د پښتو ژبي منلي ادیب، قمر راهي په مړینه د PSDPغمرازي
[26.Dec.2013 - 19:14]26.12.2013
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبي منلي، خوږ ژبي ،ادیب،شاعر اونوميالی ليکوال ښاغلی قمر راهي نن د پنځه نۍ (پنچشنبې/ زیارت) په ورځ د ۲۰۱۳ ع کال د ډسمبر د میاشتي په ۲۶ مه نیټه د خپلي ورپيښې ناروغۍ له امله لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي. انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد قمر راهي د پښتو ژبي، کولتور، هنر او ادب د بډایني لپاره د ستاینې وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړي دي ، چې پښتون ملت به ئی تل یاد ساتي.
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوندPSDP د ارواښاد قمر راهي مړینه لر او برپښتون اولس ته يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او ادبي ملګروسره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي . روح دی ښاد وي
په درناوي
De Pakhtanu Tolanez Walaswalez Gund
Qamar Rahi
Qamar Rahi is a well-known writer and a poet of Mardan. He is one of the founders of Pukhto Adabi Jarga and worked in Sugar Mills Mardan. His great job was to publish a Pushto Magazine "QAND" which was as sweet as the sugar of Mardan.
It was very popular and probably no other magazine has achieved what Qand did in a short period. His efforts are well recognised in the literary circles of Mardan and Pukhtunkhwa. He knows the problems of the nation and has mentioned about this in his poetry:
(The years of oppression has made me revengeful. You cannot blame me)
د قمر راهي مشال
د کتاب نوم: مشال "پښتو شاعري"
لیک: نورلبشر نوید بي بي سي راډیو
يو کتاب چې د خپل شاعر په شان دی!!غټ کټ، دروند خوږ، د ټولو کتابونو نه په ځانګړي سایز. يو شاعر چې د خپل کتاب په شان دی.
د رهګزر په ډوبه خاموشۍ کې د خپلو خوږو خوږو يادونو څوکيدار او لکه د ژوند د خوږې ملګرې د قبر خان مينجور خو عزيز خان نه، ملنګ عبدالرحمان.
د شعرونو مشال چې د خپل بلونکي په شان دی.
پخپله بلېږي، ويل کېږي، دوړېږي خو د رڼا بڅرى غورځوي، په دوړېدو او پرېوتو کې هم ځلا کوي، او د تيارې غېږه یې چې له ځانه سره واخلي نو د بل سحر څېره ترې جوړه شي او په بوډا غرور وايي:
زه مشال شوم
او دا ځکه چې راهي يم
او دا ځکه چې په سر د رهګزر پروت يم
او دا ځکه چې شاعر يم
او دا ځکه چې د قند په معجزه يو پيامبر يم!
او دا ځکه چې په قند کې لکه زهر د تيارې د دښمنانو!
او دا ځکه چې منمه کاکا جي صنوبر خپله عقيده کې
د بادارو په لوى ښار کې اوس هم په خپله عقيده يم!
که مردان دي د بادارو
خو مردان غزل زما دی
نن ډېر وخت پس د پښتنو د ځانګړي اسلوب د شاعرۍ په کتاب ''مشال'' داسې د اوږدې غېر حاضرۍ نه را حاضر کړم، لکه د قاف د غره ښاپېرۍ چې محترم قمر راهي د خپل مشال په بلولو رابللى وي.
او په ډوب پرکاله اواز یې ويلي وي!ب
بشره!
دا ته چا په بوتل کې بند کړی يې، را ووځه په حکم د خدای او په کمال او جلال د مشال!
زه حاضر شوم، راغلم،
ما مشال واخیست.
ما ته دا کتاب ډالۍ شوی و، زه د کتابونو د ډالۍ د رسم خلاف يم، زه د کتابونو د قدر و قيمت خبره هر وخت ځکه کوم چې د پښتو قدر به هله پېدا کېږى چې قيمت ولري.
خو بعضې ډالۍ او ډالۍ کوونکى مينه احترام د تبرک لپاره وي بلکې راهي صاحب وايي، زه مشال په خپل اخري عمر پښتنو ته ډالۍ کوم.
زه ځان ته حېران شوم!
زه د ځانه ورک شوم!
زه په ځان کې ورک شوم!
زه څه شوم!؟
زه چرته يم!؟
ما وويل زه به څنګه راپېدا شم.
مشال غږ راکړ
ما ته وګوره!
ما د محترم راهي د شعرونو مشال را واخیست!
ما ته په مشال کې يو سړی ښکاره شو، ما ویل نن زه د مشال په رڼا کې دې سړي سره يو څو خبرې کوم.
دا محترم قمر راهي دی، د محترم اجمل خټک نه پس د ليکوال يو خاموش رهنما، سلا کار، او د هرې ګڼې په اداريه، ادارې او نورو ليکنو ما سره د ټیلیفون په ليکه باقاعده شريک ځکه نو د مشال د شاعرۍ نه زيات راهي صاحب ته مخاطب کېږم!
د رهګزر راهي صاحب!
ما ته په هره رابطه کې وايي!
د داسې ليکنو نه مانا هم نشم کولی، ځکه چې دا زما د فطرت خلاف دى، خو خدای خبر دا زما د بوډا توب وجه ده، او که د حالاتو نشاندهي ده، چې هسې نه زما قصيده، مرثيه نشي!
زه په وياړمنه خندا وايم!
"محترم قمر راهي، د محترم اجمل خټک نه پس د ليکوال يو خاموش رهنما، سلا کار."
خدای به خېر کړي خو ستا په نشاندهۍ کې دا الهام ما د قند زمانې ته ورسوي چې په هغه وخت پښتو ليکل، لوستل، او خپرول څومره ګران کار و.
هغه وخت پښتو نه خرڅېده، اوس پښتو او پښتون قلم او کرسۍ هر څيز خپله خپله بیه لري، چې څومره وېرې ترهې زياتې شوې، هومره بازار ګرم دی!!
په داسې بازار کې ستا مشال ګرځول لکه د ړندو په ښار کې څوک اۤينې ګرځوي.
ستاسو دور داسې و چې د شپېتو به شو نو د ويشتو به شو، په سترګو به ړوند او په غوږونو به کوڼ شو، اوس په لږ عمر په ځوانه ځوانۍ د خلکو په سترګو پردې راځي، غوږونه یې کاڼه شي، د نړيوال کلي "ګلوبل وېلج" ټول بچي ړانده کاڼه دي، نه تا ليدى شى نه ستا مشال.
محترم راهي صیب
زه چې ستا په مشال کې ستا د تنهايۍ د محرومۍ نه راپېدا شوي شعرونو ته په نظر شم نو په خپل هجوم کې يوازې شم، يو سوال راپېدا شي.
زموږ مشران د ژوند د سفر په اخري پړاو داسې يوازې ولې پاتې شي!؟
د پښتونخوا يو يو کټ را ته را ياد شي چې څومره د قلم خاوندان، د مشاعرو، د ادبي محفلونو خلک به یې په ناقراره شوګير راګېر کړي وي، بيا راته د خپل سوال په جواب کې د خوشحال خان نه را واخله تر دې دمه د تحريکونو، د قلمونو، د لښکرونو خلک راياد شول، دا ټول د واه واه، زنده باد، مشران خپلو خپلو تنهايو خوړلي دي.
ما ستا د مشال تنهايۍ ته د فیضي صاحب د شعر په هنداره کې وکتل!
خيال چې خور شي په دنيا باندې حاوي شي
چې راغونډ شي د شها د زنې خال شي
د رهګزر د تنهايۍ راهي صاحب!
زه چې تا ته د خپل ماشوموالي او د خپلو کچه برېتو په عمر کې ګورم نو ته يو خور ور خيال وې. د ادب او صحافت په دنيا خپور وې، ستا په دنيا کې د اجمل خټک نه را واخله د ميربادشاه بخاري، او بيا تر ډېر لرې لرې پورې د ''شنو'' او ''سرو'' کیڼ اړخي او ښي لاس د هر چا خپل خپل ځای وي.
ستا په دنيا کې د نظرياتو جنګ و خو د شخصياتو اختلاف نه و، اوس چې ته راغونډ شوې نو د شها د زنې خال شوې!!
ستا د رهګزر د تنهايۍ د شها په زنه چې کوم خال ښکاري دغه خال ستا د ادبي يوسفي جلال او جمال کیسه کوي او د نوي دور زلېخه ورته حېرانه ده چې پښتونخوا هم د داسې يوسفانو ډکه ده!؟
زه ورته ستا په کیسه کې وايم!
يوازې يوسفان نه، موږ بلها فرعونان هم لرو!
يوازې فرعونان نه، موږ د فرعونانو د ښکر ماتولو توان هم لرو!
ای د نوي دور لېونۍ زلېخې!!
ستا د يوسف کیسه اوس بدله ده، ستا يوسف په ځوانۍ کې د خپل حُسن قېدي و، د پښتو راهي په سپينه ږيره د رهګزر په زندان کې د دې شعر په مصداق دی!!
عمردراز مانگ کی لائی تھی چار دن
دو آرزو میں کٹ گئی دو انتظار میں
ای د مشال راهي صیب
ته به د خپلو زامنو، لوڼو، لمسیانو، لپاره باباجان يې، په رهګزر کې ستا د رشتې دوه نومونه دي، پلار يا نيکه!
د ادب په دنيا که ته راهي يې، اوس راهي توب هم ګران شوی دی، د لارښودونکو نه پخپله لارې ورکې دي، حتٰى چې د خپلو کورونو، خېلونو، حجرو او جوماتونو لارې هم ترې ورکې دي.
ستا د پښتو مشال او نور مشالونه د پېريانو ډولۍ سره ځي، ځکه چې اوس پېريان ماما ګان زموږ ژبه وايي، او لارښودان د پېريانو نه وېرېږى.
خپله ژبه یې ورته پرېښوده!
په دا رنګ فرار کې یې د پښتو مشال پېريان وتښتوي، نو بيا تياره زموږه!؟
بيا به يو بل ''راهي'' ته انتظار وي!؟
هر رهګزر تلونکى راتلونکى لري خو هر رهګزر راهي نه لري!!
اوس خو په هر رهګزر، هره لار، هر ګُټ پېر باندې د غشو نخښې د راهي توب کار کوى، د ښار لارې کوڅې او ګُټ پېرونه خاموش دي، د غشو دا نخښې ګونګيان راهيان دي.
څوک د چا نه تپوس وکړي؟ ای د رهګزر د پښتو ''راهي''!
ما ته د خپل رهګزر اخري ګويا راهي ښکاري!
که نوي دور په دغه رهګزر څوک راهي پېدا کړ نو هغه به د نوي دور د اشارو راهي وي!
ستا مشال به ګرځوي او ورکې لارې به ګوري، خو بيا به هم پوښتنه کوي، دا لاره چېرته تلې ده!؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره رهګزر يو راهي غواړي او که نه!؟
بغېر د راهي نه به رهګزر څه مانا ورکوي!؟
خدای دې ستا رهګزر بې مانا نه کړي!
د پښتو ژبې ډېر لوی شاعر قمر راهي صاحب په حق ورسېد.
خپل رهګزر يې شاړ پرېښود.
رهګزر بې شاعره شو.
زه د روانې مياشتې دسمبر پر ۲مه نېټه په مردان کې د راهي صاحب رهګزر ته حاضر شوی وم، ُفېصل فاران او اجمير افغان راسره ؤ،، دا زما او د رهګزر د شاعر لومړی او هم وروستی ملاقات و، ډېره مينه يې راسره وکړه، په رښتيا يې دا ثابتول چې يو تجربه کار، شفيق او دانشور مشر دی.
ډېرې درنې خبرې يې راسره وکړې، رښتيا خبره دا ده چې ددې سړي په هکله ما وړاندې څه داسې سوچ نه کاوه، يو خو زما ملګري شاعرانهر څه ته د سياسي نظريې او ګوند له زاويې ګوري، ما هم راهي صاحب ته له دې زاويې کتل خو هغه ډېر دروند کار کاوه، هغه شاعري کوله. ځانته يې په ډاګه ترقي پسند وئيل. زما د يوې پوښتنې په ځواب کې يې ووئيل، دا چې په شاعري کې وطن يادوو، پښتون او پښتونخوا يادوو، په اصل کې يوه سياسي خبره کوو، شاعر بې سياسته نه شي پاته کېدی.
وئيل يې د ځوانانو شاعرانو حوصله افزايي کول پکار ده خو هغه وخت چې ټېلنټ پکې وي، په زړه پورې خبره يې دا وکړه چې حمزه صاحب د حوصله افزايۍ په کار کې د چا صلاحيت ته نه کتل، له خلکو يې ځان ورک کړ.
وئيل يې شاعري د کټمل او ملل د قافيو تړلو ته نه وايي بلکې يو ډېر لوی تخليقي صلاحيت غواړي.
"نن چې يو هلک شاعر شي، سبا يې کتاب چاپ شي."
"د يو شاعر پر کتاب مې سريزه وليکله، چې کتاب چاپ شو نو سريزه يې نه وه پکې شامله کړې بلکې يو څو د ستاينې کرښې يې ترې رااخستې وې له هغې فلېپ جوړ کړی و." دا يې د پښتو کوم مشهور شاعر ياداوه خو نوم يې راڅخه هېر دی او د يو بل ډېر مشهور شاعر پر کتاب يې هم سريزه ليکلې وه خو هغه بېخي په کتاب کې خپره کړې نه وه، ددې شاعر نوم مې هم اوس په ياد نه دی.
ډېرې خوږې خبرې يې راسره وکړې، خو ډېر وخت مو ورسره وانه خيست، اسلام آباد ته د تګ تازيله مې وه، سړی پر کټ پروت و، د خبرو انداز يې ډېر خوږ و، کله چې موږ ترې رخصت اخيست نو بهر راسره راووت.
خپل ورستنۍ خپره شوې شعري ټولګه (مشال) يې راته ډالۍ کړه، د ډالۍ کرښې چې يې کښلې نو دوه ځله يې قمر راهي لاندې ورته وليکل، بيا يې وخندل چې يادداشت مې اوس دې حد ته رارسېدلی دی.
د پښتو معری نظم او غزل ددې ستر شاعر درناوی به کله هم د هغو پښتنو له يادداشته ونه وځي څوک چې په شعر پوهېږي. يو درې شعرونه يې:
که مردان دی د بادارو
خو مردان غزل زما دی
:::
خدای خبر چا په وينو رنګ کړ پېژندی چې نه شي
موږ چې غوښتلی وه له خدايه په سوالونو موسم
:::
څنګه ووايم هغه وطن مې خپل دی
چې بارود پکې خواره وي دندوکار وي
خپله خاوره ده په خپله خاوره مړ يم
ګني دلته راهي کار وي نه روزګار وي
:::
رهګزر مې راهي ځان دی ځان مې ځان خوري
خو هجرت به ترې له ځانه انتقام وي
::::
د رهګزر دې شاعر چې هغه د اردو په اصطلاح "بهرپور زندګي" يې تېره کړې وه نور په موږ کې نشته، چرته لرې يې هجرت وکړ، په ګور يې نور شه، ياد به يې تل وي.
په درناوي
خان زمان کاکړ
Ghani Khan welcomes Qamar Rahi
Qamar Rahi,a Mardan Pukhtoonkhwa based renowned poet has been promoted to the next grade by Mother Nature who will lift for his new and final destination today ( Friday) from Pir Star Park,Pirano Dagg Mardan.
A huge number of family members, friends, literary people and his followers will see him off for his new voyage to heave.
He was survived by his very own work and will remain immortal till the end of this planet we call as world.
The great soul was blessed with the duties to disseminate the message of love and peace and re- discover the meaning of life in the true sense of the term which he did well.
Above the skies, he will be received by Ghani Khan accompanied by Hamza Baba and Qalandar Momond with the “ Starhay Mashay “ slogan that is “ Chaghay waye ajal Mullah ta aware ka na aware-----Tasha khawra na da Qamar sanga ba she khwaray.
Qamar Rahi while leaving Mardan to “Badarano” took away his Ghazal with him confronted Mardan with scarcity of delicate poetry.