(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.8.14 زما مول-لنډه کیسه

29.08.2014: لیک: پروفسراسیر منګل
دا ښه وه چې ګلاب په موقع راغلو ګنې نن دګلي خير نه وۀ خدائ خبر دکرمي مور به ورته لا نورې کومې سپکې سپورې وئيلے او څنګه په دو دو وهلو ته ور روانه وه خو چې لېور ئې وليدونو پښه نېولې شوه او دخپلې کوټې مخه ئې ونيوه خدائ خبر چې خپله غصه ئې سړه وله او که ګلاب نه حياء ورغله ولې په دې وخت ګلاب ته خپله ځواني مرګه شائسته ضرور مخې ته ودرېده او دهغې دا خبره د هغه په مازغو کښې وګرځېده-
"خدائ دې ګلے زما نه مخکښې کړي ګنې نو ورندار به ئې په ژوندوني وخوري"
هغه کله هم دښځې په دې خبره غوږ نه وۀ ګرولے خو نن هر څه رښتيا ښکارېدل
ګلي چې پلار وليدو سترګو نه ئې داوښکو فوارې روانې شوې پلار زر زر د زوئې په سر لاس راښکو او دهغه په مخ پرتې اوښکې ئې هم دهغه په لمن پاکې کړې بيا ئې په غيږ کښې ټينګ کړو او ځان سره ئې خپلې کوټې ته بوتلو ګلے اېله د دوو ورځو وۀ چې مور يې پورپرې کړو دګلاب خيال و چې دشائستې دمرګ نه پس به هغه ژوندے پاتې نه شي خو بنده ډېر سخت وي دهغې دجدائې دا دے شپږم کال پوره کيږي خو هغه تروسه پورې بل وادۀ نه دے کړے او هغه په دې حقله سوچ هم نه شي کولې شائسته دګلاب مينه وه د ډېرو تکليفونو او مصيبتونو نه پس چې خدائ پاک دواړه يو ځائې کړو نو صرف دوه کاله ئې تېر کړو او بيا شائستې همېشه دپاره سترګې پټې کړې دواده په ړومبۍ شپه چې ګلاب په خپله ګوته چک ولګولو نو هغې په حېرانتيا ورته ووې،
"دا څه کوې؟ ګلاب جواب ورکړو،
"يقين مې نه راځي چې دا هر څه خوب وېنم که حقېقت دے"
شائسته مسکۍ شوه او وئي وئيل،
"بس دے جانه، دليونتوب ورځې تېرې شوې"
اوس بس دا يو ګلے هغې ورته په نخښه کښې پريښې وۀ او د هغه ورباندې دشائستې مينه ماتېده ولې دګلاب مور دخپل زوئ داحالت نه شو ليدلے نن چې هغه ګلے خپل ځان سره کوټې ته بوتلو څه ساعت پس ئې ادې ورغله او ورته وئې وئيل،
"زه درته وايم واده وکړه خو ته زما نه منې دا ښه ده چې نن دې هر څه په خپله ولېدل"
"خو مورې-------"
"دا ټيک ده چې ته دګلي ژوند تباه کول نه غواړې--------"هغې د ګلاب خبره په نېمه کښې ووهله
ګلاب او دهغه دمور په مېنځ کښې داسې خبرې به ډېرې کېدې خو هغه ته خپل ماشوم ډېر خوږ وۀ او هغه به همېشه داسې فکر کولو هسې نه دبل واده سر ګلے زما ديادونه اوځي او بيا چې شائسته به ورته مخې ته ودرېده نوخولې نه به ئې يوه بې اختياره کړېکه وواته او ادې به ئې زر زر ملا د جمات نه لاس نېولے راوستو چې هله مولوي صيب ته وګوره په بچې مې څه چل شوې دے
شپې ورځې تېرېدې نه هغه بل واده ته غاړه کېښوه او نه ګلي وده کوله دخدائ تعالي فضل وۀ په کور کښې دهېڅ کمے نه وۀ ګلي چې څه غوښتل هغه به ئې ورله راوړل خو هغه لکه دلښتې وچيدو او نرے کېدو په ډاکټرانو او طبېبانو ډېر وګرځيدو خو دماشوم صحت دښه کېدو نه وۀ ګلاب دهغه دا حال نه شو لېدے او مور هغه ته خفه کېده ګلاب که هر څو دشائستې په ځائې بله ښځه کور کښې نه شوه لېدے خو هغه نور په خپله خبره ټينګ پاتې نه شو او ادې دنوې انګور لټون شروع کړو کله چې ماشوم ګلي ته پته ولګېده نو هغه ډېر زيات خوشحاله شو دهغه په زيړ زبيخلي مخ کښې وينه راوګرځېده او پلا نه ئې تپوس اوکړو،
"دا جي، زما مول لاځي؟"
"او بچے ستا مور راځي"
او بيا ئې ډېر په معصومانه انداز کښې ووئيل،
"دا جي، بيا خو به ما دکلامي مول وخي نه کنه"
دې خبرې دګلاب دزړۀ په پرهرونو مالګې ودړولے او هغه په ډډ اواز کښې ووې،
"او بچے بيا به تا دکرمي مور وهې نه"
ګلي هغه ته داسې په خوشحالۍ ووکتل لکه چې هغه يتيم نه وي او په رېښتيائې مور راروانه وي دې سره دګلاب غړي درانه شول او هغه داسې محسوسه کړه لکه چې د هغه شاته شائسته ولاړه وي او هغه ګلي ته وائي،
"بچيه، دکرمي مور خو بيا هم ستا تره ښځه ده خدائ پاک دې د مېرې مور دتاوه وساته"
دمور نوم اورېدو سره وړوکے ګلے ډېر په چرت کښې وۀ او هرۀ ورځ به ئې پوښتنه کوله،
"دا جي، زما مول به کله لاځي،"
د واده بندوست شروع شو دګلي خو دخوشحالۍ څه حد نه وۀ هغه اوس په جامو کښې کله ځائېدو خپل همزولي تربور کرمي له به ئې په ډېر فخر وئيل،
"که ستا مول شته نو زما مول به هم لاشي او،"
او بيا يوه ورځ نېټه وټاکلے شوه خپل پردي راغونډ شو په ګلي خوار اوس دخلقو ترس راغې هر چاته به دهغه دمور وادۀ يادېدو دناوې سرې جوړې ته خو ټولو ښځو په يو اتفاق داسې وژړل تا به وې چې دې کور ته اوس د ډولۍ په ځائې جنازه رادننه کيږي، ماشوم ګلے په دې ګږليچونو څه پوهېدو هغه حېران دريان ولاړ وۀ لکه چې وئيل ئې
دا څنګه چل دے؟ کله چې زما مول نه وه نو چا هم زما تپوس نه کولو او نن زما مول لالا وانه ده نو هر څوک جالي، هغه ډېر په حېرانتيا دګلاب دخور نه تپوس اوکړو
ترورې! ته جالې ولې نن خو به زما مول لاځي کنه،
هغې وړوکے ګلے په غيږ کښې وينو او په ډک غريو ئې کوټې ته مخه کړه
دګلي مور ډولۍ راننوته په ناوې ماتې پېسې وۀ شېندلې شوې او دسر نه ئې دسپيلنو ډکه توره کټوي راتاؤ کړې شوه او بيا په زمکه د نظرماتي په غرض ووېشتلې شوه ټيکرو سره تور لوګي هم اخوه دېخوا خوره شو ښځې او جينکۍ په ناوې راغونډې وې ناوې په پټ مخ ناسته وه يوې ډډې ته ورکوټے ګلے هم ناست وۀ دا هر څه ئې په خپله ليدل صبر نه شو ناوې ته نزدې ورغې او ورته ئې "مولې،------يا مولې----،اوازنه شروع کړل دې غږونو سره ناوې داسې راغونډه شوه لکه چې مچۍ ورباندې چک لګولے وي دناوې ترور چې ګلي ته پام شو نو ډېره په قار شوه،
"يا اخوه شه دناوې نه، لاسمه واده هم نه ده چې تاورنه بيا مور جوړه کړه"
ورځ تېره شوه شپه شوه ميلمانه سنبال شول او ناوې په انتظار وه، کله چې ګلاب کوټې ته ورننوتو نو هغه ته شائسته راياده شوه هغې په ړومبۍ شپه ورته وئيلي وو، 
"شکر دے جانه په دې ساعت ګني ماوې زمکه او اسمان به يو ځائې شې خو زما او ستا --------"د هغه بيا هم باور نه کېدو ولې هغې ګلاب دخوبونو دنيا نه راوويستو او هغه ئې پوې کړو چې دا هر څه رښتيا دي خو په دې هېڅ نه رسېدو چې دهغه شائسته دهغه نه دومره زر مروره ولې شوه چې بيا يې هډو په شاونه کتل-
هغه لږ پښه نيولے شو او هغه داسې محسوسه کړه لکه چې څه ورنه ورک وي 
"هو راياد شول ګلے رانه پاتې دے" دهغه دخولې نه بې اختياره وختل د مور مرګ نه پس به ګلے پلار سره وده کېدو دګلاب زړه غوښتل چې ستون شي خپل ماشوم راولي خو خدائ خبر هغه ولې داسې ونۀ کړے شول او هغه داسې په تندۍ دناوې کوټې ته لاړو لکه چې په رښتيا شائسته دهغه انتظار کوي-
يو سحر ګلاب ناوې سره دنغرې په غاړه ناست وۀ او هغې ته ئې زير زير وکتل هغه ته داسې ولګېده لکه چې هغه شائسته نه وي او هغه يوه داسې ظالمه ښځه وي چې دهغه نه ئې دشائستې ګلے تر وړلے وي بيا دهغه په زړه کښې داسې تېر شول،
"زما شائسته به ماچرې هم ونه بخښېي" او دهغه دخپلې ناوې نه کرکه پېدا شوه سم دلاسه پاڅېدو بهر لاړو ناوې دګلاب په دې حرکت ډېره زياته حېرانه شوه څه ساعت پس هغه ګلے دبهر نه خپلې کوټې ته راوستو ناوے مخامخ ناسته وه ماشوم ته مسکۍ شوه او هغه بيا داسې محسوسه کړه لکه چې شائسته هغه ته موسيږي هغه زر زر ګلي ته دلوبو څېزونه او ممونه کېښودل او په خندا خندا ئې دهغه نه تپوس وکړو،
"بچيه، اوس خو به خوشحاله ئې کنه، وګوره څومره څېزونه مې درله راوړي دي هنه،---که څه کم وي نو ووايه----،"
دې خبرې سره هغه او ناوې دواړه مسکي شول ګلي اول ناوې ته او بيا پلار ته داسې وکتل لکه چې دا هر څه دروغ وي او بيا ئې د زړۀ خبره په خوله راغله،
"دا جي زما مول چې نشته"------------
(اسيرمنګل)

- بېرته شاته