نومیالی شاعرګران له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې
[11.Dec.2014 - 20:21]11.12.2014: په ډیره خواشينۍ سره مودپښتوژبې د نوي نظم او غزل نومیالی شاعر اکرام الله ګران دمړیني خبر تر لاسه کړچې په كوزه پښتونخواكې ئې دروان ۲۰۱۴ ع کال د ډسمبر د میاشتې په یولسمه نېټه دپنځه نۍ (زيارت) په ورځ لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد اکرام الله گران په پښتو ادب کې يو ځانګړی مقام ترلاسه کړی و،پښتو ژبی او ادب ته نه ستړي کیدونکي د ستاینی وړ او نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي چې پښتانه به ئې تل یاد ساتي
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د ارواښاد اکرام الله گران مړینه پښتون اولس او ادب ته ستر تاوان بولي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره يي په دغه نه هیریدونکي دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دی ښاد وي
*****
رواښاداکرام الله ګران د چارسدې پړانګ په ياسين زو محله کښې په کال 1938 کښې د ساداتو په درنه علمي کورنۍ کښې د ميا فضل رحيم کره زيږيدلى ؤ .
دهغۀ پلار د علاقې مشر او ادبي، علمي سړیتوب ( شخصيت) و نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د چارسدې تحصيل بازار په ښوونځي کښې کړې وې، خو د حالاتو دکبله ئي خپلو نورو زده کړو ته دوام ورنه کړى شو.
رواښاداکرام الله ګران د وړوکوالې نه شعراو شاعرۍ سره مینه ؤه د کال 1960 خوا و شا کې چې کله رواښاد سيد جلال مضطرب پښتو ادبي محفل چارسده جوړه کړ، نوارواښاد اکرام الله گران به ئې هرې ادبي غونډي ته رابللو، دارواښاد اکرام الله گران د وينا مطابق چې کله په رائټرز ګلډ پښتو اجلاسونو کښې دارواښاد قلندر مومند صيب اوارواښاد حمزه صيب او نورو ملګرو سره ناسته شروع شوه نو زما ادبي تنده ماته شوه،
ارواښادسيد جلال مضطرب ،ارواښاد غني خان ، اوارواښاد حمزه شينواری د ارواښاد اکرام الله گران نزدې دوستان و.
رواښاداکرام الله ګران د واده سهره نظم حمزه بابا ليکلې چې د ګران بابا په کتاب کښې چاپ ده،
رواښاداکرام الله ګران په شاعرۍ کښې زياته پاملرنه غزل ته ده او نظم ئي ډير کم ليکلي دې، رواښاداکرام الله ګران وائي چې مراد صيب به راته وې چې غزل او نظم دواړه ليکه، خو حمزه صيب به راته وېل چې غزل ليکه،
د ګران بابا د غزل يو کتاب ،،زما غزل،، په نوم چاپ دى چې د ابتدايي اؤ مينځومانې د دور شاعري پکې شامله ده
د هغه دشاعرۍ دپاره مهم موضوعات مينه اؤ انسانيت ؤ لکه دا شعر يې ښۀ ثبوت دی چې
که څوک مې وژني لاس يې هم نه نيسم
زما په يو حالت کې شر نۀ لگي
هاغه دهقان يم کۀ د لوږې مرمه
بغير د ګلو مې بل کر نه لګي
د اکرام الله ګران ډير کلامونه د وخت مشهورو سندر غاړو پخپلو اوازونو کې هم وئيلي چې تقريباً ټول په ټوله مشهور شوي دي دي دهغه د کلام دغو څو نورې نمونې هم ستاسو په وړاندې دي
غزل
چې زما مينه ستا پــه كـار نه راځي
ماله جــــــــانانه! بلــــه لار نه راځي
زما د زړه په چينه خـــوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چــــــا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تـــا لوست ونه كړ
ماله په خوله چـــل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښيـــــــــــــــــاري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنـــــــر مو زده نه كړلو
د دغې ګټــــــــــــې كاروبار نه راځي
ګـــــران د سپرلي زخم په څه وګنډي
چـې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
غــــــزل
ستـــاخـو شـه ظالمــه ! دومره زور اوبه
تـــاپسې مـــې شــــوه دسترګــوتور اوبه
هسې سرابـــــونــــــو پسې منـــــــډې دي
نشتــــــــه دي اشنــــاپه دغــه لــور اوبه
زړه دنهنــــــــګانـــــو سمنـــــدر نـه دی
دالتـــــــه دګیټــــــو ګیټــو په شور اوبه
سترګې اوکاسې چې دې برغونې کـــړې
راغلې ورته خلـــه کې دې میخـور اوبه
ستـــــا لــــه غمـــه مړ لا دپخــوا نه دی
مــــــه اړوه اوس دزړه په سـکور اوبه
ستـــــــا په اننګـــــوخورې ورې خولې
څه رنګې یوځــای شـــو دلته داوراوبه
ګران دې په کـوڅه کې مري له تندې نه
څښلي یې دښکلیــــوکــور په کور اوبه
څلوریزه
څومره چـــې زړه مې وچتېږي ستا له بامه سره
هومــــــــــــره خـــوېږمه اشنا له هره ګامه سره
اوس په خوبونو كې هم مه راځه بدنامه به شې
كلــــــــــــى هر چا دې پرېښودلى ما بدنامه سره
څلوریزه
دا درد زمـــــــــا د زړه زما درمان څومره ښايسته دى
هر څو كه مې قاتل دى، خو جانان څومره ښايسته دى
چا وينې ترېنه وڅښې چا سپرلو له وينــــــــې وركړې
انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى
***
دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته،
د زرو مخکښې هيڅ ښائيست د سرو ګلونو نشته،
رنګين به وي لکه جنت غوندې ماڼۍ به لري،
بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته،
زما د خيال د امن کلى څه په دا رنګه دى،
څه ويره نشته دروازې ئي د کورونو نشته،
ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړه مې شو داغ،
ګنې کمى مې په لمن د تهمتونو نشته،
ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تيښته کوې،
تريخ حقيقت سره پوڼۍ د قسمتونو نشته،
.........................................................
ستا د محبت نشې مې سر ته ځي.
خدائ خبر چې هوش له ما نه چرته ځي.
تته د قامت دې ائينه مه شه.
نن مې اسويلي د زړه بهر ته ځي.
داسې دې نمکينو کتو ياره کړم.
مالګې مې رسا زخمي ځيګر ته ځي.
مينې ليونۍ له مانه څه غواړې.
ګوره ليوني صحرا او غر ته ځي.
لمسې دې يادونو ورته اوکړلې.
خوب چې وو راغلى نو په بيرته ځي.
ګرځو د رخسارو په غرمو پسې.
تل ساړه اخيستې خلق نمر ته ځي.
ګران در سپيلنې شه چې رنځوره شوې.
دا قصور ددۀ سپيره نظر ته ځي