د افغانستان د تياتر د اتم جشن خبرتيا
[16.Oct.2014 - 19:11]کابل ، ۱۳۹۳ کال د تله ۲۴ مه
د افغانستان د تياتر اتم ملي جشن د ۱۳۹۳کال د میزان د مياشتي له ۲۶ نه تر ۲۸ (۱۸ تر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴ ) پوري په کابل کې جوړيږي.
سږ کال هم دا ملي جشن ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګويته انستيتوت ، آغا خان بنسټ، ،کابل تياتر ؛ د فرهنګ او مدني ټولني بنياد د افغانستان ملی رادیو تلویزیون او ځینو نورو نهادونو په ګډه مرسته جوړيږې.
د دی جشن نمایشنامی به هره ورځ د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۵ بجو پوری په ملي تياتر( کابل ننداری ) کي اجرا کيږي.
په عمومي توګه په دي جشن کې ۱۵ ننداري ليدونکو ته وړاندي کيږي چې له دي جملي څخه ۸ نمايشنامي له ولايتونو او ۷ نمايشنامي د کابل څخه اجرا ته وړاندي کيږي.
د جشن پرانیستغونډه د شنبی په ورځ د میزان په ۲۶ ( د اکتوبر ۱۸ مه) ڼيټه د سهار په ۸ بجو د ملی تیاتر ( کابل ننداری ) په تالار کي ده.
تاسو ته په ډير درناوي بلنه در کوو چې په دي غونډه کي کې گډون وکړي.
په درناوي
ابراهيم هوتک
د گويته انستيتيوت د کلتوري چارو مشر
تليفون : ٠٧٩٩٣١٣٩۲۲
الکترونيکي پته : [email protected]