10.04.14دعابد دژوند قیصه
10.04.2014: دا د هغه وخت خبره ده چې شهید داود خان لا شهید شوی نه و. بلکې هیڅوک هم لا شهید شوی نه و. ظاهر شاه باچا وه. د مشرانو خبره دا د هغه ورځو خبره وه چې پاکستان مات شوی وه. د کندوز د زاخیلو د خمدان په کلي کې د ریس منور خان د زوی محمد مالک نور په کور کې دریم زوی پیدا شو،نیکه ورته شمس الله ، پلار ورته عابد الله او د جومات ملا ورته نوم دپاره مطیع الله خوښ کړو. خو پچه کې د ملا د خوښې نوم راووت.خو پلار یې ویل چې زه به ورته عابد وایم. دا ماشوم د همدې کلي په خړو کوڅو کې لوبیده او بیا د سه درک په نوم ابتدایه مکتب ته لاړو.
لا یې د دوو کالو پورې د استاذانو شنې لښتې نه وې خوړلې چې ټول هیواد د سرې لښتې لاندې راغلو .سپین او شنه د سرې لښتې نه په منډه شول چې دې کې د ریس منور خان ،منوره کورنۍ هم شامله وه. ماشوم عابد د خپلې کورنۍ سره د ننگرهار کوټ ولسوالۍ کې د خپل بابا لوا مشر یارمحمد خان او ماماگانو کره لاړو او بیا د هغې ځای نه د یو ماشوم مهاجر په شان د ماماگانو په اوږو پیښور ته ورسید.
دا د هغو ورځو خبر ده چې نه کوم تنظیم و او نه کوم دفتر. ډیر لږ خلک پیښور ته رسیدلي وو او لکه د محشر د ورځې په شان د یوبل نه ورک وو. د عابد کورنۍ د چارسده روډ دین بهار کالونۍ په یوه کوارټر کې واړول. عابد د خپل پلار سره په دین بهار کالونۍ کې هغه مکتب کې داخلیدو دپاره لاړ چې شاگردان به په زمکه کښیناستل. توره تخته به په دیوال او خړه لخته به د استاذ په لاس کې ځړیده.
عابد اول دوه کاله همدې د کوڅې د سر مکتب کې تیر کړل. بیا ېې د کورنۍ گزاره ښه شوه نو پتلوني یا پرایویټ مکتب ته لاړو.
د یو سکول نه بل ته بدل شو او ترشپږمه ېې شخصي انگریزی مکتب کې درسونه وویل. بیا د کور نه لیرې د پښیور صدر په اول درجه دولتي مکتب گورنمنټ های سکول کینټ اول کې داخل شو. خو یو کال پس د نهم صنف دپاره د پیښور اشنغرۍ گورنمنټ های سکول نمبر دویم ته راغلو.
عابد اووم صنف نه بغیر اتم ته خیز وهلی . لسم نه پس د پیښور ستر او منورې تعلیمي ادارې اسلامیه کالج ته لاړو او هلته یې تاریخ او سیاسیاتو کې لیسانس واخیسته. په همدې موده کې په عابد د لیکوالۍ پیریان راغلي وو.
د مکتب د ورځو نه ېې د لیکوالۍ سره مینه وه. په دې ډیر خوشالیده چې عکس او نوم یې خلک وویني. د پیښور په مشرق اخبار کې یې چې په لومړي ځل د غوره شاگردانو په لست کې نوم او عکس راغلی و .نو د خوشالۍ نه بیهوشه شوی و.
هغو ورځو کې به د کور خلک ټوله شپه د راډیو مخې ته ناست وو. بي بي سي او بیا يې ورپسې امریکا غږ نه د وطن د جنگ خبرونه اوریدل.
کمال بهزادي، گوهر رحمان گوهر، شپون او د فهیم صاحب غږونه به یې اوریدل. ارمان به ېې وه چې کله به داسې وي چې د کلي خلک ناست وي او راډیو نه د عابد غږ اوري. هغه خوب چې عابد پیښور کې لیدلی و . هغه پنځلس کاله پس لندن کې پوره شو. خو د دې خوب د تعبیر دپاره زرهاو پاڼې تورې او لکهاو لفظونه ولیکل شو.
عابد چې ایله د شپاړلسو کالو وه چې د هغه وخت تنظیمی اخبارونو او مجلو دپاره ېې اردو ژبه کې لیکل کول او د قلم په گټه پوه شو.کورنۍ ېې تنظیمونو سره وه خو عابد تر اوسه دا فیصله نه ده کړې چې دې کوم تنظیم کی دی. ځکه چې هر څوک یوه خو لري او عابد هر هغه چا سره یو یو گام تللی دی چې د انسانیت فکر ېې پکې لیدلی دی.
خو هر څه ېې د هیچا سره هم په پټو سترگو نه دي منلي. ځکه خو لیکلو کې د هیچا پروا نشي کولی. د جهادي ډلو نه واخله د ملت پالو ټولو سره ې قلمي یارانه کړیده .خو ټاپه ېې د هیچا هم په ځان نه ده پریښې.ځکه که لیکوال ټاپه وخوري. نو بیا ېې وینا کې پند اوخبره کې خوند نه پاتې کیږي.
عابد چې لا هلک وه او ذیاتره درسونه ېې اردو او انگلیسي کې درلودل. ډیر زر پوه شو چې په نورو ژبو پوهیدل کمال دی خو خپله ژبه هیرول ستره بې کمالي ده. نو سمدستي ېې د پښتو ورځپاڼې وحدت دپاره لیکل پیل کړل. خو په ځان ېې باور نه وه چې ورځپاڼه به ېې لیکل قبول کړي او کنه ،نو په پوسته به ېې لیکنې استولې، اخر چې دولسم صنف نه فارغه شو.نو نیت ېې وکړو چې شپې لخوا عملي ژورنالزم پیل کړي.
نو کله چې د ورځپاڼې وحدت مشر پیر سفید شاه ته عریضې سره ورغلو.نو هغوي نه منله چې دا مخامخ شنه شونډه هلک مطیع الله عابد دی. نو ورته وې ویل چې دلته کښینه او یو مضمون بل ولیکه. عابد د پیرصاحب د امتحان نه تیر شو او وحدت ورځپاڼه کې د نور البشر نوید په شان ستر لیکوال په شاگردانو کې شامل شو. ځکه خو ېې لیکنو کې د بشر نوید د فن رنگ له ورایه ښکاري.
همدې موده کې د اسلامیه کالج د کلنۍ مجلې خیبر د پښتو او اردو برخې مسول هم وه. د ورځې درسونه او د شپې خبرونه .عابد خبریالي .لیکوالي او تجزیه نگاري پیل کړه. د وحدت ورځپاڼې پیر رحمدل شاه او استاذ حبیب الله رفیع خپلو استاذانو کې شماري. بیا همدې تکل کې د پیښور پوهنتون د ژورنالزم څانگې ته ورسید او هلته ېې په ژورنالزم کې ماسټري ترلاسه کړه. بیا د بي بي سي پښتو خپرونې مسولې میرمن صفیه حلیم ورته پام شو او د عابد خوب ېې ریښتیا کړو .د کمال بهزادي او گوهر رحمن گوهر سره ېې په یو سټوډیو کې خپرونو ته کښیناوه.
عابد څه موده د بي بي سي راډیو سره د پیښور نه همکار وه. بیا لکه د نورو په شان ده ته هم پیښور اور شو نو دریم هیواد د وتلو په لټه کې شو. چانس ورته د امریکا رابرابر شو او کال یو دپاسه دوه زرم د ستمبر د یولسمې پیښې نه یو نیم کال مخکې امریکا ته ورسید.څه موده ې امریکا کې د ژورنالزم نه لرې نوره کار مزدوري کوله. خو بیا چې نه هیریدونکې پیښه وشوه او امریکا غږ خپرونې زیاتې کړې ډاکټرضامن مومند د کاکاتوب په برکت او د شپون صاحب د مهربانۍ نه ډک ټیلي فون چې راشه هلکه موږ سره کار وکه . د عابد غږ ېې بیرته وطن ته ورسوه.
ډاکټر علي احمد جلالي هغه وخت مشر وه. خو عابد ورسره په دې هم خوښ وه چې جهاني صاحب او زیبا خادم په شان نامتو غږ لرونکو سره ېې یو مایک نه ېې غږ پورته کیږي.په تیره د میرمن سپوږمۍ میوندي لارښونو هم ورته ډیره گټه ورسوله.
هغه ورځ ده او دا ده عابد د واشنگټن نه خپلو وطنوالو سره مخامخ کیږي. هره ورځ چې د راډیو مایکروفون ته کښینی نو داسې گڼي چې بیرته خپل کندوز ته تللی دی او خمدان کې د خپلې دیرې ،د ریس منور خان د هجرې او چهل دختران د کوڅې د خلکو سره خبرې کوي.
عابد د نوي دور انټرنیټ د لارې هم خپلو مینه والو ته خپل فکر رسوي. د ورځپاڼې وحدت او تاند ویب پاڼې دپاره افتخاري لیکل کوي. دا چې لیکل ېې د نورو نه یو څه توپیر لري نو لوستونکي ېې هم د نورو سره فرق کوي. عابد کوشش کوي چې د ځان په ځای د بل په ژبه د خلکو خبرې وکړي. د زړه خبرې کوي خو د قلم په ژبه. افغانستان ،پښتو،پیښور او کرکټ سره مینه لري او د لیکنو موضوعات ېې همدغو څلورو موضوعاتو نه چورلي. افغانستان ېې ځان دی. پښتو ېې شان . پیښور ېې جانان او کرکټ ېې ارمان .
کرکټ د عابد دپاره لوبه نه بلکې د افغان ځوان نسل هیلو او ارمانونو د ژوند یو وسیله ده. کرکټ د ملي احساس یوه اسانه نسخه ده. همدا سبب دی چې د افغانستان کرکټ د عابد او عابد د افغانستان د کرکټ سره یوځای یادیږي. د کرکټ د لوبغاړو او مینه والو عابد لالا یادیږي.
عابد د دریو وروڼو او پینځو خویندو وررو.تراوسه د دوه بچو فاطمې او حسن پلار دی. ساده مسلمان دی. داسې دی چې ملایانو ته گناهگار او کافرانو ته پرهیزگار ښکاري. د خبرو شوقي او د حاضر جوابی ماهر یادیږي. خوړو کې ېې سابه او رنگ ې د آسمان خوښ دی. په چپ لاس لیکل کوي او په راسته لاس خوړل. دومره لوست نه کوي څومره چې لیک کوي. ځکه ېې نالوستي هم لوستلی شي.
عابد تر اوسه په سلهاو لیکنې کړیدي. په مخلتفو انټرنیټي پاڼو او چاپي خبرونو کې خپرې شوي،خو کتابي شکل کې لا نه دي راغلي. کوشش کوي چې یوه مجموعه نیزدو وختو کې چاپ کړي .
عابد تل دا یو ارمان لري چې بیرته خپل کندوز ته لاړ شي. خپل خمدان ته . غواړي چې هغه څه چې خدای او مور پلار ورکړیدي .بیرته ې خپلو خلکو ته ورکړي. عابد همدا یو ارمان لري. چې خمدان وي.دهقان وي او گران افغانستان وي.
وطن جنت نشان دی گلان پکې کرمه
په ما ده روح نه گران دی گلان پکې کرم