نېلسن منډېلا له نړې سترګې پټې کړې
[06.Dec.2013 - 19:19]د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر او د نسلي توپیر پر ضد د څو لسیزو مبارزې اتل ۹۵ کلن نېلسن منډېلا تیره شپه له نړې سترګې پټې کړې
نېلسن منډېلا د نسلي تعصب پر ضد او د جمهوريت پلوي مبارز وو. د جنوبي افریقا ولسمشر جېکب زوما وویل د نسلي تعصب پر ضد مبارزه کوونکي نېلسن منډېلا د پنجشنبې په ماښام په جوهانسبرګ کې په خپل کور کې په داسې وخت کې په ارامه سا ورکړېده چې د کورنۍ غړي ورباندې راټول وو.
د نړۍ له لربره پیرزوینې ورته وړاندې کېږي، او د یوې الهام لرونکې بېلګې په توګه منډېلا ستایل کېږي چې څنګه د هغه د سوله ییز جوړجاړي لاره له نسلونو روانه بې انصافي پای ته رسوي.
نوموړي د خپل ژوند اووه ویشت کاله په بند کې تېر کړ او بیا یې په جنوبي افریقا کې پر نسلي تعصب ولاړ د سپین پوستو واک په جمهوریت بدل کړ.
د امن نوبل جایزه ګټونکی نېلسن منډېلا په (نولس سوه څلور نوي ) کې د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د ټولو نسلونو له خوا په جمهوري توګه د جنوبي افریقا لومړی ولسمشر وټاکل شو.
نېلسن منډېلا ته دا اعزاز هم حاصل دی چې د نسلي رژیم تر پای ته رسېدو وروسته یې هیواد د ولسي جګړې پر لور له تلو راګرځولی وو.
دی چې په زندان کې په نري رنځ اخته شوی وو له ډيرې مودې راهیسې د سا اخیستو د ستونزې له کبله په روغتون کې بستر شوی وو.
د هغه د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو سیاسي مشران، وتلي شخصیتونه او ولسي وګړي منډېلا ته پیروزینې وړاندې کوي.
ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د منډېلا په څير د ستر انسان مړینه د ټول انسانیت لپاره یو لوی زیان دی.
ولسمشر کرزي ویلي، منډېلا یو داسې ستر انسان وو چې د نسلي توپیر پر ضد یې د عدم تشدد لاره خپله کړه او نړیوالو ته یې د سولې سبق ورکړ.
په جنوبي افریقا کې د نسلي توپیر یا اپارتاید ضد غورځنګ غړو – اکثر تور پوستو – به هغه مهال په احتجاجي غونډو ، لاریونونو او د وژل شویو مبارزینو د جنازې لپاره هغه مذهبي سندره بلله چې د اپارتایید ترماتې وروسته د دې هیواد ملي سندره شوه .
نېلسن منډېلا د مقاومت له همدې سندرې سره د جنوبي افریقا د یوه تورپوستي ځوان په توګه دنسلي توپیر پر ضد د پټې مبارزې رهبري پيل کړه .
منډېلا په ۱۹۱۸ (میلادي) کال کې د جنوبي افریقا د یوه قبایلي مشر په کور کې زیږیدلی وو.
منډېلا په پوهنتون کې قانون او سیاسي علوم ولوستل او تر فراغت وروسته یې په جوهانسبورګ کې په یوه قانوني یا حقوقي شرکت کې د کاري تجربې د ترلاسه کولو لپاره څو میاشتې کار هم وکړ .
د ځوان منډېلا لپاره د نورو تور پوستو په څیر د یوه مناسب او رسمي کار د پيدا کولو امکانات ډير کم وو.
خو په نولس سوه اته څلویښتم کال کې د جنوبي افریقا په انتخاباتو کې د دې هیواد د ملي ګوند بریالیتوب د تورپوستانو پر مخ ټولې دروازې وتړلې او د هغوي ټولنیز حقوق یې واخیستل.
د جنوبي افریقا ملي ګوند په دغه هېواد کې له مختلفو نسلونو سره د فرق او توپیر کولو پر سیاست ولاړ وو.
د جنوبي افریقا د هغه وخت وزیراعظم هندریک فرنچ فرود دتوپیري چلند د تګلارې له جوړوونکو څخه ګڼل کېدی، بیا بیا پر خپلو پلویانو ټينګار کاوه چې د دوی هدف په جنوبي افریقا او نړۍ کې د سپین پوستو دایمي واکمنۍ ټینګول ده.
د هندریک فرنچ فرود د یوې وینا په یوه برخه کې ویل شوي: زما ملګرو دا جمهوریت په نړۍ کې د سپين پوستو د واکمنۍ یوه برخه ده .
نلسن منډېلا وروسته په جنوبي افریقا کې د ځوانانو د ملي کانګرس غړی شو .
د ځوانانو دې غورځنګ په جنوبي افریقا کې د حاکم قانون په وړاندې چې د حکومتي چارو کنټرول یې سپين پوستو ته په لاس کې ورکړی وو ، د عدم تشدد مبارزې ملاتړ کاوه .
نېلسن منډېلا د شپیتمې لسیزې په نیمايي کې ونیول شو او د پينځه کاله زندان حکم ورباندې وشو. وروسته بیا د حکومت د ړنګولو لپاره د سازش جوړولو په جرم له خپلو نورو اوو ملګرو سره په عمر قید زنداني شو.
نېلسن منډېلا د خپلې عدالتي کاروايي پر مهال په څلور ساعته وینا کې د سپین پوستانو د حاکمیت پر ضد د خپلې مبارزې دفاع وکړه.
منډېلا : ما د سپین پوستو د واکمنۍ پر ضد جنګ کړی او د تور پوستانو د تسلط پر ضد جنګیدلی یم . دا زما د ژوند ارمان دی او د دې ارمان لپاره که چیرې ضرورت وي مرګ ته تیار یم .
نېلسن منډېلا تر څو لسیزو زندان وروسته په ۱۹۹۰ (میلادي) کال کې له بنده خوشی شو او خلکو یې په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر پر ضد مبارزې د اتل په توګه هرکلی وکړ.
دا په جنوبي افریقا کې د یوې نوې دورې پيل وو .
نېلسن منډېلا له زندانه تر خلاصیدو وروسته په خپل هیواد کې د ډیموکراټیکو انتخاباتو د لار هوارولو هڅې پيل کړې او دخپلې اوږدې مبارزې په خاطر یې د نوبل سولې جایزه وګټله .
په جنوبي افریقا کې اول وار په ۱۹۹۴ (میلادي) کال کې ډیموکراتیک انتخابات وشول او نېلسن منډېلا د دې هیواد د اول تورپوستي جمهور ريس په توګه وټاکل شول .
منډېلا په زندان کې په نري رنځ (توبرکلوز ) اخته شوی وو او له سالنډۍ مړ شو
د منډیلا ژوند او پیغام
ډاکتر ځلاند
نیسلن منډیلا د لومړۍ نړیوالي جګړې له پای سره سم نړۍ ته سترګې پرانیزلي، هغه د جولای په اتلسمه ۱۹۱۸ زکال په سویلې افریقا کې زوکړه وکړه. منډیلا د سویلي افریقا د میزو په کلي د اومتاتو په ولایت کې پیدا شو. په ماشومتوب کې د رولیهلهلا (Rolihlahla) نوم یې پرې کیښود چې د ستونزو پارونکي یا جوړونکي په مانا دی. وروسته هغه دخپل قوم په نوم ماډیبا په نوم وپیژندل شو، د منډیلا غور نیکه Ngubengcuka)) د خپلې قبیلي پاچا یا مشرو، د هغه یو ځوی منډیلا نومیده کوم چې د نیلسن منډیلا نیکه وه. د منډیلا مور او پلار بې تعلیمه وو، هغه یې له خپلو دوه خویندو سره را لوی کړ.
د منډیلا مور او پلار هغه د سیمې په یو ډیر ښه ښوونځې کې شامل کړ، او هلته هغه ته د استاذ لخوا اینګلیسي نوم (نیلسن) ورکړل شو، منډیلا نهه کلن وه چې پلار یې وفات شو. د منډیلا مور هغه د خپلې قبیلي مشر ته د ښوونې او روزنې دپاره واستاوه، منډیلا هلته د قبیلې له مشرانو د اینګلسي استعمار ضد زده کړې تر لاسه کړي، او دارنګه یې اینګلیسې ژبه، د خپلې قبیلي ژبه او دارنګه د سویلي افریقا تاریخ او جغرافیه زده کړل. منډیلا په جهانسبرګ کې خپلې زده کړې د قانون په برخه کې تکمیلي کړي. هغه لا ځوان وه چې د اوږد واټن په منډه او دارنګه یې په سوک وهنه کې د ورزش لیوالتیا لرله ، او وخت نا وخته به یې په مسابقو کې برخه اخیسته. د زده کړو په اوږدو کې یې د کمونیستې حلقو لخوا جذب شو، په کال ۱۹۴۲ ز کال کې یې د افریقا په ملي کانګریس African National Congress کې غړیتوب تر لاسه کړ. دهغه د مبارزي ډول د عدم تشدد په اساساتو ولاړ و، خو کله چې په ۱۹۶۰ کې د حکومت لخوا د تور پوستو په لاریون برید وشو او په لسګونه بې ګناه کسان په کې ووژل شول، منډیلا له عدم تشدد مبارزې څخه په مسلحانه مقاومت او مبارزي لاس پورې کړ. هغه د کانګریس د مسلحو ځوانانو د ټولې مشر وټاکل شو، او په دې توګه یې د حکومت په خلاف په مسلحانه مبارزه لاس پورې کړ. ۱۹۶۲ کې هغه ونیول شو او په پنځه کاله بند محکوم شو، په ۱۹۶۴ کې هغه د دویم ځل دپاره محکمه شو او په عمرې بند محکوم شو.
منډیلا (۴۶۶/۶۴) د افریقا په بدترینه بندیخانه کې Robben Island Prison د ۲۷ کالو بند تیر کړ. منډیلا په کال ۱۹۹۰ د فبروري په یولسم له بنده خلاص شو، له دې سره د افریقا د ملي کانګریس ګوند په وړاندې حکومتي بندیز پورته شو او په رسمې توګه دیو سیاسي ګوند په توګه وپیژندل شو. منډیلا د افریقا د ملي کانګریس ګوند لخوا په کال ۱۹۹۴ کې په ټاکنو کې ګډون وکړ او په لومړي ځل د افریقا په تاریخ کې د یو تورپوستې ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه تر ۱۹۹۹ ز کاله پورې د افریقا ولسمشر پاتې شو. هغه په ټاکنو کې له بریالیتوب سره سم د ملي یووالي په وړاندې عملي ګامونه پورته کړل، هغه د تور پوستي او سپین پوستي افریقایي ترمنځ د یووالي دپاره هلې ځلې پیل کړي، هغه de Klerk پخوانی سپین پوستی ولسمشر او په ټاکنیزو مبارزو کې خپل سیال د لومړي مرستیال په توګه په دنده وګماره، هغه پخپله کابینه کې هم سپین پوستو افریقایانو ته ځای ورکړ. هغه په کال ۱۹۹۵ کې د رګبې په نړیواله لوبه کې ( د افریقا د رګبې لوبډلې چې یواځې له سپین پوستو جوړه وه ) د ملي یووالي دپاره کار واخیست او په دې توګه د افریقا ملي لوبډلې په لومړي ځل وکولای شوای نړیوال جام وګټي، په دې توګه هغه په بریالیتوب سره له ورزش څخه د ملي یووالي دپاره کار واخیست.
هغه په کال ۲۰۰۰ ز کال کې د ګڼو مرستندویه ادارو مشري په لاس واخیسته او د نړۍ د سولې دپاره یې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي. هغه په کال ۲۰۰۲ کې امریکا د نړۍ د جګړه مار هیواد په توګه ونوماوه او جورج بوش ته یې توصیه وکړه چې په عراق دې برید نه کوي. هغه د افریقا کامله خپلواکې د فلسطین له خپلواکۍ سره تړلي وبلله او تل یې د اسریلو د ظلمونو غندنه وکړه. نیلسن منډیلا له خپلې لومړي او دویمې میرمنې څخه د خپلي مبارزې د بریالیتوب په لټه جدا شو او له خپلې دریمې میرمنې سره Graca Machel یې تر مرګه ژوند وکړ. هغه د ۹۵ کلنې په عمر د ډسمبر په دولسم ۱۲ له نړۍ سترګې پټې کړي.
نیلسن منډیلا د Event Leadership ( هغه لیډرشپ چې د یوې واقعې په ترڅ کې رامنځته کیږي) بهترین مثال دی. منډیلا د اپارتاید ( د توکم پالنې، چې له مخې یې تورپوستې افریقایان له ټولو حکومتي امتیازاتو څخه بې برخه کړای شول) په وړاندې دیو نشنلیست افریقايې په توګه بریالي مبارزه وکړه، د هغه د مبارزي تر ټولو مهم توکی هغه د افریقايې نشنلیزم ایډیالوژي و.منډیلا د کپیټالیزم او ازاد بازار سخت مخالف وه، هغه غوښتل چې د ټولنې ښیګڼې او بدګڼې دې شریکوي، هغه تر ډیره بریده له سوشلیزم سره مینه لرله او کوښښ یې کاوه چې د سرمایې سرچینې د خلکو ترمنځ شریکې کړي تر څو د افریقایانو د ژوند تفاوتونه له منځه لاړ شي.
منډیلا په انساني برابرۍ باور درلود، د علم او پوهې په عامولو یې غوښتل خلک د خپلو بشر حقونو په ترلاسه کولو پوه شي او په دې توګه یې د انساني خپلواکې او کرامت پیغام خپراوه. د منډیلا مړینه د یو انسان د وجود مړینه بلل کیږي، د هغه ایډیالوژي، پیغام او مبارزه به تل په نړۍ کې ژوندې وي.
د ازادئ ستر مبارز نلسن منډيله
د خپل وطن د ازادئ د شپــې سحر وو هـغۀ
له غلامئ نجات راوړونکې ستر رهبر وو هغۀ
له تـــــور زنــدان د تورو شپو تورو تيارو راوتې
د ازادئ په افـــــق پاس ختلې نمر وو هغۀ
نه ئي ټوپک راخيستي نه ئي د چا وينه توي کړه
د حــــــــــــق اواز ئي پورته کړې پيغمبر وو هغه
چا ته ټيټ نه شو نه په مال او زر وو چا اخسيتې
په خپل همت او عزم کلک لکه د غــر وو هـغۀ
دخپل بې وزلو خلقو وو د امـــــــــيدونو مرکز
د ازادئ د تحريکونو لوئي مــــــــــحور وو هغۀ
نور رحمان لېوال : له بدمرغه نن هم پښتانه اپرتايد ته ورته توپېرونو څخه ځورېږي، خو غمجنه داده چې پښتانه پخپله او هم نړيوال د بشريت په دغه ناورين چپه خوله دي. په پښتونخوا کې د FCR قانون د اپارتايد سره برابر دي او په هېواد کې پښتانه په اقتصادي، کلتوري او ټولنېزو برخو کې کمزوري کول او د دوى پرسيمو جګړه تپل د عصرى اپارتايد نوى بڼه ده."
Rafiullah Stanikzai: موږ داسې یو ولس یو، چې تر ځانه بل ښه پېژنو، ښه ستايو او ښه یې ګڼو، خو خپل ځان او شا او خوا راته هېڅ نه ښکاري او نه یې هم د پېژندلو کوښښ کوو، موږ له خپل باچاخان څخه، ګاندي، منډېلا او مارترلوترګېنګ ښه وپېژندل، وستایل او ورځې شپې مو پسې رڼې تېرې کړې، خو خپل فخر افغان مو نه دا چې په خپله وپېژاند او نه مو نړۍ ته وپېژاند، نو تر دې به کومه بله ستره نښه د یوه مړه او بې غوره ولس وي؛ نه هېڅ نه. هو موږ مړ او بې غوره ولس یو. (منډېلا، ګاندي او مارترلوترکېنګ ټول په خپل ځای د بشریت او انسانیت لپاره ستر مبارزين ول، داسې نه ده، چې په دوی مې رخه راځي، بلکې په خپل مرګوني حالت مې زړه دردېږي.)
بارکوال میاخیل ماديبا* لمر شو
څه درواغ اورم
چي بابا مړ شو
د رنځورانو
مسيحا مړ شو
د بې کسانو
منډېلا مړ شو
د تورو سپينو
ماديبا مړ شو
اې مرګياليو!
ژوندي ژوندي وي
مړي تل مړه وي
سړي ژوندي وي
چي روح يې ويښ وي
بېخي ژوندي وي
چي ژوندپرست وي
عمري ژوندي وي
نېلسن د مينې
د دونيا لمر شو
د سولې پلار شو
د خندا لمر شو
منډېلا خاندي
افريقا لمر شو
ماديبا نه مري
ماديبا لمر شو.
***
بارکوال
٠٦ ديسمبر ٢٠١٣م کال
_________________________________________
د جنوبي افريقا خلکو نېلسن منډېلا له ناز او احترامه ماديبا باله.
نيلسن منډيله تهMumtaz Orakzai
ته يو ازاد روح وے
ستا زنداني کول. د زندان د وس کار نه وو
د غاصب زندان چي ستا د زنداني کولو هڅه اوکړه
نو خپل مخ ېې تور کړو
ته يو ازاد روح وے
ازاد روح زنداني کول د هيچا د وس خبره نه ده
حتي د ژوند هم نا
پروین فیض زاده ملال: په یوه داسي هېواد کې ژوند کوو،چې تبعیضي ناروغان او تفرقه اچوونکې پکښي د اتلانو په لقبونو نازول کېږي . نیلسن منډیلا یو ښه کریکټر ضرور،وو خوآیا افغان ملت ددی مسًولیت نه لری.چې د ریښتینو افغانانو دمینځ نه دهغه معادل تشخیص او وځلوی.که دا خبره تاسو ته دمنلو وی نو بیا دا هم ومني،چې د منډیلا په جوړولو کې، دهغه د هېواد ملت هم شامل دی
فضل عندلیب : .تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي--د ازادۍ ستر مبارز ته زما سلام---روح يې ښاد
د كلك عزم، لوى زغم او بيساري سياسي درايت د سمبول نيلسن منديلا په مرگ سخت خپه شوم. له جنگه د راوتليو جوامعو او تولنو سياسي مشران بايد له منديلا نه زغم، عزم او سياسي درايت زده كري. اروا يى شاده او ياد يى تلپاتى اوسه!
Shahmahmood Miakhel : د نیلسن منډیلا مړینه
د دسمبر پنځمه ۲۰۱۳ م کال
د نړی مهم او مشهور مبارز نیلسن منډیلا چي د ۲۷ کاله بندیخاني او د نژادی تبعیض پر ضد د اوږدی مبارزي نه وروسته د جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی جمهورریس شو نن د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو چي نوموړی د عدم تشدد ژوندی سمبول و. د نیلسن مندیلا په مړینه د نړی مشرانو او د بیلا بیلو قومونو او مذهبونو د پیروانو له خوا زیاته خواشینی وښودل شوه. زما په اند د نیلسن مندیلا نوم او شهرت یوازی د هغه د مبارزی په خاطرنه وچي د خپل ولس او د دنیا د خلکو او قومونوپه منځ کي یی خاص ځآی درلوده بلکه د هغه نوم او شهرت هغه وخت په نړی کی خاص ځای پیداکړچي د قدرت نه وروسته يي خپل مخالفینو ته عفوه وکړه او د شخصی عقده په خاطريی خلک ونه ځورول او هم د یوي دوري جمهوری ریاست نه وروسته يي قدرت په خپله خوښه پریښود او خپل ولس ته يي ښه او اساسی تهداب کیښود چي د جنوبی افریقا پرلیسی مشران اوس د هغه نه پیروی کوی.
ليكوال: عبدالكريم بريالى. خپرونکی: دخبریال ډاټ کام دي:خبریال ویبپاڼه
احمد شاه بابا چي ميرمنو په پنجاب كي ونيولئ نو يې دربار ته حاضر كړئ او ورته وې ويل څۀ درسره وكړم؟ هغه ورته وويل چي داسي را سره وكړه لكه يو باچا چي له باچا سره كوي، احمد شاه بابا را ولاړ سو او د خپل سر پګړۍ يې پر سر ور كښېښوه، د هغه وخت ميرمنو خو تابع سو ولي د اخلاص، اعتماد او پښتونولۍ يو خصلت چي هغه درلودو، پر راتېرو دوه نيمو صديو كښې موږ ته كومه منظرنامه په لاس را كوي.
په نولسمه صدۍ كښي فرنګى د سپين ډېر له مخه او د جنوبي افريقه څخه بيا تر هنده خپله سلطحه قايمه كړې وه او ګولډن جوبلي يې لمانځله. په سوډان كښې دروېشان د مهدي په قيادت كښې وو، او داسې يې در په دره كړو چي Omdurman په جنګ كښې اته څلوېښت زره ووژل او كورنه يې ور وسوځل، او د انګرېزانو يواځي اته څلوېښت سپاهيان مړه سول، په دويم پلو په افغانستان كښې د لومړي جنګ په وار شپاړس نيم زره انګرېزان د افغان په خاوره كښې مړۀ سول، او يو ډاكټر برائيډن پاته سو،
كله چي په كال اتلس سوه شپږ اتيا كښي په جنوبي افريقه كښې سونا وموندل سوه نو د بوئير قوم د فرنګي خلاف را پورته سو، او داسې د خرپ جنګ يې په خپل ګوريلايي ډول وكړ چي پنځه څلوېښت زره انګرېز يې د خاوره شومه كړل. د دوى مليشا په دغومره تعداد د څلورنيم لكه انګرېز سره جنګېدو اخير ته يې وسله وغورزوله خو انګرېز ته يې ماته وركړې وه چي اعتراف يې چرچل هم كړى دى،
د افريقې او برصغير له دې منظر څخه دوه كرداره را پورته كيږي چي هغه د انګرېز د ظلم چپاؤ مقابلې ته ځان تړي چي په شلمه صدۍ كښې دا دوه د انګرېز د هغه ظالم ترين قانون په ماتولو كښې په ځانونو باندي د هغه د قيد او بند تكليفونه يووړل، جمهوري ازادۍ او د نسلي امتياز خلاف يې روڼ مشال بل كړو.
يو عبدالصمد خان اڅكزى شهيد د خپلي قبيلې مشر د دې وطن هغۀ ستر مبارز ؤ چي د انګرېز قانون ته يې غاړه نه ښودله، د خپلې كورنۍ د څلورو ملګرو د قربانۍ سره يې ځان د انګرېز جېل، قيد و بند او د غير انساني سلوك زغم او د حيوانانو په ډول د تشدد كار ځنې اخستلى سوى ؤ او د انګرېز په جوړي كړي غلطي دسيسې د اغواء او بغاوت دواړه تورونه ورباندي لګولي ؤ.
دويم نلسن منديلا د جنوبي افريقې د زولو قبيلې د كورنۍ څخه ؤ چي پلار يې د انګرېز عدالت ته ورتللو ته انكار كړى ؤ. خان شهيد تر نلسن منديلا دېرش كاله وړاندي په لږ څۀ تفاوت سره څلور دېرش كاله د انګرېز او وروسته د پاكستان په جېلونو كښې په دې تكليف زغملو كښي تېر كړل،
په كال 1959ء كښې خپل سوانح ″زما ژوند او ژوندون″ ليكي او څلوېښت كاله وړاندې واقعات او پېښي ليكي، چي يو يو نوم او كردار يې په ياد دى، په درې جلده سوانح عمري كښي يواځي دوه ځايه د نامه د هېرولو حواله وركوي، نور كتاب د خپل ژوند واقعات، پيښي او ډېر ستومانوونكي حالات په دومره خوږلت او استدلال سره ليكي چي د پښتو ژبي په ادب كښي د انشاء، تاريخ، ثقافت او د دې سيمي د سياسي او ثقافتي تاريخ يو لومړنى رښتونى شاهكار دى.
صمد خان بابا څلوردېرش كاله په جېل او نظربندۍ تېر كړي دي، او نلسن منديلا اوويشت كاله پر له پسې قيد تېر كړى دى، دواړو ته د ټي بي مرض لګېدلى ؤ او د دواړو مندې په هغه وخت مړې سوې وې، چي دوى په جېل كښي بندي وو. صمد خان بابا يواځي د خپلې حافظې په مدد سوانح ليكلې ده، او منديلا د خپلو څلورو ملګرو په مرسته هغه واقعات نيمى وليكل او له جېل څخه يې په نونس سوه اووه اتيا كښي لندن ته پټ ورسول چي وروسته په نونس سوه نيوي كښي د ايله كېدو پس په هغه باندي كار شروع كړ، چي په 1994ء كښې د شلو كسانو په مرسته تر چاپه ورسېدۀ چي تر اوسه دوويشت ايډشنونه په نړۍ كښې په انګرېزي ژبه خواره سوي دي.
خان شهيد د خپل ژوند حالات په درې جلدونو كښي د كاغذ د ډېري پابندۍ باوجود ليكل كړي وو او د هر كتاب په پاى كښي د جېل د واكدارانو دسختونه موجود دي، چي د دوى د شهادت دېرش كاله وروسته په 2004ء كښې چاپ سو او تعداد يې لا نه دى معلوم او په ښكلي كاغذ او خالص پښتو د بابا په مخصوص رسم الخط كښي ليكل سوې ده. د دې دواړو قهرمانانو د ژوند د تكليفونو او سياسي تكل يو جاج وړاندي كيږي.
په كال 1919ء كښې د انګرېز دريم جنګ چي ورته د استقلال جنګ ويل كيږي، په نونسم اګست په استقلال باندي تمام سي، او تر دې له مخه په ديارلسم اپرېل د جليا نوالا باغ جنرل ډائر په دوو زرو بې ګناوو خالي لاس احتجاج كوونكو باندي د پنحوسو سپاهيانو په ګولۍ چلولو سره 179 د امرتسر خلګ وژل سوي او پنځلس سوه زخميان سوي. په دې سپاهيانو كښي سم نيمى بلوڅان وو. دغه ځاى به دغومره دالان يا احاطه درلوده لكه د كوټې ميونسپلټۍ چمنى يا ټراپالګر سكوائر غوندي چي څلور طرفه دېوال را ګرځېدلى ؤ، په دې ځاى كښي په بې رحمي سره ګولۍ وچلولې.
ډائر فوجي كمانډرانو ته ويلي ؤ چي په انقلابي فوج مو ګولۍ وچلولې خو په پارليمان كښي چرچل ويل: ″چي دا انقلابي فوج نه ؤ بې توښې خلګ وو″ زياته نوكري نه سې كولاى. په خپل فرنګي كلتور يې غرور كړى ؤ چي دا مناسب نه وه. ګاندهي جي ويلي ؤ چي دا سړيتوب نه دى، لږ موده مخكښې د لومړي جهاني جنګ درېدلى ؤ، د يونان په ماتې باندي آزادۍ خوښوونكو خلګو لمانځنه كوله. دا وخت صمدخان بابا د ديارلس كالو ؤ چي د ګلستان په سكول كښي يې د خوشحالۍ د اظهار دپاره احتجاج پيل كړ ؤ.
د سكول هيډ ماسټر ورسره همدردي درلوده او د نورو په صلاح يې ورته ويلي ؤ چي دا د انګرېز سكول دى او موږ نوكران يو بندولاى يې نه سو لاكن د ساتيري په نامه يې سكول بند كړى ؤ چي بابا ورته په انګرېزي كښيExcursion ټكى ليكلى دى.
په دوولس كلني كښي د استقلال او آزادۍ يو فكر او د نظريې شمعه د دوى په ذهن كښي بلېدله. پلار نور محمد خان يې يو باشرفه، خودداره، آزادۍ خوښوونكى او د ميوند د ميدان غازي خو د اسلامي عقيدت سخت پابند، روشن خيال مشر، خپلو ځامنو ته د شهزادګانو غوندي د اتاليق په توګه استادان او ملايان كور ته ورته مقرر كړي وو، يو ورور يې انګرېزي تعليم تر لسمه پوري حاصل كړى ؤ چي بې وخته په 1905ء مړ سو.
نور محمد خان خپلو ځامنو عبدالسلام خان اڅكزي او د عبدالصمد خان اڅكزي د تعليم پوره روزنه كړې وه. صمد خان بابا هغه حالات په ډېره ښكلې ژبه ليكلى دى چي د هغه دور ژوند ژواك تعليم او سلوك او د خلګو د جهالت ذكر يې په تفصيل كړى دى، چي و جهالت خرفهمي تورى كارولى دى. د خپل ژوند او پښتني ټولني تصوير وړاندي كوي، د ملايانو استادانو د لوست او د روزنې د نامعقولې رويې څخه په ژړا ؤ . د برشور يوه احمد خېل ملا عبدالرحمان كاكړ دوى ته عربي او فارسي ويله دومره سختي يې باندي كوله، چي وايي زما ژوند ډېر په زاوال كښې ؤ، يوه ورځ يې پر كتاب كښېنولو او په څټه كښې يې يو موټ خاورې ور اچولې وې، او درې څلور ګهنټې ورك ؤ ويل يې زۀ عبدالرحمان زۍ ته ځم بېرته راځم ګوره چي خاورې مو له څټې توى سوې نه وي كنې خير مو نسته، خان شهيد ليكي چي د دۀ تر راتګ پوري به موږ خپل مغځي زړولي وو ، بيا يې د پلار خور په رډ زور دغه ملا پسې اخستى ؤ، ښۀ استاد يې مولوي باران كاكوزى ؤ چي د سقاؤ خلاف هم جنګېدلى ؤ. د سكول په زمانه كښې د ″همايون″ رساله لوستله.
د ماشتومتوب د سبق د وختو د دې استاد د بدلېدو په خوشحالي كښي يې داسي محسوسوله لكه واقعي استقلال چي يې تر لاسه كړي وي،
د استقلال د جنګ دپاره د امان الله د لښكرو د مرستي په دود د دوى خلګ تيار سوي وو خو انګرېز دوى نه پرېښوول، كه څۀ هم د غلام نبي خان سره د دوى كورنۍ تماس ؤ، خان شهيد ليكي چي دوه مخي ډلي هم وې، چي د جنګ په بهانه به تلل، ځكه چي د ليك لوست، اخبار او د رابطې مستقل ماحول نه ؤ نو هيڅ صورتحال نه ښكاره كېدئ.
د انقلابي انسانانو د ذهني لوړوالي اندازه له دا شي څخه كېداى سي چي هغه د اولس په خبرتيا باندي زور وركولئ، د ګلستان د ميډيكل سكول څخه يې اتم پاس كړى ؤ چي په هم دې سكول كښي د خان بابا تر شهادت شپږ مياشتي وروسته زۀ استاد پاته سوى يم، او په هغو نخښو نښانو به مو بحث كولئ، عجبه لوى پارلمنټرين ؤ . د كوټې د صوبي اسمبلۍ د يوۀ سوال دپاره به سكول ته را تللو او د استادانو او ډائيركټرانو څخه به يې پوښتنې كولې، سيد عبدالرزاق شاه هېډ ماسټر ؤ چي د دې حال بې را كولئ لكه چرچل غوندي د ويسټ منسټر په تالار كښي يې سوالونه تيارول، دا وخت د تعليم، ژوند او د كور ذميندارۍ ساتنه، سيل، ښكار، پر اسانو تګ، د ټولنې پر هه ښـۀ او بد او د خلګو د توهماتو د ليري كولو دپاره يې د خپلې كورنۍ د همځولو سره يو تحريك غوندي شروع كړى ؤ چي په تياره كښې هيڅ نشته، دا بلا، پېرى او مردوزمى او د پېرانو ټوټكې هيڅ معنا نه لري، د دې حقيقت معلومولو دپاره به يې تجربې هم كولې،
د ملايانو په درسِ نظامي كښي اخيري هدايه هغه ګران كتاب دى چي ملايان يې په اخيرنۍ دوره كښي وايي دا يې له ملا شېرمحمد څخه ولوستله، تر مشكواة پوري يې دا كتابونه زده كړي وو. كور ذمه واري، يوه ذرې ورځ او د پوهنځۍ نېستي، ډېر ناوخته يې د لسم جماعت امتحان په كوټه كښي وركړى ؤ چي د امتحان د ډسك ملګرى يې د قاضي جلال الدين زوى قاضي محمد موسـى ؤ، خان بابا وايي: ″اردو يې كمزورې وه او ما به ورښووله، دا كورنۍ د دوى دوستان هم ؤ كه څۀ هم سياسي اختلاف د قاضي دا څرګند ؤ.
په كال 1925ء كښي حيدرآباد ته ولاړ سي او د تجارت او اړتۍ په كار بوخت وي، د هندو دلالانو او اړتيانو سره يې كار درلودئ انګرېزي او سندهي ژبې ته يې مخه سي. د يوۀ پوهـ هندو بولچند سره يې دوستي سي او د هغو خلګو د پرهېز (چوت چات) او د مسلمان په حقله د احساساتو درك ورته ولګېدئ او هغو ته يې دا عقيده ور وښووله چي له ما سره يې څوك خوري، زۀ يې له هغۀ سره خورم، يوۀ ورځ يې د بولچند سره په رښتيا خبرو بحث كولئ، هغه ورته ويلي ؤ چي: ″پښتو بچى چي وزيږي هغه ګرځي ګرځي د هغه همځولى څوك هندو بچى غلا كړي، او د خپل بچي سره يې وساتي، او اووه كاله پس د هندو بچى مړ كړي او د هغه تېل وباسي په خپل بچي يې وخوري نو هغه داسي ښۀ په واك، چاغ او ښايسته سي″.
صمدخان بابا ورته وايي: ″داسي نه ده، پښتانۀ خو د ډېرو څارويو او زياتو مرغانو غوښه هم نه خوري سړى به څۀ وخوري″ بيا يوه ورځ ناټك ته ورسي چي هلته مسلمانان نه پرېږدي يوه وجه يې د هندوانو د زنانو را تګ ؤ چي ځينو مسلمانانو به سپكتيا كوله خو دوى يې پرېيښي ؤ دا سيل يې كړى ؤ. د ږيري د پرېښېدو قصه يې هم ډېره دلچسپه ده، د ګاندهي جي په دفتر كښي چي په كوم كار باندي دى اچول سوى ؤ نو لوى لوى مشران راتلل، يوه ورځ يوه ښۀ ښكلې زنانه راغله چي د دفتر كار ختم سو چي بهر وتلو نو باران ورېدئ، دا ولاړه وه، ما ويل: ″زۀ ستا څۀ مدد كواى سم″؟ هغې ويل په دغه موټرو كښې زما ډرائيور او ګاډۍ پيدا كړه، نمبر يې هم نه ؤ ور معلوم ما چي موټر پيدا كړ نو باران لوند كړى وم، دې له ځانه سره كښېنولم او تر كوره ورسېدو، يو كاغذ ځنې پاته سو يا يې په قصد پرېيښى ؤ، ما پسې ورمنډه كړه په يوۀ دروازه او بيا په بله په هغه كښې بله خونه يوه جلا تماشه وه، را ته يې ويل چي: ″زۀ تاته دعوت دركوم نن موږ ټول سياسي مشران را غوښتي دي او پروګرام ورته كوو، دا فلانۍ ده، دا فلانۍ ده، او د اسكول د چندې دپاره مو دا مشران را غوښتي دي، ما ويل: ″صحي ده په توبو مي ځان را خلاص كړ او وروسته مي ږيره پرېښووه، كور ته چي را غلم نو مور را ته وويل چي: ″دا دي ډېر ښۀ كار كړى دى″.
د حيدراباد د سودخورو پښتنو د رويې او د اخلاقو سمولو يې يو داسي پښتني لاره غوره كړې وه چي په دې شپو كښې يوه ورځ يوه سړي ورته ويلي ؤ ″خان!دلته يو پښتون بندي دى، د كرستان جېل سپرنټنډنټ نوكر ؤ د هغه په لور مين سو، هغه ورسره مسلمانه سوه خو سركار ونيول، صمدخان بابا ليكي: ″هغه وخت هم په دې نه وم پوهـ او اوس هم نه پوهيږم، چي په دې كښې د مسلمانۍ يا اسلام څه خبره ده، زموږ دپاره خو دا پښتو وه، يو پرديس پښتون ګير ؤ پر موږ يې كومك پور ؤ، او دغه پښتون ګلوي وه″.
سمدستي يې دوه مسلمانان وكيلان يو قاضي نور محمد او بل سيد ميران محمد شاه وكيل چي تر اسمبلۍ پوري هم رسېدلى ؤ، ونيول، قاضي صاحب ډار وكړو خو سيد ميران محمد شاه د دوى ضمانت د عدالت څخه ور واخيست او سم دلاسه يې ښځه د يوۀ مسلمان كره وروستله، كليمه يې هم په وويله او محمد عظيم ته يې ور نكاح كړه.
د روشنۍ فكرۍ او اسلامي ورورولۍ يوه پخه نظريه د هغو په خيال كښې وه، دلته يې مطالعه نوره زياته سوه. د خداى و قدرت ته وګوره، د رابن كروسو كتاب اردو ژباړه په مخه ورغله او د اردو ژبي ژوره مطالعه يې شروع كړه. د دې عيسايي نجلۍ د مسلمانېدو په سلسله كښي يوه خبره د يادوني وړ ده چي لس كاله وروسته په كال 1934ء په بنون كښې هم داسي پېښه سوې وه، چي ميرزاعلي خان فقيرايپي له دې قصې سره را پورته سو. خو هغه هندواړۍ چي اسلام بي بي نومېده انګرېز په زوره د هغو له لاسه ويستله، دا وخت خان شهيد په مچ جېل كښي بندي ؤ. وروسته د فقيرايپي انګريز دښمي او نور مزاحمتي تحريك ځان ته يو منظر لري.
صمد خان بابا د سر سيد احمد خان، مولانا شبلي نعماني او د علامه اقبال له كتابو څخه استفاده وكړه او د هغوى له بنيادي عقايدو سره اشنا ؤ، و تصوف ته يې په خپلو الفاظو كښي ملنګي ويلې ده. په اسلامي علومو كښي يې د قرآن او حديث د موقف دپاره يې يواځي په امام ابوحنيفه او امام غزالي باندي اعتماد كولو، حتٰى په ابن حجر عسقلاني باندي يې هم انتقاد كولئ، او د بې بسۍ په وخت كښي بې دا ويل: ″عبدا مملوكا لايقدرعلى شيئ.
ترجمه: انسان چي غلام وي په لاس كښي هيڅ اختيار نه لري. په 1929ء كښې يې اقبال مطالعه كولئ، د مولوي باران شاګرد او د مولوي احمد كاكوزي څخه يې كافيه لوستله، چي استاد يې له قندهاره څخه ورته راغلئ چي خلګو د معقولياتو او دانشمندۍ د خبرو څخه څه پروفاګنډ ور استولى ؤ، چي هغه د دين سره د اخلاص خبره كوله او هغه ته يې ډاډ وركړى ؤ چي د انسان اعتقاد به د خداى پر كتاب وي او وروسته يې د امام غزالي مثالونه وركړل، دغه نور فلسفيانه موضوعات لكه څنګه چي سيد احمد خان يادونه كړې وه، هغه يې خپل استاد د قرآن په بنيادي عقايدو قايله كړى ؤ، په دغه زمانه كښې خان بابا په اولس كښې د اصلاح او د ټولنې د غلطو رواجو او نفسياتي مسلو او توهماتو په خلاف د يوۀ تحريك په توګه داسي كار روان كړى ؤ چي په خپله سيمه كښي يې د پښتني دود سره سم يوه روشنفكر ډله پيدا كړله. ميراؤ (ميرآب) د خپلي علاقې مقرر سو او خان د هغه كار كولئ دى وايي: ″و ما ته د پښتنو دغه دود د سپټزرلينډ د خلګو سره سم ښكاري، او دا خوشي خبري به يې سمي نه بللې چي پښتانۀ اولسواكي يا جمهوريت نه سي چلولاى. د خپل كور تر برونو او نزدې هممځولو يې يو ښۀ فكري لښكر يې د ځان ملګري كړو.
د هغو پيرانو چي په درواغو او ټوټكو يې ګزاره وه په هغو باندي يې سخت بريد كولو او سمي لاري ته يې هدايت كولو. د دې ټوټكيانو روايت خو اوس لا هم ژوندى دى. بلكې د ون يونټ د جوړكړي دستاوېز په اساس باندي و ملايانو ته زياته اهميت وركول سوى ؤ، او دا يې پروګرام ؤ چي هغه ملايان په اقتدار كښي را ولئ چي كمزوري وي او زموږ په مرضي ځي.
د امان الله خان د خپل ولات څخه د ايستلو په وخت كښي عبيدالله خان د ځان ملګرى كړى ؤ او آس يې تيار كړ چي د تګ په وخت كښي يې كور خبر سو، خبره تر اي اې سي پوري ورسېدله هغه پولټيكل ايجنټ كوټې ته دوى ور وروستلي وو، هغه دومره سپكتيا هم كړې وه، چي خپل سپى يې په را ږغولى ؤ. خير دوى ګرفتاره سول اجازت نه كړ ور او خان بهادر باز ګل تاڼه دار په خپل كور كښي وساتل، په دا وخت كښي يې باچاخان هم له سيوئ څخه بېرته ګرځولى ؤ. سهار دوى د ګلستان ټېسن ته ځان ورورسولو او امان الله خان يې په ګاډۍ كښې ناست وليدئ چي بنين غوندي قميص يې اغوستى ؤ او له زوى سره ناست ؤ، خلګو له جوشه نارې كړې او د سركار سپاهيانو پر دوى د توپك چلولو پوزيشن نيولى ؤ. خان بابا وايي: ″امان الله خان نه را كښته سو او نه يې څۀ وويل، د پښتنو و دې بې بسۍ ته يې ارمان كاوه. په دې دوران كښي دوى زميندار اخبار او د هند په نورو سياسي هلو ځلو ځان خبرولئ، د فرنګي تر سختي څارنې لاندې ؤ، يوه ورځ وينګيټ پوليټكل سره وګواښېدل، هغه ورته وويل چي: ″دا سياسي كار به دلته نه كوې″ او دۀ ورته وويل چي: ″ضرور به يې كوم″ هغه ورته وويل چي: ″زۀ مجبوره يم سزا به دركوم، هغه به هم ستا د خپل قام خلګ سزا دركوي″ دۀ ورته وويل: ″ښه سو چي سپين رښتيا دي را ته وويل″.
په لومړي وار په ګلستان كښي يې د جمعې د لمانځه شروع وكړه، د ملايانو اختلاف خو دوى ګرسره رحمت بولي چي تر اوسه د نكاح او د طلاق په مسلو لا اتفاق نه دى راغلى، دوى د جمعې لمونځ شروع كړئ، له لمانځه وروسته به ملګري سره كښېنستل او نور ځوانان هم خيال به يې هم پيدا كړي وو. سياسي كار او د خلګو د شعور بيدارولو يا د خان شهيد په الفاظو كښې ″قامي كار″ دپاره دا لومړنى روزنتون ؤ، او پر دې باندي يې عبدالسلام خان، عبدالصمد خان او محمد ايوب خان په ډېر چم سره يې ونيول چي تاسي كوټې ته پولټيكل غوښتي ياست، مرتضى خان ترين د پښيي اي سي په پنځلس مئ 1930ء موټر ورته را وست او دوى يې په كښې يووړو، تر تګ له مخه ايوب خان يوه ورځ ورته وايي: ″دا پوچ خولى انګرېزى دى مرتضى خانه! كه يې بد ويل كار به خراب سي″. خان شهيد په خپلو تورو كښي ليكي: ″مرتضٰى لږ لوستى او ساده پښتون ؤ، په وروستو شپو كښي يې له يوۀ اڅكزي څخه د قرآن په روى سركاري توپك اخستى ؤ، هغه ورته وويل: ″وروره! ستا څۀ ګمان دى، چي زما د مخه به ستاسي سپكه كوي، نو زۀ به هلته دا پتلون ور و نۀ باسم. دۀ د ايوب خان تر پلار محمد يعقوي اې اي سي لاندي كار هم كړى ؤ او سره آزاد هم وو، ايوب خان ورته وويل چي: ″نه خان! پتلون خو ستا خپل دى، هغه به ولي باسې داسي وايه چي نوكري به پرېږدم″. دغه اې اي سي وروسته ډېر اڅكزي په جېل كښي اچولي وو او د توپك په زور يې خپل ملګرى ځنې خلاص كړى ؤ. دا سياسي خلګ، دا نوكران خواران خو و داسي سپينه ته دروي. په دا ورځ يې د دوى ملاقات وكړ او دا عذر يې ورته وكړئ چي يعقوب خان راځي، چي هغه راسي نو تاسي سره به خبره وكړي، او دوى يې پوليس لائن ته بوتلو او د پوليس په بارك كښي يې واړول، شل ورځي دلته په لائن كښي سلام خان، صمد خان او ايوب خان بنديان وو، چي يوه ورځ د لائن ټول سپاهيان په منډه ولاړل چي بېرته راغلو نو په چم چم كښي دوى د يوۀ هزاره سپاهي څخه پوښتنه وكړه چي هغه شانه وانه را روان ؤ، وې ويل: ″د چمن څه څو ميله په دې خوا د اڅكزو د ملك خير محمد په مشرۍ كښي د موټر سړك بند كړى ؤ او دوه انګرېز افسران يو مېجر پارلې او بل كپتان پرير او يوه د مېجر پارلې ښځه يې نيولې وه، چي د چمن څه كوټې ته په موټر كښې را تله، او په رېګ كښې يې خپل كلي له بيولې وه، هلته يې كښېنولي دي او وايي چي: ″زموږ درې تنه خانان چي سركار بنديان كړي دي هغه دي را پرېږدي، موږ به فرنګيان پرېږدو″.
صمد خان بابا وايي: ″موږ پر دې ګاى فكر وكړئ، زما دواړه ملۀ پر دې خوشحاله سو چي زموږ بې وينا يې د موږ سره د قام خلګو څنګه تړون او مينه ښكاره كړه، خان بابا وايي: ″زۀ په دې پوهـ وم چي كار وران سو، يو به قام پر موږ بدګمانه سي چي دا كار خو قام پوهول يعني سياسي كار نه دى، بلكې دوى د انګرېز قامي دښمني او مرګ او ژوبله مراد ده. بابا وايي چي: ″زۀ په دې پېښه ډېر خوابدى سوم، د دې پېښي نور علتونه خان شهيد په ډېر سليقه ليكلي دي چي: ″ملا خير محمد او عبدالمطلب له كومې خوا او په كومه انتقامي جذبه دا كار وكړ كه د انګرېز دسيسه ده، چي يو پړى يې په كندهار كښي د محمد انور خان په لاس كښي ؤ، وروسته سركار هم دوى په دغه طور كښې سزا كړل او محمد انور خان او د محمد عالم خان بڅركي د كورنۍ نور وګړي چي وروسته يې ګواهان له كندهاره را وستلي وو او د خپلي مځكي خلاصه يې كړې وه. د خان د وينا سره سم حقيقت دا دى چي د هغوى د سياسي تحريك د تړلو او د دوى د قيد كولو دپاره يو تورجن سازش ؤ. او بيا وروسته د هم دې كورنۍ د نورو سركاري ممبرانو په دستخط د دې سيمي د تحريك لومړني سالارانو عبدالسلام خان، عبدالصمد خان، محمد ايوب خان او محمد عيسٰى خان ته سزا وركړې وه. د سزا وركولو سانحه ډېره دردناكه وه، سردار غلام محمد خان ترين ژړل او د خان شهيد لاس يې ونيوئ چي: ″عبدالغفار خان سځ كړه موږ ټوله ستا ملګري يو، خو د دې جرګې ممبران د سركار له خوا مجبوره وو او دوى ته انګرېز سزا وركړه. مېجر پارلې وروسته د خان شهيد سره ليدلي ؤ او دا واقعه يې ورته ويلې وه چي: ″د افغانستان سركار په زور انګرېز دوى را ايله كړو او ملا خير محمد ته يې يو كارېز مځكه وركړه.
د لندن ټايم نامه نګار په هغه كال دا ليكي چي: ″ښځې ته يې پسه حلال كړى ؤ، نوره هيڅ شكونه يې نه وه ځنې كړې ، بس څو پونډه يې ځنې اخستي وو، چي ژر يې بېرته ور ايله كړله. د دې پس بابا وايي چي: ″تر ټولو زوروره وسله شومتيا بولم، بك هړتال يې ورته كړى ؤ، وروسته يې لائن ته بوتلو او د دوو كالو پخه سزا او درې كاله نوره سزا كه ضمانت يا لاس ګيري نه وركوي. د خان بابا شوميا يو ځل شپاړس ورځي وه، او بل ځل يوويشت ورځي وه، او خالي به يې اوبه څښلې او تر پايه يې په ولاړې لمونځ كولئ. دلته د يوۀ روايت سمونه كوم چي محمد عالم بڅركي د ايوب خان په كتاب كښي ليكلي دي چي: ″د شوميا په وخت يې دوى پر كټونو را اخستي وو″. دا خبره غلطه ده، ما په يوه مقاله كښي د دې حواله وركړې وه، د خان بابا په ″ژوند ليك″ كښي د كټونو خبره نسته، بلكې هغه وايي چي: ″د جېل افسرانو دوى ته منت او زارۍ كوله او دا يې ورته ويل چي: ″دا به ډېره ښه نه وي چي پر كټونو مو وړو، دوى يې ټول ځله بېل كړي وو او په قيدِ تنهائي كښي يې يو د بل خلاف غلطي خبري ورته كولې، چي حوصله يې ماته كړي. تر دې حده چي د خپل كور عزيزان ږغونه يې له نزدې په عبدالسلام خان اورېدلي وو خو ملاقات يې نه وركولئ، ځكه هغو د مطالباتو د منلو او د سياسي قيديانو په ډول د سلوك كولو غوښتنه وه چي هر وار به ومنل سوه او بد سلوكي به مسلسل روانه وه. اخير ته په دوى مقدمه جوړه سوه، د ګرفتارۍ په دوران كښي سركار يو پوليس سپاهي په جېل كښي ورسره ملګرى كړى ؤ، هغه به ډېر بې بياك او پوچ خولى ؤ. صمد خان بابا وايي چي: ″ما به د سلام خان او ايوب خان سره د خبرو كول يا د څۀ مسلې د څېړلو خبره كوله او دا پوليس قيدي به په مينځ كښي را ودانګل او ورته ويل بې: ″خان! په دې ښار كښي هغه فلانكۍ رنډۍ چي ده يا ………..
د مقدمې د اورېدو حال هغه په ډېر درانښت ليكلى دى، تر ټولو اهم نكته د محمد انور خان چي كندهار ته په دې بهانه كوچېدلى ؤ او ايله چي عيسٰى د دوى ماما ګرفتاره سوى ؤ او موږ نيول سوي وو د هغه پس دې خوا ته راغلى نه ؤ سيوا د خپلي مځكې د واك ګزارۍ او د ګوهانو له كندهاره را وستل. او يوه خبره د ياد وړ ده چي د كندهار د جنګ وروسته ايوب خان د خپل تربوره محمد انورخان د ليدو دپاره تللى ؤ.
محمد ايوب خان تعليم درلود او په انګرېزي پوهېدلى، پلار يې اي اې سي هم ؤ خو په طبعيت كښي يې د ثقلينو فرق ؤ. د كوردارۍ په معامله كښي عبدالصمدخان د روغي او جوړي مرسته هم كوله، خو هغه لكه محمدزى هندوستانى طبعيت او په آزاد خياله سوچونو باندي اولسي خلګو هم زياته خوا بده وله. د دوى سزا د سركاري ممبرانو يا ملكي مشرانو په دسخطو كېدله، د كاسيانو او ترينانو مشرانو به د خواخوږۍ خپله عاجزانه هڅه كوله، خواست به يې هم ورته كولئ. صمد خان بابا وايي: ″ارباب خداى داد خان د خان شهيد په غاړه كښي لاس اچولى ؤ او تر زنې يې نيولى ؤ چي: ″تاسي خبر ياست؟ چي موږ څومره بې وسه يو؟ او پرون لاټ صاحب ويلي دي چي: ″دوى ته به ارو مرو سزا وركوئ″. دوى سزا سول او د جېل خوارۍ، بېړۍ، بستره، روټۍ، ګېنتۍ، د جېل د خلګو غلا و رشوت، كوماره، مېچن، پياڅه او د غلام مالي قصه چي خان ته سزا وركونكي خپل تربور عبدالغفار به كله كله په پټه سره ليدلو، دا ټولي سانحې روغ تفصيل لري، په دې ټولو خواريو كښي هره يوه لمحه د يادولو هم او د حيرانۍ هم ده. په لومړي ورځ په جېل كښي چي يې كال ځنې كښل او د جېل جامې يې په اغوستلې او پر دوى جوړي نه وې، او ټولو سره خندل، او دا شپه يې په خندا تېره كړه، د جېل والا به هم ورته حيران وو. په لومړي سر كښي يې د خوارۍ يو كار دا هم ؤ چي دوه منه د څرمنې سولاغه به يې په يوۀ لرګي سره وتړله او دې څلورو قيديانو به دا له څاۀ څخه د لېور په ذريعه را كښله، بيا چي يو سيك وارډر ټاكرداس له دې څخه بچ كړي وو، نو خان بابا ليكي: ″د غويو له دې كاره څه يې خلاص كړو″. د كېس په خانه كښي 102B او 363 ماده لګېدلې ده. زموږ د وطن د وكيلانو څخه هيله كيږي چي دې كېس لاره دي د انګلش ″لاء″ په اصولو اواره كړي.
د خان شهيد تر مقدمې دېرش كاله وروسته نلسن منديلا ته په 1963ء كښي سزا وركول كيږي چي د هغه تر شا افريقن كانګرس، پائن افريقن كانګرس او كميونسټ پارټۍ ټولي ولاړي وې، د غدارۍ په كېس كښي يې اوويشت كاله سزا تېره كړه د هغه د جېل خوارۍ په روبن جزيره كښي يو سخت جېل او بل په رووينا كښي تېر كړى ؤ.
نلسن منديلا چي اصلي نوم يې روحي لالا ؤ د زولو قبيلې د يوۀ مشر زوى او د يو عيسائي په كور كښـي لوى سوى او د تعليم دپاره تر دريم كاله پوري په Healdtown كالج كښي د لوست موقع په لاس ورغلې وه، چي وروسته د واده څخه د ځان خلاصولو په بهانه جهانسبرګ ته وتښتېدل، او بي اې يې پرائيويټ وكړه او قانون يې په جېل كښي پاس كړ، د هغه ځاى عدالتونه هم دغسي ظالمان وو لكه د انګرېز د دوى قانون چي چلېدئ. په روبن جزيره كښي هغه هم څلور ملګري وو، نلسن منديلا وايي چي: ″يوه ورځ وارډر د مشقت اخستو په وخت زياته بدسلوكي را سره وكړه، نو زۀ ور وړاندي سوم ورته و مي ويل: ″كه ما اوس په سپريم كورټ كښي ستا خلاف درخواست ولګولئ نو ته خو به د چرچ موږك ښكاره كيږې″. داسي د معاملې د سنجولو دپاره د عبدالصمدخان بابا د استدلال طريقه هم دغسي وه، د ليل، قانون او د معامله فهمۍ درك په دوى دواړو كښي وو، نلسن به كله كله د هندي كانګرس او د ګاندي د طريقې پلوي كوله، او خان بابا هم دغسي ؤ، د انګرېز قانون او تهذيب سره د نلسن منديلا ذهني نزدېكت ؤ او پروټسټنټ عيسائي ؤ خو د تور او سپين او د نسلي امتياز يو داسي زمينه ورته برابره وه چي اويا فيصده خپل تورپوستى اولس په پسې ؤ، د هغه د سزا د وركولو منظره دومره خوندوره ښـكاري چي عدالت د ګلستان د بازار مېله ښـكاره كېدله او اولس به په يوه خوله ناره كړه:Nkusi Sikelel iAfrika خدايه! په افريقه رحم وكړې. او د صمدخان سره خو هغه وخت څوك نه ؤ چي ووايي: ″خدايه په پښتونخوا رحم وكړې″.
نلسن منديلا تر نيولو له مخه په ټولو افريقه ګرځېدلى ؤ تر مصره پوري او پيسې يې ټولې كړې وې او بيا لندن ته ولاړ، هلته يې د ګوريلا جنګ ټرېننګ وكړ او د مسلح مبارزې دپاره يې ځان بېرته جنوبي افريقې ته را ورسولو او دا ټوله انګرېز كتل او د هري لمحې حال يې ور رسېدلى، بلكې دوى ورته فراهم كړى ؤ، او بيا د سزا كېدلو دپاره زمينه اواره وه خو دوى د پهانسۍ له سزا څه وېرېدلو، لاكن جج نلسن ته د عمر قيد سزا وركړه، جج ويلي وو چي: ″اقوام متحده مداخلت په كښي وكړو او هغه بچ شولو، د افريقې حكومت دا كوشش كولو چي په نلسن د كيمونسټي الزام ثابت كړي خو هغه د دې نظريې سره همخياله نه ؤ، صمد خان بابا هم دغسي د كيمونسټي نظريې سره اتفاق نه كولو، نلسن منديلا دوه واره ګرفتاره سوى ؤ او خان بابا تر پنځلس واره هم زياته ګرفتاره سوى ؤ. حالانكې د پښين په عدالت كښي په 1942ء كښي چي كوم بيان خان شهيد وركړى ؤ او په ″پښتون″ رساله كښي چاپ سوى ؤ، په هغه كښي د جهان د سياست دانانو او پوهانو حوالې او اقوال ذكر كوي چي د يوۀ انقلاب را وستلو دپاره هغه عوامل ضروري هم وي، نلسن منديلا چي د شوميا او هړتال كومه وسله په كاروله، هغه د خان بابا په خوى كښي موجوده وه، يوويشت ورځي روزه نيول د برِصغير په تاريخ كښي يواځي ګاندهي جي او صمد خان بابا زغملې وه، يو بل بنګالي درو شپېته ورځي هړتال كړى ؤ او په جېل كښي مړ سوى ؤ. په جېل كښي چي هغه نور ملګري او عزيزان ټول ورسره يو سوو او باندي مركه سوو چي ضمانت وركولو ته يې راضي كولو، نو تاسي وګورئ د دې سړي و عزم ته دۀ ورته ويلي وو: ″زۀ د ځان واك لرم، زۀ درته وايم كه زۀ را ووزم نو بيا پر ما نور ژوند ناروا دى، زۀ به ارو مرو ځان وژنم، اوس نو ستاسي خوښه ده، څۀ واياست؟ دلې ژوندى مو خوښ يم كه بهر مړ؟.
اخير ته له جېله په داسي ډول را ووتئ چي سهار حال راغى چي ته به چمن ته ځې، د مچهـ جېل د سزا ختم كېدو له مخه يې د شوميا نوټس وركړى ؤ، هر كار يې په تحرير كولئ.
انګريز ژبه يې د جېل د فرش پر سلېټ باندي زدۀ كړه، يوۀ ډكشنرۍ وه چي جام مهرالله ور استولې وه، او بابا به دې ته خدايي سلېټ وايه او د جېلانو څخه به يې پټولئ، په اوبو به يې خراب كړئ، د ويلو انګريزي يې د انګرېزانو افسرانو څخه زده كړه، هغو به بې وخته تنګولئ او په خبرو به يې پښېمانه كولئ. يوۀ ورځ راجرس (انسپكټر جرنل جېل خانه جات) لوى مړجن افسر ؤ ورته ويل يې چي: ″اوس ما ته يو وړوكى كاغذ را وليلكه، چي بيا ورانى نه كوم، نو زۀ درسره بول كوم، چي تر هغو به نه ځم چي ته مي له ځان سره نه يې بوتلى. د څۀ مدد كولو دپاره مذاكره ورسره روانه وه چي دۀ ورته ويل: ″ستا واك او لاس دومره تنګ دى چي د دوو انو د سوو لرګي كوله يا سكاره دي په وس كښي نه دي، نو تپوسونه ولي را څخه كوې؟.
خان داسي ليكي: ″خښم راغى او سر تر پښو مي ورته وكاته، وې مي، ته خو ما ته كرستان ښكارېدې، وې: ″هو، زۀ روغ Gooكرستان يم، خو دا څۀ خبره ده وې مي ټوله كرستاني (د ښاغلي عيسٰى چار دي شوي پر ځان شيندلو قربانۍ ولاړه نه ده، څۀ هغه ښاغلي هم په خپل هيواد كښي په دود جوړ سوى د پردو خلګو سركار د ياغيتوب په تور كښي نه ؤ نيولى؟ څۀ پر سركار مينځ ګري كښي نه ؤ پېښ سوى؟ څۀ دا د ارام سپيتاني (بزدلي) او خپلچاري لار چي ته ما ته ښايې هغوى ته دي ولي نه وښوولې سوه؟ يا د هغوى په وړاندي نه وه؟ كه خداى دي نه كوي هغوى دغه لار نيولې واى نو نن به كرستاني چيري وۀ، ځكه چي ستا خبره د حضرت عيسٰى چار دي شوي د لاري چپه ده، نو ما تپوس در نه وكړئ چي ته خو ما ته كرستان ښكارېدې، سړى ډېر سپك سو او په زوره زوره يې پيكه خندا پيل كړه، هو، هو، ته د شهادت په چرت كښي يې او روان سو.
صمد خان بابا چي له جېل څخه ايله سو نو د ورور سره يې جوړه وكړه، او ځان يې قامي كار ته وسپارلو، او په 1931ء كښي بمبۍ ته ولاړ. په حيدرآباد كښي يې د ګاندهي پروګرام كتلى ؤ او احمد آباد ته ور روان سو، چي هغه ته د وطن د آئيني حقوقو په باره كښي حال وركړي، د ګاندهي جي سره پنځلس ورځي نزدې پاته سو، او هغه په بمبۍ او احمد آباد كښي روغ سياسي كار په لاس وركړى ؤ.
په لومړۍ ورځ خان بابا ورته ويل چي: ″ما ته وخت راكړه، زۀ كار درسره لرم. هغه وعده ورسره وكړه چي نن ماښام راسه. ماښام دى د جواهر لعل سره په يو ډوډۍ كښي اخته ؤ چي ور ياد سو هغه ته يې وويل چي: ″ما قول كړى دى د ګاندهي جي سره″. هغو جواب وركړ چي: ″زر ولاړ سه″. نن د هغه د خاموشي روزې ورځ ده، په موټر كښي په منډه ورغلى ؤ چي هلته ور ورسېدئ، ټول خلګ ولاړ او نارې يې وهلې: ″آگيا آگيا. (راغى راغى) دى وايي: ″ما و پيارې لال ته وويل چي: ″دا څۀ قصه ده چي هر سړى ما وويني وايي: ″آگيا آگيا، هغه وويل: ″نن د ګاندهي جي د خاموشۍ روزه ده وخت پوره سو خو له تا سره يې قول كړى ؤ او انتظار يې ايستلى، ځكه موږ ټول په انتظار وو، او بيا ملاقات وسو او هغه بخښنه د وخت د نه ټاكلو ځنې غوښتې وه. صمد خان بابا په دې ډېر متاثر سوى ؤ او د بلوچستان د ائيني حقوقو خبره يې ورسره وكړه هغه ويل چي: ″ته يو پمفلټ تيار كړه، پيارې لال بې چاپ كړي″. خان وايي د شپې له درو بجو څخه تر سهاره ناست وم او هغه مي وليكئ او سهار مي ور ښكاره كړئ، ګاندهي جي چي وليدئ و يې خندل چي: ″ښه ټوله شپه نه يې ويده سوى؟. ټوله صحي دى، زما د نامه پر ځاى د كمېشن نوم وليكه. بيا دا پمفلټ چاپ شو، خان بابا پيسې وركولې دوى نه غوښتلې، ويل يې: ″موږ هم دغى پښتونواله درسره كوو لكه ته چي يې كوې″.
صمد خان بابا د كانګريس په خصوصي غونډه كښي د نۀ غړيتوب باوجود ګډون كولئ او دا سلسله د هند تر وېشه جاري وه، كه څۀ هم پټېل يو وخت اعتراض كړى ؤ خو ګاندهي جي ورته ويلي وو چي دا زما مېلمه دى او زموږ د اعتماد سړى دى. په هم دغه وار يې په لومړي وار د باچاخان او نورو خدايي خدمتګارانو سره ملاقات وكړئ، بيا يې د جناح صاحب قايد اعظم سره په مالابار هل كښـي وليدل او د بلوچستان په حقله يې خبري وكړې چي هغه د بلوچستان د خپلواك صوبې يوه نقطه په خپلو څوارلسو نكاتو كښي يښې وه. خان به په اردو خبري كولې او جناج صاحب په انګرېزي خبري كولې او دواړو به يو بل سره پوهـ كول او خان بابا و دې ته د ډېر خوندور ملاقات نوم وركوي.
بل سهار چي ګاندهي جي وليدئ د كهدر قميص يې اغوستى ؤ نو ورته وې خندل چي: دا ولي؟ خان بابا وايي چي: ″ولي ستا نه ده خوښه؟″. دۀ ويل يا چي يو ځل يې څوك واغوندي او بيا يې كاږي نو دا به سمه نه وي″. دۀ ورته وويل: ″زۀ به هم دغه خط تر پايه اغوندم، او د ژوند تر وروستيو پوري بابا هغه د كهدر قميص په غاړه كولئ. د بروس سره د ملاقات په وخت د ګاندهي خولۍ يې نه پرېښووله. خو بابا په لاس كښي ورسره اخستې وه.
د بلوچستان او د پښتونخوا د پمفلټ وروسته ګاندهي د ځان سره چي بمبۍ ته بيولئ ورته ويل يې: ″تېره پلا هم يو خان را سره ؤ، او دا پلا هم يو خان را سره ؤ، ټكټ دي كړى دى؟ دۀ ويل: ″هو. د كوم كلاس؟ دۀ ورته ويل: ″د تهرډ كلاس. ګاندهي دواړه لاسونه وټكول او شنه خوله له خندا ولاړئ. ښۀ نو د مهادې او ډيسايي په ډبه كښي به ځاى سې. ګاندهي جي ته يې د جنوبي افريقې خپله قصه ور ياده كړې وه، بيا د پاسو د سېځلو خلاف چي ګاندهي جي د خپلو ملګرو سره اختلاف كولو، او يوۀ پښتانۀ عالم خان نومي سړي په لرګي په سر وهلى ؤ لكه په اوسته محمد كښي چي جماليانو سردارانو محمد امين كهوسه پر سر په لرګي وهلى ؤ، او دا د باچاخان لومړۍ دوره وه چي خان بابا او نورو ملګرو ورته جوړه كړې وه.
خان شهيد د كشمير په لومړي جنګ كښي په سلاوو كښې د شېخ عبدالله سره ګډ ؤ او مولانا حبيب الرحمٰن لودهيانوي يې په پټه تر شالدرې ور رسولى ؤ، دلته په جيكب آباد كښې د آل انډيا بلوڅ كانفرنس مشري وكړه او د ائيني حقوقو دپاره يې وينا وكړه، د مسلم ليګ يوۀ ډله له مولانا شفيع داؤدي سره وه، چي د بيهار يو لوستلى غړى ؤ، دويم ګول مېز كانفرنس لندن ته هم تللى ؤ، او د پارلمنټ غړى څو واره پاته سوى ؤ، د هغوى په وينا يې په مسلم كانفرنس كښي ګډون وكړ، هغه يوه لو جرګه درلوده، چي مولانا محمد شفيع داؤدي او علامه اقبال په كښي شامل ؤ. وايي: ″زۀ يې په وركينګ كمېټۍ كښي ګډولم، خو زۀ راضي نه وم، بيا يوه ورځ د مسلم كانفرنس غونډه وه، بابا وايي چي زۀ او مولانا شفيع او علامه اقبال په كښي شامل وو چي دوى پر له را مات سول، جنګ جوړ سو، ما ورته ويل: ″دا څنګه قصه ده، څۀ كول په كار دي؟ دى ليكي: ″چي علامه اقبال ويل: ″ته يې اوس پرېږده دوى به پخپله سره قرار سي. داسي څرګندېله چي هغه د دې خلګو په خوى يا د سياسي غونډي په منځ كښي د داسي جګړې په مدعا پوهـ ؤ، په هم دغو شپو كښي د هند په اخبارونو كښي خان بابا د بلوچستان په حقله بيانونه خپارۀ كړل چي دلته دي د هند په ډول اخبارونه پيل سي، د دې دپاره مولانا شفيع داؤدي او سيد مرتضٰى بهادر د مدراس انګرېز افسرانو ته سځ كړي وو، مټكاف ډيلي ته ليكلي وو چي: ″موږ لا اوس په بلوچستان كښي پريس ايكټ جاري كول نه غواړو اخير ته د هند سركار يو نامتو ميا فضل حسين د تعليم د څانګي غړى ؤ چي دى يې زيات تعريف كوي، بيا يې د مسلم ليګ محمد يعقوب، محمد يامين خان، ډاكټر ضياء الدين ليدلى ؤ چي د بلوچستان په حقله واى سراى ته جرګه وليږي چي دا كار زر سي، هغوى سر محمد يعقوب ته وليږو چي هغه هم خوشامد ګر ؤ او عذر يې وكړ چي سر آغاخان راسي. خان ليكي: ″په دې سرانو كښي ډېر لږ د كار خلګ وو لكه ميا فضل حسين چي ؤ″ اخير ته د مټكاف په ذريعه د پريس ايكټ اجازه وركړه، ډېر كلونه وروسته چي مټكاف استقلال اخبار بندولو نو ويلي يې ؤ: ″ستا اخبار زۀ د لاس نهال ګڼم، او هغه د ډيلي د سر يعقوب او مولوي شفيع حواله وركړې ده. خان شهيد د پريس اجازه واخستله او د خپل ملګري يوسف عزيز مګسي په نامه يې ″عزيز بركي پريس″ نوم كښېښوئ، تر دې له مخه د بلوڅو مشرانو په ملګرو كښي يوسف عزيز مګسي چي د كوټي په زلزله كښي مړ سوى ؤ او دۀ ډېر افسوس باني كاوئ او بل عزيز كرد محمد حسين عنقا، حسن نظامي او نسيم تلوي ټول د هغه سياسي ملګري وو، چي د اخبار د چلولو، د چندو كولو او په خلګو كښي د بيدارۍ ږغ پورته كولو، لاكن انګرېز دې كار ته چرته پرېښوولو.
د هند څخه د را ستنېدو پس يې ونيولئ د ګاندهي خولۍ، د كهدر قميص او په ګاډۍ كښي د پوليس پوښتني يو زاوال جوړ سوى ؤ، بيا يې ګرفتاري وسوه او درې كاله يې جېل كړئ، چي د كوټي زلزله كېدله په 1935ء كښي خان بابا د نورو قيديانو سره په بند كښي ؤ، قيديان يې بهر په ځنځيرونو تړلي وو خو بابا ورته ويلي وو، ما د بودګانو غوندي مه تړئ، بلكې دلې ښۀ يم چي په كمره كښي پروت يم، كه مرګ راتلئ نو دا وارډر خو مه را سره وژنئ او سركار ته يې د مرستي پېش نهاد كړى ؤ چي هغوى نه ؤ منلى. د هغه وروسته د استقلال اخبار را ايستل او د انجمنِ وطن بنياد ښوول ؤ. په كوټه كښي د فضل الٰهي دتو ځايي پنجابي يې ستاينه كړې ده چي دوى ته يې مكان وركړى ؤ، د قلات خان سره ملاقاتونه او د بلوڅانو په ژوند ژواك يې پره رڼا اچولې ده. مير احمد يار خان په وخت كښي يو ځل هغه يوسف عزيز مګس لندن ته د استولو پروګرام جوړ كړى ؤ، او دلته د كانګرس د غړو له خوا د دوى تر جېل وړاندي د لندن د ګول مېز كانفرنس دپاره د خان بابا نوم هم دوى ټاكلى ؤ، او جناح صاحب په دې حقله هم د دۀ او د باچاخان د لندن په كانفرنس كښي د ګډون كولو عنديه وركړې وه، چي سټينلې ووډ يې په خپل كتاب كښي يادونه كړې ده. د كال څلوېښت څخه تر پنځوس پوري د جام نورالله او د خاران نواب د دوى خصوصي دوستان وو. د عزيز كرد او د محمد ايوب خان اڅكزي پښېماني او د جېل ټولي ستړي دوى په داسي خوندوره پښتو ليكلي دي چي د هر سړي نوم، كردار او رول ته سړى حيرانيږي.
د دويم لوى جېل وروسته چي د خان لور د دۀ يادېدله، نو له جېل څخه چي را خلاص سو، د ګلستان په تېسن يې مخ ته ورته را وستلې وه، چي دوه كاله عمر يې ؤ، د كال څلوېښت او پنځوس په منځ كښي ټولي ستړي منډي وې چي پاكستان جوړ سو او په دا وار خان بابا بغير پاسپورټه ډيلي ته تللى ؤ، او د نهرو سره يې ملاقات كړى ؤ. سيكانو ورباندي بريد كړى ؤ چي بيا يو سيك ډرائيور د هغو مخنيوى كړى ؤ، او نهرو ډېره خوا بده وله چي بې تهايې بهر مه وزه، د كال 1948ءبيا د ون يونټ تر جوړېدو پوري د جېل هغه خوارې او نظربندۍ وې، چي ټنډولكر وايي: ″دوى يې يو وار د بنګال ريګولېشن لاندي او بيا تر سفټي ايكټ لاندي ونيول، او نهرو به فرياد كولئ چي دوى ايله كړي، خو پاكستان د چا خبره نه منله.
د انجمنِ وطن هغه بنياد چي جوړ سوى ؤ د پاكستان د جوړېدو سره د ″ورور پښتون″ تنظيم بنياد يې كښېښووئ، بيا چي ون يونټ د جوړېدلو په خلاف د پاكستان څلور پاټياني را جمع سوې او نېشنل عوامي پارټۍ يې جوړه كړه چي په هغه كښي ″خدايي خړمتګار″ ورور پښتون″ هاري كميټي″ او ″آزاد پاكستان″ استمان ګِل سره يو ځاى سول نو يو لوى سياسي پليټ فارم تيار كړي. د باچاخان ورور ډاكټر عبدالجبار خان چي د كانګريس او خدايي خدمتګار تر ډلي لاندي دوه واره په واك كښي راغلى ؤ او اخير وار يې حكومت په يويشتم اګست 1947ء مات كړل سو، د هغه يو سر چپه خيال ؤ چي د خپل اقتدار د وخت پولټيكل سكندر مرزا تر اثر لاندي وروسته په داسي چپه لاره ولاړئ چي باچاخان او عبدالصمد خان يې دواړه په جېل كښي واچول، او د واكدارانو سره د ون يونټ پلوي سو او د مغربي پاكستان وزارت اعلٰى يې واخيست. دۀ يو وخت د قيوم خان په اسمبلۍ كښي ويلي ؤ چي په دې هاوس كښي داسي خپسكي ناستي چي د هغو دماغونو ترقي نه ده كړې، او د سركار ساتلي نوكران د هغه له دوى څخه كښې خيزي. بيا يې ري پبليكن پارټۍ جوړه كړه چي د پنجاب خلګ په دې خوابدي سوو، خو دۀ چي د خپل قامي مشرانو د بندېدو او هغوى ته د سزا كومه ګناه كړې وه هغه نه بخښونكې ده.
په كال 1956ء كښې د لاهور هائى كورټ په عدالت كښي خان بابا د هغه غندنه كړې وه، او د هغه دروغ يې ښكاره كړي وو چي دا تور يې لګولى ؤ چي دۀ په چمن كښي د بل ملك جهنډه پورته كړې وه، حالانكې د چمن په ښار كښې د ″ورور پښتون″ پر دفتر د پارټۍ جهنډه ولاړه وه، او جبارخان د خان شهيد د ګرفتارۍ د اډر په لړ كښي ويلي ؤ: ″كه زما خوښه واى چي دى يې په ګولۍ ويشتلى واى″. د قدرت و قانون ته وګوره چي ډاكټر جبار خان د حكومت څخه هم ليري كړل او په لاهور كښي يو پنجابي په خپل كور كښـي په هغه بريد وكړ او په چړو يې ووژلئ. دا مرګ په داسي خفيه ډول وسو چي سړى يې هم زر پهانسۍ كړئ او دا د ټنډولكر روايت دى. بل روايت دا هم دى چي قاتل يې له منځه ايستلى ؤ او بل سړى پكښي پهانسۍ سوى ؤ. د جبار خان په ګمراه كولو كښـې د سكندر مرزا لاس ؤ، چي څلور حكومتونه د دۀ په وخت كښـي بدل سوو، په خوا د پېښور پوليټكل افسر هم له كيپتانۍ څۀ جوړ سوى ؤ، او د ځان دپاره يې سكرټري دفاع وو د مېجر جرنلۍ نوټيفيكشن هم جاري كړى ؤ، چي وروسته ايوب خان دى پسې ګېل كړى، او په اخير كښي په لندن كښي هوټل چلولئ.
د ايوب خان په مارشل لا كښي په خان بابا باندي د ملېټري كوټ څوارلس كاله سزا وختله، د كوم بغاوت لاندي چي سړى د نلسن منديلا د كېس سره پر تله كړي چي نن صبا خو د تورانو دور دى. بيا د پاكستان د جېلونو ژوند مچهـ، ملتان، ساهيوال، هريپور، لاهور، خداى خبر د كوم كوم ځاى په تكليفونو اخته ؤ.
د باچاخان چي كوم خويونه خان شهيد بيان كړي دي، هغه ټول د منلو دي، ولي د باچاخان د دې سادګۍ او د سپين زړګۍ دليل ته چي سړى وګوري نو د خان شهيد د انګرېزانو، پوليټكلانو سره د جنګ حالت ته حيران سي.
په كال 1966ء كښي چي باچاخان لندن ته ولاړئ نو هلته د خداى په قهر لړلي اولف كيرو سره پاته كېږي، هغه يې خدمت كوي، لكه د انګرېز قوم چي دود دى، خو باچاخان ورته وايي: ″ته خو ډېر ښۀ سړى يې، ما چي ستا په باره كښي څۀ اورېدلي دي، هغه لكه چي صحي نه دي، هم دغه اولف كيرو او تر مشر سنډيمن چي له موږ سره څه كړي دي، په هغه باندي انګرېزان هم اوس پښېمانه دي، او موږ ته چي يې كوم توكي را پرېيښي دي موږ له سره په غم اخته يو چي خان بابا ورته منحوس نظام ويلى دى.
د صمد خان بابا مقاومت او تحريري او تقريري صلاحيت دومره مؤثر ؤ چي دلته يې د پريس قانون جاري كړئ، او دا كار يې د مسلم كانفرنس د نورو لوړو كانګريسي او مسلم ليګي مشرانو سره او د هغه وخت د آئ سي ايس افسرانو او سكرټريانو سره په مسلسل تماس نيول او د ډيلي په سركار يې زور واچولئ چي وروسته مټكاف دې ته مجبوره سوى ؤ چي د سر يعقوب او مرتضٰى خبره ومني، ځكه د استقلال ډكلرېشن په هغه دور كښي د آزادۍ لومړى بيرغ دى. چي خان درولى ؤ. او بيا د هغه چلول او د شلاونډ سره سره د ملګرو نيمګړتياوي او مالي محتاجۍ او مستۍ هم ستومانوونكي وو چي خان ورته بده ازموده ويلې وه.
د عزيز كرد او د ايوب خان د جېل پښېماني له مخه لا زورولى ؤ، د استقلال د بندېدو وروسته به ″ترجمان″ اخبار په كال 1952ء كښي يواځي د هغو تحصيلدارانو حالونه چاپول چي د پاكستان د جوړېدو سره دوى په شلاونډ بهرتۍ كړي وو. خو روشنفكره ځوانانو لكه سايي كمال شېراني او مير ګل خان نصير بلوڅ شاعر د تحصيلدارۍ څخه استعفٰى له يو درزن ملګرو سره وكړه. د باقي مانده بلوچستان بلوڅ سرداران او مشران دي تر 1970ء پوري چي په اختيار كښي وو، هغه دي حساب وركړي چي د صحافت او د شعور د پراختيا او د ښځو د حقوقو دپاره څومره كار سوى دى.
خان شهيد خپله سوانح 1943ء پوري ليكلې ده، دوى ليك په 1959ء كښي پيل كړى ؤ، نو يو څۀ څۀ واقعات به د ياداشت يا حوالې په ډول حسبِ حال راغلي وي، داسي هيڅ تفصيل خود نوشت بيا پوره سوى نه دى. سلطان محمد پاني د خان بابا د سياسي جلسو يو وړوكى ياداشت ليكلى ؤ چي هغه د كره معلوماتو ذريعه جوړېداى سي.
خان شهيد په وروستني جېل كښي د ژوند ليك يو شاهكار نمونه وليكله چي د سياسي او قامي كارونو سره د ژوند په هر اړخ باندي د پښتنو او بلوڅو په سياسي حقايقو يې رڼا اچولې ده، ټوله عمر د سنډېمن د نظام سره په ټكر كښې ؤ. يواځي يې خپل قوم د سردارۍ څخه بچ كړئ او نور قومونه خو د سردارۍ دپاره او د سردارۍ په نامه څه څه چمونه كړي دي.
د كېرو، مټكاف، كننګم او سكندر مرزا څخه را نيولې بيا تر وروستني چارواكو پوري د دوى څهره هغه بربنډه كړې ده. داسي ليكي چي: ″د پاكستان د جېل خوارۍ يو څۀ سمي سوې دي، حالانكې ډاكوګان به يې ورسره تړلي وو. په كال 1966ء كښي قمر يورش په جېل كښي د دۀ ملګرى سوى ؤ چي هغه په ډېره مينه د دۀ د ژوند حال ليكلى دى: ″وايي چي خان په لومړي وار د كهدر كالي ما ته را جوړ كړو او د هغه د كتابو څخه بۀ مي استفاده كوله. خان بابا د لاوارثه خلګو د مقدمو اپيلونه تيارول، يو وخت يې اپيل په انګرېز تيار كړى ؤ جام نورالله چي د علي ګړهـ بي اې ؤ هغه كتلى او اعتراف يې كړى ؤ چي داسي انګرېزي خو د علي ګړهـ بي ايې هم نه سي ليكلى. لكه دۀ چي پر خدايي سلېټ زدۀ كړې وه.
د بلوچستان د نوكرانو غمخواري لكه محمد اكبر خان ايډوكېټ او ګل محمد خان كاكړ، محمد هاشم خان غلزى او ګل محمد خان كاكړ روزنه او حمايت به يې هر كله كولئ. قمر يورش وايي: ″خان بابا د علامه اقبال، شبلي نعماني، ابوالكلام آزاد او آغا شورش كاشمير قصې را ته كولې چي يو تاريخي محفل ؤ د ابوالكلام آزاد شاګرد سوى ؤ، او هغه ورته د ترجمان القرآن په پښتو كښي د ژباړي اجازت وركړى ؤ. يورش وايي: ″خان بابا د كيمونسټانو خلاف ؤ د بابا يو دوست ډاكټر اشرف ؤ چي په ګپه كښي يې ويلي ؤ كه چيري اشتراكي انقلاب راغى نو موږ به اول خان شهيد او شېخ عبدالله وژنو، ولي چي هغه اشتراكي انقلاب نه مني. او دۀ بۀ دا خبره په مسته خندا وزغمله. يورش وايي: ″زۀ چي له جېله ايله سوم نو په لاهور ميو هسپتال كښي داخل ؤ، ناشته مي هم ورسره وكړه، يو ميا يعسوب الحسن چا په هسپتال كښي نه داخلولئ، آغا شورش كاشميري يې هم سفارش نه كولئ، قمر يورش وايي چي: ″خان شهيد را ته ويل چي: ″ډاكټر مختار د جېل سپرنټنډنټ ته زما حواله وركړه او ستا كار بۀ وسي، هم هغسي وسو، بيا د جېل څخه د خوشي كېدو وروسته د ميا محمد قصوري په كور كښي ناست وو داسي څرګندېدله لكه يو لوى راجا چي ناست وي. په هره خبره خندا خندا وه او ما ته يې اشاره وكړه چي دا زما بدمعاش دوست دى.
تر شهادت مخكښي يې جوهر مير ته په هغه وروستني ماښام ويلي ؤ چي: ″بټهو په سياسي غنډګانو كښي ګير سوى دى، زما يقين دى چي دى د عوامو ترقي غواړي، خو زما خيال دى چي د دې ملك اصل مسله د جمهوريت بحالي نه ده بلكې د جمهوريت حفاظت كول دي او د مخالف چارواكو په باره كښي يې ويل چي: ″دوى بدمعاشان دي پښتانۀ په زور تر دباؤ لاندي را ولي، لاكن دا مراد يې تر سره نه سي رسېدلى″.
په 19 اكتوبر 1938ء كال كښي ملك فيض محمد يوسفزي ته په خط كښي ليكي: ″زما همېش دا اعلان دى چي په ټوله دنيا كښي د هيچا سره د بدلې اخستلو، كينه كولو، او د دښمنۍ وغيره نيت نسته. هم دې جملې قوم را ګرځولى دى چي كه څۀ هم زموږ وار پاته دى. جوهر مير وايي: ″دا واحد سياسي شخصيت ؤ چي د سياسي او جمهوري عمل توازن يې ساتلى ؤ، يوه بله خبره يې د ادغام يې پسې تړلې وه، چي هغه درسته نه ده، د خان بابا ژوند ليك او د لاهور هائي كورټ د عدالت بيان د هغه د موقف صحي ترجماني كوي او تر اخيره پوري د پښتون صوبې د مطالبې او د برابرۍ د حقوقو علمبرداره ؤ او له پاته وګړو څخه د خپل وطن نوم هم ورك سو. په كال 1971ء كښي چي د پښتونخوا ګوند دفتر په ميزان چوك ؤ او موږ ځوانانو د پارټۍ مشرانو ته چاى اچولې هغه وخت محمد صادق كاسي د پارټۍ څخه د وتلو په لټه كښي ؤ د محمد صادق كاسي شهيد خښم او په لاسو ګايېدل ما له نزدې څخه وليدلو او خان بابا به په خندا ورته ويل چي: ″زۀ جنګ نه كوم، امن او جمهوريت غواړم″.
د برِصغير د لويې پايې مشر، د آزادۍ د تحريك علمبردار چي له جناح صاحب او ګاندهي جي څخه را نيولې بيا تر علامه اقبال پوري د دوى د ژوند كړاؤ د دې سيمي د آزادۍ، خود مختارۍ او جمهوري قوانينو د ساتني او د پښتنو د وطن د سوكالۍ دپاره پنځوس كاله وړاندي يې د لاهور هائى كورټ په عدالت كښي يې ويلي ؤ چي:
″پښتونخوا يو ضرورت دى، او دا د پاكستان د استحكام باعث دى. زموږ دغه ستر رهبر چي د بين الاقوامي سازشونو لاندي په شهادت ورسولو چي ټول عمر هغه ځان ورته ساتلى ؤ او دا تور په تورانو او سپينانو باندي پاته دى. نن ورځ د هغه پيغام ګوټ ګوټ ته رسېدلى دى. او د خوشحال بابا په وصيت باندي چي:
نوره واړه پښتونخوا په ځاى پرته ده
مګر زۀ دي زمانې په كښي رنځور كړم