(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

ماچې له مانه بیلوې

[04.Oct.2016 - 20:35]

ماچې له "مانه" بیلوي خاندي
د زړونو غوښي غوڅوي خاندي

دا انسان نه دې څه "وحشي "غوندي دې
ظلم کوي ستم کوي خاندي

په پرهرونو مي "چړي "را کاږي
د تاریخ نخښي ورانوي خاندي

د خپل غرض او خپل مقصد له پاره
په ما تورونه لګوي خاندي

زما د ميني څه احساس نه لري
وینه مي هر ځای خرڅوي خاندي

زه یم مجبور نه یمه مړ لا یقه
دی به تر څو ما زوروي خاندي

لایق زاده لایق


بېرته شاته