دغمرازۍ څرګندونه او غندنه
[30.May.2015 - 22:41]په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې دبلوچستان په مستونگ سيمه کې د پښتون قام دوښمنانو 22 بې ګناه پښتانه په بې رحمانه ډول شهیدان کړل .
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دا غیر انساني او غیر اسلامي بزدلانه عمل د هغه پښتون دوښمنه کړیو کار بولي چې غواړي پښتانه په بیلابیلو چمونو، لارو او طریقو له مينځه يوسي او په داسئ کړنو سره په سهیلي پښتونخواکې هم دا غمځپلی ولس د ستونزو سره مخ کړي او په دې سره پښتانه او بلوڅان ورونه په دښمنۍ واړوي .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی پدې باور لري چې د پښتون قام شعوري دوښمنان به د پښتنو په وژلو سره هیڅکله خپلو شو مو او پرديپالو موخو ته ونه رسيږي .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد ټولو شهیدانوله کورنیو سره په دې درون غم کې ځان شریک ګڼي. شهیدانوته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي
په درناوي