د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند...
[03.Feb.2014 - 07:55]د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند راتلونکو ټولټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمد زي نه خپل ملاتړ اعلان کړ
د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند عالي شورا پرون (د سلواغې په ۱۱ مه) په ننګرهارکې غونډه دایره کړه او د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو ټولټاکنو کې یې د ډاکټر اشرف غني نه خپل حمایت اعلان کړ . د دې نه وړاندې د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند یو لوړ پوړي پلاوي د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ ولسمشریزو ټولټاکنو ته نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي سره د روان لمریز کال د مرغومې په ۱۹ مه لیدنه کړې وه . دغه پلاوي کې د ګوند د عالي شورا د غړو برسیره د ګوند د بیلا بیلو ولسوالیو نمایندګانو هم ګډون درلود .
د افغان ملت ملي مترقي ګوندپلاوي ډاکټر اشرف غني سره د راتلونکو ټولټاکنو په اهمیت خبرې وکړې او دا ټاکنې یې د هیواد د راتلونکي لپاره سرنوشت سازې وبللې . د ګوند پلاوي د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي تر رهبرۍ لاندې په موفقانه توګه د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د بهیر بشپړ کیدل لویه بریا وبلله چې د ملي حاکمیت په لور بنسټیز ګام وو او راتلونکو ټولټاکنو ته یې زمینه مساعده کړه . ښاغلي انجینیر اجمل شمس ووئیل د هیواد راتلونکي کلونه د تیرې لسیزې نه ډیر توپیر لري او افغانان باید داسې قیادت رامنځ ته کړي چې هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور بوځي .
ډاکټر اشرف غني احمد زي د ګوند د پلاوي تود هرکلی وکړ او د هیواد لپاره یې د افغان ملت مترقي ګوند پرله پسې قربانيانې وستایلې . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي زیاته کړه چې دی د قدرت لپاره نه بلکه د خدمت لپاره دریدلی دی . د بریا په صورت کې یې د خپل هراړخیز پروګرام اساسي ټکي په مفصل ډول تشریح کړل . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي وویل چې په هیواد کې سوله او ثبات راوستل د ده په اولیت کې قرار لري .
د یادونې وړ ده چې د ډاکټر اشر غني احمد زي ملي اجنډا د افغان ملت مترقي ګوند د کړنلارې سره سمون خوري او ګوند باور لرې چې دی تر ټولو غوره کاندید دی او د بریا اشرف غنيپه صورت کې به هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور رهبري کړي .
Afghan Millat Central Office, Postal Address: PO BOX 5595, Kabul, Afghanistan
Tel: +93 (0) 795-959-493 E-mail: [email protected] Website: www.afghanmillat.org