(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په المان کې د ارواښاد ډاکتر حاجي محمد سلطانزي ځدراڼ د فاتحې خبرتيا
[14.Sep.2006 - 16:34]
د ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزي ځدراڼ د مړينې له کبله خپلوانو، ملګرواودوستانوته خبر ورکول کیږي چې د د ارواښاد فاتحه د شنبې په ورځ په (30.09.2006) نيټه د مازدیګر له پنځه بجو (17 Uhr) څخه تر روژه ماتي پورې د ایسن (Essen) په ښار کې د حاجي گدا محمد په جومات کې اخیستل کیږي.
د ارواښاد ډاکټر حاجي محمد سلطانزي جنازه په (8.9.2006) نيټه د پکتیا ولایت په ځدراڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شویده.
د سلطانزي کورنۍ له خوا
پته: Riedingerstr. 8
45141 Essen , Ruhr
-
بېرته شاته |