د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مبارکۍ پیغام
[25.Oct.2014 - 19:34]بسم الله الرحمن الرحیم
کابل ـ د ۱۳۹۳ هـ ش کال د تلې میاشتې دریمه نېټه
25.10.2014: داوږدې مودې تر انتظار وروسته د ولسمشریزو ټاکنو جنجالمنه پروسه د ملی وحدت حکومت د جوړولو په موافقې سره پای ته ورسېده او د انتخاباتو د کمیسیون لخوا ډاکتر محمد اشرف غنی احمد زی د ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرائیوي رئیس په توګه اعلان شول. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د ملی وحدت حکومت اعلانولو ته په ښه نظر ګوری او ډاکتر اشرف غنی احمدزی، ډاکتر عبدالله او د هغوی مرستیالانو ته د نویو له مسئولیته ډکو دندو د نیولو مبارکی وایی او هیله کوی چې د پنځو راتلونکو کالونو په موده کې د هیواد د سمسورتیا او ملت د هوساینې په لاره کې د واحد او غښتلی حکومتي ټیم په توګه لویې بریاوې تر لاسه کړي.
د وطن د ترقۍ ملی ګوند د خپلې کړنلارې سره سم چې ټاکنی د ولسواکۍ د ټینګښت او پایښت لپاره یواځنۍ لار ګڼې، په انتخاباتي بهیر کې د خلکو د زیاتې برخې اخستنې په هیله ډېري هلی ځلی کړی دي او د راتلونکی ملی یووالی حکومت څخه دا هیله لري، څو د هیواد د ټولو اوسیدونکو په وړاندې بې پرې ملی سیاست پرمخ بوزي، د یوه او یا بل قومي، ژبني، نژادی، او مذهبي ګروپ په ګټه موقف ونه نیسی او د قانون په وړاندې د ټولو اتباعو حقوقوته په یو شان نظرو کړي، په هیواد کې امن او ثبات رامنځته او د دموکراسۍ، ټولنیز عدالت، انسانی کرامت، بشری حقونو، په دولتی ادارو او ټولنیزو چارو کې د ښځو او ځوانانو د ونډې د زیاتولو، ملي یووالی او د هیواد د ولایتونو د متوازن انکشاف پر اصولو باندی د یوې هوسا او پرمخ تللې ټولنې بنسټ کیږدی. د اداري، سیاسی، ټولنیز او اقتصادی فساد جرړې وباسي او کار د کار وړ کسانو ته د هغوی دوړتيا ، صداقت او وطن پالنې د روحيې پر بنسټ وسپاری او په دې اړوند د روابطو پرځای ضوابط لوړ وبولي. د هیواد د اقتصادی نظام د ښه مدیریت په پایله کې پیاوړی شي، د ټولنیزو ګروپونو تر منځ د کرکې او زور زیاتی روحیه بدله او په حکومتي چارو کې د خلکو غوښتنې په رښتیني ډول په پام کې ونيول شي .
ښکاره خبره ده چې ژور بدلونونه د ژورو اصلاحاتو غوښتونکی دی چې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیمونو د برنامو سرلیک او پیاوړې برخه جوړوی. بې له شکه چې د دواړو ټیمونو په موخو کې د ژورو بدلونونو، د فساد په ضد مبارزې ، ښې حکومتدارۍاودنه حذف كولوسياست وعدې ورکړل شوی دي. موږ هیله من یو چې په حکومت کې دواړه ټیمونه خپلووعدوته وفادار پاتي شي نوځكه دټولو ګډون به د ملی یووالی د حکومت په پروګرام کې ژورو بدلونونو او پراخو اصلاحاتو ته لا نوره هم لاره پرانیزي.
د بدلون او اصلاحاتو د برنامو پلی کول په کار پوه، متخصص، متعهد، صادق او په عصری علومو سمبالو ماهرانو ته اړتیا لري. د وطن د ترقۍ ملی ګوند په اند په راتلونکی حکومت کې باید فاسد اشخاص ځای ونه لري، د حرفوی چاپلوسانو او زورواکانو مخه ونیول شی او نه یوازې په دواړو ټیمونو پورې اړوندو کسانو، بلکې ټولو افغانانو ته د هغوی د تخصص، تعهد، تجربې، پوهې، لیاقت، سپېڅلتیا او وطندوستۍ د معیارونو پر بنسټ په حکومت کې د ګډون زمینه برابره شي.
د وطن د ترقۍ ملی ګوند چې په بیلا بیلو مسلكونو کې د لوړو تحصیلاتو او کاری او مدیریتی تجربو لرونکو، صادقو او متعهدو کادرونو در لودونکی دي، تيار دی چې خلکوته د چوپړ په نیت د یادو برنامو او پروګرامونوپه پلی کولوكي برخه واخلي .
ومن الله التوفيق
عبدالحی مالک
د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس