(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګيله له خپلو کيږي 15.5.14

15.05.2014: څو کاله وړاندې چې د پښتو ټلويزيونو د جوړېدو هڅې پيل شوې، نو پر کابل سربېره په ټول افغانستان کې ورسره د پښتنو امېدونه په غوړېدو شوو.
هغه وخت ما په کابل کې د بي بي سي تعليمي پروژو سره کار کولو او په کابل کې د افغان ادبي بهير غونډې هم په درز کې روانې وې. د شمشاد ټلويزيون مشر الحاج فضل کريم فضل مخکې له دې چې ټلويزيون جوړ کړي، د بهير څو غونډو ته راغلواو له بهيروالو يې مشورې غوښتلې، تر دې چې د بابرزي صيب په ډير اسرار او تاکيد د شمشاد ځانګړو خپرونو ته نومونه هم بهيروالو کيښودل او د استاد نثار او شرر ساپي په شمول ځينې بهيروالو ورسره عملي کار هم پيل کړو. له بهيروالو يې يو بورډ جوړ کړو چې استاد اسدالله غضنفر، پيرمحمد کاروان، استاد نورالحبيب نثار، ډاکټر محمد اکبر اکبر، بابرزی صیب او زه يې د بورډ غړي وټاکلو او تر دوه مياشتو پورې يې راباندې د شمشاد خسته کنې خپرونې وليدلې، خو کله چې هم د بورډ غړو د خپرونو د کيفيت ښه کولو په خاطر د ټلويزيون چارواکو ته مشوره ورکړې، ښه يې کړې، خو نور به يې پرې غوږ هم نه ګرولو. تر دې چې نثار صیب ورسره احتجاجاٌ کار پريښود او ورسره بورډ هم ړنګ شو. د تيرو څو کلونو راهيسې چې شمشاد خپرونې لري، پښتو ته يې څه کړي؟
بيا چې کله د ژوندون ټلويزيون د جوړيدو اوازې شوې، نو خدای شته زما په شمول د ډيرو فرهنګيانو په زړه کې ورته د اميد غوټۍ وغوړيدلې وې. له فرهنګيانو نه علاوه عام ولس هم ورته ډير خوشحاله و. او دا ځکه چې په سر کې يې د پښتو ژبې نوموتي ليکوال او د کابل پوهنتون استاد محمد اسماعيل يون ولاړو. او تر شاه يې د افغان کلتوري ګډې جرګې ملاتړ حاصل و. زه ورته هم ډير خوشحاله وم او په زړه کې مې ګوړې ماتولې چې په کابل کې د پښتنو يو بل سنګر هم پرانستل کيږي. يوه ورځ استاد يون د بهير غونډې ته راغلی و. تر غونډې وروسته يې راته وويل چې د ژوندون ټلويزيون د ودانۍ بنيادونه نن ایستل کيږي، ته هم ورته تر ما هم ډير خوشحاله يې، راځه چې ورشوو. 
دا نو داسې ورځ وه چې زما د پيښور د وختونو يو ملګری ياد دې په خير وي خوشحال اميري يادوم چې په پيښور او کابل کې د ډي لايټ په نوم يوه تبلیغاتي کمپنۍ لري، زه يې باز بلاګ کې پيدا کړی وم او زما ليدو ته تر بهيره راغلی و. خوشحال اميري که څه هم د لغمان و خو استاد يون سره يې پيژندګلو نه لرله. هغه ته مې وويل چې استاد د ژوندون په نوم د پښتو ټلويزيون جوړوي، او ما له ځانه سره بيايي. هغه راته کړه چې دا خو ډيره ښه خبره ده، موږ به مو درسره ولاړو شو او چارې به يې له نيږدې نه وګورو. 
زه له خوشحال اميري سره چې دوه تنه ټوپکمار باډي ګاردان هم ورسره وو، په لينډ کوزر موټر کې سپور شوم او استاد يون په خپل هغه تور موټر ته د ځينو نورو يارانو سره وختل، چې رياست جمهوري ورکړی و.
کله چې د ژوندون ټلويزيون چارديوارۍ ته ننوتو، ومو ليدل چې د تعمير د بنیادونو لپاره چينې اچول شوې وې. ما نه زما ملګري خوشحال اميري پوښتنه وکړه چې په ټلويزيون جوړيدو خو ډیر لګښت راځي، دا د چا په مرسته جوړيږي. ما ورته ويلې چې د استاد يون د خولې خبره ده چې څلور جریبه ځمکه ورته د مخابراتو وزرات د ديرش کلونو په اجاره ورکړې، د همدومره مودې لپاره فريکونسي او د اجارې پيسې يې حکومت ته تحویل شوي او ديرش کاله وروسته به د ودانۍ په شمول ټوله پراپرټي دولت ته حواله کيږي او د وسايلو او ودانۍ له پاره ورسره ملي سوداګر مرستې کوي چې د اوريدو له مخې شل زره ډالر ورسره نجیب زراب هم مرسته کړې ده. 
له دې خبرې سره خوشحال اميري د خپل لينډ کوزر دروازه خلاصه کړه. چيک بوک يې راواخيست او د پينځه زره ډالرو چيک يې د استاد په نوم وليکه. 
اوس به اصلي خبرې ته راشم. د تيرې څه مودې راهيسې به راته د ختيځ ادبي بهير ملګرو ګيله کوله چې په جلال اباد کې د ژوندون ټلويزيون استازی خو د بهير لويو او ځانګړو غونډو ته اول راځي نه، خو چې کله راشي، ريکارډ هم وکړي خو موږ کله د بهير ريپوټ له ژوندون ټلويزيون څخه ونه کوت. او تيره اوونۍ راته بهيروالو دا هم ويلې چې په کونړ کې د شهيد قاسم خان د تلين په موقع يې دا ګيله استاد يون ته کړې. بهيروالو دا خبره ما ته ځکه کوله چې بهيروالو زما د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په اعتراف کې وياړ غونډه جوړوله او انديښنه ورسره وه چې ګوندې ستا وياړ غونډې ته به هم دژوندون استازی رانه شي. که څه هم په تيره اوونۍ کې د ننګرهار فعالو ژورنالستانو درې ورځې مسلسل په يوه ورکشاپ کې سره راټول وو، او هره ورځ به په څه نه څه شکل زما د وياړ غونډې يادونه کيدله، تر دې چې د آریانا ټلويزيون خبريال زيارمل صیب، د خپل پرزنټيشن په دروان کې د غونډې بلنه ټولو ژورنالستانو ته ورکړه.
ژوندون ټلويزيون چې تر پرونه مې پرې بريت تاوول او خپل مې ګڼلو خو بیا هم راسره انديښنه پيدا شوه، د چارشنبې ورځ وه، ميديو تيک کې مو د غرمې ډوډۍ خوړلې وه، دسترخوان لا نه ټول شوی چې استاد يون ته مې ټيلفون وکړ او ورته مې وويل چې خبريال ته دې هدايت ورکړه چې د غونډې د کورج لپاره راشي. استاد يون راته کړه چې زموږ خبريال خو ستا د فرهنګي او ټولنيزو هڅو نه ډير متاثره دی او وخت په وخت يې يادونه هم کوي، که زه ورته ونه هم وايم،نو پخپله درځي. 
پرون چې په سپين غر هوټل کې د غونډې پيليدو ته لږ وخت پاتې و، ډله ډله ځوانان په سپين غر هوټل راننوتل، که څه هم د هر کس په ليدو به مې من من غوښه اخيسته خو د ټلويزيونونو انتظار مې په شدت سره کولو. يوازې د ملي ټلويزيون ياران راغلل او نور مې تر ماښامه پورې په سترګو ونه ليدل. 
کله چې غونډه پای ته ورسيده، نو ګران ارباب صیب چې زما د ژوند د بيلابيلو عمرونو انځورونه يې په خپلو ګوتو انځور کړي وو، پرانسته يې وکړه. په دې وخت کې راته استاد يون راياد شو. زنګ مې ورته وواهه او هغه راته له مخې سره وويل چې زه خو اوزګار نه شوم چې درغلی وی، غونډه دې څنګه وه. 
ما ورته وويل چې غونډې ته به تر دوه نيم سوو تنو پورې فرهنګيان، په ننګرهار سربيره د له کابل ، کونړ او لغمان نه هم راغلی وو، خو ستا استازی نه و راغلی. هغه ويلې ولې؟
ما ويل، دا پوښتنه دې له ريپوټر نه وکړه.
استاد وويل چې زه همدا اوس څوک کس ليږم چې له ملي ټلويزيون نه مواد راواخلي او ريپوټ پرې راوليږي.
ما ورته ویل، نه استاده د دې کار زحمت مه وباسه، ځکه چې ما ملي ټلويزيون ته ويلي چې زما د غونډې مواد به نورو ټلويزيونو نه نه ورکوي او هغوی راسره منلې ده او زیاته مې کړه:
ژوندون ټلويزيون چې تر پرونه پورې مې خپل ګانه، نن وپوهيدم چې دا زموږ نه دی، موږ يو ټلويزيون لرو چې هغه ملي ټلويزيون دی. او ټیلفون مې بند کړو.
شرق سيمه ييز ټلويزيون چې کله هم د ژوندۍ خپرونې لپاره څوک ونه لري نو نجيب الکوزي ما ته ټیلفون کوي او که زه هر څومره مصروف يم او انکار وکړم، شله ګي کوي او خپله خپرونه راباندې ډکوي. خو پرون مې چې نجیب الکوزي ته څومره زنګونه وهلي ټيلفون يې نه دی پورته کړی او بيا يې زما مسکال ته هم ځواب نه دی ويلی. نن مې ورسره په ټیلفون خبره خلاصه کړه چې کله په هيره کې هم ماته ټیلفون ونه کړی.
په ننګرهار کې له شمشاد او ژوندون نه علاوه، د نورو معتبرو ټلويزيونونو لکه اریانا، طلوع ـ لمر، يک، خورشيد، خیبر، او يو شمير نور هم کار کوي، يو يې هم د غونډې د کاور کولو لپاره رانه غلو چې په دې برخه کې ترې ګيله نه لرم، البته ګيله مې ترې دا ده چې د دې هر يو ټلويزيون استازي چې راسره مخ په مخ شي، ډير ښه چلند راسره کوي، هر يو يې راته وايي چې ستاسو ټولنيزو خدمتونو نه متاثره يو، خو زه اوس وپوهيدم چې ټول يې تصنعيي مينه لري او په اصل کې ټول زما د خدمتونو په وړاندې راسره په زړونو کې حسد لري.
زه په خپل کور ننګرهار کې مسافر يم. زما بچي ما د فیسبوک له لارې تعقيبوي. د جمعې په شپه مې راته مشر زوی د سکايپ له لارې وويل چې موږ هم درځو او ستا د نازولو نه خوند اخلو. هغوی مې له راتګ نه په دې منع کړل چې تاسې مه راځئ زما د ټلويزيونونو خبريالان ملګري ډير راځي، يوه ته به ووايم چې ټوله غونډه ريکارډ کړي بيا به يې زه دروړم.
خو افسوس چې يو هم رانه غلو او چې زه کور ته ځم نو کورنۍ به مې رانه زما د نازولو ريکارډ غواړي، زه ورته څه يوسم، بهيروالو هم کومه کامره نه لرله چې غونډه يې عکاسي کړې وه، خو ځان به ترينه د ملي ټلويزيون په ريپوټ خلاص کړم.
موږ ديرش تنه په ننګرهار کې فعال خبريالان لرو چې هره غونډه ګې سره که هره ورځ نه وي نو دوه ورځ پس خو يو ځای کيږو خو زما د فرهنګي او ټولينزو کارونو وياړ غونډې د درې تنه د سيمه يیزو راډيو ګانو استازي، د بي بي سي راډيو خبريال استاد ببرک مياخيل ، د ازادۍ راډيو خبريال شامحمود شينواری او د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال استاد ضاالرحمن حسرت راغلي وو چې د غونډې تر پايه راسره پاتې شول او خپلو رسنيو ته يې ريپوټونه هم جوړ کړل، کورونه يې ودان زه يې د مينې پوړوی يم، له دوی نه علاوه څو تنه نور خبريالان هم غونډې ته راغلي وو که څه هم د ريپوټ لپاره نه وو راغلي خو خپله ژورنالستيکه برادري يې راسره وپاله کورونه يې ودان. خو هغوی چې مخامخ مې سينې ته جوختوي او د عمل په میدان کې شاه را اړوي، له ما دې پس له دې دا تمه نه کوي چې زه به ورسره په ښې بده کې شريک شم. 
او دا ځکه چې زه په ننګرهار کې د ژورنالستانو او فرهنګيانو سره کومه رشته نه لرم او که ويې لرم، نو دا ژورنالستيکه او فرهنګي رشته وه او همدوی و، چې راسره يې ونه پالله.

 

- بېرته شاته