غزني: دواده خوشالي په غم بدله
[28.Oct.2013 - 20:36] د ۲۰۱۳ ع کال د اکتوبر په ۲۷ مه نیټه داتوار ( یکشنبې) په ماښام د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو او صاحب خان کليو تر منځ د واده د ورا پر موټر د سړک پر غاړه په ښخ شوي ماين ۱۹ تنه بي ګناه پښتانه شهیدان او پنځه نور پښتانه ټپیان شول .
په ټپي شويو کسانو کې له څلورو نارينهوو او د یو څو ښځو پرته نورې ټولې وړې نجونې او ماشومان ؤ چې د ناوې کور ته په ورا تللې وې.
عیني شاهدان وايي، ماين د سړک پر غاړه ښخ شوی وو او د ورا پر ګاډي په ريموټ کنټرول ورچول شوی ؤ
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنون ولس عام وژنه چې په هر نوم کیږي په کلکه سره غندي، د اندړو ولسوالۍ ددې غمیزې شهیدانو ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپانو ته د ژر روغوالې غوښتنه کوي او دټولو شهیدانو د کورنیو سره پدې دروند او نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼي اود لوې خدای « ج » څخه ورته جمیل صبراو زغم غواړي.