د PSDP دمشرانوجرګې غړی احمدشاه باوري په مړینه
[13.Feb.2014 - 09:07]د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party - PSDPد مشرانو د جرګې غړی دپلوم ژورنالیست احمد شاه باوری د خپلې ورپېښې ناروغۍ له کبله ددې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .
اناالله و انا اليه راجعون .
ارواښاد احمد شاه باوري په افغانستان کې ډیر کلونه د اطلاعاتو او کولتور وزارت په بیلابیلو څانګو کې او په جرمنې کې ئې د المان غږ راډیو دپښتو په څانګه کې هم دنده تر سره کړې وه. ارواښاد د پښتنو ديوالی، ابادۍ او سوکالی لپاره هلی ځلی کړی چی تل به ئې یاد تازه ساتي.
ارواښاد احمد شاه باوري د پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه لرله چې لدې امله ورته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې د غړیتوب ویاړ ورپه برخه ؤ.
ارواښاد احمد شاه باوري د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله په پښتونخوا کې په 08.02.2014 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړې . د ارواښاد جنازه په ننګرهار ولایت کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر، د مشرانو جرګه او د ګوند ټول غړې دده د کورنۍ اوخپلوانو سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼې د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه او د کورنۍ غړو او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړي .
روح دې ښاد ويhttp://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp&id=36