(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ملتپالو ویره؛ پاکستان نوی سیاست خپلوي

06.05.2014:پاکستان پوهیږي، چې ځمکنۍ بشپړتیا ته یې تر ټولو ستر خطر پښتون/ بلوڅ نشنلیزم دی.

په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان کوښښ په دې و، چې په کابل کې واک د اسلام اباد تر اغیز لاندې، له پښتنو سره وي. د جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ تر پایه پورې د پښتون حق غوښتنې شعار د پاکستان د «افغان سیاست» مهم محور و، خو دغه سیاست په نهایت کې د اسلام اباد لپاره په یوه ستر سرخوږ بدل شوی دی.

په کابل کې د واک پر ګدۍ د پښتون کښېناستل په لرو او برو پښتنو کې د پښتون نشنلیزم ساه ژوندۍ کړې، خو څومره، چې کابل میشتی پښتون له پېښور او کوټې سره نږدې شوی، اسلام اباد په خپل ملکي او پوځي نظام کې کوزنیو پښتنو ته ونډه ډیره کړې ده.

پاکستان څو لسیزې پر دې تمرکز درلود، چې ډیورنډ د یوه ټبر د بیلتون د کرښې پرځای، د یوې ایډیالوژیکې کرښې په توګه ژوندی وساتي، خو په تېرو ۱۳ کلونو کې ددې کرښې ایډیالوژیک رنګ له منځه تللی او ورو ورو د کابل په اتکا په سیمه کې ناسیونالستي افکار وده کوي.

پاکستان د تېرو څو لسیزو سیاستونو او پښتون نبض کتنې دې نتیجې ته رسولی، چې په کابل کې د پښتون واک ته رسېدل، پاکستان ته په ستراتیژیک لحاظ نور ګټور نه دي، بلکې برعکس په پښتونخوا او بلوچستان کې په ایرو کې د بیلتون پالنې غلې سکروټې بلوي. د پاکستان اوسنی سیاست دا دی، چې دغه سکروټې په سکرو بدلې کړي او دا کار تر هرچا ډیر په هغو سیاسي مذهبي او لبرال ګوندونو کولای شي، چې د پاکستان د پوځ تولید دی.

په پاکستاني طالبانو کې د پښتون نشنلیزم یوه غلې روحیه موجوده ده، خو دغه روحیه د هغوی په سیاستونو کې ډیره غالبه نه ده. په پښتونخوا کې د پاکستان ضد طالبانو د یوه قوي غورځنګ رامخکې کېدل او د پښتنو ملتپالو واک ته رسېدل هغوی ته د خطر زنګ و. په پیل کې داسې فکر کېده، چې د «لر او بر» شعار به پښتنو ملتپالو ته په واک کې د ګډون له لارې پیکه شي، خو په تعلیمي ادارو او سیاسي مجالسو کې د پښتون هویت تدریجي ژوندي کېدو، هغه غوږونه څک کړل، چې د ملتپالنې منظمې هڅې د پاکستان د تجزیې لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼي. د پاکستان د پارلماني ټاکنو په درشل کې د ملتپالو ګوندونو د نفوذي سیمو د وضعیت کړکیچن کول او ورپسې د جنګیالیو په جامه کې د ملتپالو ګوندونو په نښه کول، د هغې ستراتیژۍ لومړنی پړاو و، چې پاکستاني جنرالانو په پښتونخوا کې د ملتپالو د ځپنې او له سیاسي واک او فعالیت نه د هغوی د محرومۍ لپاره وکاراوه. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ناڅاپي شهرت او په پښتونخوا کې د هغوی غوڅ بری د همدغه سیاست نتیجه وه، چې ورو ورو یې اغیزې رابرسیره کیږي. په خیبر او هزاره د ایالت د ویش طرحې، نوم بدلول، له درسي نصاب نه د پښتنو مشاهیرو د نومونو ایستل، په ایالتي اسامبلۍ کې د پښتو پرځای بیرته په اردو خبرې کول، په پښتونخوا کې د داسو په ګډون د اوبو د سترو بندونو جوړول، چې ملتپالو یې پخوا مخه نیولې، دا په ډاګه کوي، چې اسلام اباد د ناسیونالستي افکارو له ترویج او تقویې په ویره او د «پاکستانيت» د ترویج په لټه کې دی.

پاکستان ته له ناسیونالستي افکارو او سیاستونو د ویرې مهم عامل د هغو بهرنی ملاتړ دی.

داسې تحلیل موجود دی، چې متحده ایالاتو په طالبانو (په ځانګړې توګه پاکستاني طالبانو) کې خپل نفوذ لوړ کړی او که په سیمه کې د هند او امریکا اقتصادي ګټې د همغږۍ پر لور لاړې شي، دغه نفوذ به عملا د پاکستان د ویش په برخه کې وکاریږي. امریکا ته په سیمه کې د چین د یوه ستراتیژیک ملګري زغمل سخت کار دی، خو پاکستان د بریټانیا په څېر ملګری هم لري، چې تر ممکن حده به یې د تجزیې او په کابل کې د پاکستان دښمنه حکومت د رامنځته کېدو مخه نیسي.

 پاکستان دغه وضعیت عملا درک کوي. په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پښتون نشنلیزم تر مهارونې وروسته د دوی دویم ګام په  افغانستان کې د یوه داسې حکومت رامنځته کول دي، چې په سر کې یې غیر پښتون وي. په کابل کې د یوه غیر پښتون واکمنېدل په پیل کې په پښتونخوا کې د ناسیونالستي تحرکاتو د کمزوري کېدو لامل ګرځي او په دویم ګام کې د پاکستان د ویش امریکایۍ او هندۍ طرح له ناکامۍ سره مخامخوي.

 

- بېرته شاته