د رحمن دي همه واړه انتخاب
23.05.2014: د پښتو ژبې په کلاسيکي دوره کې عبدالرحمن بابا له هغو سترو او لوړومعروف ترينو شخصيتونوله ډلې څخه شمېرل كېږي چې تل يې د ياد په ډول په خپلو ذهنونو کې د تل لپاره ژوندى ساتواو همدا راز يې د نوي سبک او طريقې بنيادګراو لاروى بللى شو .
عبد الرحمن بابا له نوو ابتکاراتو سره پښتو ادب کې د خپلو آثارو په واسطه د پښتو منظومه ژبه په ډېره اوچته او بلنده پايه او معيار باندې اودرولى دى ، د عبدالرحمن باباپه اشعارو كې يو ډول هنريت سره ، سره ولسي او عقيدوي انګېرنې هم شاملې دي مخکې له دې چې بحث پرې وکړو د منطقي دلايلو عيني واقعيتونو په رڼا کې يې تر څيړنې لاندې راوستلى شو او په خپله وينا کې عبدالرحمن بابا وايي :
چې علاج کولاى نه شي د قسمت څوک
تروبه څه وايي و چا ته نصيحت څوک
که نظر کا و قضا او هم رضا ته
په هېچا باندې دې نه کا ملامت څوک
عبد الرحمن بابا نه يوازې د پښتو په ډګر کې يو ستر شاعر بلکې يو لوى ديني عالم هم دى چې د فقې او تصوف درس يې له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه حاصل كړل او د نورو تعليماتو د پاره کوهاټ او نورو سيمو ته تللى دى او په لوړه کچه يې د شعر منظومه نړۍ په ټولو نړيوالو په بنيادي توګه وروپېژندله .
عبدالرحمن بابا د پښتو او درى ژبې د شعرونو مطالعه هم لرله او ډېر داسې شعرونه يې شته چې د دري ژبو وتلو شاعرانو لکه عبدالقادر بېدل ، سعدي صيب ، خواجه حافظ شېرازي او داسې نورو افکار يې لوستي او په خپله شاعرۍ کې يې هم ځاى پر ځاى کړي دي .
عبدالرحمن بابا په خپلو اشعارو کې د تصوف رنګ د قران پاک له تفسير او د حديثو له رڼا ګانو څخه په ډير هنريت سره اخستى او په ډېره لوړه كچه يې کارولي چې په ټولنه کې هم دشهرت عوج ته رسېدلي او ټول اديبان او عالمان يې له هنري فكريت سره لوبې كوي او ورنه ګټه اخلي عبدلرحمن بابا په خپلو شعرونو کې الله ( ج ) او د الله ( ج ) د رسول محمد ( ص ) صفات يې په منظومه ژبه کې عام کړي دي .همدا راز يې په تخليقي توګه په خپلو شعرونو کې رقص السماع ته هم ځان روسولى دى چې د تصوف د دنيا يوه اهمه برخه يې ګڼلى شو رقص سماع هغه حالت ته ويلى شو چې د تصوف په افرادو کې يو اوښتى حالت يا بدلون پيدا کوي چې د کلاسيکي موسيقۍ يوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي او په دې اړه يې د سماع رقص دا شعر تر بحث لاندې نيولى شو .
ساقي راکړه نن و ما ته جام د رقص
زه ارزو په زړه لرم مدام د رقص
ده وې اوس به د خوښۍ ساعت په تا شي
مغني راکړه ته و ما پيغام د رقص
سر يې پاس ترېنه فلک سرګنديږي
چې په چا وشي ارشاد اعلام د رقص
كه دشعرونو نړۍ ته زير شو او د عبدالرحمن بابا لوړ تخيلات مخته كېږدو نو ثابتېږي چې په ساده او روانو خبرو كې يې ډېر هغه څه اخستي چې انسان په يوه معنوي فكر كې ور غورځوي كه د لوړې پولې دا منظوم كلام ته زير شو چې پخپله وينا كې وايي .
په سجود يې ځمكې سر دى لگولى
هم يې زوړند په ركوع سره سمان دى
كه دا شعر د خيال له پولې واړوو نو داسې برېښي چې دالله تعالىٰ ټول نظام د عبادت يوه ذريه ده نو بېشكه چې دا هر څه عبادت كوي خودا ، دانسان د لمانځه هغه ټول ركنونه دي چې په كائيناتوكې يې لټوي په منظومه ژبه يې بيانوي او بل ځاى كې وايي .
هره ونه په قيام ورته ولاړه
هر مارغه يې په هوا كې ثنا خوان دى
همدارازدانسان ټول فكر د تخيل په صف كې الله(ج) او د الله(ج) رسول( ص ) ته ګرځوي او په هره تسبيح كې د خپل رب نوم ثابتول غواړي دا هر څه چې دي د تصوف هغه عميق خيال دى چې رسېدل ورته د ټول عمر مزل غواړي .په ډېرو شعرونو كې د پند او نصيحت په توګه تبليغ كوي هر څه د هغه چا نظام ته برابروي څوك چې دا نظام چلوي .او كله كله د عشق په لور هم ګړندى شي او هغه ګام اخلي چې په يوه قدم ځان رسول غواړي دا رسېدل هم د حقيقت په لور دي ، نۀ دمجاز ، كه له مجازسره خبرې كوي هغې كې هم يو حقيقت پروت دى عبدالرحمن بابا چې كومه خبره له نن نه څو پېړۍ مخكې كړې نن داسې برېښي چې د وخت له نظام سره همدا اوس او چا نوې كړې وي ولې چه دا هم د هغه د صوفي ګريت يوه ښكاره څرګندونه ده او دصوفيانو كرامت هم په ټولنه كې مفتي عبدالحنان داسې برسېره كوي
كرامت د اولياوكې شك نه شته
دحنان په همه واړو دى يقين
نو دا يقيني خبره ده چې هغوى د مرتبې خاوندان ووهره وينا يې دانسانيت لپاره يوه رڼه هنداره ده كه دصوفيانو خبره بار بار كوو نو بايد د صوفي نښې هم وګورو چې صوفي چا ته ويل كېږي په دې اړه د ځينو تاريخ ليكونكو نظريات اخلو چې صوفي څوك دى ؟
د تصوف په اړه ډېر داسې نظرونه شته چې بيانول يې اړين دي ځينې وايي چې تصوف د ( صوف ) له كلمې څخه اخستل شوى چې صوف په عربي كې ( وړۍ ) يه پشمينه نيمسي يا شړۍ ته وايي چې د څارويو له وړيو څخه جوړېږي دا ځكه چې صوفيانو به داسې پشمينه جامې اغوستې تر څو يې اوجود نا آرامه اوسي او توجه يې دالله (ج) له ذاته بلې خواته وا نه وړي .
او بعضو بيا دا كلمه د( صفا ) نه پورته كړې ده چې صفا دپاك والي په معنى برېښي يعنې دوى خپل نفسونه له هر ډول دنياوي مادياتو څخه پاك كړي او فكرو خيال يې اخرت ته اړولى دى خو ځينې وايي چې د تصوف كلمه له ( صفحې ) نه اخستل شوې چې منسوب والى يې له اصحاب صفحې سره برا برېږي يعنې هغو كسانوسره چې عمال يې په عقيدوي توګه د كموالي نه خالي دي په دې اړه ډېرې نظرې دي ابوالقاسم قيشري وايي ( صوفي هغه دى چې په عمل باندې ښائيسته وي او د خلكو په نظر كې مردود نه اوسي ) همدا رازحكيم سنايي د تصوف په اړه داسې نظر څرګندوي .
اين همه علم جسم مختصر است
علم رفتن به راى حق ديګر است
چيست اين راه رانشان ودليل
اين نشان از كليم پرس وخليل
( شبلي ) د تصوف په اړه داسې څرګندونې كوي ( صوفي هغه چا ته ويل كېږي چې نه په دنيا او نه په اخرت كې څوك وويني بغير ديوه ذات نه چې الله (ج) دى يعنې ټول فكر او پام يې يوازې او يوازې د الله تعالىٰ رضامندي اوسي . نو پورته صفات ټول په عبدالرحمن بابا كې موجود دي ځكه د معراج تګ په يوه قدم ثابتوي .
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلى دى رفتار د دروېشانو
او خپل كرامت سينګاركړې بوډۍ ته داسې روښانه كوي .
په دغه لاړه په دې راغله په دې بيا راځي
بوډۍ چې سترګې توروي ما ته خندا راځي
نو داهر څه دتصوف هغه مقام دى چې د عقل له پردو ورته كتل ډېره لرې فاصله لري چې په دې راز هر څوك نه پوهېږي .كه د عبدالرحمن بابا نظر هم په خپلو كلامونوكې ونغاړو نو هم داورېدونكو او هم دلوستونكو د پام وړ ګرځي او ډېرداسې مجلسونه شته چې دفكر دبدلون لپاره پكې د ده كلامونه ويلى كېږي . پخپله وينا كې هم وايي
په غزل كې يو دوه شعره انتخاب وي
د رحمن دي همه واړه انتخاب
په دې اړه د غزل بابا امير حمزه خان شيونوارى هم د عبدالرحمن بابا نه په تعاثرسره له خولې داسې فطري ږغ باسي چې پخپله يې هم د اورېدو تاب نه لري او په عاطفي تو ګه وايي
په مجلس كې شاعرانو لاس په نام شئ
قدر دان دشاعرانو رحمن راغى
همدې هنريت ورته هغه مقام ور په برخه كړى چې د غزل روانو سلسلو يې هغه ښېګړه او ځانګړنه چې د ده شعر ته يې ګرانښت او پايښت ور كړى دا به په همدې هنريت ټول عمر د ادب په جهان كې ژوندى وي او دخضر غوندې به تر قيامته پورې عمر كوي دعبدالر حمن باباپه شاعرى كې بنيادي او بنسټي الفاظ او ټكې د عشق او عرفان له شتون سره مذهبي جزبې هم لري د ده كلام د هنريت مظهري جامه بللى شو بل ښه خاصيت د با با ټكى د ادم ( ع ) له زمانې نه په ميرات كې را پاتې دى خو عبدالرحمن بابا هم د پښتوژبې د شاعري بابا ګڼلى شو او هغه څه ترې نه اخلو چې د فكر د تندې ماتېدو سبب ګرځي .او په اخېره كې د عبدالرحمن بابا په دې شعرونو د پاى ټكى ګږدم
ژوبل ژوبل د خوبانو په نګاه يم
لا تر دې نه زيات غوصېږم چې پنا يم
دسپين مخ د تورو زلفو له رغبته
منت بار دهر سفيد دهر سيا يم
درقيب خبرې وړم د يار لپاره
دعاګو هم دنيك خوا هم دبد خوا يم
بې دعشقه كه مې عيب كه مې هنر دى
نه خبر په عبادت نه په ګنا يم
ښاخ د زلفو يې پخپله خداى راټيټ كړ
گڼى زه ديار تر قد پورې كوتا يم
بې صبرۍ ديار په وصل كې مهجور كړم
دسپرلي په مرغزار كې وچ ګيا يم
درقيب علاج اسان دى بلا اوشوه
زه رحمن له خپله ياره نه بې سا يم
په اخېره كې د نيو كابل كتاب پلورنځى مشر تا به غړي زېور هېواد مل څخه يوه نړۍ مننه چې د وتلي او پېژندل شوي شخصيت صوفي عبدالرحمن بابا اشعار يې يو ځل بيا را تازه كړل چې په دې سره د پښتو ژبې او هنريت ته ډېره ښېګڼه او بډاينه رسېږي او په تخليقي توګه يې داشعارو څخه فكري او عقيدوي ګټه او لاسته راوړنه راځي .
په درنښت
نظيرالحق قريشي
دپيلوزې مجلې مدير