(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
پښتانه او د ډيورند توافق ليك
د هیواد تاریخ پوه ښاغلی پوهاند ډاكټر محمد حسن كاكړ دا ليكنه (پښتانه او د ډيورند توافق ليك) په پيښور كې د 2003 ع کال داكتوبر په پنځلسمه نيټه د "ډيورند د كرښې " تر سر لیک لاندی سیمینار چی د پښتون قامی وحدت د ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) په نوښت او کوربه توب جوړ شوی ؤ ،اورول شویده.
پښتون د اسيا په زړه كې يو لوى ولس دى. اوس يې ټول شمير د ډيورند د كرښې په دواړو خواو كې څه كم څلويښت مليونه كيږي. پښتون يو ډير لرغونى ولس هم دى. شته والى يې په ويدي او اوستايي دورو كې تثبيت دى. بلخ، غور، كندهار، پيښور، او مستونګ يا ننۍ كويټه يې تاريخي مركزونه دي. د همدغه لرغونتوب په وجه دى په څو نومونو ياد شوى دى: پښتون، افغان او پتهان.
لومړنئ او ډير پخوانى نوم يې پښتون دى چې هيرودت د پكتيك (Packtyic) په نامه ياد كړي. په پښتنو كې همدغه نوم مروج دى. تر پښتون وروسته د افغان نوم ډير اوريدل كيږي. افغان د مهاباراته اس واكا (Asvaka)، اوس واغانه (Asva-Ghana) او د منځنۍ پاړسو ابګان (Abgan)، او اپاكان مفرس يا معرب نوم دى چې معنى يې اس سواره او د اسونو هيواد كيږي. دغه نوم په اسلامي دوره كې افغان او افغانستان شوى دى. پټان نسبتاً نوى نوم دى او هغه اول په دولسمې پيړۍ كې هغو پښتنو ته وركړل شو چې د هند د بهار ولايت په پتنه كې ميشته شوي وو.
د پښتنو او تاجكو او نورو لرغونى هيوادو اريانه و، چې په سانسكرت كې په اريا ورته (Arya vartta) او په زند كې په ارياني ويجو (Erienevecjo) ياديده. لرغونې اريانه يوه پراخه او نامشخصه سيمه وه چې بلخ يا بخدي، يا د يونانيانو بكټريايى مركز و او اوستايي دوره كې زراسپه (Zariaspa) يې واكمنه كورنۍ وه. دغه كورنۍ لكه هسې چې له نامه نه يې ښكاري په غالب احتمال پښتنه كورنۍ وه. د يونان – باختري په دوره كې اريانا د هغې سيمې نوم و چې د اباسين او كرمان يانې د هند او پارس ترمينځ پرته وه. دا سيمه په اسلامي دوره كې د افغانستان په نامه ياده شوه. په څوارلسمې پيړۍ كې افغانستان د سيفي هروي په تاريخنامه هرات كتاب كې هغو سيمو ته ويل كيده چې د اباسين او غزني ترمينځ پرتې وې او د مستونګ يا ننۍ كويټې حاكم يې تر نورو نه مهم و. په بله ژبه د سليمان د غرو شاوخوا ټولې هغه سيمې چې د ايلمن، غزني، كابل، او اباسين ترمينځ پرتې وې د افغانستان په نامه ياديدلې. خو پخپله پښتنو خپل دغه ټاټوبى د پښتونخوا او رده په نامه يادوه.
پښتانه په همدغه هيواد كې په مشخص ډول ياد شوي. د هيرودوت په تاريخ نومي كتاب كې ګنداري (Gandarii)، اپه ريتاى (Aparytae)، او سته ګيداى (Sattagayddae) راغلي چې لومړنى يې مومند، يوسف زي، يا پخواني اسپه زي، او اپه ليتاى يې اپريدي او سټه ګيداى يې خټك كيږي. د مقدوني سكندر د يرغل په وخت كې د كونړ او باجوړ خلك د اسواكا او اسپه زي په نومونو ياد شوي. هيرودوت په مشخص ډول وايي چې پكتيكان يانې پښتانه د هند په شمال كې اوسي. دوى زياتره كوچياني ژوند لاره چې اوسني كوچيان د همدغسې ژوند ښكارندوى دى. پښتنو د چنګيزيانو په يرغل سره د سليمان غرو او درو ته مخه وكړه. يوسف زيو په كابل كې اول له الوغ بيګ تيموري او وروسته له بابر سره له مقابلې وروسته كابل پريښود او په خپل اوسني ټاټوبي كې ميشته شول. داسې هم مومند او خليل په ديارلسمې يا څوارلسمې پيړۍ كې په خپل اوسني هيواد كې ميشته شول. تر هغه د مخه دوى د كلات او غزني په سيمو كې اوسيدل. په مقابل كې ابداليان يا درانيان د سليمان له غرو نه د لويديځ په لور كندهار او هرات ته لاړل او هلته يې د دولتونو بنسټ كيښود. په داسې حال كې چې په شپاړلسمې او اولسمې پيړۍ كې په ختيځ كې اول روښانيان او ورورسته لوى خوشحال خټك او ايمل خان مومند د خپلواكى په مقصد د مغلو په مقابل كې جنګيدلى وو. د خپلواكۍ په لار كې چې هغومره قرباني ميا روښان او د هغه زامنو او لمسيانو وركړې شايد بلې كورنۍ په تاريخ كې نه وي وركړي. په لويديځو پښتنو كې اول ميرويس هوتك او وروسته احمد شاه دراني وو چې پښتانه يې د خپلواكۍ هسكې ته ورسول. د احمد شاه دراني اهميت په دې كې دى چې د پښتنو په سروالۍ يې د آمو او اباسين ترمينځ هيواد كې خپلواك دولت جوړ كړ او تر هغه د باندې چې نورو سيمو لكه پنجاب، ملتان، سند، كشمير او پارسي خراسان كې يې د واك په خپرولو سره امپراطوري تاسيس كړه. ده دغه كارنامې په عمده ډول د ختيځو پښتنو په ملګرتيا تر سره كړې. په دې ډول ختيځو پښتنو د احمد شاهى دولت او احمد شاهي امپراطورۍ په جوړولو كې او په خاص ډول په هند باندې نهه ځل برياليو يرغلونو كې غټه برخه اخستې ده. د پاني پت په جګړه كې مرهټه وو په ماتولو كې د دوى برخه ټاكوونكې وه. كه مرهټه چې ځانونه يې تر اباسين پورې رسولي وو پرځاى پاتې واى د هندوستان د مسلمانو ژغورنه او په شلمې پيړۍ كې د پاكستان هسكېدنه به په شك كې واى. د ختيځو پښتنو د همدغه ټينګې ملګرتيا له امله و چې احمدشاه دوى بر درانيان ونومول او ځاى ناستى يې تيمورشاه پيښور د خپلې امپراطورۍ د ژمي مركز وګرځاوه. خو كه اتلسمه پيړۍ د پښتنو د برم پيړۍ وه نورلسمه پيړۍ د هغو د نزول پيړۍ شوه.
په دغې پيړۍ كې د اروپايې په تيره انګريزي استعمار د صنعتي انقلاب په بركت نږدې ټوله اسيا لاندې كړې وه او انګريزانو په ټول هند د پيښور په ګډون قبضه كړې وه. د منځنۍ اسيا د لاندې كولو د پاره د روسانو او انګريزانو ترمينځ د سترې لوبې سيالي روانه وه خو افغانانو د ختيځو پښتنو په ملاتړ د څلويښتو كلونو په فاصله كې په افغانستان باندې د انګريزانو دوه يرغلونه شنډ كړل. له هغه وروسته انګريزانو، په داسې حال كې چې روسانو منځنۍ اسيا نيولې ده د هندوستان د ساتلو د پاره د ډيورند توافق ليك په نامه يوه بله ستراتيجي وايستله او پر هغه باندې يې د "علمي سرحد" نوم كيښود. اوس زه د دغه توافق ليك په غټو ټكو باندې رڼا اچوم.
د دغې نوې ستراتيجۍ اصلي مقصد د هندوستان ساتنه وه په دې ډول چې كله روس د افغانستان د لارې په هندوستان باندې رادمخه كيږي دوى به كندهار، كابل او جلال اباد ته خپل پوځونه زر رسوي او د روس پرمختګ به شنډوي. د دې د پاره حتمي وه چې دوى په ختيځو پښتنو كې ستراتيجيكي ځايونه په كنترول كې ولري. دغه كنترول بيا حتمي كوله چې دوى بايد د هغو په شاوخوا قومونو باندې سياسي نفوذ خپور كړي او د افغانستان لاس له هغو نه لنډ كړي. خو د افغانستان پاچا، امير عبدالرحمن خان، د دوى پر مخ خنډ و. دوى له 1888 نه تر 1892 پورې هغه تر ډول ډول فشارونو لاندې ونيوه. سره له دې هم امير دغه كار ته نه حاضريده. دى په پاى كې هغه وخت په دې اړه خبرو ته حاضر شو چې روسانو د افغانستان په شمال ختيځ يانې په لوى پامير كې د افغانستان نظامي پوسته په نظامي يرغل سره ونيوله او افغانستان ته يې خطر پيښ كړ. امير چې په دې ډول د روسانو او انګريزانو له خوا تر فشار لاندې راغى، د هند د باندنيو چارو وزير، سر ماتمر ديورند په سروالۍ يې يو كوچنى ملكي هيئت په كابل كې ومانه او له هغه سره يې د 1893 كال د نومبر په دولسمه د ډيورند يا كابل كنونشن په نامه ليك لاسليك كړ.
د ډيورند توافق ليك د دواړو خواوو د نفوذ سيمې ټاكلي او هرې خوا تعهد كړى چې د بلې خوا د نفوذ په سيمه كې به مداخله نه كوي. له توافق ليك نه برتانوي هند حكومت يو مطلب دا و چې د ډيورند د كرښې په ختيځو سيمو كې به د امير عبدالرحمن خان د نظامي او سياسي وړاندې تګ مخه نيسي. امير تر هغه د مخه د دغو سيمو په قومونو باندې به ډول ډول نفوذ خپراوه او په هغو باندې يې د حكومت نيغ حاكميت چلاوه. د دغه مقصد د پاره د سپاه سالار غلام حيدر خان يوسف زي په سروالۍ په اسمار كې يوه لويه نظامي قوه ځاى پر ځاى شوې وه. د توافق ليك په متن كې د دواړو هيوادونو ترمينځ د ګډې پولې كلمه نشته. د دې معنى دا كيږي چې هند به له افغانستان سره ګډه پوله نه لري. د دواړو ترمينځ د فرنټيرز په نامه سرحدي سيمه يا سيمې دي چې د ډيورند په كرښې به سره بيليږي او يوه خوا به د بلې خوا د نفوذ په سيمه كې لاسوهنه نه كوي. خو د امير عبدالرحمن خان د پاره "مداخله" يوازې نظامي مداخله نه وه او په نورو ساحو كې دى د پخوا په شان ازاد و چې له دغو پښتنو قومونو سره ارتباط ولري. د دغو ټولو قومونو جرګې هم د پخوا په شان په پرلپسې ډول كابل ته تللى او له امير سره يې كتل. دا چې ډيورند په خپلو رسمې ليكنو كې او سلطان محمد د امير عبدالرحمن خان ژوند په نامه كتاب كې وايې چې امير عبدالرحمن خان د افغانستان د واكمن په حيث له دغو ټولو سيمو نه له خپلې ادعا نه تير شوى دى، سمه نه ده. دا واقعيت دى چې د سلطان محمد د كتاب ټوله دوهمه برخه يانې هغه برخه چې د سيمې، او بهرني سياست او د ډيورند د توافق ليك په اړه دى په لندن كې جعل شوى دى. د هند د وخت لوى درستيز، لارډ كيچنر، وايسراى لارډ كرزن ته همدغسې ليكلي و او ما دغه ټكي ته په خپل يو انګريزي كتاب كې كې تفصيل وركړي. نو د ډيورند د كرښې په نامه د ډاكټر عظمت حيات خان كتاب چې دغه موضوع يې په زياته اندازه د هغه پر اساس كښلې د اعتبار وړ نه دي. په خپله ډيورند هم په كال 1897 كې په يوې مركې كې ويلي و چې "... د هندوستان د خوا قومونه بايد داسې ونه ګڼل شي چې دننه د برتانيې په سيمه كې پراته دي. هغوى يوازې په تخنيكې لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي، يانې دا چې تر هغه ځايه چې په امپراطورى اړه لري، او تر هغه ځايه چې دوى زموږ نفوذ ته تسليميږي يا موږ په هغو باندې نفوذ كوو."
بله غټه خبره دا ده چې ډيورند او شاته يې د هند حكومت له دغه توافق ليك او په نهايت كې له امير سره صادق نه وو ځكه چې د دوى مقصد دا و لكه چې د مخه مې ويلي د ضرورت په وخت كې به په افغانستان كې نظامي مداخله كوي. تر هر څه مهمه دا ده چې امير عبدالرحمن خان ته د دغه توافق ليك فارسي متن لاسليك كړي او نه هم هغه نقشه امضا كړې چې ورسره مله وه، او ډيورند وروړاندې كړې وه. امير عبدالرحمن خان په انګريزي نپوهيده او چې هغه په انګريزي نه پوهيده طبيعي ده چې د توافق ليك انګريزي متن به يې لاسليك كړى نه وي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آيا دغه توافق ليك به لكه هسې چې د ډيورند وړاندې كړى د اعتبار وړ وي؟
ما چې د كابل، نوي دهلى او لندن په ارشيفي مركزونو كې د امير عبدالرحمن خان د دورې په اړه څيړنې كړي د امير په لاسليك مې د ډيورند د توافق ليك متن ليدلى نه دي. په دې اړه بله غټه موضوع دا ده چې د همدغه انګريزي توافق ليك متن ځينې برخې د تطبيق په ډګر كې د امير د پاره قبولې نه وې، او انګريزانو هم د هغه اعتراضونه ومنل. د پخواني كافرستان د باشګل دره د توافق ليك په متن كې د انګريزانو د نفوذ په ساحه كې ښودل شوې ده، خو په كال 1896 كې چې د ډيورند كرښه هلته په نښه كيدله امير په دې ټينګ شو چې باشګل د افغانستان برخه ده. د هندوستان وايسراى، لارډ الګين د امير اعتراض ومانه او د باشګل موضوع يې "د خواشينۍ وړ تيروتنه" وبلله. بله موضوع د مومندو وه چې د ډيورند د كرښې د نښه كولو په وخت كې امير په هغې باندې هم تېنګ ودريد او ويې ويل چې ټول مومند د افغانستان برخه ده. د مومندو سيمه په نښه نه شوه او امير بيا هلته د سرك جوړولو امر وركړ. په دغه سرك باندې كار هم شروع شو خو د امير له مرګ نه وروسته د سرك جوړولو كار په ټپه ودريد. داسې هم د تورخم برخه د امير د اعتراض په وجه په نښه نه شوه. بله غټه موضوع په ساحه كې د توافق ليك او د هغه د نقشې له مخې د كرښې په نښه كول دي. چې د توقع پر خلاف اوږده شوه او درې كاله يې ونيول. د جغرافيايي او ټوپوګرافي له مشكل نه غير دغې كرښې لوى قومونه او حتى كلي سره بيلول لكه تر كلاني، وزير، شينواري، نورزي، اڅكزي، بړيڅ او بلوڅ. دا هغه قومونه دي چې سره ګډه ژبه، ګډ دين، ګډ تاريخ، ګډ كلتور او سره ورته نړۍ ليد او داسې هم يو راز اقتصادي، زراعتي او اجتماعي طرز لري. دوى سره نه بيليږي او نه هم د پرديو واكمني مني. نو دا عجيبه نه وه چې د ډيورند د كرښې له په نښه كولو نه وروسته چې دوئ پوه شول چې د انګريزانو د نفوس په ساحه كې راغلي د ملا نجم الدين "ملا فقير" او ملا مانكي او نورو قومي مشرانو په سروالۍ په كال 1897 كې په يوه لوي پاڅون لاس پورې كړ، او ځانونه يې تر شبقدر پورې ورسول خو انګريزانو د هغوى په برابر كې له اويا زريز منظم پوځ نه كار واخيست چې په هغو كې ځوان ونستن چرچل هم و. سره له دې هم انګريزانو له هندوستان نه تر وتلو پورې پر هغو باندې هغسې نفوذ خپرولي ونه شو. چې دوى غوښتل. پروفيسر اكبر احمد چې د هغه ځاى سياسي انتروپولوجست او د خپلو پښتنو متخصص دى وايى چې "د نړيوال توافق هغه ښه هيله چې د ډيورند په توافق ليك كې ښودل شوې د ډيورند د كرښې په دواړو خواوو كې يې بس كله كله مراعات شوي خو په پر له پسې ډول ترينه سر غړول شوي دي." پر هغه برسيره دى ليكي چې له كال 1920 نه تر 1938 پورې د اتلسو كلونو په بهير كې دغو قومونو اتلس ځله حتى پخپله په هندوستان باندې هم بريدونه كړي دي.
چې دغو پښتنو په انګريزانو باندې بريدونه كړي شايد د نړۍ په بل ځاى كې نورو قومونو پر هغو باندې هغومره بريدونه نه وي كړي. د عجب خان اپريدي حيرتناكه قصه تر اوسه هم په دغو خلكو كې انګازې كوي. د دغو ټولو لانجو او داسې هم تر هغه وروسته كشالو اصلي سرچينه دا ده چې ختيځ پښتانه يا د احمد شاه دراني بر درانيان د پرديو واكمنۍ ته غاړه نه ږدي.
Pakhtana au de Derand tawafuq lik
By: Dr. Mohammad Hasan Kakar
-
بېرته شاته |