د شمال اېئتلاف، د ۱۴ کلنې ډېموکراسۍ د مرګ سلګۍ!
[25.Jun.2015 - 18:49]لیک: فضل الحق طاهرزی
له ۱۳۷۱ کال راپدېخوا کله چې روسانو ماتې وخوړه او مجاهدین بریالي شول، په هېواد کې د دولت د جوړولو لپاره هېڅ ډول تنظیم شوی پلان نه و، د روسانو ماتې او له افغانستان څخه یې وتل هم تر ډېره په ناببره توګه پلان شول او په ډېر کم وخت کې یې د وتلو پرېکړه وکړه. بل پلو په ټول هېواد کې د مجاهدینو مشرانو له دولت او دولتدارۍ سره د تجربې د نشتوالي او ناپیژندنې له کبله هرې خواته منډې وهلې؛ خو نه پوهېدل څنګه، له کومه ځایه او څه ډول دولت جوړونه پیل کړي. سره له دې چې دولت د روسانو په وخت کې هم و، خو دوی دا ډول دولت نه غوښت او غوښتل یې د وخت دولتي سیستم په بشپړه توګه ړنګ کړي، او د دوی د جهادي مقدساتو په پام کې نیولو سره کاملاً یو اسلامي نظام رامنځته کړي. هغه مهال د مجاهدینو د مشرانو تر منځ د مسایلو حل د خبرو له لارې نه، بلکې د جنګ له لارې ښه کېده؛ ځکه دوی یوازې له ټوپک او ماشین ډزې سره بلد وو، نه یې دولتي تجربه درلوده او نه سیاسي بصیرت. همغه وو چې ډېر ژر په هېواد کې تنظیمي جګړې پیل شوې او د بېلابېلو ګوندونو د جهاد مقدسه موخه د قدرت غوښتنې په موخه بدله شوه چې له کبله یې په ټول هېواد، په ځانګړې توګه په کابل کې د وینو لښتي وبوهېدل.
له ډېرو تنظیمي جګړو وروسته د ګډو نامشروع او ناوړه هوکړو پر بنسټ صبغت الله مجددي او برهان الدین رباني ته د یو څه وخت لپاره د ارګ ګډۍ ور ورسېده، خو ډېر ژر په دوی نوې ډله (د طالبانو تحریک) له کندهاره راپورته شو او تر کابله یې په چټکۍ ځان را ورساوه. په کابل کې د طالبانو د حکومت له ټینګېدو وروسته د هېواد په شمال کې د طالبانو پر وړاندې کلکه جګړه پیل شوه. په حقیقت کې د افغانانو د بېلتون او نفاق جګړه له همدې ځایه پیل شوه. افغانان نه د انګریزانو د استعمار په وخت کې په خېل خېل ووېشل شول، نه له روس سره د جهاد پرمهال او نه هم په تنظیمي جګړو کې. سره له دې چې پیل یې له تنظیمي جګړو څخه و، لکه د هزاره ګانو او صیاف ډلې ترمنځ جګړې؛ خو دا په لږ کچه و. د دې خبرې ثبوت دا دی چې د روسانو په مقابل کې او له هغې وروسته تنظیمونه تر ډېره افغان شموله وو، که حزب اسلامي وښيو؛ پښتنو او تاجکو تقریباً نیم په نیمه برخه پکې درلوده، د حزب اسلامي ډېری پلویان له شمال (کاپیسا، پروان، بغلان، کندوز، بدخشان...) څخه وو. همدارنګه که جمیعت اسلامي ته راشو، سره له دې چې مشري یې تاجکانو کوله؛ خو په وردګو کې یې زیات شمېر پلویان درلودل چې طبعاً په نورو پښتون مېشته ولایتونو کې به هم وو.
خو کله چې له طالبانو سره جګړه پیل شوه، دغې جګړې کاملاً قومي رنګ واخیست. په شمال کې تاجکان او ازبک یو بانډ شول او د (تحریک طالبان) له کبله یې د ټولو پښتنو په مقابل کې جګړه پیل کړه. یعنې په ټوله کې ویلی چې په شمال کې د احمدشاه مسعود، عطامحمد او قسیم فهیم په مشرۍ او همدارنګه د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د پښتنو په مقابل کې جنګ پیلول هغه شومې پېښې دي چې په پېړیو پېړیو به یې ناولی رنګ له دې خاورې ورک نشي.
په ۲۰۰۲ کال کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د نوي نظام په راتګ سره، هرې ډلې ته د امتیاز په منلو سره په مجازي توګه افغانان د یووالي په لور ولاړل. سره له دې چې دغه مهال هم په لویه کې تنظیمي مشرانو د بې اتفاقۍ او خېل خېل والي اور ته پکه ووهله او له همدې لارې یې خپلجیبي امتیازونه په لاس راوړل، خو په ټوله کې د عامو افغانانو تر منځ د قومیت ذهنیت ختم شو او همدا مجازي یووالی و چې ورورو په حقیقي باندې د بدلېدو لوري ته د تګ په حال کې و. له بده مرغه په تېرو ۱۴ کلونو کې دری ځلې د ولسمشرۍ ټاکنو تر بل هرڅه قومیت ته لمن ووهله، ځکه د هېوادوالو غوښنه برخه نالوستې ده، د ولسمشرۍ نوماندانو د وګړو له نالوستۍ څخه په غلطې ګټې اخیستنې سره دوی ته د قومیت موضوع ورپیچکاري کوله او له دې لارې به یې د دوی رایې خپلولې. په درېیم ځل ټولټاکنو کې دغه موضوع ډېره جدي شوه، خو له ډېرو ناندریو وروسته د ملي یووالي په نوم یو ناقانونه حکومت!؟ رامنځته شو، سره له دې چې پیل یې ډېر خراب و، خو وروسته یې یوازې نوم په خلکو کې د یووالي په راتلو کې یو څه اغیزناک ثابت شو.
اما اوس یو ځل بیا د هېواد له شمال څخه د بې اتفاقۍ کرغېړن بوی راځي. د هېواد په شمال کې د عطا او دوستم ترمنځ د اېئتلاف ګنګوسه ډېره ګرمه ده. پرون عطامحمد نور رسماً له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د مرکې پرمهال تائید کړه چې د داعش او طالبانو د ځپلو په موخه هوډ لري، له دوستم سره په ګډه د مجاهدینو پخوانۍ ډلې بېرته ورغوي. په اصل کې عطامحمد دولت له سوال سره مخ کړ چې ګواکي دولت نشي کولی د طالبانو یا داعش مخه ونیسي؛ په داسې حال کې چې دی او دوستم دواړه د اوسني دولت!؟ لوړپوړي چارواکي دي او د دوی له لوري د ورته خبرو او عملونو ترسراوی په هېواد کې د ټولو شته قوانینو پرخلاف کار دی.
بل پلو لکه څرنګه چې پورته وویل شول، دغه اېئتلاف به د پښتون وژنې لپاره یو سور زنګ وي چې پایله به یې د تېرې ۱۴کلنې سمې/ناسمې ډېموکراسۍ وژل او په هېواد کې د لوی ناورین رامنځته کول وي. یوه خبره چې واضح وي، که دا ځل مو د هېواد حالت پخواني هغې ته ور وګرځي او قومیت ته لمن ووهل شي، هېڅکله به هم بیا دغه تشه ډکه نشي، ځکه هغه وخت خلک د تعلیم، تجربې او سیاسي بصیرت له مخې ډېر کمزوري وو؛ خو اوسمهال دا پدیدې ډېرې پیاوړې شوې او که هغه ډول قتل وشي هېڅکله به د هېچا له خوا د بښنې وړ نه وي. په پای کې په دواړو تنظیمیانو غږ کوم چې له دې کرغېړنې او شومې کړنې دې لاس په سر شي، کنه ډېر ژر به هېواد د بدبختۍ په خوا ګړندي ګامونه واخلي او پایله به یې د دوی په شمول د ډېرو نورو ورکېدل وي.