(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونولۍحقوقي نورمونودپښتون ولس اودافغان

 
لیکوال  : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
لومړۍ برخه
 
دپښتونولۍحقوقي نورمونودپښتون ولس اودافغان ملي دولتونو ایډیالوجیک بنسټ ایښودلي
 
سریزه :
دافغان حکومت په کورنۍاو بهرنۍ سیاست کې، په عدلي اوقضایي اورګانونو کې،په مشرانوجرګه ،ولسي جرګه کې او داطلاعاتواو کولتورپه وزارت کې پردي ارزښتونه زموږ خپل منل شوي لرغوني افغاني ملي ارزښتونه  لکه د افغان ملي هویت ،افغانیت اوان داسلامیت  ارزښتونه پردي ګرځیدلي دي . حکومت کې د نننه او بهر افغان ضد پرديپالې ډلې په افغاني اسلامي دودیزه ټولنه کې د خپلوشومو موخوترلاسه کولولپاره، د تبعیض اوتعصب خپراوي  لپاره ټلویزیونونه او ډلیزه رسنۍ فعالي کړي دي .                                                                       نن ټول روڼ اندي ،هیوادپال  پښتانه افغانان ویني،چې دپښتنوپه ملي اسلامي ارزښتونو،نورمونواوکلتوري هویت  باندې د پردي پالوناپوهه،متعصبو عناصرولخوا په ډیرونازکو،خونړیوجګړیزوحالاتوکې نوي ناځوانه پلید بریدونه تر سره کیږي . افغانان پښتانه مجبور دي، ددغي متعصبي  ډلو مخه چې په هره بیه وي، په جدي توګه په ګده ونیول شي . پښتانه دخپل ملي هویت اولرغوني هیواد دارزښتنو دوست او دښمن اوس ډیر ښه پیژني . نور په خپل لستوني کې دمکار ډارن پرديپاله دښمن چلونوته بي تفاوته پاتيکیدل ستره ولسي تیروتنه اوګناه ده .
دپښتنومرکې، جرګې دپښتونولۍ له اصولوڅخه  دي، چې دتفاهم ،خبرواترو،د زغم او زغملوسترکولتور دی .
پښتونولي د پښتونو دولسي منځلاریتوب ،عدم تشدد،دسولیز ولسواکه ګډژوند،د حیا، پردې ،عزت ،د ورورګلوۍ،پرته له هرډول تبعیض اوتعصب  لاره ده . دپښتونولۍداصولو له مخې  هرڅوک دا حق لري،په
 ټولنه کې دمنل شویوملي اسلامي ارزښتونوته  په درناوې  سره په عزت ،حیا او پرده کې سولیز ګډژوندوکړي . په لوی افغانستان کې پښتنوته داسلام دین او پښتونولي اجازه نه ورکوي،چې د نور لږکیو وروڼو قومونو څخه  ځان  برتر یا پورته نه وګني او نه يي ګڼلي دی . پښتانه خپل حق او دبل حق هم پیژني .                                     افغانستان کې پښتانه نه یواځي ډیره کې دي، بلکې دوی دافغانستان  د محاصرودولتونو بنسټ دجرګوله لارې ایښودلي دی .له همدې امله په  ټولنه او دولت کې د دوی حقوق د نورو لږکیو په پرتله  دنړیوالودولتي قوانیو پربنسټ قانونآډیر دي . پښتانه د افغان ملي دولتونو دولتي ولس،دولت جوړونکي ولس،دولت وړونکي ولس په څیر پیژندل  شوي دي .دپښتونولي اصلي منځ زړي اوبنسټیز فلسفي فکر هر ریښتنې افغان پښتون ته دا ورزده کړي ،چې ته ،ستا کورنۍ،ستاقبیله ،ستاسیمه،ستا ولس ،ستاهیواداوستا دپښتني افغاني ملي هویت ارزښتونه تل له ګواښونوسره مخامخ دي .داستا دننګ او غیرت ایماني دنده ده، چې دبهرني دښمن په وړاندې دفاع اوساتنه وکړي .
   
 دپښتونولۍ ټرمینالوجیک اصول                  
دپښتونولۍ ټرمینالوجیک اصول انسان ته ریښتینوالي،خیرښېګڼه، د ارادې ځواکمنتوب،نه ماتیدونکې،نه تسلمیدونکې افغاني لوړهویت،افغاني غیرت،ملي احساس،لوړ کرکټر،صبر،زغم اوعالي کلک هوډ همت ور زده کوي . پښتونولي یا دپښتنوقبیلوي تعاملاتي قانون په لوی  افغانستان کې او په نړیواله کچه دپښتني ټولنې ، دټولنیز پرستیژ،د ټولنیزاخلاقي عادتونو،دکړو وړو نورمونه او دانساني فلسفي دلرغونو ارزښتمندو ارزښتونو یوه منلي شوي  حقوقي ټولګه  پیژندل شوي ده .
افغانانوله پېړو پېړو راهیسې  په دولتي  چوکاټ کې او یا ددولتي اورګانونوڅخه پرته، په خپل منظم  خپلواکه سیسټم ،قبایلي دودیزه  نظام کې له خپلوملي نورمونو اوارزښتونوسره ګډ ژوندکړي دی . پښتونولي دپښتنو  افغانانوپه ستر هیواد کې دسولیز عدالتي ګډ ژوند لپاره هرپښتون ته یومنلي شوي لرغوني ستر کاڼسپټ Konzept دی . دغه کاڼسپټ یوشمیر منلي شوي منطقي حقوقي نرخونه، فلسفي  پاخه بنسټونه او څپرکي لري . پښتونولي یا افغانیت د پښتني ټولنې قبایلي لرغوني ایډیالوجۍ ده . پښتونواله یا پښتونولي پښتنوته له پلرونواونیکونو،له یونسل څخه بل ته،په شفري، شفاهي اوشعري  تحریري  ډول په میراث پاتی شوي ده . پښتونولي دبشریت په تاریخ کې،دپښتنود تاریخ په اوږدوکې د پښتون ولس  یو زوړ، لرغوني ،تصوفي، معنوي، روحاني ټولنیزګډ هویت  دی . پښتونولي د پښتني ټولنې او دپښتون ولس یو نړیوال انځوردی .  پښتونولي په مستقیم ډول  دپښتنو له سترکورڅخه، دقبایلو، قبیلې، دافغان سترملت ،دافغانانوملي دولتونو،د افغان ملي هویت ، دپښتون ولس له ارزښتونوڅخه په خپل پلارني هیوادکې روحآ، جسمآ اوعملآ  دفاع کوي . پښتونولي دافغانانو له سولیز ژوندانه اوخپلواکۍ څخه  د بي شرمه ،بي ننګه ،بي نامه ،بي نشانه ، بي حیا،بي عزت،بي وطنه، سپین سترګي یرغلګر دښمن په وړاندې  په خوندي توګه ساتنه او دفاع کوي . پښتونولي دپښتنوخپلواکه ،عزتمن ، غیرتمن ،سوله مل اومتمدن ژوند ارزښتناکه ارزښتونو په خوندي  ساتلو کې،د ټولنې په امن اونظم او دسمون په لاره کې یو ایډیالي رول لوبوي  .                                                                                                                                                                                                                       پښتونولي دپښتني ټولنې په کولتوري اوملي هویت پیژندکې یوستر بر لاسي ځواکمن ځواک  پاتي شوي دی . دپښتونولۍ ځواک  اواغیزې تراوسه  دپښتنو په  زاړه پاله ،محافظه کاره  ټولنه کې دحقوقي امن اونظم موازینه ساتلي ده .دجرګواو مرکو تاریخ ته په کتو سره پښتونولي دپښتون ولس لپاره یو دفاعي سیسټم دی . دپښتونولي دودیزه قانون اوارزښتونه له امونه تر اباسینه د ټولو پښتونو افغانانو ګډ ملي خصوصیات دي . دپښتونولي سیسټم دپښتون  افغان ولس په ژوندانه کې سره د خپلو ټولوکورنۍ او بهرنۍ ستونزو،جګړیزو خونړیوکړکېچونو،دخپلو ټولنیزو خیرښیګڼې چارو سره  داسلام  له مبین دین څخه مخکې او راورسته د ژوند او فکر دلارې مل دی . دپښتونولۍ دپوهې اصلي ماناپه دې کې ده، چې دغه انساني پوهه  دانسانانو پر کولکټیفي سالمه ګډه پوهنه باندې راڅرخیږي . پښتونولي له پیړیو پیړیو راهیسې پښتنوته په  پښتنه ټولنه  کې د ټولنیز امن اونظم ، ټولنیزعدالت،عدم تشدد،دسولیز ګډژوند په لورهدایت اولارښوونه کوي . د څو پیړیو راهیسې دپښتونولي دغه انساني  دودیزه قانون د اسلام له مبارک دین څخه پرته بل هېڅ مذهب او دین ته سرنه دی ټیټ کړي . پښتي،پښتونولي،افغانیت په نړۍ کې دستر پښتون ولس د خودمختاري ،خپلواکۍ ، پرستیژ ،حیثت ، وقار، شان شوکت ، ولسي شتون ،ولسي یووالي ، وجود اوبقا له پاره یوه  ګرانټي ده .    
پښتونولي دپښتون افغان  ولس دملي یووالي اوملي دولتونو ایډیالوجیک  بنسټ ایښودلي دی . پښتونولي په پښتنوکې د « موږ احساس   » یا په پښتنوکې دپښتونتوب  ملي ولسي احساس پیاوړي کوي  .پښتونولي نه دین، نه مذهب ، نه کومه نوي سیاسي  پردي ایډیالوجې ده او نه کوم نشنلیستي توپیر چلنده غورځنګ دی .
دلویدیځ  دښکیلاک اودزبرځواکې امپریالستي نړۍ پوهان او څیړونکې هم په دې پوهیږي ،چې افغانستان ولي دیرغلګرو زبرځواکو،سترواکیوستره هدیره ګرځیدلي دی، دوی په دې پوهیدلي دي ،چې په افغانستان کې  ددوی دماتي اصلۍ لامل یا عنصردپښتنو دپښتونولي اصول  دي . پښتونولي دپښتنو د خپلواکۍ مقاومت،د خپلواکۍ احساس،دپښتنوننګ ،غیرت ، د پښتنوتوريالیتوب  او د پښتنودایمان  ځواک نوره هم ځواکمن کړي دی . پښتانه تر نورو ډیر په خپله خپلواکي،خپله خاوره ،پرخپل سپیڅلی دین او مذهب باندې ننګ او غیرت کوي . دلویدیځ یرغلګر و پردي پوځونو دافغان ولس دخپلواکۍ مقاومت  ځکه مات نشو کړۍ، چې پښتنوافغانانو په خپل مقاومت اودخپلواکۍ په جګړه کې تل دپښتونولي د توري له شرنګ ، غیرت اود اسلام د مبارک دین له سپیڅلي صفاتو او ارزښتونه  څخه کار اخیستي دی .
په نړۍ کې هیچ یوه داسي انساني مدني ټولنه او ایډیالوجیک سیاسي ټولنیز سیسټم نشته،چې هرڅه په کې پرفیکټ وي . پښتونولي د لرغونوزمانوڅخه د سوکاله،خوشحاله ټولنې لپاره دباوجدانه با ضمیره انسانانو یوګډ فکر دی ، په ډیر خواشینۍ سره دا فکر او دودیزه قانون  لا تراوسه نه دی لیکل  شوي . له شکه پرته دپښتنو دغه لرغوني قانون داسلام د مبین دین او شریعي قوانینو په رڼا کې سمون او ودې ته اړتیا لري . دبیلګې په ډول پښتونولي یونارینه پال قانون دی . په خواشینۍسره ښځه په پښتنه ټولنه کې لکه د دریمي نړۍ په ورسته پاتي هیوادو او ټولنو کې دوهم ځای لري . په افغاني ټولنه کې پوهې لوستي ښځې ورو ورو خپل حقوق د اسلامي شریعت او دپوهې له لارې ترلاسه کوي .د څولسیزو راهیسې تجربه لرونکې مشرانې، سپین سري  ښځې دکلي،کورنیو شخړو په مرکو او لویوجرګو کې هم برخه اخلي . پښتني ټولنه کې ښځې دپوهي ترلاسه کولو سره  ورو ورو خپل خدای ورکړل شوي حقوق اوحقونوته لاره خلاصوي .
 افغاني ټولنه  دنړۍ یوه لرغوني دودیزه ستره ټولنه ده .افغانان  لا تراوسه د ملت جوړوني او دولت جوړوني په بهیر کې لاس اوګریوان دي . زموږ په افغاني ټولنه کې کوم نورمونه ،ارزښتونه  چې پردي ګرځیدلي،هغه زموږ خپل لرغوني  ملي اسلامي ارزښتونه دي .
دپښتونولي قانون داسلامي شریعت قوانیونواو نورومدني قوانینو پربنیادلیکولواو سمون  ته اړتیار لري .    دافغانستان  ورستی دولتونه  یو په بل پسې ځکه له سقوط سره مخامخ شول،چې دوی په خپل دولتي چوکاټ اودخپلوقوانینوپه جوړښت کې دافغانیت او اسلامیت ارزښتونه،نورمونه دخلکو په خوښه  په سمه ټوګه مشخص اوتنظیم  نه کړو.
زما په اند په ورستیوسلوکالونوکې دافغانستان  دنه پرمختګ او ورسته پاتیوالي اصلي  لامل په دې کې نغښتي دی، د لویي لوبي دسیالۍله پیل څخه  له یوې خوا انګریزانواو روسانو پښتانه  تر سختو پوځي بریدونولاندې راوستو اوپه انزوا کې وساتل شول  اوله بلي خوا کله  چې افغانان  دپښتونولي دلرغوني احساس له مخي د انګریزانو او روسانو دپوځي استعماري  ګواښونو په وړاندې تر خپل ځان یو فولادي دیوال را تاو کړو. پښتنو خپله دودیزه قبیلوي ټولنه  دنړۍ له موازي  پرمختګ څخه نوره هم په شا یا ورسته پاتي کړه،ورسره پښتانه  په مادي او معنوي توګه بي وزلي شول او د خپل دودیزه ساده  ژوند په فورم کې ورسته پاتيکیدل  یي خوښ شول،ترهغه چې دانګریزانواو روسانو نړیوال استعمار لاندې د مرییتوب  یا غلامي مادي ښه ژوندغوره کړي .  
د افغانیت یا پښتونولي په اړه دنړۍ  په ډیرو ژبواوبهرنیوادبیاتوکې لکه الماني،انګلیسي، فرانسوي،هالنډي ،روسي،ایټالوي، هسپانوي ،سویدني،چکي،جاپاني اودنړۍ په  نورو ژبوکې، پوهنتوني او اکاډمیکې ژورې څیړونې دحقوقپوهنې،سیاستپوهنې،توکمپوهنې او ټولنپوهنې  په رڼا کې تر سره شوي دي . همداراز د پښتونولي په اړه د نړۍ په ډیرو پوهنتونونو او پوهنځیوکې  دسیاستپوهنې،حقوقپوهنې،توکمپوهنې او ټولنپوهنې په برخه کې د دوکټور،ماسټري په کچه  پوهنتوني علمي ډیرې په زړه پوري  په اعلي درجه بریالي اکاډمیکې څیړنې ترسره شوي دي . همداسي د پښتونولي په اړه  ډیروڅیړونکو،ډیپلوماتانو، توکمپوهانو ټولنپوهانواوحقوقپوهانو د پښتنو دقبایلي لرغوني قانون او ارزښتونو په اړه هراړخیز کتابونه ،تیزسسوونه ، سیمینارونه ،سیاسي ، ادبي لیکنې اومقالې لیکلي دي .
دپښتونولي دارزښتنو، نورمونواو ځواک په اړه دالیکنه  څوبرخي لري،چې د نړیوالوپوهنتونې اکاډمیکو لیکنو،څیړنواوکتابونوپربنسټ  کومي چې ما تر خپل وسه په الماني  ژبه کې لوستي دي،دبیلګو او اخیځلیکونو سره ترتیب  اولیکلي شوي ده . دپښتونولي دقانون  دڅیړونو او پيژندګلوي لپاره نړیوال څیړونکي  په خپله  افغانستان ته د پښتنو سیموته تللي دي اوهلته يي په خپله پښتانه  له نږدې  څخه د پښتونولي دکړو وړو،عرفونواوعادتونو سره لیدلي دي،له دوی سره یي دپښتونولي په اړه  خبرې اترې ، پیژنګلوي ،څیړنې اوتجربي تر سره کړي دي . دوی  په سیمه کې د پښتنو له سپین ګیرو،مشرانو او پوهانوسره خپله پوهه شریکه کړي ،د لویدیځ ټول مخورونامتو ښاغلي څیړونکې دپښتنو افغانانودپښتونولي یا فلسفي حقوقي فکر څخه لږ یا ډیر یو ډول انځور او پوهنه  اخیستي ده .
دپښتونولي تعریف  او مفهوم په اړه ټول لویدیځوال  نامتو پوهان ،څیړونکې اولیکوالان  په یوه خوله دي،چې پښتونولي د حقوقو،اخلاقو،مورال یا دښې کړنې کوډ یا شیفر،حقوقي تعاملات، دښه خوی اوعادت ، کولتوري اړیکې، دژوندانه  معقول دودیزه تصورونه ونورمونه او جوړښتونه په خپل غېږي کې ټینګ نیولي دي . دوی دا هم وایي،چې دپښتنودکړو وړه  اود عزت  کوډکس وده او پرمختګ ټولنیزه سیاسي ښکارنده نه یواځي داسلام  په مبین دین کې خپلي ریښې  لري ،بلکې دابراهیم ( ع )  تر دین پوري خپلي ریښې لري .  
پوښتنه دا ده،چې څنګه دپښتونولي سیمه ایزه جرګې دپښتنوپه  لرغوني  ټولنه کې د دولتي حاکمیت په شتون کې او یا دولتي سیاسي ادارو پرته او یا دولتي عدلي،قضایي ځواک ته دخلکو نه لاسرسي له امله ، خلک بیاهم سیمیزو جرګوته ورځي او د دوی په حقوقي،جزایي اجراعاتو،خپلمنځي شخړواو داعوا په حلولوکې د جرګو د پریکړومیکانیزم پلي کیږي . په لیکنه کې دپښتني ټولنې دیوې سیمه ایزه جرګې د دعوابهیراو ډول دبیلګې په توګه  وړاندې کیږي .
په دغه لیکنه کې دپښتونولي له ادبیاتوڅخه دمهموترمینالوجیکو مصطلعات تشرح له څولنډو بیلګو سره ، دپښتونولي لویه جرګې،د ملي جرګو او مرکو لنډ تاریخ او په ورستي برخه کې دپښتونولي په اړه دیوایټالوي توکمپوه څیړنه په  نامه  د( زوړ قانون په ځوان دولت کې  )  ژباړل شوي .هیله ده چې دا دملي ارزښتنوموضوع دخپل مهموالي له امله  خپلو ارزښتمندو مینوالو ته په زړه پوري وګرځي .
 
دافغانیت یاپښتونولي Etymologie
ایټمونولوجۍ په نوی ژبپوهنه کې دتوري پیدایښت او تشریح ته ویل کیږي  .
داسي مالومیږي، چې تر اوسه د پښتي ،پښتونولي د نورمونوو ارزښتونودبنسټ  ایښودلو اودودیزه قانون دپيل نیټه او ځای سم  مالوم نه دی . موږ پوهیېږو،چې دپښتنوټولنه دنړي له زړو ټولنو څخه یوه ستره ټولنه ده . افغانان په سیمه  کې پنځه زره کلن لرغوني تاریخي ثبوت لري . پښتي ،پښتو،دپښتون نوم  او پښتونولي  دلویي پکتیا په تاریخ کې خپلي لومړني ریښې لري . له پخوا څخه د پښتونولي په اړه ډیر لږ لیکلي شوي اسنادشتون لري . ډیر پښتانه په دې اند دي، چې دا قانون او حقوقي نورمونه ځکه نه دي لیکل شوي ،چې پښتي، پښتونولي د پښتنوپه زړونو،په فکرونو،په  وینه  او په جین کې شتون لري .
پر همدې بنسټ کولي شو ووایو، چې پښتونولي له پنځه زره کلنو څخه  تر نننه د پښتنود ټولنیزو،حقوقي ، سیاسي او ملي دولتي چارو،د راکړې ورکړي  او کړو وړو بنسټ جوړوي .
پښتونولي یا افغانیت  په لوی افغانستان  کې دننه او بهر یا په ګرده نړۍ کې ددرست پښتون افغان ولس  دسړیتوب یا دشخصیت  یوایډیالي انځور په څیر پیژندل کیږي . دا دافغانانو منل شوي اصیل لرغوني اصول دي . افغانستان کې پښتانه په خپله  پښتونولي ته  د » افغانیت»  توري استمالوي او کله هم  په ځینو سیموکې ورته پښتي اوپښتونواله هم ویل کیږي .
په ۱۹۳۶ کال کې دافغانستان دملي ژبې پښتو په ریفورم کې افغانیت یا پښتونولي » پښتون افغان اوسیدل » په بله وینا پښتونتوب ته ویل کیږي اوپه دري ژبه کې افغانیت »افغان بودن » ته  ویل شوي دي . دافغانستان داساسي قانون  په تاریخ  کې دافغان  نوم د افغانستان  هر وګړي اوهراوسیدونکي ته ویل کیږي . دامنلي شوي تاریخي خبره ده ،چې څوک دافغانستان وي ،هغه افغان دی .
په ۱۹۳۹ کال کې سترپښتون ،ستر افغانپوه، په ملګرو ملتو کې سترافغان  ډیپلومات  پوهاند مرحوم عبدرالرحمن پژواک  له خوا د پښتنوقانون پښتونولي رسمآ د کابل په سالنامه کې د افغانیت په نامه  درج او ولیکل شو.
 
پښتون،پښتواوپښتونولي    
پښتانه په افغانستان کې، دافغانستان لپاره ،په سیمه او نړۍ کې خپل یو ځانګړي  ستراتیجکۍ ځای لري . ورسره  دپښتنو ټولنه د نړۍ یوه ستره لرغوني ټولنه پیژندل شوي ده . پښتونولي یا افغانیت دافغانانو دتاریخ  په اوږدو کې  دملي حاکمیت،دملي احساس،ملي  هویت  او ټولنیز ژوندانه  په برخه کې یوه ستره برخلیک ټاکونکي ونډه درلودلي ده . پښتونولي د پښتونو افغانانو  په فکرونواو زړونو کې  د لرغونو زمانو څخه  دیوي  پټي خزاني  په څیر ساتل شوي  ده . پښتونولي د پښتنو پیژندګلوي ده . پښتوله یوو لوري دپښتنوژبه ده، له بل لورې  پښتو د پښتون ولس دقبیلوي کړو وړو کوډکس اود نرخونوقانون ته ویل کیږي .
لوی افغانستان  په نړۍ کې داټکل پنڅوس میلیونو پښتنو افغانانوګډ پلارني لرغوني ګران هیواد دی . دوی لږ یا ډیر د پښتونولي دقانون تر سیوري لاندې ژوندکوي . په ۱۸۹۳ کال دانګریز نړیوال کولونیالیستي سیاست له خوا د پښتون پرلوی کور د کاغذ پرمخ د ډیورنډ توره کرښه ویستل شوه .له همدې امله  نن د نړۍ په ډیرو برخوکې له څه باندې یوې پیړۍ څخه پښتانه په استرالیا،افریقا او سویلي امریکا کې ژوند کوي . د ورستیو څلویښت کلني جګړو په بهیر کې څومیلیونه پښتانه افغانان په اروپا امریکا، استرالیا، افریقا  او اسیا کې د ګډوالي ژوندشپې ورځې تیروي . پښتانه په لوی افغانستان  او په خپلو کې ځانونه  د افغان یا پټان  دنوموڅخه مخکې دپښتون یا پختون  په نامه یاده وي . پښتون دخپل هیواد څخه  بهر دی بیا په ویاړ سره دافغان په نوم ځان درپیژني . دنړۍ نورولسونه هم لکه پښتانه  همداسي  په څومترادفونومونه یادیږي .                                                                                                                                                          دبیلګې په ډول المانان ،دوی ځانونه په  المان اوپه خپلو کې د (  دویچ _ Deutsch)  په نامه یاده وي، دوی خپله ژبه دالماني په نامه نه بلکې د( دویچ ) په نامه یاده وي . دالمان  هیوادڅخه  بهر بیا دوی  ځانونه د جرمن  په نامه درپیژني . د المان او دنړۍ په ټول  هیوادو کې لږکې توکمونه په اساسي قانون کې د لیکل شوي ملي هویت نوم پرته له کومو ناندریومني .    
 
پښتون او پښتونولي
اصیل پښتون اوسیدلوته دا کفایت نه کوي چې یوسړی  دمور او پلار څخه پښتون زیږیدلي وي . په بله وینا  یا دی  دپښتنو سره د وینی شریکي اړیکې  ولري . پښتون  مجبور دی، چې د پښتونولي ارزښتونه او نورمونه په خپله پر خپل ځان  باندې تطبیق  او پلي کړي .
 پښتون په پښتنه ټولنه کې وجدانآن ځان مکلف بولي ،چې د پښتونولي ټول منلي شوي اصول په خپل ځان کې پلي کړي  . پښتي،پښتونواله او پښتونولي دخپل ډینامیک ځواک Dynamik او انحطاف پذیري  یا Flexibelität  ځواک درلودلوله امله ،دخپل مډرن او لرغوني  پرنسیبونه  له امله دیو ریښتني عزتمن ،میړني  پښتون څخه غواړي ، دی باید لومړۍ دخپل ځان حیثیت ،عزت  اوشرافت ته درناوې ولري .دی بایدخپله خپلواکۍ ولري اودخپل کور، دخپلي  سیمې اودخپلي خاورې واک  په خپل لاس کې ولري، دی بایدعدالت،میلمه پالنه،مینه ،بښنه ، بدل،زغم ، رحم  د ټول بشریت  په وړانډې پرته له تبعیض څخه ولري . په ځانګړې ډول د پردې اود خپل میلمه څخه میلمه  پالنه په سراو زړه کې ولري . ټول دغه انساني ارزښتونه اود انساني ژوند قاعدې  مرسته کوي،تر څو په  پښتنه  ټولنه کې ټولنیزعدالت ،اخلاقي ارزښتونه ، مورال ، امن،نظم ، دسولې،ثبات او سوکالۍ موازینه برابره وساتل شي .                                                                                                                        
دپښتونولي اصول په ډیر قوت سره دپښتون  افغان ولس  په ملي هویت ، انفرادي کرکتر او کړو وړو باندې  راولاړل شوي دي  .دبیلګې په ډول دپښتونولي په حکم او قانون کې سړی له خپل سره څخه هم تیریږي او دا نه مني، چې له پښتي یا پښتونولي څخه ویستل شي . پښتنه ټولنه یوه هویتي دودیزه قبیلوي رنګه ټولنه ده ،په پښتنو کې هر څه نشنلیستي نه دي . د پښتونولي په قانون  کې  اصلا  دلویدیځوالو سیاستونو په څیر نشنلیستي  رنګ او خوند نه نشته  .
دپښتونولي نورمونه په ټولنه کې دیو شمیر اخلاقي، مورالي او دژوندانه د خیرښېګوڼې کړنلار ې او قاعدې سره راغوڼدوي . پښتونولي دپښتنو یونالیکل شوي لرغوني قبایلي نورمونه، دعزت کوډکس او یو ټولګتي ټولنیزانساني قانون دی .
پښتونولي په پښتني ټولنې کې په حقوقي ،سیاسي،اقتصادي او کولتوري برخو کې د هر اړخیزسمون  اوریفورم  راوستلو ته  لارې خلاصوي . په ملي او نړیواله کچه دپښتني ټولنې د دعزت  کوډکس ،نورمونه، ارزښتونه ، دوددستور،قومي نرخونه  او په ټولنه کې ښې چارې، کړه وړه د یوقبایلي قانون په څیر پیژندل شوي دي . پښتني ټولنه  کې د پښتونولي  قانون اصلي  فلسفه  او داصولواصلي ستنې  افغاني  ټولنه کې عدالت ، سولې او امن  ساتل  اود پښتني ټولنې  پایښت لپاره  لاره هواره ول  دي . پښتونولي له پښتون  سره د تولنې ټول غړي دعزت کوډکس له لارې دخپلوي په  ټارسره تړي .
د پښتونوالي  په اړه  د نړۍ په تاریخي کتابونو کې اود نړیوالي مدني ټولني هر توکمپوه ،ټولنپو ه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتونو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده  .دوی هم اقرار کوي چې پښتني ټولنه  له پخوا څخه کومه ابتدایې،اسانه ټولنه نه وو.
 دهریوافغان  اودهري  یوې پښتنۍخور  شخصي ایماني وجداني  مسئولیت اودنده ده ،چې  وپلتي ،وڅیړي ، ومومي  رابرسیره کړي او بیاهم رابرسیره کړي،چې  د پښتونولي انساني،افغاني، اسلامي ګډو ارزښتونو، ارزښت،  شته والي او مانا  په څه کې نغښتي  ده .  مه پرینږدۍ چې دپښتني ټولنې دپایښت لپاره زموږ دپلارنو، نیکو ښکلي فکرونه د جنګ ،جګړو په اور کې خاورې ایرې نشي .
 
اسلام او پښتونولي
دافغانستان په اساسي قانون کې لیکلي شوي دي ،چې دافغانستان دین داسلام سپیڅلی دین اسلام دی . افغانستان بي له شکه یواسلامي هیواد دی او یوه  افغاني اسلامي دودیزه ټولنه ده . په افغانستان کې هېڅ قانون نشي کولاي چې داسلام دسپیڅلي دین دمتعقداتو او احکامو مخالف وي . په افغانستان کې  داسلام سپیڅلۍ دین الهي  احکام او ارزښتونه  له افغانې زاړ و ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، نورمونو او نرخونو سره  ګډ شوي دی . له دې امله پښتونولي یا افغانیت له اسلامیت  سره په ټکر کې نه شي کیدې . اسلام په افغانستان کې  لکه د نړۍ نور اسلامي هیوادونو په شان  خپل افغاني روحیه  او رنګ  لري .
افغانستان کې داسلام سپیڅلي دین خپل افغاني رنګ اوخوند لري . همداسي اسلام په پنجاب کې پنجابي،په ایران کې ایراني ،په تاجکستان کې تاجکې،په ترکیه کې ترکي،په مالیزیاکې مالیزیایي،په عربستان کې عربي اومصرکې مصري رنګ لري .
افغانستان کې داسلام سپیڅلي دین د افغانیت خپل رنګ او خوندلري . زموږ مذهبي ارزښتونه او قبیلوي منلي شوي انساني ارزښتونه داسي  له یوبل سره ګډ شوي دي،چې پښتنوافغانانوته  اوس ډیره ګرانه شوي ،چې دغه  د دواړه ارزښتونو له بو بل څخه بیل کړي  .
کله چې یوه جرګه راوبلل شي ،مرکې یا جرګې د مرکچایانولخوا د قران کریم د ایاتو په ویلوسره پیل کیږي ،د جرګې پریکړې دقران شریف دایاتوپه ویلو سره د دعوا ددواړوخواو له خوا منل کیږي . دجرګې دپریکړي پرمهال د قوم مشران ، سپین ګیري او دیني عالمان او ملایان  په ګډه سره ناست وي .
د پښتونولي اصول  په هیڅ  صورت دقران کریم او د اسلامي شریعت  سریع  احکام  له پامه نه نشي  غورځولي  او نه یې ماتولي شي . ځکه پښتونولي دانسانانو نه لیکل شوي قانون دی اود اسلامي شریعت  سریع احکام الهي احکام دي . هغه حقوق چې الله ( ج  ) خپل بنده ته ورکړي،پښتونولي  هغه مني ،ورته درنښت لري  او د همدغو حقوقو،احکامود پلي کولو ننګه هم کوي  .ځکه دپښتونولي ارزښتونه  هم د انساني ژوند، ټولنیز امن نظم او عدالت لپاره  رامنځته شوي دي . دا هغه  ټولنیز نورمونه  دی، چې ریښې یې څو زره کاله مخې کې له اسلام  څخه له  پښتونولي  څخه اخیستل شوي دي . دا ټولنیز ارزښتونه او دودنه  په پښتنوکې دي .د پښتونولي  ارزښتونه او ټولنیز نورمونه  دیوي  ډیري  زاړه پالي  ټولنې ارزښتونه او نه لیکل شوي  پاتي دي ، په شفاهي اوشیفر ي  یا د کوډ په  ډول یو پښت څخه بل ته همداسي سینه پر سینه او خوله پر خوله رالیږل کیږي . دپښتونولي اصول  بیا په ځینو وختونوکې دلنډۍ یا د شعر په بڼه  هم لیکلي شوي  دي .
دپښتونولي پوهنه  داسلام په مبارک دین  او علم کې خپلي ریښې لري .پښتونولي تراسلام  مخکې د افغانانو د قبیلوي ټولني دخپلواکۍ،مقاومت ، ټولنیز،سولیز  دودیزه  ژوند نه لیکل شوي اصول او قانون دی .  پښتونولي د پښتنو د ننګ اوعزت کوډکس  یا د یو با عزته ژوند شیفر دی . پښتونولي  د افغانانو د ژوندانه یوه ځانګړي فلسفه ده .پښتونولي  دځمکې پر مخ د هر با عزته انسان لپاره  د ننګ ،غیرت  او انساني ژوند یوسینګارتون ګرځیدلي شي . پښتونولي په لوی افغانستان کې  تراوسه  د لراوبرافغانانو ترمنځ د ګډ سولیز  ژوند اصلي ا صول  اود ملي یووالي منځ  زړي جوړوي  .                                                                                                                          
افغاني ټولنه  کې ځینوناپوه  خلکو اوان  ځینواسلامي ډلو د الهي له سریح  احکامامو،قوانیونو او ارشاداتوڅخه شرمونکې سرغړونه او ناوړه استفادې او وژنې کړي دي .دپښتونولي له نالیکل شوي  دودیز بشري قانون څخه به زموږ په نالوستي ورسته پاتي ټولنه کې به خامخا ځښتي ډیرې سرغوونه ،بدماشي او دکرکې څخه ډکې جرمي عملونه  د پښتونولي په نامه ترسره شوي وي . دغه غیر انسانې، غیر افغاني او غیر اسلامي  زړه بوګنونکې جرمي عملونه د اسلام له سپیڅلي دین  سره او دپښتونولي سره  هېڅ تړو نه لري .
 
پښتونولي اود افغان ملي دولتونه
کله چې افغان ملي دولتونو دافغانستان په لرغوني اومحاصر تاریخ کې  غوښتي ځواکمن ولسي او فعال واوسي ، دوی په ډیرو برخوکې قبایلي جوړښتنو او نورمونه  سره په ګډه همکاریو ته اړ شوي دي  .له همد امله قبایلي دودیزه سیسټم مډرن ملي دولتونوته اصلاحي اومرسته کونکې ځواک په څیر پیژندل شوي دي . یو افغان ځواکمن بریالي ملي دولت به  هغه مهال بري ته لارومومي،کله چې دی قبایلي دودیزه جوړښتونوته اونورمونه ددولت جوړولو او ملت جوړولو په بهیر کې په مناسب ډول قانونآ په خپل کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې مدغم کړي . دافغانستان ډیرو پادشاهانواودولتمشرانو دغي مهم مډرن او دودیزه  ټکې پام شوي .
دافغانستان په سویلي ولایات لویه پکتیا،پکتیکا او خوست کې دپښتونولۍ قبایلي دودونه  او نرخونه لا تر اوسه په ولس کې ډیر ې ژورې ریښې لري . دغه درې ولایاتونه د  نورو ستر سیموسره لکه  وزیرستان، ننګرهار ، غزني، لوګر ،کابل او زابل سره په ګاونډکې پراته دي . دلته دقبیلي او دقبیلو ترمنځ اړیکې په ډیره ښکاره توګه  فورمول بندي شوي دي .له همدې امله افغانستان کې د پښتنو دودیزه  ټولنه  یو ستر سیاسي،  ټولنیز او تلپاتي اتحاد او یووالي جوړوي . د طالبانودرژیم څخه مخکې اود ړنګیدو څخه لږ ورسته په افغانستان کې ددولتي واک تشه رامنځ ته شوه. د افغانستان په سویل ختیځ  ولایتونو یا لویه پکتیا کې ددولتي واک تشه نسبت  نورو سیموته ډیره لږ محسوس شوه .ځکه دلته قبایلي جوړښتونه،نرخونه او دپښتونولي نورمونو د انارشي  او پاټکسالارې مخه ونیوله .                                                                                                                                                                     دلويي  پکتیا قامونه ،مشران دجرګو او مرکو له لارې  دنويوقوانینو یا قانون جوړولو واک هم  لري، دښې بیلګي په ټوګه دقبایلي جرګې او دودیزه قانون له مخي د کوکناور کښت  په دريو واړو ولایتونو کې منع علان شوی . دقبایلي قانون له مخي متخلف ته  سزا هم تاکل  شوي،که  څوک  دغه قانون مات کړي، د هغه کور ته اور اچول کیږي . لویه پکتیا کې دولتي ځواک او امنیت تل دقومي مشرانو،مخورسپین ګیرو،خانانو او اربکیو له لارې تامین شوي دی .
دپښتونولي  پایله د هغوګډو کولکټیفي غوښتنو او پوښتنوده،چې یوه  ډله یا قبیله د خپلو غړیوڅخه یي تمه  لري . دا هغه نورمونه ،ارزښتونه او دودنونه دي ،چې یوې ډلې د خپل ژوندي پاتیکیدلو او سوکالیو لپاره ټاکلي دي ،لکه په حقوقي ،ټولنیزو،کولتوري چارو کې خپلواکۍ او یووالي  دی . په ټولنه کې دپښتونولي د نالیکل  شویو نورمونه دپلي کولو اوتطبیقولو لپاره هیڅ دولتي ادارې او وسله وال ځواک ته اړتیا نشته، دا نورمونه  دپښتني ټولنې د غړیوله خوا له په همدې ځواک او شددت سره په خپله  عملي کیږي . دپښتونولي قانون دعملي کیدو سره په مستقیم ډول یوه پوښتنه دپاک ضمیر اودپاک وجدان ټولنې رامنځته کیږي . د دې پرځای چې د پښتونولي نورمونه او  پریکړه  ددولت داجرايیوي ځواک یا پولیس له خوا پرخلکو تطبیق شي،پښتانه پرته له کوم دولتي ځواک څخه قوانین او نورمونه په خپله پرخپل ځان تطبیق او عملي کوي .
پښتني ټولنه کې  په اروپايي مانا له حق او قانون څخه خبرې کول ډیرګران کار دي .ځکه د اروپا یانو په اند، دقانون پلي کول د دولت دیو اورګان له خوا باید تطبیق شي .  په پښتني ټولنه کې دا فکر ناشوني دی .د پښتونولي حقوقي سیسټم باید په خپله له ځان سره دلښکر یا اربکیانو له لارې دپریکړو د تطبیقولوسره مرسته وکړي . د پښتنو ټولنه  په خپل بنسټ کې د کنټرول کومه  مرکزي  قانوني مرجع نه پیژني ،چې هغه مرجع د قانون تطبیقولو چارې پرغاړه واخلي .
دپښتنو په ټولنه کې ددعوا په صورت کې د دولتي قانون پلي کولواو تطبیقولو  په ځای  جرګه رابلل کیږي  . کله چې په پښتني ټولنه کې د پښتونولي له کوم نورم او دود  څخه سرغړونه وشي ، جرګه سمدستي قانون نه پلی کوي ،بلکې جرګه د مدعی او مدعي اعلیه ترمنځ دمنځګړتوب  یوه مرجع  ګرځي . جرګه یا مرکه ترهغه کینې اوخبرې اترې کوي، ترڅو چې د دواړو غاړوترمنځ یوه موافقه رامنځ ته شي .
 
 
دپښتونولي کانسپټونه
پښتونولي د پښتنو د ارزښتونو،نورمونواودعزت کوډکس  یوه لرغوني پټه خزانه اوحقوقي شیفرۍ ټولګه ده . پښتونولي  په پښتنه ټولنه کې دپښتنو دټولنیز ژوندکړه وړه ،نرخونه ،دود،دستور، داسلام دسپیڅلي دین د الهي ارشاداتو په رڼا کې ټاکي . د پښتونولي  کاڼسپټونه Konzept  چې د پښتنوعادتي  قبیلوي قانون  ته یوه ستره مانا ورکوي . دپښتونولي په ادبیاتو کې ترټولولومړۍ  د ننګ ،میلمه پالنې او دتوري کانسپټ راځي . دننګ کانسپټ  یو پښتون  په خپله ټولنه کې  د ګډ ټولنیز چارې  یا دخیرښېګڼې دندې ته رابولي . ورسپارلي شوي چار دیوې ډلې یا یوې قبیلي دساتني او دفاع لپاره  تر سره کیږي . پښتون دغه چار دهغې چا له پاره تر سره کوي ، چې دهغي مسوولیت ور په غاړه دی . لکه دخپلي کورني څخه دفاع ،دخپلي قبیلي څخه دفاع ، دخپلي سیمې څخه دفاع ،دخپل پلارني هیواد څخه دفاع ،دخپل مذهب څخه دفاع ده . پښتونولي یو پښتون ته دنده سپاري، چې دخپلو میلمه څخه دفاع وکړي ،د اړتیا په صورت کې د هغه سړی یا میلمه ساتنه وکړي ، همداراز میلمه تر خپل مصوؤن ځای پوري  بدرقه کړي .
یو پښتون دتوري کانسپټ  دسریتوب ،دخپل  ځان اودخپلو غوښتنو یا انټرس لپاره کار وي .
پښتانه په دې اند دي ،چې یو پښتون سړی تل په یو تربور ي چاپیریال کې ژوند کوي ،دی بایدپه  ټولنه کې دخپل پوزیشن څخه ،له خپلي کورنۍ او ځمکې څخه دفاع وکړي،تر څو له ده څخه دژوند دغه یادي شوي   مادي اومعنوي زیرمې وانه خیستل شي .
کله چې دپښتونولي دغه درې مهم ټکې  دګواښ سره مخامخ شي،پښتون  دیو جګړیز او قهرجن حالت سره مخامخ کیږي ، دته چې هر شي په لاس ورځي ، دی مجبوردی دخپل ځان او ارزښتنوڅخه دفاع وکړي .
پښتونولي یا افغانیت دپښتنو د نورمونو،ارزښتنویو سیسټم دی . پښتونولي د پښتنو قبایلي قانون دی . پښتونولي دپښتنو داساسي قانون به نامه هم یاد شوي دی . پښتونولي  نه یواځي د پښتنو قبایلي لرغوني قانون بلکې  دپښتنودغیرت او عزت کوډکس یا کوډ  په نامه یادیږي .
پښتنوله ډیرو لرغونوزمانو څخه  دخپل  ټولنیز امن اونظم  او سولیز ژوند لپاره  یو ځانګړي حقوقي ،ټولنیز او خپلمنځې شخړو دسولیزو حل لپاره  یومنطقي میکانیزم رامنځ ته کړي دی ، دوی  خپل ټولنیز ،خپلمنځي شخړي کړکیچونه  او حقوقي،سیاسي او ملي پریکړي   دجرګو مرکودفیصلو له لارې حلوفصلوي .له همدې امله ترنننه دپښتنوپه قبایلي سیموکې دنوی دولتي  نظم او قانون نشتون دوام لري  .افغان دولتونو هم نه دي غوښتي ،چې خپل ملي حاکمیت  دلته  ټینګ کړي . د دولت او ولس ترمنځ واټن له همدې ځای څخه پیل کیږي .
 
دافغان مرکزي  ملي دولتونو لخوا دپښتنو لرغوني قبایلي سیسټم دنوی کولو لږ برسیرنې او دسمون هڅې  پرپښتنوکومه  اغیزمنه  اغیزه نه ونشیندله . انګریزي  او روسي یرغلګرو هم  په خپل وارسره هڅې وکړې، ترڅود پښتنو دفیوډالي جوړښتونه ورغوي . دغه ټولي هڅې تر اوسه ناکامي شوي دي . دپښتنو لرغوني قبایلي سیسټم تر اوسه همداسي د جګړو داور په لمبو کې سوځې او چلیږي .
دیوې پیړۍ راهیسې دنړۍ دستروزبرځواکو دیرغلګرو،ښکیلاګرو په وړاندې د جنګ جګړوله امله  لراوبر پښتنو هڅوته دا فرصت په لاس نه دی ورغلي، چې دوی  د خپل ولسي توکمي ګډ هویت، کلتوري ګډ هویت ، خپله مورنې ګډه ژبه  او دپښتونولي لرغوني ګډ قانون ،دوددستور ، ګډهویتي په ملي سیاسي ډول په ګډه د یو واحد ملت په څیر مطرح کړي .
پوښتنه دا ده ،چې د پښتنو دلرغوني پښتونولي نورمونه او حقوقي ارزښتونه  د یو ټولنیز تړوڼ په چوکاټ کې  دننني نړۍ دنويو مډرڼ پرمختګونو سره اړخلګوي او یا دبشري حقوقود سمون له لارې یوځای کیدای شي ؟ .
پښتونولي د پښتنویو نالیکل شوي عرفي تعاملاتي قانون دی، په ټولنه کې منل شوي حقوقي ټولنیزارزښتونه او نورمونه دي . چې د پښتنو حقوقي شخړې ،د ملکیت حقوق اوشخړې او نور ټولنیز کړکیچونه لکه دځمکه  د څړځایونوویش اویا کله چې څوک د پښتني ټولنې  نورمونه نرخونه او ارزښتونو ته درناوې نه کوي، دغه نورمونه او رزښتونه په ولس کې دقامونودمشرانو،سپین ګیرو،خانانو،ملکانواوان دملایانو لخوا پلي کیږي .
په ټولیزه توګه پښتونولي دافغاني پښتني ټولني دشتون، پایښت ،وبقا او لار ښوونې لپاره شتون لري او دپښتونولي په چوکاټ کې د هر یو پښتون افغان دمثبتوکړه وکړه ساتلو لپاره  یوځواک دی . په بله وینا په پښتونولي کې ټول هغه ارزښتونه او نورمونه  راټول کړل شوي دي ،چې یو پښتون په یوه انساني ټولنه کې څه وکړي او څه ونه کړي .
په پښتونولي کې  د پښتنو افغانانو لپاره د کړو وړو کوډ یا شیفرپروت دی . د پښتونولي دا کوډ یواځې دپښتنو د ټولنې له جوړښت سره تړو لري . دپښتنو ټولنه د دقومونواو قبیلو دخپلوي او د وینې شریکوالي  پربنسټ تنظیم  او رامنځته شوي ده .په ټولو ټولنیزو،سیاسي  چاروکې  لکه له یوې کورنۍ،قوم ،قبیلي اوتوکم سره تړو درلودل  یواځي او یواځي د دوی د انفرادي  هویت یوه نښه ده . داپه دې مانا نه ده ،چې پښتون ولس په قومونواوقبیلو ویشلي شوي ولس دی . بلکې دیو پښتون تړواو خپلوي دیوې قبیلي سره دا د دوی ترمنځ د خپلمنځې او ټولنیزوپرنسیبونو څخه ګنل کیږي . له همدې امله افغاني ټولنه  لا تر اوسه دملت جوړوني  په بهیر کې لا س او ګریوانه ټولنه ده . پښتانه اوس پوهیدلي دي،دوی مجبورشوي دي ،چې دقبیلویت دتوټې ټوتې ژوند څخه ورو ورو راوځې اویو یوموټي  واحدافغان ملت په لاره کې اوچت او ګړندې ګامونه واخلي  .
دافغان راتلونکې ملي دولتونه  باید په خپل کورنۍ، بهرنۍ سیاست، ملي قوانینو دافغانانوملي هویت دافغانیت  او داسلامیت ارزښتونوترچتر لاندې نوي تعریف کړي . دافغان  ملي دولت په اساسي قانون کې او  دولتي ایډیالوجۍ کې پښتانه باید ددولت جوړونکې،دولت وړونکې او ددولتي ولس په څیر تثبیت شي .
کله چې دافغان مرکزي ملي دولتونه  دولتي ایډیالوجۍد افغاني لرغوني ارزښتونو کرکتر ولري  ، زموږ په  افغاني ټولنه کې به دټولنیزو،سیاسي ګډوډیو تاوتریخوالي  او ناپوهې مخه ونیول شي .
پښتونولي  دافغانانود حقونونه،دپښتونودبا عزته ژوندکوډیا کوډکس او یو ځانګړي قبایلي قانون دی . دغه لرغوني قانون دپښتون  دکور یووالي،دپښتنوقبیلوي یووالي،ددولت  اودهیواد یووالي لپاره او دپښتون افغان د عزت ساتني اودپښتون ولس د ایډیالونوله پاره اودفزیکي شتون  لپاره  یو خورا مهم  لرغوني کاڼسپټ دی . دپښتنو قبایل خپلي شخصي او دولتي شخړې د پښتونولي دنورمونواو نرخو په بنسټ حلوفصلوي . که څه هم دا نورمونه او ارزښتونه دپښتني په هره سیمه کې لږ توپیرلري خو په بنسټ کې په ټول افغانستان کې سره یوډول دي .
 
افغان ستر ملي شاعر ملنګ جان دپښتونولي په اړه لیکي .
زما ځواني ډول کوي دپښتونواله سره
زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم
چې بي ننګ او بي پښتو وي ،پښتون نه دی
چې دقوم په شرمیدو وي،پښتون نه دی
پښتون هغه دی چې غم د تمام قوم خوري
چې دځان په جګیدو دی ، پښتون نه دی
 
دپښتون نظر مدام په ننګ ونام وي
چې نظریي په پیسو وي ،پښتون نه دی
پښتون هر کله طالب دخپل شرف وي
چې طالب دسپینوسرو وي،پښتون نه دی
پښتون تل په خپله ژبه ټینګ ولاړ وي
چه په دورغويي ګفتګو وي،پښتون نه دی
پښتون نه شي باداري دچامنلي
چې اختیار یي دپرودو وي،پښتون نه دی
په نصیب دملنګ جان دغه مسري شوي
چې خپه په دې مسرودی ، پښتون نه دی
 
د لومړي برخي پای  

 

- بېرته شاته