له اتمرسره دسنتي سیاستوالودشخړې انګېزه
[26.Jun.2015 - 18:42]لیک: اباسین بریال
اوس یې وخت دی داسوال مطرح شي، د افغانستان په سیاست کې چې هېڅکله هېڅ تور تور پاتې نشو، ولې حنیف اتمر ته د یو جدي کمونست یا نه سپینېدونکي سیاستوال په سترګه کتل کېږي، ایا هغه په رښتیا افغانستان ته یو ګواښ دی، که په میراثي اقتدار باورمنو اشخاصو او جنګسالارانو ته؟
نوموړی په ۲۰۰۵ کال د کلیو پراختیا د وزیر په توګه د یو ښه مدیر په عنوان د عوامو د ژبو سر ته راغی. د یوې غیرمسلکي مصلحتي کابینې په منځ کې اتمر ته د کلیوالې پراختیا د یو باتدبیره مدیر په توګه خلک په احترام قایل وو. د کابینې په غونډو کې به یې په هنر سره شمیرلې مسلکي خبرې کولې او د نړیوالو ډونرونو استازو په دلچسپۍ ورسره کار او بسپنه کوله. سره له دې چې له کلیو پراختیا وزارت به هره میاشت تر یو خروار زیاته اندازه دانه د مشهور جنګسالار قسیم فهیم د اسونو لپاره حواله وه او په ناقانونه ډول به اتمر په دې حق السکوت امضا کوله، خو لاهم اتمر له سیاست لرې و او هم یې له کمونستي سابقې سره د جنګسالارانو د تماس انګېزې وجود نه درلود.
په ورپسې دوره کې کرزي هغه پوهنې وزارت ته راوست او په پولیسو کې داصلاحاتو لپاره یې له هغه ځایه کورنیو چارو وزارت ته تبدیل کړ. د مسلک او تجربې خلاف دغه ګړندي تغیرات په حکومت کې د اصلاحاتو لپاره ښه نه وو، خو د کرزي لپاره له سیاسي ارزښت ډک وو ځکه کرزی پوهېده چې ټاکنو کې او د خپل نفوذ په پراختیا کې د کورنیو چارو وزارت بستر څنګه پخپله ګټه ویړ کړي.
په لویه جرګه تر برید وروسته چې د اتمر او امرالله صالح د استعفا سبب شول، څو اونۍ وروسته له څلورو مشرانو خبریالانو سره وزیراکبرخان مېنې ته د ښاغلي اتمر لیدو ته ورغلم.
حالات کړکېچن شول، د پاکستان بریدونه مخ په زیاتېدو وو، طالبانو له افغان دولت سره له مذاکراتو نټه کړې وه او د حکومت په دننه کې هم اختلافونو نوي تنظیمي، سمتي او تر یوې اندازې د انډیوالۍ پربنیاد مسیرونه خپلول. موږ ته ویل شوي و، چې د اتمر دریځ او احتمالي پلان معلوم کړو. ښاغلي کرزي ته اسانه نه وه، چې په پولیسو کې د ژورو بدلونونو او خپل خوښي مقرریو د یوې مهې پروسې ترشا دې اتمر ته د یو عادي مستعفي په سترګه وګوري. په حقیقت کې کرزی له اتمر څخه په وېره کې و، که ووایم شاید زموږ په څېر نور ملاقاتونه هم د کرزي د وېرې د تعبیرولو لپاره ترسره شوی وي.
مازیګر مهال یې د خپل میلمستون په دویم پوړ کې زموږ هرکلی وکړ، هغه د خپلو مېلمنو د ژورې پېژندګلوۍ هڅه نه کوله راساً موضوع ته لاړ.
له خپلې استعفا یې راپیل کړه، چې څرنګه په اسانۍ منل شوې وه او د ولسمشر کرزي ناقراره خوب ته یې سکون بښلی و.
اتمر د ولسمشر کرزي نوم په خورا احترام اخیست خو له خبرو یې پوهېدل چې څرنګه له یو اعتمادي موقعیت نه حتی د ولسمشر په نظر په جدي سیاسي حریف یې بدل شوی دی.
د اتمر په هکله د کرزي په ذهنیت بدلولو کې د جهادي رهبرانو د هغې حلقې رول هم فوق العاده و، چې ولسمشر یې هروخت ذوقي او سلیقوي پریکړو ته اړویست.
د اختر په لومړۍ ورځ چې د احدي او جیلاني پوپل په څېر تکنوکراتان به د استاد سیاف په څیر جهادي مشرانو په دروازو کې په تذرع ولاړ وو، له اتمر به د دویمه کټګورۍ محلي واکمنانو او مخورو ډلې راتاو وې او د خلکو د تجمع خپل دربار یې پرانستی و. د اتمر د تضعیفولو او تابع کولو لپاره د تنظیمي مشرانو له خوا همدا یو تور کافي و، چې سابقه یې د یو کمونست ده او له مجاهدینو سره دنظریې ستونزه لري.
له بلې خوا د یو معیاري اقدام په ترڅ کې په کورنیو چار وزارت کې د اصلاحاتو پرمهال د اتمر له خوا ګمارل کېدونکي مجرب او مسلکي منصبداران پخواني خلقیان او پرچمیان او تنزیل ته برابر مطلق اکثریت یې د شخصي ملیشو او جهادي تنظیمونو قوماندانان وو، چې په وزارت خانو کې یې د تنظیمونو ونډه تشکیلوله او کم واکه کېدو یې جهادي رهبران قهرولي وو.
په تازه کې اتمر له یوې بلې ربړې سره هم مخ شوی و، نوموړي غوښتل په شمال کې د مقتدر والي عطامحمد نور قدرت محدود کړي او د مرکزي حکومت متابعت ته یې د یو انتصابي والي په توګه اړباسي خو ولسمشر نه یوازې چې د خپل حکومت د یو قانوني اقدام ملاتړ ونکړ د یو کلیدي وزیر او والي په شخړه کې یې په پوره بې تفاوتۍ وزارت د خپلې خبرې بیرته اخستو ته اړویست.
په مجلس کې موږ ته د پوښتنو کولو چانس کم و، ښاغلی اتمر خپله هغې موضوع ته ورننوت چې موږ یې اورېدل غوښتل. اوس موږ څلور واړه مېلمانه او کوربه مو په دې پوهېدلو، په اینده کې د اتمر مهمتوب کرزي ته او په خواوشا کړیو کې یې ښه پرمختګ ندی.
په داسې حال کې چې د کرزي پرشاوخوا دوه درځنه د پاکستان او ایران خواخوږي راټول وو، خو ولسمشر په هر مجلس کې له لودیځه په راغلو وزیرانو د غرب د جاسوسانو تورو نه لګول. په دې سره یې هم هغوی ترخپل اغېز لاندې راوستل او هم یې په ورته خبرو خپله ملی ګرایی تمثیلوله . حتی یوه ورځ خو ولسمشر مخامخ آن اتمر ته ویلي و، چې تاسو ټول جاسوسان یاست. په اتمر داخبره بده لګېدلې وه، او په ځواب کې یې ولسمشر ته ویلي وو، ((ته امریکا راوستې او موږ تاراوستو)).
اتمر مخ ته ایښي د چای خوړلو پرمیز د یوسل اتیا درجې په اندازه د کوتو دوه کرښې کش کړې؛ ((ما کرزي ته وویل د یو محترم او حساسو شرايطو د یو ښه او مدبر مشر په توګه دې ټول وخت احترام کوم، خو کومه لاره چې تاسو له پاکستان او طالبانو سره غوره کړې که دوام ورکړې او که د یو څرګند یرغل په ترڅ کې د خپلو ځواکونو په مرګ بې تفاوتي دې همداسې وي، بیا زه راوځم او ددې دريځ دې ملاتړی نه، چې مخالف یم او خلکو ته به هرڅه ووایم…….هغه ټینګار وکړ چې له امریکا سره د کرزي د سلیقوي چلند مخالف دی)).
اتمر اوس د امنیت شورا مشر دی، د خپل کار په لومړی ورځ د کرزي له خوا سکروټه شوی سیخ یې په خېټه ومانډه- له امریکا سره یې امنیتي تړون امضا کړ خو دا ریسک ددې پرځای چې د اتمر په قربانۍ کې حساب شي، دده د حریفانو د تبلیغاتو په هنګامه کې د نوموړي د ملي خیانت په کاته کې ورحساب کړای شو. له کرزي رانیولې بېرته تر کرزي د هېواد هیڅ وګړی نه پوهېږي، چې که دا تړون امضا شوی نه وای، B پلان به څه و.
په داسې شرايطو کې چې د وطن تر ساتلو خلک د شخصیت ساتلو ته ډېر اهمیت ورکوي، د اتمر بې باکه سربازۍ نوموړي ته په ډېره ګرانه بیه پرېوځي. د یو سیاستوال په توګه هغه به هیڅکله له تېروتنو مستثنا نه وي، خو دا له وړاندې واضح ده ترڅو چې د ګڼو سیاسي رقیبانو او جهادي مخالفینو په منځ کې غاړه ماته نکړي- لکه سنتي سیاستوال له جنګسالارو تابوګانو سره له مقابلې لاس وانخلي اتمر به کمونست وي او هره چاره به یې د یو کمونست د عمل په توګه د جهاد په مقیاس تلل کېږي.
هغه په یو مهم دولتي موقف کې د یو شدید اسیب پذیره کرکټر په توګه په بې باکه ډول یوه متفاوته او تېزه تګلاره کاروي. له پخواني ولسمشر ورتېر، اجرایه ریس عبدالله عبدالله، په شمال کې د جمعیت اسلامي مقتدر والي عطامحمد نور، د جیلاني پوپل په څېر ځینې تکنوکراتان، استاد سیاف او د نوموړي ځواکمن قوماندانان چې د کرزي دحکومت د یتیمانو په ډول له امتیازاتو محروم شوي، ټول یې د اتمر په مقابل کې چې د ولسمشر غني په شان سازش ته غاړه نه ماتوي مقابله کوي او په دې توګه نوموړی د حکومت یوې خورا مهمې دندې ته دوام ورکوي.