دجګړې پاې که پیل
[26.Jun.2015 - 18:24]لیک: صیام الدین پسرلی
په دې ورستیو کې د ائتلافاتو خبري ډېرې کېږي. د جنرال دوستم او عطا محمد نور ائتلاف او وروسته د نورو نويو ائتلافاتو پیدا کېدل منفي او مثبتي پایلي لري.
موږ هر کله چې یو مثبت اقدام کړی له منفي پایلو سره مخ شوي یو. پخوا هم داسې ډلې ټپلې ډېرې جوړي شوي وي چې په پای کې له خپل منځي شخړو سره مخ شوي دي. زموږ اوسنۍ حکومت له دوو موازي ډلو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاګتر عبدالله عبدالله څخه جوړ دی. دوی نه یوازې یو له بل سره سیاسي اختلافات لري، بلکې فکري او ګوندې اختلافات هم لري. په ورته وخت کې هېواد له دوو موازي مخالفو ډلو سره هم مخ دی، چې عبارت له طالب او داعش ډلي څخه دي. لکه څنګه چې د حکومت ډلي یو له بل سره جوړ نه دي همداسې مخالفین هم یو له بل سره جوړ نه دي. اوس ویره دا احساسیږي چې که دا ډول ائتلافات را منځته شي نو حکومت کې څو اړخیز موازي قوتونه به رامنځته شي. پوښتنه دا ده چې ولي دا ډلي غواړي چې یو له بل سره ائتلاف وکړي. ایا دوی په حکومت کې عملاً کار نه کوي. ایا دوی مستقماً مسوولیت نه لري. ایا جنرال عبدالرشید دوستم یوازې د شمالي ولایتونو د امنیت دنده لري که د ټول افغانستان؟
ځواب ټولو ته روښانه ده، چې دواړه د حکومت قدرتمند او با صلاحیته ډلي دي. ددې پر ځای چې د مشخصي سیمي د امنیت لپاره ائتلاف وکړي، باید د هېواد له ملي امنیت، استخباراتو، ملي اردو او نورو قواوو سره مرستي وکړي، خپل تجارب شریک کړي او ځانګړي طرحه یا ستراتیژي جوړه کړي، تر څو د یوې منظمې لارې څخه پر مخ لاړ شي. بله دا چې جنرال عبدالرشید دوستم د ټول افغانستان مسوولیت لري نه یوازې د شمال، همدا اوس د ننګرهار ولایت ولسوالۍ د سقوط سره مخ دي، لغمان، نورستان، کونړ، هلمند، پکتیا او نورو ولایتونو کې عملاً جنګ روان دی، دی څنګه ځان یوازې شمال پورې محدودوي.؟
مشخصاً غواړم چې د دا ډول ائتلافاتو ګټې او زیانونه په لنډ ډول ولیکم.
اول ګټې:
دا چې دواړه ډلي با تجربه او جهادي مشران دي شاید وکولای شي چې د طالب او داعش پر وړاندې وجنګیږي. او یو څه اندازه امنیت په شمال کې ښه کړي.