د افغانستان جمهوري عمل
17.05.2014: د غریبو ملکونو جمهوریتونه د شاه پسندۍ او دربارونو خوی خصلت لری.
افغانستان سرداري لیدلې وه، په اوږدې سردارۍ یې انقلاب خاوري واچولې!
انقلاب ورله په خوله کې د وینو خوند راپیدا کړو!
جهاد یې په ټوله سرمایه داره نړۍ خرڅ شو!
افغانستان چې د فساد مرحلې ته راورسېد، نو زړې کېسې یې د خلکو هېرې شوې.
افغانستان چې د وینو، لمبو ، باروتو، خانه جنګۍ په لاره ډیموکراسی کې دوې مرحلې پوره کړې، نو په دریم دور یې هم د خلکو شک و، چې افغانستان به رایې ورنه کړي، خو د افغانانو رایې راغله او اوس به په حتمي رایې دا خبره سپینه شی!
د نړۍ جمهوری ملکونه رایې ورکوی، د رایې سره اختلاف هم لري، ټولټاکني رد کېدی هم شی، خو چې جمهوری ملکونه په بل هېواد شک وکړي چې جمهوري عمل به و نه شی دا د خپل شیش محل نه بل کره کاڼی ویشتل دی!
خو که چا ویشتلي کاڼي راواخیستل او د چا په شیش محل یې عکس العمل په توګه کاڼی وویشتل، نو خپلو ریزه ریزه شیشو سره به څه کوی!
د افغانستان د جنګونو تماشې ګاونډي هېوادونو وکړي!
د افغانستان لویو جرګو سره داسې وشو.
د افغانستان ټولټاکنو ته هم په دغه نظر وکتل شو.
خو!
وخت او حالاتو ثابته او څرګنده کړه، چې افغانان په جمهوري کلچر یقین لري چې د کومو هېوادونو دا یقین کمزوری شي هلته د ولسونو رایې د یو کس په اختیار شي، یو کس چې د ټولو ولسونو رایې او خوښه د خپلې خوښې او پیمانې مطابق استعمال کړي، هغې ته ډکټیټرانه نظام وایي، ډکټیټر د ولسونو د ذهنونو او رایې خاین ته وایي. خاین له که څوک هر رنګه ښکلی نوم او خطاب ورکړي، خاین خو خاین وی، کمزوری بې وسه قامونه دا جمله د خپل ځان د پاره استعمالوی!
مونږ په دغه منطقه کې د تاریخ یوه سزا لیدلې نه ده، دا ځکه چې تاریخ خو قامونه جوړوي دلته تاریخ د درباریانو غلامان لیکي، د دربارونو غلامان عادی مخلوق وي د بل په حکم د هغه د خوښي لیکل کوي.
مونږ چي په دغه ټول سفر فکر وکړو، د ګاونډی هېوادونو په ډیموکراسي کې د ټولو نه کمزورې ډیموکراسي د پاکستان ده، که د ایوانونو ویناګانو، جلسو، جلوسونو، یو بل ته کنځلو، سپکو خبرو یو بل شرمولو ته جهموریت وایی، نو مونږ د ټولونه زیات مظبوط او مستحکم جمهوریت لرو او جمهوریت پسند یادیږو. خو چې جمهوریت هر کله خپله فیصله پخپله نه شي کولي، نو مونږ خو د جمهوریت پسند نه زیات شاه پسند یادېږو.
د غریبو ملکونو جمهوریتونه د شاه پسندۍ او دربارونو خوی خصلت لری. دا ځکه چی ادارې او ولسونه یی د یو بل نه توپیر لري.
افغانستان د ۳۰ لسیزو د جنګونو، سازشونو، نړیوالو د جالونو څخه راوتلی دی، د ډیموکراسۍ په دوو مرحلو کې یی دومره ګټه تر لاسه کړه چي د جنګی کسانو په ځایی لوستي، پوهان طبقه کاندیدان شول. افغانستان کې د ثور له انقلاب نه واخله د جهاد، فساد د دورونو پوری خلک اوس د خپلو
افغانانو نه د جنګ په زور نه، د رایې په خوښه ځان چوکیو ته رسوي. د افغانانو د ټولونه لویه ګټه داده چي هغوی د غرونو غارونو، مورچلونو نه راپاڅېدل او د ټولټاکنو لپاره د رایې ورکولو په کتار کې ودرېدل او د خپلې رایی څرګندونه کوي، چي د جنګونو د مورچلونو نه راپاڅي او جنګی خوی په جمهوریت بدلوي، نو دا د افغانانو د جمهوریت د خوښۍ څرګندونه ده او که نه؟
د ګاونډی جمهوری هېوادونو لپاره د یو بل ډیموکراسۍ کلچر هېڅ په تاوان نه دی، بلکې د ټولونه لویه ګټه ده، ځکه چې هېوادونه د یو بل سره په جمهوری ژبه او اصولو په اسانه خبره کولی شي. که د یوه هېواد ژبه ډیموکراسي وي او د بل ګاونډی ژبه پوځي مارشلايي یا د موروثی بادشاهت ژبه وی، هلته فیصله ګرانه هم وي، باوراو اعتماد هم نه لري.