د پښتو پنځګونې (ی) ګانې
[24.Jun.2015 - 10:53]د پښتو ژبې ليکدود تر ډېره د (ی) ګانو پر ډولونو ولاړ دی.
دا چې د ګرامر له مخې ګړدود سم شي، په سمه توګه د (ی) ګانو ويل خورا ډېر ارزښت لري، او بيا يې د سم لوست لپاره په املا يا ليکنه کې سمون ډېر اړين دی.
د پښتو (ی) ګانې د عربي د علت توريو او انګرېزۍ د )واول( توريو سره ورته والی لري، چې د يوې کلمې غږيزه بڼه جوړوي. پنځه واړه (ی) ګانې تل ساکنې يا بې حرکته وي، او بڼه يې ترې د مخکيني توري له حرکته ټاکل کېږي. په يوه وينه يا کلمه کې د ځای له مخې (ی) ګانې په دوه ځايونو کې راځي. دوې (ی) ګانې (ي، ې) د کلمې په منځ او پای دواړو، او درې نورې يې (ی، ۍ،ئ) تل يوازې د کلمې په پای کې راځي.
څرګنده (ي i:):
ځای يې د يوې کلمې په پای او هم منځ کې وي. د کلمې د ډول له مخې بيا د نرمې (ی) مفرد نارينه نومونو او صفتونو جمع يا هم چې له مفرد مخکې (د) راشي، په بله خبره د اضافت يا ملکيت حالت کې، د جمع نارينه فعل او د جمع ښځينه مرستندويه فعل کې همدا (ي) د کلمې په پای کې راځي. خو د ډېرو نورو کلمو په منځ کې هم راځي چې دغه (i:) غږ ورکوي.
د ژبو د زده کړې او يا يې هم د لوست غوړېدا پر وړاندې يوه پېچلتيا د ليکدود ستونزې دي.
د پښتو ژبې ليکدود تر ډېره د (ی) ګانو پر ډولونو ولاړ دی.
دا چې د ګرامر له مخې ګړدود سم شي، په سمه توګه د (ی) ګانو ويل خورا ډېر ارزښت لري، او بيا يې د سم لوست لپاره په املا يا ليکنه کې سمون ډېر اړين دی.
د پښتو (ی) ګانې د عربي د علت توريو او انګرېزۍ د )واول( توريو سره ورته والی لري، چې د يوې کلمې غږيزه بڼه جوړوي. پنځه واړه (ی) ګانې تل ساکنې يا بې حرکته وي، او بڼه يې ترې د مخکيني توري له حرکته ټاکل کېږي. په يوه وينه يا کلمه کې د ځای له مخې (ی) ګانې په دوه ځايونو کې راځي. دوې (ی) ګانې (ي، ې) د کلمې په منځ او پای دواړو، او درې نورې يې (ی، ۍ،ئ) تل يوازې د کلمې په پای کې راځي.
څرګنده (ي i:):
ځای يې د يوې کلمې په پای او هم منځ کې وي. د کلمې د ډول له مخې بيا د نرمې (ی) مفرد نارينه نومونو او صفتونو جمع يا هم چې له مفرد مخکې (د) راشي، په بله خبره د اضافت يا ملکيت حالت کې، د جمع نارينه فعل او د جمع ښځينه مرستندويه فعل کې همدا (ي) د کلمې په پای کې راځي. خو د ډېرو نورو کلمو په منځ کې هم راځي چې دغه (i:) غږ ورکوي.
حالت بېلګه
د نارينه نومونو جمع يا ډېر سړي، منګي، غړي، بوټي
د نارينه صفتونو جمع پياوړي هډونه، غښتلي غاښونه،
د مفرد نارينه اضافت، ملکيت، يا واټن حالت د سړي، د منګي، د جرګې غړي، له منګي اوبه تويې شوې
جمع نارينه فعل سړي راغلي دي، عايدات ترلاسه کړي دي، بوټي شنه شوي دي
جمع ښځينه مرستندويه فعل نجونې تللې دي، مېوې رسېدلې دي
د کلمې منځ کې تريخ، نارينه، ښځينه سيم، توپير، اوونيز، ليک، وينه
خو د څرګندې (ي) ليکبڼې په اړه استثنا هم شته، يو شمېر کلمې چې ډېرې يې نومونه او صفتونه دي، په همدې څرګندې (ي) ليکل کېږي، خو تلفظ او وينه يې ورسره توپير لري.
د څرګندې (ي) ليکبڼې استثنائي حالت، دلته (يـــــ) واول يا علت توری نه بلکې اصلي توری دی يو، يرغل، سيال، لويه، روغتيا، ستاينه، سيلاني
اوږده (ې ei):
د ښځينه نومونو، صفتونو او فعلونو په پای کې، او د نورو کلمو په منځ کې هم راځي. هغه ښځينه نومونه چې په (ه) پای ته رسېږي، جمع يا يې د اضافت حالت په (ې) ليکل کېږي.
يا هم مفرد ښځينه نومونه: ښوونکې، غړې.
حالت بېلګه
جمع ښځينه ښځې، وړانګې، تورې، کوټې، پاڼې، ټوټې، خښتې، تختې
د مفرد ښځينه اضافت، ملکيت يا واټن حالت د ښځې، د کوټې کړکۍ،د تختې رنګ،له غونډې راغی، د سترګې ليد
مفرد ښځينه نومونه ښوونکې، زده کوونکې، غړې
توري او ضميرونه کې، پرې، ترې، يې، چې، چېرې
د کلمې منځ کې مېنه، پېښه، بېل، مېړانه، تېر، ډېر، هېر، کېږي، رسېږي
نرمه يا نارينه (ی ai، əi، oi):
د ځای له مخې تل د کلمې په پای کې وي، خو ترې مخکينی توری يې يا الف يا هم زور، زورکی، واو، او پېښ لري او د کلمې د ډول له پلوه بيا په نارينه نومونو، صفتونو او فعلونو کې وي.
حالت بېلګه
دمخکيني توري الف يا زور (a) د مخکيني توري زورکی (ə) د مخکيني توري پېښ (o)
نارينه مفرد نوم سړی، منګی، پسرلی، دوبی، اوړی، منی، ژمی، ځای، توريالی، بريالی، غړی، تاوتريخوالی، جوړجاړی، سرای، پای، ځای زوی، سوی،خوی،بوی
نارينه مفرد صفت ښاغلی، پياوړی، غښتلی، نوموتی، بريالی، توريالی، ستړی لوی، ښکارندوی،
فعل (کړنه) چې تل يې فاعل نارينه وي راغلی، منلی، کړی، ښه شوی دی،راغی
ضميرونه دی دوی، هغوی
دغه (ی) په پښتونخوا کې په پرته (ے) هم ليکل کېږي. پرته (ے) چې باور دی سرچينه يې اردو ژبه وي، هغه غږونه پرې ليکل کېږي چې په افغانستان کې په نرمه (ی) ويل کېږي، خو په پښتونخوا کې په اوږدې يا ښځينه (ې) ويل کېږي.
د لکۍ يا ښځينه (ۍ əi):
تل يې مخکينی توری زورکی لري او د ښځينه نومونو په پای کې راځي.
حالت بېلګه
ښځينه نومونه (جمع/مفرد) سپوږمۍ، نجلۍ، تورپېکۍ، ازادۍ، خپلواکۍ، خوشالۍ، شتمنۍ، زورواکۍ، واکمنۍ
همزه لرونکې (ئ əi):
د دې (ئ) غږ ښځينه (ۍ) ته ورته يا دواړه يو ډول غږونه دي، چې تل يې مخکينی تور زورکی لري خو توپير يوازې کلمه کې دی. همزه لرونکې (ئ) د جمع حالت کې ډېر وخت د امر يا غوښتنې فعل او تل په پای کې راځي.
حالت بېلګه
امر فعل (جمع) ووځئ، وليکئ، وخورئ، مه راځئ، مه ليکئ
پوښتنه يا شرطي فعل (جمع) ورسېدئ؟ راغلئ؟ که ستړي شوي وئ!
د هيلې او غوښتنې فعل (جمع) ژوندي اوسئ، عذر مو ومنئ، بښنه وکړئ