څلور پوښتنې ـ محمد شیرین ګردیوال
[13.Jun.2015 - 17:04]۱ درنو هیوادوالو، پتمنو مشرانو او کشرانو ! ـ ایا د پښتون د ستر هویت (پیژند) او قامي وحدت (ملي یووالي) غوښتنه او هیله پخپله د پښتنو اصلي غوښتنه او موخه ده او که نه .؟
۲ ـ ددې لپاره چې د پښتنو مسئلې را کابو کړی شو ، څه پکار دي او یا کوم قدمونه اړین بریښي، چې په ریښتوني توګه د مسئلو حل رامینځ ته کړی شي.؟
۳ ـ د پښتنو کومې مسئلې د ملي ګټو او قامي وحدت (ملي یووالي) د خوندي کیدو پربنسټ د لومړیتوب حق لري؟
۴ ـ که هر پښتون خپل ځان د خپلو ملي ګټو او د ولس د ساتنې او پالنې لپاره په تله کې واچوي او ځان زمه وار وګڼي ، نو ددغه کار د پیل لومړني ګامونه به څه وي ، څنګه او له کومه ځایه پیل وشي.؟
هیله ده چې پدې هکله خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې مونږ سره شریکې کړئ. په درناوي
محمد شیرین ګردیوال
ښاغلی محمد شیدین ګردیوال د ننګرهار د ګردی غوث په کلي کې په کال 12-12-1953 کې دنیا ته راغلی دی. لومړنۍ زده کړې ئې تر دریم ټولګي پورې د خپل کلی ګردی غوث په ابتدائي ښوونځي کې او د څلورم ټولګي څخه تر اتم ټولګي پوری د ایمل خان بابا په لیسه کې او د نهم ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پوری ئې خپلی زده کړی په کابل کې د رحمن بابا په لیسه کې سرته رسولی.
په ۱۹۷۵ کې د لوړو زدکړو لپاره دالمان اتحادي جمهوریت ته راغلی دی. د ۱۹۹۱ کال څخه را پد یخوا د المان د کولن په ښار کې د پښتنو د کولتوري ټولنې مشر.
د پښتون سوسیال دیموکرات د ګوند PSDP د بنسټ ایښودونکی ډلی مخکښه او فعاله غړی او د ګوند د مشر لومړی مرستیال دی.
د محمد شیرین ګردیوال د ګرځنده تلیفون۱۷۹۹۸۹۲۹۱۳ Mobile/Handy: 0049 1799892913
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp&id=9