Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
محبوبا
[09.Jan.2018 - 12:05]محبوبا
محبوبا مې : ګلدره ده ! ګل غونډۍ ده !
د لغمان په ده زيارت کې ، له غونډۍ ده !
د صورت ، مخ ؛ قد، قامت نښې يې دادي :
څېړۍ ډوله ، ګرده ـ مرده او خنډۍ ده !
د طوطي په څېر خبرې کوي نرمې !
هزاره غوندې يې پوزه ، لږ مونډۍ ده !
په يوه پښه څرخېږي ، لاټو ډوله !
توربخنه ، ګړندۍ ؛ لکه : لنډۍ ده !
حيا ناکه ، وفاداره ؛ پښتنه ده !
افغانۍ ده ! هسې نه ؛ چې هالنډۍ ده !
نخره ګره ، کاريګره ؛ خنده رويه !
زما زړه يې رانه وړی ! سورلنډۍ ده !
داچې زه يې يم ، مات کړی ؛ مُحبت کې !؟
غرنۍ ده ! او له ، اصله : ګورګنډۍ ده !
دام ، تلک يې : تګ ، ښُکلا ، ناز ؛ مکيزونه !
د : بازانو ، د : مرغانو : تور ، کنډۍ ده !
د : بدرۍ ، درخو ، ليلې ؛ ژولېتې خور ده !
بېلتانه کې تورپيکۍ ،بې تېغ ونډۍ ده !!!
۸/۱/۲۰۱۶ م. کال
West Hollywood
West Knoll DR. 838
لاس انجلس ـ کلفورنيا ؛
د امريکې متحده ايالات