پښتو ډېره اسانه او قانونمنده ژبه ده
[03.Jul.2015 - 15:07]پښتو ډېره اسانه او قانونمنده ژبه ده: څېړندوی سید نظیم سیدي
له څېړنپوه ښاغلي ډاکټر خلیل لله اورمړ سره مرکه
له تاندنه په مننې
پوښتنه: دروند ډاکټر صاحب! که څه هم ستاسې له علمي ژوند سره خلک پوره اشنا دي، خو که تاسې د خپل شخصي ژوند، زوکړې، زده کړې او علمي کارونو په اړه راته په خپله ژبه ووایاست، نو لوستونکي به لا درسره اشنا شي؟
ځواب: زه په لوګر کې پیدا شوی یم او د لوګر په بره کي برک لیسه کې مې لومړنۍ زده کړې پای ته ورسولې. وروسته بیا د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي ته بریالی شوم، شپږ میاشتې مې هلته درس ولوست په اوومه میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا روان فرهادي یو څوک يې راولېږه او ورته يې ویلي ول، چې اورمړ دې راشي او د لوړو زده کړو لپاره دې مسکو ته لاړ شي او هماغه و، چې زه د اعلیحضرت ظاهرشاه د واکمنۍ تر سقوط شپږ میاشتې وروسته د ژبپوهنې په برخه کې مسکو ته لاړم.
د مسکو په دولتي پوهنتون کې مې د ژبپوهنې په برخه کې ماستري ترلاسه کړه او د ژبپوهنې ترڅنګ مې د ختیځ پېژندنې زده کړې هم ورسره ولوستې، خو کله مې چې ماستري بشپړه کړه په هماغه کال مې دیپلوم درېیمه جایزه هم وګټله او په دې توګه يې زه دکتورا “پي، اچ، ډي” ته هم شامل کړم او دوکتورا مې هم په “۱۳۶۵ ” لمریز کال کې د اوستا ژبې په برخه کې واخیسته.
له دکتورا وروسته افغانستان/ کابل ته راغلم او په ډېر تکلیف د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو په نړیوال مرکز کې د کابل مجلې مرستیال په توګه مقرر شوم او بیا د همدغه مرکز علمي منشي دنده را وسپارل شوه. په همدغه کال اکاډمۍ له سلطان علي کشمند نه په ژبو او ادبیاتو مرکز کې د لرغونو ژبو د څانګې امر واخیست، چې له هماغه وخته تر اوسه پورې د دغې”لرغون پېژندنې” څانګې مسوول یم.
د دغې چارې ترڅنګ له “۱۳۸۴” کال راهیسې د کابل پوهنتون د ماسترۍ په څانګه کې او اوس اوس د دکتورا »پي، اچ، ډي« په څانګه کې هم تدریس کوم.
البته د علمي اثارو په برخه کې به ووایم، چې ما کابو له لس دولس کاله راهیسې علمي فعالیتونه پیل کړي او تر هغې پخوا مې لیکنې نه کولې، لامل يې هم په افغانستان کې زما د کورنۍ نه شتون او د حالاتو تاوتریخوالی و، له دغو کلونو راهیسې مې دوه مستقل کتابونه چاپ شوي، په سوونو علمي مقالې او رسالې مې په علمي مجلو او خپرونې کې چاپ شوي او د پښتو ګرامر په ګډون څو مهم ناچاپ کتابونه لرم، تمه ده چې دا هم زما په ژوندوني چاپ او مینه والو ته وړاندې شي.
پوښتنه: ستاسې له خبرو معلومېږي، چې ټول کارونه مو د ژبپوهنې او ګرامر په برخه کې کړي، ستاسې په اند ګرامر څه شی دی او یو ژبپوه یا ګرامر لیکوال د ګرامري لیکنو پر مهال کومې خبرې په نظر کې ونیسي؟
ځواب: د ګرامر په اړه خورا خواره واره تعریفونه شوي او هر یو په خپل ځای د منلو وړ دی، خو زما په اند ګرامر هغه دی، چې د ژبې د جوړښت په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کوي یا په بله وینا ګرامر د یوې ژبې د جوړښت او کارونې طرز ته وايي، چې په ټوله کې درې برخې لري:
الف: فونیم پوهنه (Phonology) یا غږ پوهنه، چې د ژبې د ممیزو غږونو په نامه هم یادېږي.
ب: صرف (Morphology) یا د کلمو جوړښت پوهنه.
ج: نحو (Syntax) یا د جملو، عبارتونو، فقرو او ترکیبونو د جوړښت، ترتیب او تنظیم قوانین.
کله چې وایو د ژبې جوړښت موخه مو دا وي، چې یوه ژبه څنګه جوړه شوې، فاعل، مفعول او فعل يې کوم دي او د دغو اجزاو دندې کومې دي او په یوې جملې کې يې ځایونه کوم دي، کله مو چې دغه ځانګړنې وموندې، نو بیا د یادې ژبې ګرامري حالت ځانته معلومولای شو، چې څنګه ژبه ده؛ خو د دې خبرې معنا دا نه ده، چې دا حالت به په ټولو ژبو کې ثابت وي، په دې معنا که چېرې پښتو او دريه ژبه سره پرتله کړو، نو هلته هم قاعده همداسې نه تکرارېږي، په دې معنا په پښتو کې فاعل، مفعول او ورپسې فعل وي، خو په دري کې بیا دا مسئله سرچپه ده او همداسې نورې ژبې هم درواخله، خو په ټوله کې په یوې ژبې کې د دغو درې واړو اجزاو شتون حتمي دی او دا چې ګرامر لیکوال باید کومې خبرې په نظر کې ونیسي، د دې خبرې په ځواب کې باید ووایم، چې په ګرامر کې تر ټولو مهمه خبره د ګرامر تیوري او اساس دی، موږ ډېر داسې ښاغلي وینو، چې په خپل سر په جملو او وییونو کې وړاندې وروسته والی کوي، جوازونه ورکوي، چې کومه کلمه څنګه ولیکو او کومه څنګه. په داسې حال کې، چې دا کار د ده نه، بلکې د ګرامر د تیورۍ کار دی او که چېرې یاد ښاغلی پرې پوه شي، نو بیا هېڅکله دا کار نه کوي.
پوښتنه: که د پښتو ژبې د ګرامرونو د ډلبندۍ په اړه معلومات راکړئ، چې څو ډوله ګرامرونه لري او کوم يو يې ډېر مهم دی؟
ځواب: که د ګرامر د پیل یا تاریخچې نه، چې د قبل المیلاد له څلورمې پېړې نه را پیل شوی، را پیل يې کړو او د افلاطون، سقراط او دوی ته ورته کسانو ګرامرونه هم په نظر کې ونیسو، نو دې پایلې ته به ورسېږو، چې دودیز ګرامر عربانو رامنځته کړې، یعنې په پښتو ژبه کې، چې کوم ګرامر ته دودیز ویل کېږي هغه، هغه ګرامر دی، چې له عربانو نه پښتو ته راغلی، له دغه ګرامر وروسته په افغانستان کې د پښتو ژبې په برخه کې یوازې او یوازې تشریحي ګرامر یا ګرامرونه لیکل شوي او بس.
دوست شینواري یو کتاب لیکلی، چې د افغانستان ژبې او توکمونه نومېږي د دغه کتاب په ځینو ځایونو کې يې د پرتلیز ګرامر څرک هم وینو، خو له هغو ټولو خبرو سره سره بیا هم موږ ورته پرتلیز ګرامر نه شو ویلای. البته له افغانستان نه بهر په شوروي اتحاد کې ګرومبېرک د پښتو ژبې د تاریخي ګرامر په اړه کار کړی او یو تاریخي ګرامر يې د پښتنو لپاره لیکلی؛ خو زما په اند په داخل او خارج کې تر اوسه پورې پښتو مقایسوی ګرامر نه دی لیکل شوی. لاملونه يې هم ډېر دي، خو جوت لامل يې د پښتو ژبې ستونزې او د ګاونډیو ژبو ګرامري نیمګړتیاوې يې دي، چې له امله يې پښتو ژبه هم زیانمنه شوې.
پوښتنه: تاسې د پښتو ژبې د ستونزو یادونه وکړه، موخه مو څه ډول ستونزې دي؟
ځواب: له ستونزو څخه زما موخه دا ده، چې له بده مرغه پښتو ژبه تر اوسه پورې یو بشپړ او سم تشریحي ګرامر نه لري. پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د “پښتو پښویه” په نامه یو ګرامر لیکلی، هغه ګرامر هم ځینې ستونزې لري، په دې معنا وړاندې تر دې، چې سړی ګرامر زده کړي لومړی باید د ډاکټر زیار ژبه زده کړي، چې دا کار ټولو ته ستونزمن دی. ما خپله د زیار صاحب له ګرامر نه استفاده کړې او ښه ګرامر دی، خو زه خپله هم د ډاکټر زیار په ژبې کې ستونزې لرم.
پوښتنه: د پوهاند ډاکټرمجاور احمد زیار ترڅنګ ډېرو نورو افغانانو هم د پښتو ژبې ګرامرونه لیکلي، تاسې د هغوی د ګرامرونو په اړه څه وایاست؟
ځواب: هو، زه دا منم چې نورو پښتنو ژبپوهانو هم ګرامرونه لیکلي، خو هغه ګرامرونه هم په بسنده توګه ستونزې لري، په دې معنا دغو ښاغلو یوه موضوع تر یو ځایه تعقیب کړې، خو چې کله ستونزې سره مخ شوي، نو موضوع يې په هماغه ځای کې پرېښې او تېښته يې ترې کړې ده، چې په دې توګه يې د ګرامر د کار اصالت ته زیان رسولی او سړی يې بشپړ ګرامر نه شي ګڼلای. دغه راز په دغو ګرامرونو کې ډېر اقتباسي ګرامرونه هم شته، چې له پخوانیو هغو څخه يې را اخیستنې کړي، خو خپله يې یوه خبره هم نه ده کړې، د ساري په ډول په پخوانیو ګرامرونو کې ځینې داسې ناروا خبرې اورو، چې د منلو وړ نه دي، خو دوی يې اوس هم را انتقالوي، لکه: پخوانیو ویل، چې »چ، پ، ژ، ګ« د دري ژبې ځانګړې توري دي، په داسې حال کې، چې خپله پښتو په “پ”توري پیل شوې ده او د تاریخي ګرامر له مخې دا خبره هېڅ ډول منطق نه لري، نو د دغه ډول خبرو په پام کې نیولو سره دغو ډول ګرامرونو ته هم سم ګرامرونه نه شو ویلای.
ما په خپله هم یو پښتو ګرامر لیکلی، خو داسې دویم کس نه شته، چې ويې ګوري او نیمګړتیاوې يې را په ګوته کړي او چې ونه لیدل شي زه يې هېڅکله چاپ ته زړه نه ښه کوم.
پوښتنه: ستاسې له خبرو معلومېږي، چې تاسې ته د ډاکتر زیار ګرامر د منلو وړ دی، خو یوازې يې ژبې سره ستونزه لرئ؟
ځواب: هو بالکل! ما ته د ډاکټر زیار ګرامر د منلو وړ دی او ډېره استفاده ترې هم کوم، خو ژبه يې نه یوازې ما ته، بلکې ډېرو ښاغلو ته ستونزمنه ده او دا ستونزمنوالی يې لهجوي مسئله نه ده، بلکې له ځانه د نویو خبرو، کلمو او وییونو جوړول دي، چې د ده ګرامر یې له ستونزې سره مخ کړی دی.
پوښتنه: د نویو خبرو، کلمو او وییونو جوړولو معنا خو نیولوګیزم یا نویزونه ده، ستاسې په اند که کوم ژبپوه نوي وییونه جوړوي کوم آرونه باید په پام کې ونیسي؟
ځواب: هره ژبه داسې ځانګړنې او مواد لري، چې د نوو وییونو په جوړولو کې له ژبپوه سره مرسته کوي، نو د دغو موادو په پام کې نیول تر ټولو مهمه خبره ده، خو تر دې هم مهمه خبره د کلمې ريښه یا ولۍ ده، یعنې یو نوی ویی، چې موږ يې جوړو د همدغې ولۍ له مخې يې جوړو او که له خپلې خېټې او دا ريښه هله معلومولای شو، چې آریاني ژبې “پامیري ټولې ژبې، فارسي ژبه، دري ژبه، تاجیکي ژبه، آستي ژبه، اورمړي ژبه، پراچي ژبه، بلوچي ژبه او داسې نورې ژبې” مو زده وي،له دې پرته د نوي ويي جوړول شونې خبره نه ده.
پوښتنه: ژبپوهان او ګرامر لیکوال ډېر ځله اوستا او پښتو ژبې یو د بل لازم او ملزوم بولي، ستاسې په نظر دا خبره څومره علمي ده او په کوم دلیل؟
ځواب: زه به د دې پوښتنې الفاظ لږ در بدل کړم، یعنې د پښتو ژبې منشاء څنګه ده؟
د دې خبرې په اړه ژبپوهان په خپلو کې همغږي او همنظره نه دي او هر یو ځانته دلایل لري. یوه ډله ژبپوهان په دې ګروهه وو، چې پښتو ژبه له اوستا څخه اخیستل شوې ده، چې سرلاري يې پوهاند عبدالحی حبیبي، برتولومه، ګایګر او… دي. دویمه ډله، چې سرلاري يې مارګنستېرن، پوهاند ډاکټر زیار او نور…دي په دې نظر دي، چې پښتو ژبه له ساکي ژبې څخه اخیستل شوې ده. درېیمه ډله هغه کسان دی، چې د بغلان د باختري ژبې له کتیبې یا ډبرلیک سره يې نظر تړلی، یعنې روسي ژبپوهان، اروپايي ژبپوهان او خپله سیمیلیمز، چې په لندن کې ختیځ پوه دی او باختري ژبه تدریسوي په دې نظر دي، چې پښتو ژبه له باختري ژبې څخه اخیستل شوې ده؛ نو په ټوله کې دغه درې نظرونه شته، خو تر اوسه هېڅ یوې ډلې داسې کار نه دی کړی، چې د پښتو ژبې ګرامر له دغو ژبو سره وڅېړي او ترې را اخیستنه او پرتلنه يې وکړي او یا يې لورکېدل زباد کاندي. البته په دې برخه کې ډاکټر زیار یو کتاب کښلی، چې “پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې” نومېږي، نوموړي په خپل دغه اثر کې څه نا څه هڅه کړې، خو ده هغه بېلګې راوړي، چې هغه پروفیسرمارګنستېرن په خپل اثر کې راوړي، خو مارګنستېرن هم دغه وخت نه لاره، چې دا موضوع بشپړه کاندي، که نه نوموړي خورا دومره کار کړی، چې موږ يې فکر هم نه شو کولای. زما په اند که مارګنستېرن وخت لرلای، نو هرو مرو يې پښتو ژبه د ساکي ژبې پورې رسوله او دا يې زباتوله، چې پښتو ژبه د ساکي ژبې لور ده؛ خو په ټوله کې دا خبره لا نه ده څرګنده شوې، چې پښتو ژبه له کومې ژبې سره ډېرې اړیکې لري او یا له کومې ژبې څخه اخیستل شوې ده، تمه ده څوک پیدا شي او دا خبره زباد کاندي.
پوښتنه: د یو ژبپوه په توګه تاسې ته هم دا خبره مبهمه ده، چې پښتو ژبه له کومې ژبې څخه اخیستل شوې ده؟
ځواب: زه يې له باختري ژبې سره د اړیکې پلوی یم او لامل يې هم دا بولم، چې جوړښت او فونیمکي اړیکې یا سیستم د فونیټک یا غږ پوهنې يې له باختري ژبې سره نږدې او کابو یو شی دی.
پوښتنه: ستاسې له خبرو څرګندېږي، چې د تشریحي ګرامر په لیکلو کې تر ټولو مهمه مسئله د تاریخي ګرامر په پام کې نیول دي، ستاسې په اند تر اوسه پورې داسې تشریحي ګرامر لیکل شوی، چې د تاریخي ګرامر لیکنې په ګنډه برابر وي؟
ځواب: په ګرامر لیکنه کې تر ټولو مهمه خبره پر لرغونو ژبو پوهېدل دي، چې له بده مرغه زموږ اکثریت ګرامر لیکوال په لرغونو ژبو نه پوهېږي او دا خبره د دې څرګندوي کوي، چې د دوی ګرامرونه له نیمګړتیاو څخه ډک دي؛ خو یو شمېر بهرني ژبپوهان، لکه:ګرومبرک، ستېبن کامنسکي، آرنسکي او… چې په لرغونو ژبو پوهېدل، نو د پښتو لپاره يې ښه او د حساب وړ ګرامرونه لیکلي، چې ترې ګټنه کول حتمي خبره ده.
پوښتنه: له لرغونو ژبو څخه مو موخه کومې ژبې دي؟
ځواب: زما موخه له لرغونو ژبو څخه اوستا، زړه فارسي، ساکي په ځانګړې توګه سغدي، خوارزمي او باختري ژبې او دې ته ورته ژبې دي، چې د ګرامر لیکوال باید زده وي او د دوی په رڼا کې ګرامر ولیکي او هر کله يې چې دا کار وکړ، نو د دوی لیکنه ګرامري او علمی ارزښت پیدا کوي او د دې خبرې څرګندويي کوي، چې دوی هېڅ خبره له ځانه نه شي لیکلای. یعنې په داسې حالت کې د نیولوګېزم یا نویزونو مسئله هم حل کېږي، هره نوې کلمه او ویی، چې جوړوي د لرغونو ژبو ريښو او جوړښت ته ځیر کېږي او اصولو په رڼا کې نوی جوړونه کوي.
پوښتنه: لکه څنګه چې معلومېږي په لیکوالۍ کې تر ټولو سخته او ستونزمنه چاره د ګرامر لیکوالي ده. که یو څوک غواړي ګرامر ولیکي، ستاسې په اند کوم ټکي باید په پام کې ونیسي، چې له امله يې ټولمنلی ګرامر ولیکي؟
ځواب: زما په اند د ګرامر په لیکلو کې تر ټولو مهمه خبره تیوري ده، هېڅوک حق نه لري، چې له تیورۍ پرته ګرامر ولیکي؛ ځکه ژبپوهانو ته اساسي قانون د ژبې تیوري ده او که څوک دغه قانون تر پښو لاندې کول غواړي، نو تاسې خپله ځواب ووایاست، چې څه ډول ګرامر به يې لیکلی وي.
پوښتنه: له تیوري څخه مو موخه څه ده، کوم ډول تیوري او بنسټ يې چا ایښی؟
ځواب: د تیوري معنا ده عمومي ژبپوهنه، یعنې عمومي ژبپوهنه ټول خبرې لیکوال ته ورښيي او په دې يې پوهوي، چې په کومه لار او څنګه مزل وکړي. لیکوال چې لار او لوری پیدا کړي بیا مزل کول ورته دومره ستونزمن نه دي. البته دغه لارې او ګودرې له ډېرو ورکې دي، خو پښتو ژبه سوچه په بې لاریو روانه ده، په دې معنا پښتو ژبه یو څه ستونزې لري او هغه ستونزې د معیاري لیکدود نه شتون او د واحدې ژبې نه موجودیت دی. که چېرې موږ یوه واحده ژبه او یو منل شوی معیاري لیکدود ولرو، بیا د معیاري ګرامر لیکل ډېر اسانه او بې تکلیفه کار دی.
پوښتنه: د واحد لیکدود له نه شتون څخه مو موخه لهجوي توپیرونه دي که کوم بل څه؟
ځواب: یو لهجوي توپیرونه دي او بل خپلسري کارونه، په دې معنا ځینې ښاغلي حکم صادروي چې فلانۍ کلمه داسې ولیکه او پلانی ویی داسې او یا هم ځینې خبرې د هغوی په تبه برابرې، د ساري په ډول ښاغلی معصوم هوتک او ښاغلی ډاکټر زیار کله ناکله داسې پرېکړې کوي، چې “په” لیکئ او “پر” مه لیکئ او یا يې هم پرعکس. زما په نظر دغه دواړه ښاغلي د دې حق نه لري، چې د ولس ژبنۍ واګې په خپل لاس کې واخلي او په اړه يې پرېکړې وکړي، ځکه ژبه د ولس ده او دوی د ټولو پښتنو استازي نه شي کولای. نه یوازې دوی بلکې هر هغه څوک، چې په ژبني برخه کې کار کوي دا حق نه لري، چې ژبه تر خپل واک لاندې راولي. زما په اند هر څوک، چې غواړي ژبنۍ مسئلې وڅېړي، هغوی ته بویه، چې په یو دولتي او مسوول چوکاټ کې، چې د ټولو لهجو او سیمو خلک په کې موجود وي سره راټول شي او خپله خبره وړاندې کړي او له هغې وروسته د علم په رڼا کې داسې پرېکړه وکړي، چې هم ټولو ته د منلو وړ وي او هم واحده او معیاري ژبه وي او شي او که داسې نه وي، نو لکه د اوس په څېر به د “خوږګیاڼي” او “خوګیاڼي” لهجې یا ناسم لیکدود ښکار به شي او همداسې ګډوډي به په ژبه کې روانه وي.
پوښتنه: ډاکټر صاحب! ځینې خلک وايي، چې پښتو ډېره سخته ژبه ده، ستاسې په اند دا خبره څومره علمي او د منلو وړ ده؟
ځواب: پښتو ژبه ډېره اسانه، علمي او غني ژبه ده، خو له بده مرغه ځینو پښتنو سخته کړې ده. دا ژبه مصنوعي او جوړه شوې ژبه نه ده. دا ژبه ډېر علمي او منل شوي قوانین لري. ډېره لرغونتیا لري، آن د اوستا له وخته تر اوسه پورې سینه په سینه له یو نسل څخه بل نسل ته که هغه لوستي دي یا نالوستي را انتقال شوی او تر اوسه يې را رسولې ده.
دا منل شوې خبره ده، کله چې قومونه بېلېږې، نو ورسره ژبې هم بېلېږي او لهجې یا ګړدودونه منځته راځي، البته ځینې ژبې بیا د جغرافیوي، اقلیمي او یا نورو لاملونو له مخې لهجې رامنځته کوي، خو پښتو ژبې د قومونو د وېش پر اساس لهجې رامنځته کړي، لکه: ننګرهارۍ لهجه، کندهارۍ لهجه، د تڼیو لهجه، د وزیرو لهجه او داسې نور، چې دا يې په خپله د غنا والي او اسانوالي څرګند ثبوت دی؛ خو په عین حال کې يې ستونزې هم زېږولي او د همدوی اختلاف د دې لامل شوی، چې پښتو نن معیاري لیکدود او واحده ژبه ونه لري.
پوښتنه: دا چې ژبه او ژبني مسایل ډېر سخت او لانجمن دي، نو اکثریت لیکوال ورته زړه نه ښه کوي او ادبیاتو ته مخه کوي، ستاسې په نظر ادبیات او ګرامر کوم داخلي جوړښت او یا یو له بل سره اړیکې لري؟
ځواب: کله چې د قبل المیلاد په څلورمه پېړۍ کې فلالوژي رامنځته شوه- فلالوژي یوناني کلمه ده- نو په دغه کلمه کې ډېر علوم نغښتي ول، خو نولسمې پېړې ته تر را رسېدلو پورې فلالوژۍ خپل تګلوری څرګند او معنا يې ادبیات او ژبپوهنه شوه، یعنې له نورو علومو څخه يې لمن را ټوله شوه.
د ادبیاتو او ژبپوهنې یووالی په لومړنیو موادو کې دی، په دې معنا کوم لومړني مواد، چې په ادبیاتو او ژبپوهنې کې کارول کېږي هغې ته متن وايي او متن د دواړو لپاره د څېړنی اصل دی، په دې معنا ادیب له خپلو سترګیو متن څېړي او ژبپوه هم له خپلو او همدا خبره د دې څرګندويي کوي، چې دا دواړه یو د بل لازم او ملزوم دي او دواړه یوه موضوع له بېلابېلو اړخونو څېړي.
که دا موضوع لږه نوره هم روښانه کړم، نو ویلای شم ادیب د یوې ټولنې افکار، پوهاوی، اندونه او انګیرنې څېړي، خو ژبپوه بیا په همدغو اندو او افکارو کې لیکني سمونونه او حالتونه له نظره تېروي.
پوښتنه: له دې سره، چې زموږ ګرامري او ژبنۍ لیکنې له پوره ننګونو او ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم تاسې له دغه حالته څومره راضي یاست؟
ځواب: زما په اند که پښتانه لیکوال لومړی هغه ګرامرونه، چې په بهر کې د بهرنیانو له خوا لیکل شوي هغه را وژباړي، نو له خپلې ژبې او ولس سره به يې پوره مېړانه کړې وي او له هغو ګرامرونو څخه به راضي هم اوسو او که دا کار ونه کړي، نو د ډاکټر زیار له ګرامر پرته دا نور به يې یو څه د تأمل وړ وي.
پوښتنه: داسې ویل کېږي، چې تاسې په ځوانۍ کې له سیاسي ډلو ټپلو سره تړلي وئ او د هماغو بوختیاو له امله له تاسې څخه علمي کار پاتې شو، خو اوس په ډېرو علمي او اکاډمیکو ساحو کې مطرح یاست، ایا هغه سیاسي بوختیاوې ستاسې له علمي کاره ډېرې مهمې وئ؟
ځواب: زه له خدایه منندوی یم، چې تر اوسه پورې په هېڅ سیاسي ډله ټپله یا ګوند کې لوبېدلی نه یم او نه هم د کوم ګوند غړیتوب لرم. ما کابو شپاړس اولس کاله په مسکو کې تېرکړل، خو بیا هم د خلق او پرچم ګوندونو له چتره لرې ګرځېدم، نه یوازې لرې ګرځېدم، بلکې هېڅ ډول دلچسپي مې هم ورسره نه لرله او نه له هغې را وروسته او اوسنیو ګوندونو سره کوم دلچسپي لرم.
دا چې ما ولې په ځوانۍ کې ډېر کار ونه کړ، ښايي د نورو لاملونو ترڅنګ يې ستر لاملونه زما یوازیتوب او ناهیلي وي، یعنې له یوې خوا زه په افغانستان کې یوازې وم، کورنۍ مې را سره نه وه او له بلې خوا په علمي او اکاډمیکو ساحو کې نه منل کېدم، تاسې باور وکړئ، چې په ډېر تکلیف په اکاډمۍ کې مقرری شوی یم او بل ستر لامل يې ژبني، قومي او سمتي ډلې ټپلې وې، په دې معنا هر چا د خپل ګوند او ژبې سړي ملاتړ کاوه، خو زه یو داسې څوک وم، چې په هېڅ ډلې او یا ګوند کې مې ملاتړ نه لاره، نو ځکه پر شا تمبول کېدم او مخه مې ډب کېده او دا خبرې د دې لامل شوې، چې زه ناهیلی شم او په افغانستان کې د پاتې کېدلو هیلې یو خوب او خیال وګڼم، خو کله چې ما ته د پاتې کېدلو او په علمي ساحه کې د کار موندلو هیلې پیدا شوې، نو له هغې وروسته مې پر کار پیل وکړ او دا دی نن تاسې زما د دغه موجوده کارونو شاهدان یاست.
پوښتنه: تر کومه ځایه چې معلومېږي، ژبپوهنه او ګرامري مسایل د مشرانو او پاخه عمر کسانو کار دی او همدوی په کې عملاً کار کوي، ستاسې په اند ایا په موجوده ځوانانو کې هم داسې څوک شته، چې تاسې پرې حساب وکړای شئ او هغه دې په معیاري توګه ګرامر ولیکلای شي یا يې لیکلی وي؟
ځواب: له نېکه مرغه ډېر داسې ځوانان شته، چې زموږ هیلې ورپورې تړلي او دا تمه ترې کېږي، چې که لږ زحمت وباسي، نو انشاء الله په ګانده کې به د اوسنیو ژبپوهانو ځای ډک کړي، خو د دوی لپاره تر ټولو مهمه مسئله بهر ته د تګ او تحصل خبره ده، په دې معنا حکومت باید دوی ته زمینه سازي وکړي، چې بهر ته لاړ شي او هلته په همدې برخه کې په تخصصي توګه زده کړې وکړي او لویو استادانو څخه نوې خبرې زده کړي؛ ځکه په افغانستان کې د ژبپوهنې تيوري نه شته، نه پرې څوک پوهېږي او نه يې هم څوک تدریسوي، د فونیم، مورفیم او الوفون په اړه، چې کوم تدریس کېږي دا ډېر عادي او په ابتدايي کچه دي او په دې هرڅوک پوهېږي، نو ځوانانو ته په کار ده، چې د عمومي ژبپوهنې د تیورۍ لپاره او د دوی د مکتبونو لپاره، چې ځانته ځانګړې مکتبونه لري بهر ته لاړ شي او څه زده کړي.
پوښتنه: ډاکټر صاحب! که په پای کې ځوانانو ته کوم پیغام لرئ، نو مهرباني وکړئ؟
ځواب: ځوانان یعنې ځوانه انرژي، یعنې د کار او علمي چارو وخت. زما په اند د ځوانانو لپاره همدا بهترین او غوره وخت دی، چې کار وکړي. هر ځوان ته تقریباً په کافي اندازه امکانات شته، چې زیار وګالي او خپلې وړتیاوې ولس او نړیوالو ته زباد کړي. البته حکومت هم په دې برخه کې پوره دنده لري، چې د ځوانانو ملاتړ وکړي، زمینه سازي ورته وکړي او د وړتیاوو د لوړاوي لپاره يې امکانات برابر کړي، خو ځوانان باید له موجوده امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي او خپله پوهه له خلکو سره شریکه کړي.
البته یوې خبرې ته د دوی ځیر کېدل هم غواړم او هغه دا دوی باید د بهرنیو سفرونو په اړه هم لږ دقت وکړي، په دې معنا که دوی چېرې پاکستان او یا هم ایران ته لاړ شي لوړې زده کړې به وکړي ماستري او ډاکټري به واخلي، خو ښايي د ژبپوهنې په برخه کې کوم خاص څه زده نه کړي، خو که هند، مسکو، اروپا او دې ته ورته هېوادونو ته لاړ شي او هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي، نو نه یوازې به يې لوړې زده کړې کړې وي، بلکې خپل ولس ته به يې هم ډېرې نوې خبرې وړاندې کړې وي او داسې ځای به يې خپل کړای وي، چې په راتلونکي کې پرې حساب کېږي.