Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ننګرهاره !
[09.Jan.2018 - 11:15]ننګرهاره !
ته زما زړه او ځيګر يې ننګرهاره !
راته هرځای نه بهتر يې ننګرهاره !
ګران هېواد افغانستان راته جنت ټول !
ته فردوس د زړګي سر يې ننګرهاره !
ننګرهار ، د ګلو هار؛ د سولې ښاره !
بې جوړې،رنګين منظر يې ننګرهاره !
جلالکوټ دې د جلال دين دی ودان کړی !
د جنګرېز د سر خطر يې ننګرهاره !
درونټې نه تر شمشاد ، څڅوبي پورې !
ګلباغچه ، بڼ ؛ ګل بشر يې ننګرهاره !
د خلقت زرګر په خپل لاس يې جوړ کړی !
د ګاڼو ، پسول مظهر يې ننګرهاره !
ثمرخېل او بټي کوټ دې ، د کشمير سيال !
ته نېکمرغه ، بختور يې ننګرهاره !
خوشبويي د نارنج ګل دې بې مثاله !
ته بې عطرو ، مُعطر يې ننګرهاره !
ملنګ جان ، قتيل ، بينا ، حافظ ستايلې !
شاعرانو ته ګودر يې ننګرهاره !
موراوپلار،خويندې ،ورورتا کې مې ويده دي !
ځکه خوږ ، نورالبصر يې ننګرهاره !
ته زېږدځای مې د : انا ، بابا ؛ خپلوانو !
نوراني يې ، منور يې ننګرهاره !
مينه ناک او مينه پال دې ولسونه !
ته د مينې سمندر يې ننګرهاره !
زامن، لوڼې دې خُدايي راته ښه ښکاري !؟
علت دا ، ته مې دلبر يې ننګرهاره !
ته د : علم او ادب ، پوهې زانګو يې !
ته : هوښيار،عالم ،زړه ور يې ننګرهاره !
نورستان ، کونړ ، لغمان درباندې وياړي !
بدخشان غوندې جوهر يې ننګرهاره !
بلخ ،کندوز،روزګان،هلمند،غزني دې وروڼه !
ته له واړو مُعتبر يې ننګرهاره !
حيرتان او تورغونډي ،شېرخان : مدخل هر !
له ختيځ د : دخول ور يې ننګرهاره !
کندهار ، کابل ، هرات دي غاښ په ګوته !
ته په دوی کې مخور يې ننګرهاره !
د ورېښمو لار له تا وه تېره شوې !
د ختيځ ، لوېديځ بندر يې ننګرهاره !
که عرب وو، که عجم ، تر هند او چينه !؟
سيلانيانو ته ګُذر يې ننګرهاره !
خدمتګار،خادم ، شفيق، پژواک زامن دې !
د رښتين ، کمين سپين غر يې ننګرهاره !
په شينوارو او مومندو ښه ښکارېږې !
هم الماس يې ، هم سره بېرته شاته