(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ارواښاد ملنګ جان شعرونه
پښتون يم د پښتو په لاره
پښتون يم د پښتو په لاره تل مدام جنګېږم
هيڅ نه يمه نيمګړی
چې هر کله مريض شم په جنګونو کې روغېږم
تشخيص مې دځان کړی
له موره چې پيدا شو زما سر ته يې کېښوده توره
چې دا کار به کوې ته
دا دا مې راته وويل زما د سترګو توره
وطن به دې ساتې ته
چې بېرته پاتې نه شي په مېدان کې له تربوره
په مخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راته وې په بې ننګۍ دې خپه کېږم
ما ننګ ته يې راوړی
چې غږ د سربازۍ واورمه وينه مې په جوش شي
پاڅم په خلاصه ټنډه
چې شرنګ د تورې واورم هر سرود مې فراموش شي
ورځم په منډه منډه
دښمن چې راته وګوري د وېرې نه بې هوش شي
بيا ژاړي لکه کونډه
که د دېو قدرته غټ وي پاس په څټ يې و سورېږم
په يو ګوزار مې وړی
په دروغو لاپې نه کوم ښکاره يم لکه لمر
دنيا کې لور په لور
دښمن باندې چې غږ کړمه الله اکبر
د ځانه اخلي اور
ولجو کې مې راوړی له غليمه ځنې سر
ښکاره دی زما زور
په منځ کې د ايشيا د قهرمان په نوم يادېږم
هر وخت مې بری وړی
يو ځل چې قيامت تېرشي خلک پاڅي له قبرونه
بيا يې څوک نه شي وژلی
زه تېريمه د شلو قيامتونو له جندرونه
له قبره يم وتلی
پوره حساب مې ورکړ رابهر شوم له تيارونه
ما خپل اجل خوړلی
صادق پخپل اقرار زه ملنګ جان صفا عږېږم
چې وايې وري وګړي
---------
پښتونه پاڅه
پښتونه پاڅه خپل عزت وګټه
وتړه ملا له ټينګ ايمانه سره
د ازادۍ سوچه نعمت وګټه
ځان مساوي کړه له جهانه سره
چې ازادي نه وي ژوندون دې نه وي
هغه ژوندون نه مرګ بهتر ګڼمه
چې اقتدار نه وي پښتون دې نه وي
بې اقتدار له مړو بتر ګڼمه
چې ليلا نه وي نو مجنون دې نه وي
په عاشق بې ياره محشر ګڼمه
د ليلا سرې شونډې شربت و ګټه
کېنه ټولي کې عاشقانو سره
کندو کچکول واخله ملنګ شه وروره
که دې سرې شونډې د اشنا خوښېږي
لکه زمری ته په غورځنګ شه وروره
که معشوقه دې په رښتيا خوښېږي
د ځان په وينو کې رنګ رنګ شه وروروه
که سر خرو يې دې په دنيا خوښېږي
د خپل وطن زېب و زينت وګټه
بې ډوله مه ګرځه ځوانانو سره
که پس له مرګ څخه ژوندون غواړې
مدام طالب د نام و ننګ اوسېږه
که اوږد عمر د مجنون غواړې
په ازادۍ پسې پتنګ اوسېږه
که په رښتيا حق د پښتون غواړې
لکه خوشحال توره په څنګ اوسېږه
دقام ابرو پخپل همت وګټه
هله به خان شې د خانانو سره
مال صدقه ګڼه له سره ځنې
سر د ناموس نه کړه قربان پښتونه
وباسه خوند له تورې سپره ځنې
ځان ته پيدا کړه لوړ نشان پښتونه
غلامي بده ده سقره ځنې
جوړ کړه ازاد پښتونستان پښتونه
د ملنګ جان د رنځ شربت وګټه
وکړه اخلاص د درمندانو سره
-------
نن جوړ ملي اختر دی
نن جوړ ملي اختر دی خو زما په برخه غم دی
اخته د ځان په وير يم
دا ځمکه رنګينه شوه جوړ په ماباندې ما تم دی
صياد په دام کې ګير يم
نن جوړ ملي اختر دی خلک خاندي زه ژړېږم
ژړا مې نه ودرېږي
د خپلې ازادۍ ليلا ديدن پسې کړېږم
په مخ مې رود بهېږي
بې رحمه زمانه شوه خپل مراد ته نه رسېږم
فرياد مې ځکه خېژي
په ماباندې جوړ کړی زور ګيرانو لوی ستم دی
په شته جايداد فقير يم
نن جوړ دی ښه محفل او ښه سرود دسروديانو
هيڅ نه اورم په غوږونو
بې غم دي ورته ناست د روغو زړونو خاوندانو
دا وخت دی د خوندونو
زما کله هېرېږي آه زګيروي د ماشومانو
چې مړه دي په بمونو
ښه ياد مې چارسدې د قتل عام هغه رقم دی
د ځکه زه دلګير يم
نن ګورم ناست کرسو کې خانان خپل او ملکان
په کوکو کوکو ژاړم
بشره راته په ياد شوه د قاضي عطاءالله خان
له چانه يې وغواړم
د چا له ظلمه مړ شو، لاړ د څه شي په ارمان؟
په دې فکر کې لاړم
په تېغ د ظالمانو مې ځيګر قلم قلم دی
له درده هوا ګير يم
ای خلکو نو په ما کم بخت په هغه ورځ اختر وي
چې واک مې د خپل ځان شي
د اتو مليونو وروڼو اتحاد مې برابر وي
ازاد پښتونستان شي
زما د استقلال مخالفين دې در په در وي
هم دغه مې ارمان دی
غمجن زه ملنګ جان يم تل په برخه مخې ماتم دی
همېش په زړه زهير يم
ملنګ جان خپلو شاګردانو اولمير ، طلا محمد او فقير سره ولاړ ليدل کيږي
Malang jan
بېرته شاته |