(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تنقيد لفظ معنوي اړخ

ليک ، نعمت الله صديقي 

تنقيد څه ته وايي ؟ دا پوښتنه که کليشه هم ده خو د لفظ (تنقيد) دلغوي او اصطلاحي تعريفونو په هوجم او مفهوم کې ، د دې کليشې د تکرار له هغو نه چې کليشو سر حساسيت لري، بخښنه غواړم او په ډير احترام د يو څو ټکو د ليکلو جسارت کوم، خو دلته دا يادونه ضروري کڼم چې دتنقيد په اصطلاحي تعريف، ضرورت، اهميت او فوقيت نه غږيږم، بلکى د لفظ ( تنقيد ) په لغوي معنا يې پرته د لږې،ډيرې ګرامر پوهنې خبرې لرم ،

په عام ډول مونږ په علمي متونو کې د لفظونو دوه ډوله معنا ګورو چې يو ته يې لغوي او بل ته يې اصطلاحي وايي ،که د لفظ ( تنقيد ) اصطلاحي معناوي او مفاهيم راخلو ممکن د کتابونو تر حده ورسيږي خو په لغوي معنا کې د ګرامر (صرف نحوې )له اصولو سره سم جامع او لنډ ه معنا بويه، همدا لغوي معنويت دې، چې اصطلاحى مفهومونو ته لاره ورکوي او د علمي او نظري پوهې وسعتونه يې رامنځته کړي ،

(تنقيد) داردو ژبې تورى دى، چې له انتقاده ماخذ دى، او معنا يې پر يو څه (انتقاد) يا ( نيوکه کولو) ته وايي، د عربي ژبې نقد له (تنقيد)ډيره بل ډول معنا نه ورکوي، په همدې تناظر کې که د انګريزى ګرتسيزم ( ) ته ګورو نو د يوناني ( krinias ) (فيصله کول) دوسره جالب ندي، لکه څومره چې د عربي ( نقد ) او د اردو ( تنقيد ) لغوي معنا ته فوقيت حاصل دى، او همدا ورته حال په پښتو کې هم صدق کوي، ځکه (کره کتنه) په پښتو کې د تنقيد په معنا کارول کيږي،

زه نه يم خبر چې کره کتنه په لومړي ځل د تنقيد په بديل په پښتو کې چا وکاروله، او نه يې هم غير مناسبه بولم، بلکې داهم وايم چې د کره کتنې لفظ په اصطلاحي معنا کې پورته ژبې چې يا دې مې کړې هم دومره جامع لفظ نه لري، خو دا ضرور وايم چې د (تنقيد) په بديل کې د پـښتو (کره کتنه) په لغوي معنا کې دومره موثره نده څومره چې د (تنقيد) لفظ ده، يعنې د پښتو (کره کتنې) لغوي معنا د (تنقيد) په اصطلاحي معنا کې راځي، نو ځکه بايد د( تنقيد )او (کره کتنې) د لفظونو کارول په سمه بڼه استعمال کړو، (کره کتنه) په لغوي معنا کې د يو څه (کره کولو) ته وايي چې د (تنقيد) اصطلاحي معنا يې ترى مختلفه نده، مونږچې يو چا پر کتاب انتقاد يا نيوکه کړي وي،نو وايو چې (تنقيد) يا (نقد) يې کړى، دا نه وايو چې (کره کتنه) يې کړى ، يا که ووايو (کره کتنه) يې کړې سمه ده، خو دا (کره کتنه) هم له (تنقيد) يا له (نقد) ورسته کره شوې ده ،

د اجملي ښکلي د سليم اخترد (تنقيدي دبستان) د ژباړې په کتاب کې د خپلو خبرو په يو پيراګراف کې د (نقد) او (کره کتنه) لفظونه د همداسې بڼې له مخې راغلي ،

( تېرکال مې د پښتو څانګې په شپه کې د(کره کتنې) مضمون واخيست خداى شته له زړه مې ورته تيارى پيل کړ. پلان مې دا و چې په اوونۍ کې دوه ساعته دي په يوه کې به تيوري وايو په بل کې به په اصطلانو د بيلابېلو ليکوالو او شاعرانو پرپنځونو (نقد) ليکم او په ټولګي کې به يې پرې وايم ، بيا به پرې په ګډه نقد کوو، نو د عملي نقد نيت مې هم و، خو هغوى دومره لټ اموخته شوي وو چې....... )

يو ځل بيا وايم چې د لفظ ( تنقيد ) او د( کره کتنه) مخ په مخ الفظ مترادف ندي ، بلکې ( کره کتنه ) په مجموع کې له (تنقيد) او يا له تنقيدونو ورسته رامنځته کيږي، لکه څرنګه چې په پښتو کې (کره کتنه)په لغوي معنا کې هغسې دقيقه نه راځي، همداسې د نورو ژبو په منځ کې په اصطلاحي معنا کې د(کره کتنه) لفظ په څير جامع او هراړخيز لفظ نشته ،

پاى

- بېرته شاته