ټاکو اوس خوله ولګوله!
[30.Jun.2015 - 07:40]لیک:سرلوڅ مرادزی
د جون په ۲۹ مه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ته نږدې د بایانو سیمه کې د ناټودغوڅ ملاتړ ځواکونو د اسلامي جمعیت د یوه قومندان جان احمد د شخصي وسلو او مهماتو زیرمتون ته چاودنه ورکړه.
د پروان ولایت د امنیي قومندان جنرال محمدزمان مموزي په وینا، چاودنه کې یوازې وسلې او مهمات له منځه تللي او د سر تاوان نه لري. د دې پېښې په غبرګون کې د قومندان جان احمد پلویان او په نظارشورا او جمعیت کې د هغه نور خواخوږي په داسې حال کې چې په وسلو سمبال وو، له پېښې روسته په لږ وخت کې لارو او سرکونو ته راووتل او د یوه مهال لپاره يي د ترافیکو پر مخ د کابل ــ مزارشریف لویلار بنده کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په باګرام کې میشت نړیوال ځواکونو ورته شکایت کړی چې د باګرام د شاوخوا کلیو له لورې وخت ناوخت پر دوی بریدونه کیږي چې کله کله د سر او مال زیان هم ورسره وي. بلخوا د پروان د امنیي قومندان ښاغلی مموزي زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونو هم په دې عملیاتو کې برخه درلوده او په دې عملیاتو کې د چا کور تلاشي شوی نه دی.
دلته پوښتنه باید دا نه وي چې ولي عملیات شوي، بلکې پوښتنه باید دا وي چې یو شخص څنګه او ولې په کور کې د وسلو او مهماتو شخصي زیرمتون لري؟ د حکومت له څاراو سترګو لیري او په پټه په کور کې د وسلو او مهماتو زیرمتون یوه ګنا او بیا د هغو په له منځه وړلو کې د دولت د عملیاتو په وړاندې غبرګون، هغه هم د نورو وسلو په نندارې او ګواښونو سره، دوهمه ګنا!
(عذر بدتر له ګنا) دې ته وايی!
اوس که په شخصي کور کې د وسلتون درلودل یو شمېر پوښتنې رامنځته کوي، د دولت لخوا د داسې وسلتون د له منځته وړلو په اړه غبرګون او نافرماني د ډيرو نورو پوښتنو لپاره لار پرانیځي، چې باید د ولت لخوا تر کلکې څېړنې او پوښتنې لاندې ونیول شي.
ویل کیږي چې د دولت لخوا د پېښې د پوره څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی. پلاوی باید دا پوښتنه راپورته کړي او هغه وڅیړي چې جان احمد څنګه په کور کې ناقانوني وسله ساتلي او نوموړې دا وسله د کومو موخو لپاره، له حکومته پټه کړې وه؟
بلخوا قومندان جان احمد ولې خپل پلویان د دولت په وړاندې وسلوال لاریون ته هڅولې؟
د قومندان جان احمد په کور د ناټو د غوڅ ملاتړ برید، سړي ته د (ملا او ټاکو) قصه رایادیږي.
خلکو به جومات کې شکایت کاوه چې پرون ټاکو زما غوا ووژله او بل به ویل چې نن ټاکو زما غوايی وواژّه، خو ملا به نه باوروله. بله ورځ چې ټاکو د ملا بزه ووژله، ملا په شکایت خوله پرانیسته، چې دا خو پر څارویو خورا خطرناکه ناروغي( ټاکو) ګډ شوی دی!
هغه مهال چې د نظارشورا او د جمعیت قومنداندانو په استازیتوب، عبدالله عبدالله امریکایانو او ایساف ته ویل، چې د یو شمېر افغانانو پر کورونو (غټې غټې بمونه!) واچوۍ او کورونه يي په سپیو تلاشي کړۍ، ټاکو خوله نه وه لګولې!
دلته د دې نه بخښونکي عمل یاد د کوم غچ په موخه نه دی، بلکې اوس هم د هر افغان پر کور چې هغه که د هېواد په شمال کې وي او که په سویل کې، د بمبارۍ او بیځایه تالاشۍ مخالفت پکار دی، خو په کور کې د دولت پر ضد د شخصي وسلتون خبره بیا بېله ده!
ویل کیږي، که دولت دا پېښه جدي ونه نیسي او هغه یوه عادې پېښه او لاریون وبولي، داسې پېښې کولای شي، د هېواد د شمال په ځینو سیمو کې د دولت په وړاندې د یو لوی بغاوت پيلامه شي.
د ډېری افغانانو په اند، یوازې جان احمد قومندان نه دی چې په کور کې يي وسلتون درلود، بلکې د نظارشورا او جمعیت د هر لوی قومندان کور او یا باغ که وپلټل شي، د وسلو زیرمتونونه به کشف شي. ښايي د پنجشیر درې څمڅې او سوړې ټولې نه وي پلټل شوي او هلته اوس هم د وسلو او مهماتو ګودامونه خوندي پراته وي.
دا چې کله کله د موازي حکومتونو نارې سورې وهل کیږي او یا د بلخ سرپرست والي د زرغون او نارنجي انقلاب خبرې کوي، شاته د همدغو وسلتونونو په مټ نازیږي!
بلخوا د نظارشورا او جمعیت یو شمېر قومندانانو ځانونه، د مقاومت او جهاد تر زر زرې چپن لاندې پټ کړي، کله چې د داسې قومندانانو د فساد او فجایعو د څېړنې او پوښتنې وخت راځي، د جهاد او مقاومت په نوم بیا ولسونه لمسوي او هغوی کوڅو او سرکونو ته راباسي!
دلته یوه بله خبره هم باید له پامه ونه غورځيږي. کله چې د جهاد او مقاومت خبره کیږي ایا په حکومت کې یوازې اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټیکدار دی، چې په دې اړه لومړۍ خبره باید دی وکړي؟
خوعبدالله عبدالله باید دا هم په پام کې ولري، کله چې ځان د جهاد او مقاومت یوازیني ټيکدار بولي او په دې اړه ځان د لومړۍ خبرې مستحق بولي نو باید د ټولو ورانیو، مرګونو او قتلونو مسولیت هم پر غاړه واخلي چې تر اوسه پورې د جهاد او مقاومت په نوم په سراسر افغانسان کې ترسره شوي دي.
د جهاد او مقاومت له غوا نورو مجاهدیونو ته یوازې غدود رسیږي، په داسې حال کې چې د دې لنګې غوا په نورو ښېګڼو او ګټو جمعیت او نظارشورا چړچې او مزې کوي!
د ۲۰۱۵ کال د جون ۳۰ مه
سرلوڅ مرادزی