفي عنان ته هم ورکړل شوې ده.
د سخاروف جایزه لږترلږه ۶۵ زره ډالره مادي ارزښت لري او د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي اتحادیې د تر ټولومعتبرو جایزو ګڼل کیږي .
ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید شوې ده .
ټاکل شوې چې د سولې لپاره د نوبل نړیواله جایزه سبا اعلان شي.
ملاله شپاړس کلنه ده او په خپله سیمه سوات کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د ازادۍ لپاره د خپلې مبارزې په اړه مشال راډیو ته وویل: طالبان د نجونو تعلیم نه غواړي او زه بې شکه د دې خلاف یم چې د نجونو د تعلیم مخنیوی وشي. زه غواړم چې هره ماشومه ښوونځي ته ولاړه شي. دا د هغوی حق دی چې خپل فکر څرګند کړي.
ملالې یوسفزۍ د نجونو د تعلیم اود ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه د لنډو یاداشتونو په لیکلو پیل کړه.
ملاله د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه له ښوونځي و کور ته پر لاره وسله والو طالبانو پر سر په ګولۍ وویشتله چې نړیوال شهرت یې ورکړ.
ملاله یوسفزۍ اوس په نړۍ کې دښځو د تعلیم لپاره د مبارزې د یوه سمبول په توګه پيژندل کیږي.
د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ویلي دي چې هغې د طالبانو پر ضد پروپیګنډه نه کوله، بلکې د هغوی د سوچ او مفکورې مخالفه ده. نوموړې دا خبره د مشال راډیو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړېده، چې نن د اکتوبر پر نهمه نېټه پر هغې د برید یو کال پوره کېدو په مناسبت ده. ملالې وویل، کله چې طالبانو په سوات کې د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه نو دې یې مخالفت وکړ او د تعلیم او ښځو حقونو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې. ملاله په نړیواله توګه د تعلیم مبارزې په توګه پېژندل شوې ده او د ۲۰۱۳ز کال د سولې نوبېل انعام لپاره هم په
کتار کې ده. دا لومړی ځل دی چې تر ویشتو وروسته ملالې د پښتو ژبې له یوې رسنۍسره خبرې ک
لندن - د پاکستاني طالبانو له خوا ويشتل شوې د تعليم د حق مبارزې ملالې يوسفزۍ پلار ضیا الدین يوسفزی وايي، د ملالې د ويشتلو خبر د ده له پاره تر قيامت هم زيات وو ځکه قيامت په ټولو راځي خو د ملالې د ويشتلو پېښه یوازې پر ده قيامت وو
د ملالې يوسفزۍ د ويشتل کېدود يوه کال پوره کېدو په موقع د دې پلار ضیا الدین يوسفزی، د يو پلار په حيث، له کومو کړاوونو او دردونو څخه تېر شوی، دا يې په لومړي ځل له مشال راډيو سره شریک کړي دي.
د مرکې تفصيل لاندې لوستلای شئ.
مشال راډیو: کله چې ملاله یوسفزی و ويشتل شوه نو تا سو څنګه خبر شوی؟
ضیا الدین یوسفزی: کله چې په نهم اکتوبر دوه زره دوولسم کال د غرمې پر پنځلس منټه باندې ۱۲ بجې دا وويشتل شوه نو دا وخت زه په سوات پریس کلب کې د یوې نجي تعليمې ادارې تر انتظام لاندې د صوبايې حکومت پر خلاف په جوړه شوې مظاهره کې وم. ما ته ټيليفون راغلی او ما خپل ټيليفون ملګري ته ورکړ او هغه راته وويل چې ستاسو د سکول پر ګاډي حمله شوې ده. دا خبر چې مې واوريد نو زړه مې وغورځېدلی چې دا به په چا شوې وي نو سمدستي مې ذهن ته خپله لور ملاله راغله او ډېر زيات خفه شوم.
دا وخت سټيج سيکريټری د تقرير کولو لپاره زما نوم واخیست نو بس ما ځان قابو کړ ځکه شا و خوا ۵۰۰ خلک راغونډ شوي ول او ما نه غوښتل چې دوی ټول بې حوصلې کړم. ما پینځه منټه وينا وکړه او دا وخت زما پر مخ خوله وه، حالانکې پر ما خوله ډېره کمه راځي. له دې وروسته ګاډي ته وختو او په لاره کې فون راغی چې په بريد کې ملاله ويشتل شوې او ډېره زخمې ده نو ته ځان ژر تر ژره هسپتال ته را ورسوه.
حالت مې دا شو چې ملاله په برمنګم کې تبي نيولې او زه دلته په اسلام آباد کې تبي ونيولم
ضیا الدین یوسفزی
مشال راډيو: نو د يو پلار په حيث مو څه حالت وو؟
ضیا الدین یوسفزی: قيامت وو بلکې تر قیامت هم سخته ورځ وه ځکه چې قيامت خو پر ټولو خلکو يو ځای راځي خو دا خو یوازې په ما قيامت وو. ګوره، ملاله خو زما یوازې لور نه ده، بلکې زما ملګرې ده، د مېشن ملګرې او د فکر ملګرې ده. داسې وه لکه څوک چې زما له پښو مځکه را باسي، لکه چې له ما سره چې هر څه وي او بيا يې را څخه په يوه لمحه کې بيرته واخلي.
مشال راډیو: آيا تاسو ته پښمېاني و نه درېده چې کاش ملاله مې له ځان سره ملګرې کړې مه وای؟
ضیا الدین یوسفزی: دا احساس ماته په دومه ورځ وشو چې کله ملاله ډېره په تکليف کې وه. ما په ذاتي توګه کله هم دا نه ده محسوسه کړې چې ګواکې ما غلطي کړې ده او زما د وجې نه زما پر لور بريد شوی دی. کله چې دا ډېره په تکليف وه نو ما خپل اوخښي ته وويل چې تاسو په کلی کې تياري وکړئ ځکه ماته داسې نه ښکاري چې موږ او ملاله به نور يو ځای پاتې شو او دا له موږه ډېر ژر بېلېدونکې ده. نو ما خپلي مېرمني ته وويل چې تور پېکۍ داسې خو به نه وي چې د دې د مرګ الزام به په ما لګوي، زما لور خو ما نه د وژلې بلکې پر هغې طالب حمله کړې ده نو زه ، يا ته يا بل ولې د دې ذمه واري قبوله کړو. چا چې حمله کړې ده هغه پړه په غاړه اخیستې ده. ماته به خلکو ویل چې له طالبانو سره مبارزه ستاسو ذمه واري نه ده خو که داسې خلک موږ له خپلو ذمه واريو څخه مبراء کوو نو بيا خو به څوک پاتې نه شي او موږ به میدان ورانکارو، شر خوښو ، ترهګرو ته وزګار پرېږدو چې څه غواړي هغه به کوي. زياتره خلک له نورو څخه د هغه شان ردعمل غوښتنه کوي چې پخپله يې ښيې. ډارن (یا وېرېدونکی) سړی له چا څخه د حوصلې تمه نه شي کولای. ډارن خلک له خلکو د وېري هيله کوي او حوصله لرونکې به له خلکو د حوصلې تمه کوي.
قيامت خو په ټولو خلکو يو ځای راځي خو دا خو یوازې په ما قيامت وو. ګوره، ملاله خو زما یوازې لور نه ده، بلکې زما ملګرې ده.
ضیا الدین یوسفزی
مشال راډیو: کله چې د رغېدو وروسته په لومړي ځل ستاسو له ملالې سره ټيليفوني خبرې وشوې نو احساسات مو څه ول؟
ضیا الدین یوسفزی: کله چې موږ ورسره په لومړي ځل خبرې کولې، دې له موږ سره نه شوای کولی، ما ته یې ډاکټر وويل چې تاسو به حوصله ساتی او ژاړئ به نه. نو ما پر ځان ډېر تکليف تېر کړ او د خبرو پر وخت مې ځان قابو کړی وو. ما ورته ويل چې بچيه ته ډېره زړوره یې، موږ به ډېر ژر درشو او و به دې وينو خو دننه زما زړه بالکل چاودېده، زه یې له تاسو سره نه شم شريکولای چې د علاج په دوران کې زه تر کومو کېفتونو تېر شوم. يو ځل ما ته ډاکټر وويل چې ملاله تبې نيولې ده او زما په خيال هغه زخم لري، زه هسې طبیعتاً له زخم څخه ډېر وېرېږم نو حالت مې دا شو چې ملاله په برمنګم کې تبي نيولې او زه دلته په اسلام آباد کې تبي ونيولم. پر ما د شپې يو داسې کېفيت راغی او بدن مې خولې خولې شو نو فکر مې وکړ چې زه نور مرم نو بيا مې سوچ وکړ داسې نه وي چې ملاله روغه وي او زه مړ شم نو ژر لاړم غسل خانې ته ، مخ لاس مې و مينځل او ځان مې قابو کړ. یو بل ځل ډاکټر راته وويل چې د ملالې په اړه له برمنګم ښه خبرونه راځي خو ورسره يې دا خبره وکړه چې لږ يې د سترګو مسله شته، نو زه و وېرېدم چې له ډاکټر سره ماالومات دي نو کېدای شي دا به نه ويني. ما فکر وکړ چې آه! ملاله به اوس نه ويني، لاسونه به خوځوي او ابا ابا به راته وايي، سوچ مې وکړ چې زه به خپله يوه سترګه ملالې ته ورکړم بیا مې ويل چې نه زما خو نظر کم دی نو په کمزورې سترګه به ملاله څه کوي، نو بس داسی عجيبه غوندي سوچونه به تلل، راتلل.
مشال راډیو: خو کله چې تاسو برمنګم ته راغلاست او له دې سره مو مخامخ وليدل نو که هغه جذبات راسره شريک کړی ؟
ضیا الدین یوسفزی: کله چې زه په لومړي ځل کوټې ته ورننوتم نو ډېر زيات خفه شوم ځکه کله چې دې و خندل نو خوله يې يوې غاړې ته لاړه او کږه شوه. اف! هغه لمحه نشم بیانولای. ما او د ملالې مور يو بل ته وکتل نو ما او مور يې ټوله شپه د ماشومانو په شان وژړل چې ای خدایه! اوس به ملاله نه شي خندېدای. د دې مسکا له دې واخیستل شوه.
زياتره خلک له نورو څخه د هغه شان ردعمل غوښتنه کوي چې پخپله يې ښيې. ډارن (یا وېرېدونکی) سړی له چا څخه د حوصلې تمه نه شي کولای.
ضیا الدین یوسفزی
مشال راډیو: نو که تاسو پر ملالې شوې حمله او له هغه وروسته رامنځ ته شوي غبرګون ته وګورئ نو کومې نتيجې ته رسئ؟
ضیا الدین یوسفزی: زموږ تر دې پېښي له مخه هم دا هدف وو چې زموږ په وطن کې دې امن وي، خوشالي وي او نوره دې ترهګري ختمه شي. د دې پېښي نه وروسته اوس خو ما، ملالې او مور يې له خدای سره ليکل کړي دي چې زموږ پاتې ژوند د خلکو، قام او تعليم له پاره دی. پښتانه چې نن له کومې بدې ورځې سره مخامخ دي په کار ده دوی نور ونه ځپل شي. تاسو به حيران شئ چې څنګه چې خلک د پير درناوی کوي هم داسې خلک اوس د ملالې کوي.
مشال راډيو: تاسو ته داسې څه واقعې يادي دي؟
ضیا الدین یوسفزی: کله چې ملاله په لومړي ځل له هسپتاله راووته نو موږ بازار ته لاړو هلته يوه پروين نومې ښځه له خپل خاوند سره وه هغې ملاله وپېژندله. هغې ملاله په غيږ کې ونيوله او بې انتها ژاړي او ملاله حيرانه وه چې ای خدايه! خلک په ما پسې ژاړي هم!! داسې يې ژړل لکه مور چې له لور څخه په مودو بېله شوې وي او بيا سره و ويني او ژاړي. بيا په اردو ژبه کې ورته وويل، ملالې لورې تاسو ته مالومه ده چې موږ اوس خلکو ته وايو چې موږ د ملالې يو.
مشال راډيو: دې ته ورته مو که بله واقعه په ياد وي؟
ضیا الدین یوسفزی: ډېري کیسې دي. موږ چې کله په ابوظبۍ کې وو نو د هوټل مالک د شهزادګانو له خپلوانو څخه وو. هغه شهزاده چې راغی او ملاله چې يې څنګه ولیدله نو لاسونه يې رپېدل، بدن يې رپېده او سترګو څخه يې اوښکې تللې او جذبات ورباندې دومره حاوي ول چې له خولې يې خبره نه راوته. بيا چې يې زه ولېدم نو په ګاډي کې کښېناست، ما ته يې لاس راکړ او ویې ويل چې له ما خبرې نه کېږي خو ته پوه یې چې زه څه ويل غواړم.
مشال راډیو: ملالې ملګرو ملتونو ته وينا وکړه کله مو د يوه پلار په حيث دا فکر کړی وو چې ورځ به مو لور د ملګرو ملتونو په تالار کې ولاړه نړۍ ته وينا کوي؟
ضیا الدین یوسفزی: د ملالې له پاره ما تر دې هم لوی تصورات کړي دي خو دومره ژر مې نه وو کړي چې ګواکې دا به ملګرو ملتونو ته ځي او نه مې هم دا خواهش وو چې دا دې ژر دومره لوی ځای ته لاړه شي. خو په هغه ورځ زما د خوشالۍ اوښکې وې چې يا خدايه! هغه قام چې بدنامه کړل شوی چې که پښتون دی، مسلمان دی، پاکستانی دی او يا افغان دی نو وايي دا ترهګر دي. د هغه قام يوه ۱۶ کالنه ماشومه په ملګرو ملتونو کې راپاڅي، د امېد او امن بيرغ په لاس کې اخلي چې نه، موږ ترهګر نه يو، شر خوښي نه يو، موږ جنګ نه خوښوو. موږ تعليم، تهذيب او امن غواړو راځئ په موږ پسې شئ چې تاسو ته د امن لاره وښيو. نو زما له پاره د ملي وياړ تر دې لويه لمحه څه کېدای شوه. له دې سره جوړ کړل شوی ټول درواغجن فکر بدل شو.
وايي:
نه هزار زلمې ورغلي تر کماله
نه يوه نره ملاله، مېوندواله
د تعليم له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون ځانګړی استازی او د بریتانيا پخوانی لومړی وزير ګورډن براون دا تاثر ردوي چې ګواکې مغربي ملکونه ملاله يوسفزۍ د خپلو ګټو له پاره استعمالوي.
نوموړی وايې، ملاله او پلار ضیا الدین يې له داسې اصولو سره روزل شوي او را لوی شوي دي چې هېڅوک هم دوی د خپل فکر او سوچ لپاره نه شي استعمالولی.
دا خبرې ګورډن براون پر ملاله يوسفزۍ د وسله والو طالبانو د بريد د يوه کال پوره کېدو پر موقع د مشال راډیو ځانګړي پروګرام په لړ کې له عبدالحي کاکړ سره په يوه مرکه کې کړې دي.
مشال راډیو: که څوک له تاسو پوښتنه وکړي چې د ګورډن براون لپاره ملاله يوسفزۍ څوک ده، نو تاسې به څه وایاست؟
ګورډن براون: ملاله يوه زړوره، حوصله لرونکې او هېښوونکې ځوانه نجلۍ ده، چې نړۍ ته يې وښودله، چې پر خپلو اصولو د درېدلو هوډ او حوصله لویې قربانيانۍ غواړي او نړۍ ته يې دا هم وښوده، چې که پر خپلو اصولو ودرېږی، نو بيا روښانه سهار ليدلای شی.
مشال راډیو: له کله چې ملالې د تعليم لپاره مبارزه پيل کړې ده له هغه را وروسته تاسو په نړۍ کې د تعليم پر حالت څه مثبت اثر ليدلئ دئ؟
ګورډن براون: زما په خيال د ملالې او د دې د زړور او حوصله لرونکي پلار ضیا الدین يوسفزي کارونو وار له مخه لوی بدلون راوستی دی. د ملالې تر ويشتلو يوه مياشت وروسته چې زه کله پاکستان ته ولاړم نو په زرګونه نجونه او هلکان مي ولېدل، چې د دې د مبارزې ملاتړ يې کاوه. حکومت د لازمي تعليم قانون منظور کړ او د ۳۰ لاکه نجونو لپاره يې وظيفه (بورس یا سکالرشېپ) اعلان کړه. په دې وروستيو کې نوي حکومت اعلان کړی دی چې د تعليم بجټ به له دوو څخه څلور فيصده ته زياتوي او دا هر څه د ملالې او د هغې د پلار د اثر و نفوذ له وجې وشو. د دې اثر يوازې پر پاکستان نه بلکې پر ټوله نړۍ دی.
ملاله له خپل ملک سره مينه لري، له خپلو خلکو سره مينه لري او له خپل مذهب سره مينه لري
ګورډن براون
مشال راډیو: تاسو ته مالومه ده چې ملاله د پاکستان له هغو پښتنو سيمو سره تعلق لري چې هلته وسله والو په سلګونه سکولونه تباه کړي دي نو آيا تاسو د دې ښوونځيو د بيا جوړولو څه ځانګړی پلان لرئ؟
ګورډن براون: زه خبر يم چې طالبان د لوی شمېر سکولونو د تړلو ذمه واره دي، زه په دې هم خبر يم، چې ډېر سکولونه سوځل شوي او خلک ځورول شوي او دړکې ورکړل شوې دي. خو زه په دې هم خبر يم چې په افغانستان او پاکستان کې ډېر زړور خلک شته چې د زده کړو له حقه محرومه کړل شوي دي. موږ بايد هرو مرو دې حالاتو ته غبرګون وښیو او د نجونو او هلکانو په تيره بيا د نجونو د زده کړو پر خبره زور ورکړو. موږ د نړۍ د نورو هيوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره په ګډه کار کوو چې دغه سکولونه بيرته خلاص شي، پر تعليم نورې پيسې خرڅې شي، نور استادان برتي کړل شي او خلک سکول ته په تللو کې ځانونه خوندي احساس کړي. زه به د پاکستان پخپل راتلونکي سفر کې د نړيوالي ټولني له خوا نورې پيسې اعلان کړم چې دا رنګه زاړه سکولونه بيرته خلاص شي، نوي ښوونځي جوړ شي، د زده کړو لپاره نور مواد ورکړل شي او نوي استادان برتي شي.
مشال راډیو: په پاکستان کې ځینې خلک تور لګوي چې مغربي ملکونو د خپلو ګټو لپاره ملاله يوسفزۍ استعمال کړې ده. ستاسو به دغو الزامونو ته ځواب څه وي؟
ګورډن براون: زما په خيال ملاله او پلار ضیا الدین يوسفزی ډېر پياوړي دي چې د لوړ عزم او عظيمو اصولو خاوندان دي. دوی پر هغه عزم او اصولو ولاړ دي او ورباندې عقيده لري چې له مخې یې د دوی روزنه يا پرورش شوی دی او زما په باور داسې هېڅ هم نشته چې دوی به د هغو خلکو له خوا په موثره توګه استعمال شي چې د دوی د سوچ بالکل برعکس طرز فکر لري. زما په فکر، خلک دا حقيقت مني چې ملاله له خپل ملک سره مينه لري، له خپلو خلکو سره مينه لري او له خپل مذهب سره مينه لري. نه دا او نه هم د دې پلار به یوازې له دې وجې چې په يو بل ځای کې ژوند کوي هغه اصولونه قرباني کړي چې ورسره را لوی شوي دي.
مشال راډیو: په پاکستان کې ځېنې خلک دا تنقيد هم کوي چې نړۍ ملاله ځکه لمانځي چې دا يوه ماشومه ده او ويشتل شوې ده نو بيا ولې هم د دې دليل پر اساس هغه ماشومان نه لمانځل کېږي چې په ډرون بريدونو کې وژل شوي دي.؟
ګورډن براون: کله چې زه د ماشومانو په اړه خبرې کوم نو زه غواړم هر ماشوم ته د تعليم د تر لاسه کولو له پاره موقع برابره شي. زه یوازې د ملالې خبره نه کوم بلکې په پاکستان کې د هر ماشوم د تعليم د حق خبره کوم او زه هيله من يم چې دوی به ډېر ژر په پر امنه او خوندي ماحول کې بې د تشدد له خطره تعليم حاصل کړي.
مشال راډیو : تاسو ته مالومه ده چې ملاله د امن د نړيوالې جایزې لپاره سيالي کوي ستاسو په فکر دا به دا جایزه وګټي؟
ګورډن براون: زما په فکر که ملاله دغه جایزه وګټي او که نه، خو دا وار له مخه بريالۍ شوې ده، ځکه چې دې په ټوله نړۍ کې تعليم د يوې ډېري مهمي مسلې په توګه را څرګند کړی دی. د امن د نړيوالي جایزي په اړه چې هره فېصله کېږي زما په خيال د ملالې زړورتيا او قربانۍ د تعليم په برخه کې لوی خدمت کړی دی. هم دا شان د هغې د پلار ضیا الدین زړورتيا هم خدمت کړی دی
مشال راډیو: د ملالې د ويشتلو يو کال پوره شو نو ستاسو په فکر يو کال وروسته څوک بریالي شول. طالبان او که ملاله؟
ګورډن براون: انصاف، شفافيت او د تعليم د ترلاسه کولو شخصي حق هغه څه دي چې ملاله يې استازيتوب کوي او هم دغه هدفونه بريالي شوي دي.
طالبانو د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه ملاله یوسفزۍ په ډزو وويشتله چې دا ډول دا د تل له پاره خاموشه کړي خو داسې و نه شوه بلکه برعکس نه يوازې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملالې غږ (ږغ) ازانګې وکړې بلکې اوس يې د ژوند کیسه او د تعليم د حق له پاره مبارزه په کتابي شکل کې د روان کال (۲۰۱۳ز) د اکتوبر پر ۸ مه نېټه بازار ته راووت.
په انګريزي ژبه کې د ليکل شوی کتاب نوم (آی اېم ملاله) یانې (زه ملاله يم) دی. دا کتاب به د نړۍ په ۲۲ هيوادنو کې خپرېږي چې پاکستان، هند، امريکا، برتانیا، چين، جرمني او نور هيوادونه په کې شامل دي.
دا کتاب ملالې یوسفزۍ او د برتانيې خبريالې او ليکوالې کرسټينا لېمب په ګډه ليکلی دی. د کتاب ليکلو پر مهال کرسټينا لېمب له ملالې يوسفزۍ سره ډېره نېږدې پاتې شوې ده او دا يې ډېره ښه پېژندلې ده. په دې اړه مې د ملالې يوسفزۍ د شخصيت په اړه له کرسټينا لېمب سره ځانګړې مرکه کړې ده.
مشال راډیو: تاسو ولې د ملالې يوسفزۍ د ژوند کيسې ليکلو فيصله وکړه؟
کرسټینا لېمب: کله چې ملاله وويشتل شوه، نو زه هغه وخت په امريکا کې وم. ټولې نړۍ چې کوم لوی ردعمل وښود نو زه هم د دې د ژوند له کيسې څخه متاثره شوم او سوچ مې وکړ چې که چېرې د دې د ژوند کيسه له خلکو سره شريکه کړل شي نو له دې څخه به د ټولې دنيا خلک الهام واخلي او پوه به شي چې په اصل کې د پاکستان غوندې هيوادونو، چې د تعليم شرح په کې کمه ده، څه روان دي او له دې سره به نور خلک هم و هڅول شي چې د تعليم غوندې د يو نړيوال حق د تر لاسه کولو له پاره خپله مبارزه وکړي.
مشال راډیو : کله چې تا سو له ملالې یوسفزۍ سره ولېدل نو احساسات مو څه ول؟
کرسټینا لېمب: دا ډېرهه دلچسپه خبره ده. ما له هر ډول خلکو لکه پوځي آمرانو، سياستوالانو، طالبانو او جنګ سالارانو سره مرکې کړې دي او زه به له هغو ويريدلم هم خو کله چې مې له ملالې سره د ليدو پر وخت د هغې انتظار کاوه، نو پريشانه وم دا ځکه چې يوې ۱۵ کالنې نجلۍ له ما څخه انټرويو اخيستله او دا فیصله به يې کوله چې آیا غواړي چې زه د دې د ژوند کيسه نړۍ ته په کتابي بڼه کې وړاندي کړم او که نه.
مشال راډیو: ستاسو له ملالې یوسفزۍ سره وخت څنګه تېر شو؟
کرسټینا لېمب: زما له دې سره ډېر ګټور وخت تېر شو. دا مې و ليدله او ښه مې و پېژندله. له يوه طرفه به مې دا په ټيليويژن د يوې نړيوالې اتلې په توګه ليدله نو بلې خواته ما دا په کور کې هم ليدله چې له خپلو وروڼو سره جګړې کوي، دا يوه عامه نجلۍ ده چې په غولي کې لوبې کول او پاپ میوزک اورېدل غواړي.
مشال راډیو: تا سو له ملالې سره ډېر وخت تېر کړی نو چې څومره مو وخت ورسره تېراوه هم دومره به د دې په اړه نور حقيقتونه مخي ته درتلل نو دا هر څه څنګه وو؟
کرسټینا لېمب: ما ډېر دا غوښتل چې خلک دا د يوه کس او يا د يوې کورنۍ په توګه و پېژني خو ما دا هم غوښتل چې خلک د پاکستان په سياست هم پوه شي، چې څنګه په سوات کې طالبان پیدا شول، او بيا يې دومره ژر صلاحيت وموند چې د پاکستان دغه سيمې په پوره ډول کنټرول کړي. له دې سره سره دا هم را څرګندول ول چې په داسې حالاتو کې پر يوې کورنۍ څه تېريدل، څنګه يې د ژوند تېرولو کوښښ کاوه او څنګه ملالې هڅه کوله چې سکول ته لاړه شي. ځينې خلک داسې سوچ کوي چې دوی ډېر خوش قسمته دي چې په برتانیا کې ښه ژوند کوي، خو داسې نه ده، دوی شا ته هر څه پرېښي دي؛ خپل ملګري، خپل خلک او خپل کلتور يې پرېښی دی. دوی له خپلو جرړو پرېکړل شوي دي او په يوه داسې نا بلده ځای کې ژوند کوي چې هلته دوی هېڅوک هم نه پېژني او تنهايې محسوسوي. ملاله به کيدای شي يوه نړيواله اتله وي، خو حقيقت دا دی چې د دې ملګري له دې څخه په زرګونه ميله لرې دي چې دا يو ډېر ګران کار دی.
مشال راډیو: آيا ملالې يوسفزۍ تاسو متاثره کړي ياست؟
کرسټینا لېمب: هو ، ډېر زيات، اول خو د دې جذبې متاثره کړم، بل دا چې دا ډېره خوله وره ده، په دومره کم عمر کې ښه سیاسي پوهه لري او د دې يوه وجه دا کيدای شي چې د دې پلار يو سياسي مبارز وو، نو دې به د ده او د هغه د ملګرو ترمنځ کېدونکي سياسي بحثونه اورېدل. بله دا هم چې دا ډېره زړوره ده او هوډ لري چې د هر چا له پاره بدلون راولې.
مشال راډیو: کله چې تاسو کتاب ليکلی، نو تاسو خو پرېشانه نه واست؟
کرسټینا لېمب: په اول سر کې زه ځکه لږ څه پريشانه وم چې له دې څخه د پېښې او ډزو په حواله به پوښتنې کوم ځکه ما نه غوښتل چې دا پريشانه کړم خو دې په رښتيا هم پخپله دا غوښتل چې خپله کيسه راته وکړي. دا پخپل موقف ډېره ټينګه ولاړه وه. په ژوند کې پر چا دا سي وخت راځي چې زړه پېښه بيا بيرته ور ياده شي خو ملالې دا حقيقت منلی دی چې پر دې ډزي شوي دي او غواړي نور خپل ژوند تېر کړي.
مشال راډیو: کله چې خلک پر دې تنقيد کوي نو تاسو چې کله دا خبرې واورئ نو څنګه احساسوئ؟
کرسټینا لېمب: دا مې ډېر خفه کوي. زما په نظر کې ملاله د پاکستان د مخ هغه اړخ ښکاره کوي چې په کار دی دغه ملک ورباندي فخر وکړي. زه له تېرو ۲۷ کالونو راهيسې پاکستان ته ځم، راځم او زه نورو خلکو ته وايم چې د دې هيواد خلک ډېر عزت داره، خدمتګاره او زياتره په کې منځلاري دي خو له بده مرغه په نړۍ، په تېره بيا په امريکا کې پاکستان ته د يو ترهګر هيواد په سترګه کتل کېږي چې له طالبانو ډک دی نو دا موقع ده چې پاکستان په دې فخر وکړي چې ملاله يې په نړۍ کې نمایندګي کوي او دې چې څه کړي دي او څه يې ويلي دي د هغي ټوله دنيا ستاينه کوي.
لندن - زما له پاره تر ټولو حيرانوونکې شیبه دا وه چې ډله ډله خلک مې ليدل چې د ملالې یوسفزۍ تصوير ته به درېدل او په ديوال ليکل شوي نوم ته به يې تر کتو له مخه هغه پېژنده.
دغه تصوير د برتانيې یوه نومیالي انځورګر جوناتن يو جوړ کړی او د سېپټېمبر پر ۱۱مه د لندن دي نيشنل پورټريټ ګيلري کې د نندارې له پاره کېښودل شو.
په ګيلري کې د بېلا بېلو انځورګرانو له خوا د نړۍ د سياستوالانو، سندرغاړو، لوبغاړو، تاريخي شخصيتونو په لاس جوړ شوي يو شمېر تصويرونه ځوړند دي.
د ملالې په اړه ليکل شوي چې دا تصوير د دې له ماشومتوبه واخله بيا تر ننه پورې د ژوند کيسه بيانوي.
چې کوم سيلاني به د ملالې تصوير ته ودرېد نو ما به تر پوښتنه وکړه چې تاسو دغه نجلۍ پېژنئ نو د نوم لوستلو له مخه به هر چا راته وويل، هو بالکل يې پېژنو، دا هم هغه نجلۍ ده چې طالبانو ځکه ويشتلې وه چې دې د تعليم له پاره مبارزه کوله.
لاندې د ملالې په اړه د ځينو کسانو څرګندونې لوستای شئ.
ایلن شیرا - سکاټ لينډ
دا ډېره زړوره نجلۍ ده. چې څه ورسره وشول هغه ډېر خفه کړم. زما له پاره دا ځکه ډېر اهمېت لري چې زه د ښځو په مکمله برابرۍ یقین لرم او زما نه دی خيال چې ګواکې ښځو ته برابري ترلاسه ده. زه بايد ووايم چې له نورو مسلمانو هيوادونو سره، سره په پاکستان کې هم ښځو ته يو شان موقعې تر لاسه نه دي. زما په خيال ملاله يو سېمبول دی او کيدای شي هم د دې له وجې بدلون راشي او زه د دې مننه کوم.
ډبرا – لندن
زه د دې په اړه هم دومره مالومات لرم څومره چې مې په خبرونو کې اورېدلي دي چې څنګه دې د ځان په څېر د نورو ماشومانو د تعليم د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله او هم له دې وجې په ډزو و ويشتل شوه. دا ډېره زړوره نجلۍ ده او خوشاله يم چې دلته راغلې ده او تعليم حاصلوي. زما له پاره ملاله ځکه اهمیت لري چې د يوې زنانه په حيث په کار ده له موږ سره د سړيو په شان د برابرۍ سلوک وشي.
واشنگټن — د طالبانو د ناکامه حملې یو کال ورسته، د پاکستان د سوات سېمې ملاله یوسفزۍ نن د جغرافیايي او سیاسي حدودو نه اوښتی شخصیت گڼل کیږي. یو کال پخوا د هغې غږ د سوات نه بهر د پاکستان په ځېنو برخو کې اوریدل کیدو خو اوس ملاله یوسفزۍ په ټوله نړۍ کې د ښځو د تعلیم ځلنده ستوری گرځیدلی.
او اوس خو ملاله د امن او تعلیم د پاره خپل غږ کتاب کې ابدي کړو.
"ايي ایم ملاله" کتاب د شورو په ورځ نیویارک کې په رسمي توگه پرانستلی کیږي. ددې ورسته به د کتاب رسمي مخ کتنه په لندن کې کولی شي. پاکستان کې د وړاندې نه کتاب په دوکانونو کې ترلاسه کیدی شي.
یو کال پخوا په نهم اکتوبر ملاله په یو ډاټسن کې د طالب د ټوپک لپاره ناسته کوړ کوړه وه خو نن د نوي کال په نهم اکتوبر هغه په یو وخت د لندن او نیویارک نه د خپل کتاب "آيي ایم ملاله" یعني زه ملاله یم پرانسته کوي او په نړۍ کې ترټولو مهم انعام یا جائزې یعنې د سولې د نوبل انعام لپاره نومول شوي ده. ددغه انعام اعلان به د جمعې په ورځ کیږي.
یو کال ورسته طالبانو ملاله یوسفزۍ باندې د حملې گواښ بیا تازه کړی دی.
خو ملاله په ځواب کې د طالبانو د لوڼو او خویندو لپاره هم د تعلیم د غوښتنه کوي. په ملاله باندې حمله په پاکستان کې دننه یو بحث هم راپارولی. د هغې مینه وال ملاله ستوری گڼي خو مخالفین د هغې کیسه یوه ډرامه بولي. ځېنې خلک داسې فکر هم کوي چې په ملاله حمله د سره شوي هم نه ده.
"آيي ایم ملاله" کتاب کې ملال د خپل ژوند کیسه کوي.
د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼه کې په اسلام اباد کې د کتابونو په یو دوکان کې په یو عکس کې ښځه ښودل کیږی چې د ملاله کتاب ورسره په لاس کې دی. دغه ورځپاڼې ته د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړي کشماله طارق وايي ملاله د نړۍ سترگې پاکستان ته واړولې.
"آيي ایم ملاله" کې ملاله د ویشتل کېدو نه هسپتال کې هوش کې د راتلو پورې د وخت حال بیانوي. هغه وايي کله چې د هسپتال په کټ پراته هغه په هوش کې راغله نو د خدائي شکر يي ادا کړو. وايي "خدایه شکر دی چې مړه نه یم."
د زیږیدنې په هکله وايي چې د پښتنو په سیمه کې د موجودو روایاتو سره سم د هغې په پیدائش پلار سره يي چا څه خوشحالي وو نه کړه. "کله چې زه پیدا شوم نو کلې خلکو ځما د مور سره همدردي وکړه خو ځما پلار ته هیڅ چا مبارکي ور نه کړه."
سوات کې د طالبانو راپورته کیدو او د هغوي لخوا د جینکو په تعلیم د بندیزونو لگیدو پرته هم ملاله د تعلیم د پاره خپل تکل د لاسه نه وو وکړی او د خپل ښه نیتۍ په بنیاد يي یقین لرلو چې وسله وال به هغې نه نقصان نه رسوي. کتاب کې هغه وايي "طالبان هم ماشومان نه وژني."
خو طالبانو د هغې خوشبیني غلطه ثابته کړه. تیر کال د اکتوبر په نهمه نیټه ډاټسن کې سکول نه کور ته په لار وه. وسله والو د هغې موټر ودرولو. یو کس د ماشومانو ډک موټر کې تپوس کوي "ملاله څوک ده." او ددې سره يي هغه په سر وویشتله.
کتاب کې هغه دغې شېبې څه داسې یادوي: "هوا کې د ډیزلو، د ډوۍ، د کبابو او د هغه ولې بوي یو بل سره گډ وو چې خلک پکې خزله غور ځوي."
داسې ښکاري چې که څه هم طالبانو د ملاله غږ خاموشه کول غوښتل، نړۍ د هغې اواز ته نور هم په توجه او خوشحالۍ غوږ کیښودو او لکه په یو اواز د هغې ملاتړ ته راپاسده. ملاله ددې خبرې نه خبرښکاري.
"کله چې زه وویشتل شوم نو ددوي فکر وو چې خلک به خاموشه شي. ددوي خیال وو هېڅ څوک به هم څه خبره وو نه کړي،" ملاله بې بې سي سره یوه مرکه کې وايی. "ځما په خیال دوي به اوس پښېمانه وي چې ولې يي ملاله وویشتله."
که طالبانو د ملاله د قلم په ځواب کې خپل تفنگ راپورته کړی او په هغې د حملې کال ورسته يي بیا هم په هغې د برید دړکه تکرار کړې ده، خو بل خوا داسې ښکاري چې نړۍ او په خصوصي توگه د امن، تعلیم او پرمختگ خوښونکې پښتانه په هغې فخر او ویاړ کوي.
لکه د اسلام اباد د کتابونو په یو دوکان کې "آيي ایم ملاله" کتاب اخستونکې یوه پښتنه ډاکټره وايي ملاله خو د "پښتنو د پټکې گل دی."
دپاکستاني طالبانو تحريک گواښ کړى چې دجينکو د تعليم دپاره غږ پورته کوونکې ملاله يوسفزئ باندې کۀ يې هر کله لاس بر شو وژني به يې خو که چرې په پاکستان کې دهغې لخوا ليکل شوى کتاب هم کومې کتابخانې خرڅ کړو نو هغه به د طالبانو په نخښه وي .
طالبانو دغه گواښ وروستو له هغې کړى چې په ٩ اکتوبر د طالبانو لخوا دملاله يوسفزئ د ويشتلو ديو کال پوره کيدو په مناسبت دهغې دسوانح چاپ شوى کتاب په پاکستان کې په لمړۍ ورځ خلکو په گڼ شمير کې اخستې اؤ خوښ کړى يې دى.
د زيارت په ورځ د پاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل ملاله يوسفزئ د مغرب خيالات خوروي اؤ د غيرو په لاسونو کې لوبيږي په دې وجه هغه د معاف کولو نۀ ده.
هغه وويل کۀ نن غربي نړۍ په ملاله يوسفزئ باندې پيرزوئنې کوي اؤ جائزې ورکوي نو دا د طالبانو دپاره کومه نوې خبره نه ده بلکې طالبانو ته په کال ٢٠١١ کې معلومه وه چې ملاله د چا په ايجنډه کار کوي هم دغه وجه وه چې په هغې يې بريد وکړو.
طالب وياند زياته کړه په هاغه مهال خو ملاله د طالبانو د بريد څخه ژوندۍ وتلى وه خو دا ځل کۀ پرې د طالبانو لاس بر شو نو مهلت به نۀ ورکوي.
د نوموړي په وينا"دملالې کتاب هم د هغې د مفسدو خيالاتو څرگندونه کوي اؤ په پاکستان کې چې په هره کتابخانه کې دغه کتاب وليدل شي هغه کتابخانه به د طالبانو لخوا په نخښه کيږي"
ديوې پوښتنې په ځواب کې طالب وياند وويل هغوئ دجينکو دتعليم خلاف نه دي بلکې د کفري نظرياتو په ضد دي.
بايد وويل شي دملاله يوسفزئ کتاب زۀ ملاله يم په لندن کې چاپ شوى اؤ د شورو په ورځ په دپاکستان دبيلا بيلو سيمو لويو کتابخانو ته د خرڅون دپاره راوړل شوى چې په لمړۍ ورځ ددغه کتاب په زرگونو کاپۍ خلکو اخستي دي.
ملاله يوسفزئ د شورو په ورځ پخپله يوه مرکه کې په ډاگه کړې وه چې هغه يوه ښه مسلمانه ده اؤ کله چې طالبانو ويشتله په هغه مهال يې نه يوازې قران شريف ختم کړى ؤ بلکې د يوويشتمې سپيارې پورې يې ترجمه هم کړې وه خو کله چې طالبانو وويشته نو دغه ترجمه ترې نيمگړې پاتې شوه.
ملاله وايي خپل نمونځ اودس اؤ تلاوت کوي اؤ د ژوند يواځينى مقصد يې دښځو د تعليم دپاره غږ پورته کول دي