(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
پــــــښـــتــون کـــــبــــــیــر
د تاریخ په اوږدو کې چې د پښتنو په کور تل عمری چې د زور او اور د هڅو او ورکو، راوواهه او راکاږه، تالا کړه او ترغه کړه، لوړ شه، خنجر شه، ټوپک شه او لانچر شه، دې ورک کړه، زمکه ئې ورکه کړه، کلتور ئې له مینځه یوسه او فرهنګی شتمنی ئې د اورونو د لمبو خوراکه کړه. او بیا لا هم د غیرتی او پتمن قام په دې خپله خاوره سره د خپلې ژبې او کلتور څه ژوندی غوندې پاتې دی نو دا خو که معجزه نه وی نو کرشمه خو خامخاده.
ځکه چې د دارانه واخله تر ننه پورې په دې غیرتی هیواد د هرې خوا داور زور اووینو دریابونه راوبهیدلی شول څوک وائی ما ومنه او خپله خاوره راته پریږده څوک وائی د خپل تاریخ اوکلتور خبرې پریږده او زما دا خپل کړه څوک وائی زما سیاست قبول کړه زما فسلفه خپله کړه، زما مسلک راټینګ کړه او د خپلې ژبې څخه لاس په سر شه او زما ژبه خپله ژبه وګرځوه.
خو ددې انسان دښمنه خلقو یکی یوه دسیسه پلمه، پروپیګنډه او هڅه کامیابه نه شوه ولې؟
ځکه چې ددې ننګیالۍ خاورې ننګیالی اولس هر سخته زغمی، د غلیم په مخکې هر یو وخت ډال کیږی سر ورکوی خو سنګر نه ورکوی ډیره په ګرانه ئې ګټی خو ډیره په ویړیا توګه ئې د خپلې ژبې په ساتنه پالنه او روزنه لګوی دغه وجه ده که وطن ئې هر وخت میوند میوند هم شی خو بیا هم دی بریالی پاتې کیږی او ولې نه چې زلمی ئې خو دی زلمی ، په وخت ئې باتور نظره پیغلو هم په سنګرونو بنګړی مات کړی او مورچلونه ئې راټینګ کړی دی دغه خو وجه ده چې
د بـــــــــابـــــــر او د بـــــــادر خــــــــبــــرې لاړې
د افـــغــان قــیـــصه بـــاقـــی ده کـــوهــسـتــان کـې
په دې وطن پاله زامنو کې یو پتمن زوی پښتون نامه د کـبـیـر ستوری په نوم پیژنی څوک چې لکه دایلم د غره اووه مخونه لری چې هر یو ئې د ځلا، ښکلا، نور، او حیا ډک او د ستاینی وړ دی ډاکتر کبیر ستوری په رښتیا چې ډیر اړخونه لری او په هر اړخ کې ښه کامیاب او بریالی دی ډاکتر دی ساه پوهه دی، دانشور دی، ادیب دی، شاعر دی، او یو سیاسی مشر هم دی نثر هم لیکی او نظم هم او دواړه ډیر ښه لیکی.
د نورو ډیرو کارونو څخه پرته ئې د پښتو ادب په ګلستان کې لس اته داسې ګلونه لګولی دی چې که یو خوا ددغه ګلونو رنګونه جدا جدا دی نو داسی ئې خوشبویائې هم جدا جدا او ډیرې معطرې دی څه هم که موضوع ګانې ئې یوازې نوې بلکې ډیرې ګرانې هم دی خو لکه چې د لوئې افغانستان د لوئی کونړ، دا شهزاده د خپلې ژبې ، لهجې، اوپا کې او اسائی پښتو په راقابو کولو بریالی دی. نو دغه وجه ده چې دغه ګرانې موضوګانې ئې دومره اسانی کړی دی چې لوستونکی ترې خوند او فائده او چتولی شی.
دلته زه د لوئی کبیر په هغه لوئی فن اوارت بیرت میدان نه شم غږیدلی ، زه چې د ډاکتر صاحب د کوم شی نه ډیر زیات متاثره یم په هغې یو څو کرښې وړاندې کوم د ټولو نه جوت او غښتلی مقام چې ډاکتر کبیر ته په برخه شوی ؤ هغه پخپله خاوره خپله ژبه، خپل قام، خپل تاریخ او خپل کلتور یوه لیونۍ مینه وه.
او هم دغې شیانو زه د ډاکتر صاحب مریدۍ ته چمتو کړی وم ځکه چې دا د هغوی لوئی ارمان ؤ چې یوازې دا ساهو قام دې هسکه غړۍ نه وی ورسره دې د خپلې شتمنۍ ، د خپل سیاست، د خپل کلتور د خپلې ژبې او خپلې خاورې او خپل اختیار څښتن دې وی او دده نامه دی د نړۍ په قامونو کې ځلانده وی دغه وجه ده چې ډاکتر صاحب فقط دا رزوګانو او خواهشونو سړی نه ؤ د عمل د میدان شهسوار ؤ او په هر توګه ئې ددې قام خدمت، په ژبه، په قلم، په ګوندونو او غونډو جوړولو، په سیمینارونو، په مشاعرو، جلسو میلو، اتڼونو او پروګرامونو کړیدی.
څه هم که د کور کلی او هیواد څخه په زرګونو میلونو لرې ؤ. خو دا وطن، پت اوپښتو ته ډیرنزدې ؤ او هیڅ کله ئې د وطن غمیزې او له دې بیاسرودانۍ څخه زړه اړولی نه دی کله چې به هم په بر هیواد اویا کوز هیواد کې د پښتنو د قامی وحدت څخه غونډه وه او که د ژبې او کلتور څه کانفرنس، سمینار او غونډه وه نو مونږ به لا د سوات نه پیښور ته نه وو رررسیدلی چې ډاکتر به سره د خپلو ګلالو او پتمنو زامنو ا غیرتی ملګرو د پښتنو په پیرس پیښور کې موجود ؤ او دا پکې لا بله ، چې میلمه به دې ؤ او په ډیره پښتنی مینه او د موسکا نه په ډکه خله به ئې غاړه تر زما چا پیره او پخیر به ئې راته ووئیل د ډاکتر صاحب لکه چې په عام ژوند کې خوږه خله ئې د مسکا ډکه ، مینه ئې له امو پراخه او دمازغو کاسه ئې لکه د اباسین ارته بیرته وه چې پخپله لویه سینه کې ئې ډیر سیندونه، خوړونه، چینې او ابشارونه رایو ځائې کړی وو زړه ئې د هر پښتون ، ددمې کور ؤ او هر ه خبره ئې د پوهې او شعور ډکه وه.
بې شکه د لوئی زړه څښتن ؤ د زمری هومره زړه او تاتری هومره حوصله ئې درلودله او بغیر د څه ویرې تر هې، لالچ او دسیسې خپله خبره په ډاګه کوله که هغه به په سټیج وه او که قلم په ژبه دغه وجه وه چې لويی کبیر د هر پښتون او بیا خاص کر دلیکوالو په زړه کې ځان ته د مینې،محبت او احترام یوه لویه پلازمینه جوړه کړې وه او د هر چا به دا خیال ؤ چې کبیر هم فقط د ده دی.
د کبیر سیاسی هلوځلو د پت پښتو ډک مزل د هغه نه د قطب ستوری جوړ کړی ؤ چې ماغوندې ډیرو ډیرو پرې خپل منزل ته د مزل لاری ټاکلی.
ما ورته په پیښور کې د زامنو په مخ کې د ډیورنډ په دې ورستی پروګرام کې جولۍ وغوړوله چې ډاکتر صیب که زما سره سوات ته زما جونګړې ته لاړ شې په دې نه یم چې ستا میلمستیا به وکړم په دې یم چې سباله به تاریخ دا خبره یادوی چې دا جونګړه که هر څو خواره و زاره ده خو بیا هم د فخرا اواقتخار وړ ده ځکه دې ته د پښتو لوئی پښتون، لوئی فلسفی ، لوئی دانشور کبیر ستوری دراتلو شرف بخښلی ؤ یو شیبه ساکوته غوندې شو وئیل شاهین صاحب نوره خبره به وروستو وکړم خو زما دا غټ ارمان دی چې د شاهین صیب په شان مې د خبرو کولو چل زده کړی وی دا د هغوی لوئی پیرزوینه وه ګنې زه د هغوی په ډیرو شاګرانو کې یو کمزوری غوندې شاګرد وم خو هغه د چا خبره که خاورې هم اخله نو د لوئی ډیران څخه ئې اخلی او کله چې بیا ما د هغوی د کوچ سپیره خبر واوریدو نو بې هوشه شوم دغه وخت د کور کلی ډیر لرې په ګلګټ کې وم چې هغې درنې جنازې ته ئې رارسیدل هم یوه ناشونې خبره وه او دغه شان زما دا سپیره خونه، سپیره پاتې شوله.
بره کرښو کې لکه چې زکر شوی دی چې دهغوی د لیک او کار ډیر اړخونه دی خو زه ئې د قام پرستۍ د جذبې نه ډیر متاثره یم حالانکې ډاکتر صیب دې لړ کې متعصب نه دی انسان دوست دی ، د هر بشر وده او ښه غواړی.
زه د جــهـان یــوه ټــوټــه یم بـیـلــیـدلی تـرې نـه شم
داسې بـه کـړم چـې هم ځـما هـم د جـهان خوښـیـږی
پښتون چې د ډاکتر صیب د وینا او هلوځلو مرکز دی وائی
پــښـــتـو، پــــت، ښــیـــګـــړه، تـــــوره او وفــــا ده
چې ور زیـات کـړی نـنـګ پـښتون تر ینه جوړیږی
چې د پښتون څوک غور کوی او غم ئې خوری د کور به ورله د مخکې نه ارومرو غم کوی کبیر وائی.
د ســبـا ســــــتـوری شـــــه رڼــــا جــــــوړه کــــړه
چــې ئــې پــښــتــون نــو پـــښـتـونــخـوا جوړه کړه
او ددې د پاره د یو سوچه قامی وحدت ضرورت او اړتیا ده بغیر له دې څه نه کیږی ځکه خو کبیر صیب وائی.
پـښـتون قـامی وحـدت په لـوری ســتـوري سره ځمه
دا لاره کــه اوږده ده خـــو مــــزل ئـــې لـــنـــډوي
د قام، قامی وحدت د پاره یوه نره ، کلکه ، مامور او شتمنه ژبه ډیره ضروری ده.
خوپښتنون اولس خپله ژبې څخه لویه بې غوره کړې ده هسی چغې سوری وهی عملی ګامونه نه اخلی.
ســتـوریـه پـخـپـله مـونـږه پړه یو پردی ګرم مه ګڼه
پـــښـتــو پـخـپـله مـونـږ ځـپـلـې مـلامـت خــپـله یــو
پښتون تل خپله ژبه د خپل منصب او خپلې چوکۍ د سره ځار کړیده چې د بخت او تخت وغورځیږی او ریټایرډ شی نو بیا ئې قام، ژبه ، وطن ، کلتور رایاد شی خودی بیا پنچر سانیکل وی د هیڅ کولونه وی ځکه خو کـبـیـر وائې
چــې د بــل لــه ویـــرې خــپـلـــه ژبــه پـــریـــږدی
کــه افــسـراو یــا سلـطــان شـــي خــوښ مــې نـدی
د ملا چې په پښتنې نړۍ کې کوم رول دی او پښتو ورله څومره اوچت مقام او حیثیت ورکړی دی دا په کلهمه نړۍ کې بل چر ته نشته نو دا خو اوس په ملا صیب ده.
چې د ښو جواب په ښو ورکوی او که په بدو ځکه خو چا وئیلی دی چې
هـــر شـــی چـــې لـنـګـیــږی راوړی د ځـــان په ځــیـر
لـــنــګـه چــې نــیـکــی شــی یــا بــدی راوړی یـا هـیـر
ډاکـتر کــبـیر د پښتون ملا نه هم په هر ډګر د پت، پښتو، امانت او دیانت غوښتنه کوی ځکه چې دی د پښتون د کور ملا دی کبیر ډاکتر د ملا په دغه رول ژور نظر لری ځکه خو وائی.
چـې زر محل ته سجـده نکړي صرف کعبی ته ئې کړی
داســـــی زاهـــــــد داســــی امـــام داسـی مـلا غــــواړم
ددی بره ذکر شوو کارونو سره چې د پښتون کلتور او بیا ټنګ ټکور نه وی نو د پښتو دکلتور کړۍ شلیدلی ښکاری ځکه خو کــبـیـر دغه اړخ ته هم ښه نظر لری وائی.
مـنـګی ربـاب سـره چې مـل شی نو حجره توده وي
په خـاص کـونـړ کې دا د ســتـوری د مسـرو ژبه ده
په زړه ئې د وطن د بیارغونې ، ښکلا او ځلا څومره ارمانونه دی لکه څومر ښه وائی
پــاکـــه ربــــه ښــــاد ابــــاد دا پـــــښــتـانــه کـــړې
د نـــړۍ پـــه اولــسـونــــو کــــــې درانـــه کـــــړې
د بـخـــت ســـتـوری ئې روښـان کړې په اسمان کې
خــپـل وطــن کـې ئــې واکــمـن او کـوربـانـه کـړې
ددې دریم بت لیکه دا شعرونه چې سړی په غورولولی نو یو خو ډیر اسان او د ساده ګۍ د ښکلی ژبې ډک د او د پښتون د سوکالۍ و خوشحالۍ څومره خوشبو ترې راځی.
خپلو او پردو لوئی او نجیب وطن په شریکه وران کړی دی دارانه واخله تر پيرنګی پورې هم په دې زمکه څو څو واره اورونه بل شوی دی او ټولی خونی ړنګی شوی دی خو چې په افغان کې په حیث د یوافغان ژوندی احساس موجود ؤ او ټول قام که هغه افغان ؤ پښتون، ترکمنان، ازبک، پشه ای او نورستانی ، هزاره ؤ یو افغان ؤ نو دوی پخپل ایمان، توره او پت دغه ټول یرغلګر مړه او ورک کړل خو دا وار لانجه ددغه ټولو څخه زیاته ورانه ښکاری ځکه چې دا وار افغانان/ پښتانه ځان پخپله غرقوی او د یو افغانیت ، د پړې څخه سر اوباسی دا وږی باز د بل په لاسونو کیښنی او خپل وطن ورانوی خو دا خبره د یاد لرلو ده چې که افغان/ پښتون پاتې نه شوی نو غرق به شی اوورک به شی او لکه د مولو ټیپرو به په چنیګه کې دننه خرڅ شی، دا چې د تاریخ په اوږدو کې د دومره ډیرو زور ګیرو نه خپله خاوره خپله ژبه،خپل تاریخ او کلتور په امان کړی او د ورکیدو څخه دې بچ کړی هغه فقط یو افغان وی ستا دله خاورې د مصر بازار ګی نه ؤ جوړ شوی چې ورور به پکې دورور سودا کوی.
ډاکتر کبیر دا هر څه وینی ، ډیر ښه ترې خبر دی، نو دا باتور نظره دانشور او د افغان د ښې ورځې او شتمنۍ نه نا امیده نه دی ځکه خو وائی
ســــتـوریـه ستا د هـیلو او امــیـد غــوټــۍ غـوړیــږی
جـوړ بــه د قــامــی وحــدت ســازونـه سـرودونـه شـی
-
بېرته شاته |