ننګرهار: سندره مه وژنیء کتاب مخکتنه وشوه
[06.Dec.2013 - 19:35]د هنرمند شاعر امجد شهزاد د کتاب « سندره مه وژنیء» د مخکتنې پر مهال
د تيرو څو کلونو راهيسې چې ما امجد شهزاد پيژندلی، نو په اول سر کې مې داسې فکر کولو چې له يوه ښه او تکړه هنرمند سره مې پيژندګلو شوې ده، ځکه چې کله هم ما په کابل، پيښور او جلال اباد کې ليدلی او اوريدلی، نو د موسيقي له ترنګ سره يې د اواز خواږه په داسې جانانه انداز د محفل په يارانو شيندل او د اهل ذوقو تنده يې خړوبوله.
شهزاد صيب به د خپل خواږه غږ لپاره د اوچتې پايې غزلونه انتخابول او بيا به يې ورته طرز هم د خپل شاعرانه ذوق سره سم جوړولو.
خو تير کال چې مې د امجد شهزاد د فيسبوک په پاڼه دا يو بيت وکوت چې:
د لاس بنګړي دې په دسمال وتړه شرنګ ونه کړي
د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوه ورکړې
نو له مخې سره مې زړه ته ولويده چې دا ځوان خو يوازې سندرې غاړې نه دی، بلکې شاعر هم دی او داسې شاعر دی د هر هغه نظام خلاف يې اواز پورته کړی چې په څه نه څه شکل پښتانه استحصالوي.
که پرون له جنت نظره سوات نه سور دوزخ جوړ و نو هم په کې امجد شهزاد چوپه خوله نه دی پاتې شوی او د شر د سوداګرو په وړاندې يې د مينې متاع ايښۍ وه او نن چې د پښتنو خاوره داستحصالي نظام تر جبر لاندې ده، بيا هم په کراره نه دی ناست، د خپل قلم په تيره نوکه شر غندي او د مينې بلنه ورکوي.
امجد شهزاد په داسې يوه چاپيرچل کې ساه اخلي چې هلته د ټوپکو خيټې ډکې او د ولس خيټې تشې ساتل کيږي، په داسې يو حالت کې د هر حساس زړه لرونکی چوپ نه پاتې کيږي او خامخا يې په خلاف ناره پورته کوي.
امجد شهزاد ميين دی خو د تورو زلفو، بادامي سترګو، سرو شونډو او ګلابي اننګو نه بلکې د هغه فکر او خيال د پښتون ولس د ترقۍ په لور مزل غواړي او پښتون قام د نورو قومونو سره سيال کول غواړي.
او دا ارمان يې په « سندره مه وژنۍ» کتاب کې د (زما د فن ملګرو) په نوم په نظم کې په ډيره خوږه، روانه او ساده ژبه اظهار کړی دی.
اوس چې زموږ ډير ارزښتونه، لکه ښوونځی، جومات ،حجره او هديره هم په امن کې نه دي پاتې، نو امجد شهزاد بيا هم چوپ نه پاتې کيږي او د زړه له درده يوه چيغه کوي چې:
سوزي يې مکتب، حجره، جمات اوکور خو غلي دي
کله به پاڅي دغه اوده، دغه ساړه خلک
په رښتيا هم چې د ډير افسوس ځای دی چې د تيرو درې نيمو لسيزو راهيسې د پښتنو ښوونځيو ته اور اچول کيږي، په جوماتونو کې يې چاودنې کيږي، حجرې يې شاړې شوي د خلکو په خپلو پښتنو باورونه ختم شوي او .....
پخوا به چې په کوم کلي کې څوک نا اشنا بنده په يوه جومات او حجره پيښ شو، په ډير قدر او عزت به يې ميلمه پالنه کيدله، خو اوس خلک اشنا ميلمه ته هم د شک په نظر ګوري، او دا هر څه په پښتنو باندې مسلط شويو نظامونو وکړل، هغه که د د سوسياليزم تر سيوري لاندې وو او که د ايډياليزم تر سيوري لاندې. او دا اوس چې د ديموکراسۍ دور دی، دا ټول پړاوونه د پښتنو په بدبختيو او بد مرغيو کې لوی لاس لري او زه په يقين سره وايم، دا هره څه چې له پښتنو سره وشول او يا دا چې له دې وروسته ورسره کيږي دا له نن څخه څه شپږ شلې کاله پخوا پلان شوي ول، او په تيرو درې نيمو لسيزو کې يو په بل پسې عملي شول. الله دې خير پيښ کړي چې وړاندې به د دې داستان نورې صحنې څه وي.
امجد شهزاد دا هر څه درک کړي او بيا يې قلم راپورته کړی او د پښتون قام په وړاندې يې پراته چيلنجونه منظرعام ته راوړي دي.
موږ وليدل چې په تيرو دولسو کلونو کې ډيری هغه پښتانه چې سترګې ور اوښتې او حساب پرې کيدو خو چې نظام ته ننوتل، نو بيا ورسره هغه ارزښتونه پاتې نه شول چې د ده او د ولس ارمان و، هغوی د خپلو هغو تنخواګانو د ساتلو په فکر کې شول چې دوی يې په ژوند کې تصور هم کله نه و کړی، نو چې يو چا تر نيمايي عمر نه زيات په نيمه خيټه د حق او عدالت لپاره مبارزه کړي وي، هغه به په کومو سترګو خپله خودي او انا وپلوري، خو نه داسې نه ده، له موږ نه ډير پښتانه همدغې استحصالي نظام جذب کړي او په خپلو ارزښتونو يې پښې ايښې دي، ځکه خو امجد شهزاد وايي چې:
هره ورځ امجد چيغې وهلې خو چا نه اوريدې
هره ورځ بلا د سرمايي ترينه خواړه خلک
الحمدلله، موږ او تاسو په يوه اسلامي ټولنه کې سترګې غړولي او په اسلامي ټولنه کې د خپلو پښتني اقدارو تر څنګ د ژوند تيرولو لارې چارو لټوو.
خو بدبختانه زموږ په ټولنه له پيړيو راهيسې خان، ملک او ملا مسلط دی، خان او ملک د خپلو مفاداتو په خاطر ولس د خپل استحصال لاندې ساتي او د دې کار لپاره ملا صيب سره غوږ جنګوي. همدا موضوع امجد شهزاد په ډير هنري انداز شعر کړې ده
د کلي خان ملا له ورکړه شکرانه ويل يې
خلک خو خوار دي خو ذهنونه يې هم خوار ساته
امجد شهزاد د بيداره ذهن و فکر څښتن دی ځکه خو وايي
تر اوسه تلی د ړندو خلکو په لاره نه دی
زما د فکر کاروان دومره بې مهاره نه دی
تا له به راوړي زمزمې د خپل وطن د چينو
غريب به وي خو ستا لالی دومره ناچاره نه دی
ما ته چې کله هم د کوم ملګري د شعرونو ټولګه لاس ته راشي، نو تر هر څه د مخه په کې غزلې لولم او په غزلو کې يې بيا د لنډ بحر غزلې په دې خاطر لولم چې شاعر ملګری په لږو کليمو کې څنګه د خيال خواږه راټول کړي دي، د شهزاد صيب په شعر کې هم د نظمونو، قطعو او غزلونو په کتار کې د لنډ بحر غزلی شته چې په ډير کمال سره يې د اوسهمال له غوښتنو سره سم خيالونه په کې رانغاړلي دي، دغه لاندې غزل چې پينځلس بيتونه لري او په شپږ څپه ييز بحر کې ليکل شوی. ټوله غزله ښکلې ده خو مخکې له دې چې د خپلې ليکنې لمن د همدې غزلې په څو بيتونو راونغاړم دا يوه يادونه ضرور کوم:
ما چې د امجد شهزاد (سندره مه وزنیء) کتاب ولوست نو په دې خبره مې باور پيدا شو چې شهزاد صيب شاعر ډير او سندرغاړی کم دی. او دا هم د يادې غزلې څو بيتونه:
چا وی چې جنګ ښه دی؟
د مينې رنګ ښه دی
د تورې شرنګ بد دی
د بنګړو شرنګ ښه دی
د ټوپک ډز سپيره
د رباب ټنګ ښه دی
تر پايه.....
امجد شهزاد ته د نورو هنري خيالونو د پنځولو په هيله
بازمحمد عابد