(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د خال کامران شعرونه
پیخور مي مرور دي ۰
پیخور خو پیخور دي که نه ۰
له پختانه نه مرور دي که نه ۰
خان او ارباب یې مخور دي که نه ۰
اغزن ډیورنډ پروت پر خیبر دي که نه ۰
پر پختون بل اور د محشر دي که نه ۰
هم یې پر لر هم یې پر بر دي که نه ۰
بي وزلي ناست پر سره ډګر دي که نه ۰
مرګ یې روا، وایې ترهګر دي که نه ۰
دغه فرمان د یرغلګر دي که نه ۰
پر دښمنانو یې اختر دي که نه ۰
داد و ګرفت یې په ډالر دي که نه ۰
عاشقې حرامه نه ده ۰
مخ کتلو ته مئ پریږده ۰
ځوروونکې د چا نه یم ۰
څو سندرو ته مې پریږده ۰
علمیت خو فرضیت دي ۰
زده کولو ته مې پریږده ۰
تمدن خو حرام نه دي ۰
څو خبرو ته مې پریږده ۰
فیصلې مې ستا منلې ۰
اوریدلو ته مې پریږده ۰
ټول احکام د شرعي حق ۰
فتوا غوښتلو ته مې پریږ ده۰
اتفاق د علما وو ولۍ نسته ۰
که دا هم زما ګناه، ګناه کولوته مې پریږده ۰
ټول حلال حرام خو تا په جیب منډلي ۰
حلال ستا ، حرام کولو ته مي پریږده ۰
هم مشروع هم ډیموکراس سوي ۰
حق ویلو ته مې پریږده ۰
سپین سپیځلې علما په اور کښې لغړې ۰
ښه پوهیږم، ژړیدلو ته مې پریږده ۰
مدرسۍ یئ په بومانو نړیدلې ۰
طالب وایئ ځان وژ لو ته مې پریږده ۰
چي په خټه آزاد قوم یم ۰
پښتون وا یئ جنګیدلو ته مې پریږده ۰
د کاوبائ رسې شکیدلې ۰
پښتني حکمت کولو ته مي پریږده ۰
هجرت ځپلې کامران وایې ۰
صرف لیکلو ته مي پریږده ۰
---
خوږمن زړګۍ ۰
ننګ مې څه سو ، هار مې څه سو ۰
سيلاب(ر) غوندي ځلمۍ ، د ننګهار مې څه سو ۰
Khal Kamran
بېرته شاته |