(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د طالبانو او حکومت د سولې مخامخ خبرې

[09.Jul.2015 - 12:56]

د طالبانو او حکومت د سولې مخامخ خبرې: رسمي کسان له نارسمي ادرسه

لیکوال او شناند :نظرمحمد مطمئن

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ نن ټکی آسیا ته ویلې چې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوم غړي ګډون نه درلود

دا ډول نیویارک ټایمز هم د طالبانود قطرسیاسي دفتر د برېښنالیک په حواله لیکلي چې د اسلام اباد د سولې خبرو کې ګډونوال د مذاکراتو واک نه لري، دغه کسان د آی ایس آی له خوا یرغمل شوې، د سولې د بهیر د ښه والي پر ځای ستونزې زیاتوي.

د سولې مذاکراتو کې طالب ګډونوال

ویل کیږې د اسلام آباد خبرو کې د طالبانو د سیاسي کمیسون پخوانی مشر مولوی عبداللطیف منصور، حاجی ابراهیم د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د وخت د صحت وزیر اوسمهال د طالبانود صحت کمیسون مشر ملاعباس آخند برخه درلودله.

مولوي عبداللطیف منصور او ملا عباس آخند د طالبانو په لیکو کې دوه پېژندل شوې نظامي او سیاسي څیرې دي، تر ډیره واک لري، د پریکړو وړتیا او صلاحیت لري. حاجي ابراهیم ته که د حقاني صاحب له خوا واک ورکول شوې وي سمه ده او که نه وي په تیر کې يې هم له افغان حکومت سره په بېلابېلو وختونو کې اړيکې لرلي وي.

د طالبانو رسمې اعلامیه

داځل د طالبانو د اعلاميې ډول تغیر موندلی، طالبانو د سولې د مذاکراتو یوه ورځ وروسته داسي اعلامیه  خپره کړه چې د اسلام آباد د خبرو رد يې په واضیح ډول سره نه دی کړی، بلکه که ډیر ځیر شو، يو ډول يې دهمدې خبرو د طالب  غړو د صلاحیت تاید کړی دی، ویلي يې دي چې طالبان د ښه پرمختګ او سمون له پاره وخت په وخت د چارواکو په صلاحیتونو کې تغیر او بدلون راولي، د ټولو داخلي او خارجي چارو مسؤلیت سیاسي دفتر لري، سیاسي دفتر واک لري چې هرچیرته او هرځای له کورنیو او بهرنیو اړخونو سره مذاکرات وکړي

دا هم امکان لري چې طالبان به خپل غړې له لاسه ورکول نه غواړي، هغه کسان چې د افغان حکومت سره يې په خبرو کې ګډون کړي، د طالبانو د مشرتابه له اجازې پرته به يې دا کار کړي وي، لکه چې تیره میاشت يې د چین په اوړمچې کې هم ناسته کړي وه، اوس به طالبانو هڅه کوي چې د وېش مخه ونیسي او په ارام سره دغه تر فشار لاندي طالب چارواکې وپوهوي چې په دغه ډول ناستو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، نو له همدې امله به يې په خپله رسمې اعلامیه کې نرمښت او تجاهل کړي وي، ولي د سیاسي کمیسون ویاند ډاکټر نعیم دغه خبرې رد کړي دي.

د سولې مخامخ خبرې

اسلام آباد ته نږدې د مرې په ښایسته ښارګوټې کې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ د سولې خبرې چې د جولای پر اومه نیټه ۲۰۱۵ يې خبر ورکول شو، لومړی ځل و چې ولسمشر غني ددغو مخامخ خبرو هرکلی وکړ، دا ځل سپينې ماڼۍ هم د طالبانو او افغان حکومت د خبرو هرکلی وکړ.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې په ناروي کې و، ثبت شوی پېغام يې پاکستاني ټلویزون خپور کړ او ويلي يې و چې د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ښه پرمختګ دی.

په منظم ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د همدې سولې خبرو اړند پرته له جزیاتو ډیر لږ معلومات د رسنیو په واک کې ورکول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وروستی اعلان کې راغلي چې د دواړو لورو استازو موافقه وکړه چې خبرو ته به دوام ورکوي او له روژې وروسته به بیا خبرې کوي.

ښکارې چې د سولې  مذاکراتو په دغه  دوه ساعته غونډه کې به  هغو طالبانو چې د سیاسي کمیسون غړیتوب نه لري، ولي واک او صلاحیت به ورکول شوې وي د افغان حکومت استازو ته به يې خپل شرایط او غوښتنې مخامخ ویلي وي.

 له مودې راهیسې پر طالبانو بېلابېل فشارونه و چې خپل دریځ مخامخ افغان حکومت سره شریک کړي، تر ټولو زیات فشار د پاکستان هیواد و چې ددوی منځګړیتوب ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښينې، دا ډول د امریکا فشار داو چې طالبانو باید مخامخ طالبانو سره خبرو ته کښينې.

له دي سره سره هغه هیوادونه چې طالبانو سره يې د سولې اړوند په اړیکو کې پرمختګ درلود چې قطر، چین، ناروي، جاپان ، ایران او ترکیه یادولای شو، دهغوی غوښتنه به هم داوه چې يوځل طالبان خپل ځينې شرایط افغان حکومت ته مخامخ وړاندي کړي، تر څو نړيوال او د سولې اړوند ذیدخل هیوادونه پوه شي چې افغان حکومت د طالبانو شرایطو منلو ته چمتو دی که نه؟  او لوی موانع د سولې په مخ کې کوم دي.

هغو افغانانو چې له طالبانو سره يې په دوحه، ناروي او دوبۍ کې کتلي و، تر ډیره معلوميږي د هغوی غوښتنه هم داوه چې طالبان باید خپلې غوښتنې له افغان ولس او مخامخ افغان دولت او نړیوالو سره شريکې کړي.

داډول د طالبانو په لیکو کې هم ځينې داسي کسان و چې طالبانو څخه يې غوښتنه درلودله چې افغان حکومت ته مخامخ خپلې غوښتنې وړاندي کړي، او حکومت و ازمويې چې د طالبانو دې غوښتنې ته چې بهرنیان دي له افغانستان څخه ووځې کوم ډول ځواب ویلای شي.

که طالبانو افغان حکومت ته خپل پخواني شرایط وړاندي کړي وي چې د بهرنیانو وتل ، د طالب مشرانو نومونه له تورلسټ څخه ایستل، پر طالب مشرانو د اعلان شو جوایزو لغوه کول،  د قطر دفتر په رسميت پېژندل، د سولې له پاره رښتونې هڅې او يو داسي حکومت باندي هوکړه چې ټولو افغانانو ته  دمنلو وړ وي.

په کور دننه د حکومت خپلمنځې اختلافاتو ته په کتلو سره ښکاري چې دغه ډول د طالبانو غوښتنې به د افغان حکومت تر واک پورته وي، او افغان حکومت به ونه شې کولای چې د طالبانو غوښتنو ته مثبت او پر وخت ځواب وويې.

داچې داځل د سولې خبرو کې د امریکا او چین استازو ګډون درلود، يوه ښه پرمختګ دي، موږ ډیر ځله ويلې چې د سولې د خبرو د پرمختګ ضمانت دي لوي هیوادونه وکړي، اوس به معلوم شي  چې د طالبانو غوښتنو ته به افغان حکومت او امریکا څه ډول ځواب ووايې.

د سولې ددغه تازه مذاکراتو څخه د پخواني ولسمشر کرزي مشروط ملاتړ هم رسنیو را اخستي دی.

طالبان په خپله خوښه که  د فشار او مجبوریت له مخې خبرو ته کیناستل

پوښتنه داده  که طالبان پرته له فشار څخه  د زړه له کومې خبرو ته حاضر شوې وي، پاکستان هم پکې مثبت رول لوبولی وي، بیا په کار وه چې اسلام آباد کې د سولې مذاکراتو ته د طالبانود سیاسي دفتر (قطر دفتر)  ځينې غړې راغلي وای، په خبرو کې يې مخامخ برخه اخستې وای، ځکه طالبانو خو په وارو وارو ویلي چې د سولې مذاکراتو واک او صلاحیت يواځي د دوی د سیاسی کمیسون (قطر   دفتر) سره دی.

که چیرته پاکستان د طالب مشرانو په خوښه مذاکراتو ته زمینه برابره کړي وي، په کار ده چې طالبان د سولې مذاکراتو کې خپل ګډون ومني، واضیح داخبره دوی نه ده منلي، دغسي یو ګونګ او مجهول حالت تشویشونه نور هم زیاتوی، په داسي حال کې چې په اوس وخت کې هر څه ډیر ژر روښانه کيږي، رسنۍ او سرچینې دومره زیاتې دي چې خبرې پټې نه پاتې کيږي، خو د اسلام آباد خبرې لا هم ګونګې دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو اړوند سرچینې ګرده پاکستانۍ رسنۍ دي، هر څه د پاکستانې چينلونو څخه راوځي، افغان حکومت، طالبان، امریکا او چین په دي اړه وضاحت نه کوي.

ددغسې مهمو ناستو او غونډو اړوند چې پوره ۱۴ کلونه وروسته افغان حکو مت او طالبان د سولې مخامخ خبرو ته کینې په کار وه چې ابتدايې کارونه يې د نړیوالو او یا خو سېميېزو اصولو مطابق سرته رسيدلي وای، ولي دومره ژر هرڅه په عجله د يو تفریح په ډول تر سره شول، هغه هم د مرې په تفریحې ښارګوټې کي. 

په کار وه چې افغان حکومت، طالبانو  دا ډول د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مخامخ مذاکراتو اړوند اعلاميې د يو بل د باور په موخه خپرې کړي وای، د سفرونو دقیق نيټه مخکې له مخکې اعلان شوې وای، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يې رسمې کوربه توب اعلان کړی وای، لکه چې تیره میاشت د ناروي هیواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو رسمې کوربه توب کاو.

ددغسې مخامخ خبرو له پاره دا اړینه وه چې ایران، سعودي عربستان، قطر، امارات، ترکیه،  هند، دمنځنۍ آسیا هیوادونه او حتی روسیه په اعتماد کې واخستل شي.

ښکاري چې يواځي استخباراتي لوبه ده، پاکستان غواړي چې افغان حکومت او نړيوال وغولوي، پر طالبانو به يې فشار راوړی وی، چې هسې يو عادی ناسته دي ځينې ټیټ پوړې طالبان له افغان حکومت سره وکړي.

آیا پاکستان د سولې اړوند خبرو کې رښتونی دی؟

که پاکستان د سولې خبرو کې رښتونې وي بیا نو ویلای شو چې د اسلام اباد د سولې لنډ او پڅ مذاکرات يو ښه پرمختګ دی، ولي که د پاکستان هڅه يواځي داوې چې افغان حکومت او نړیوالو ته وښيې چې طالبان خبرو ته کينولی شي او له طالبانو سره په پټه توافق شوی وي چې درانه شرطونه د سولې مذاکراتو کې وړاندي کړي هغه چې د افغان حکومت له واکه نه کيږي، بیا نو ویلای شو چې دا به هم د پاکستان د تیرې يوې لسیزې د سولې اړوند مذاکراتو د تګلاري برخه او نوي بڼه وي.

په اسلام آباد کې د جولای د اومې مذاکراتو څخه به پاکستان ډیره ګټه پورته کړي، اوس به اړ نه وي چې افغان حکومت ته د طالبانو د سولې میز ته راکښ کولو کې سپيناوی وکړي، عملا يې داکار وکړ، زیان به يې ډیر زیات طالبانو ته ورسیږي، هغوی چې هر وخت يې د پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره د خبرو کولو رد او ډډه کوله.

طالبانو د  سولې د مخامخ  خبرو چمتوالی نیوی

زه باوري یم طالبان د سولې خبرې کوي، ولي د هغوی د مشر ملامحمد عمر مجاهد اجازې ته ګوري، تر اوسه هغه ورته د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو اجازه نه ده کړي، بیا څه ډول باور وکړو چې  د اسلام آباد ناسته به د طالبانو په خوښه د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات و؟

کله که د طالبانو مشر ملامحمد عمر د طالبانو سیاسي کمیسون ته د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اجازه وکړي، بیا به د طالبانو سیاسي کمیسون اړ وي چې د سولې د مذاکراتو اړوند يو واضیح او روښانه میکانزم او تګلاره ولري.

افغان ولس به د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو باندي هغه وخت باور ولري چې د طالبانو د سیاسي کمیسون (قطر دفتر) غړې د سولې مذاکراتو کې مخامخ ګډون ولري، دا خبره طالبانو نږدې په خپله هر اعلامیه کې کړی چې د خبرو واک د طالبانو له سياسي کمیسون سره دی، کله چې د خبرو جریان او مذاکرات د سیاسي دفتر له خوا رسما رد کیږي، بیا هم شک دی چې د اسلام آباد خبرو کې چل او فریب نه وي.

موږ پر دي هم پوهیږو او په خپلو لیکنو، ټلویزوني او راډیوي  بحثونو او  مرکو کې مو ولي چې د دوحې (پګواش غونډه)، د ناروي او دوبۍ ناستې په کرار کرار بالاخره د طالبانو او افغان  حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواروي، او یو وخت به دغه دواړه لوري مخامخ خبرو ته کيني. 

زما د معلوماتو له مخې طالبانو غوښتل چې نوی افغان حکومت سره خبرې وکړي، د امریکا سره امنيتې تړون او د پاکستان مداخلت دغه پروسه دادی نږدې ۹ میاشتې ځنډنۍ کړه.

حکمت  کرزي د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره د اشرف غني د حکومت له جوړیدو مخکې هم لیدنه کړي وه، د هغوی سره يې شناخت پيداشوی و، د حشمت کرزي د مرګ اړوند يې د طالبانو سره خبرې کړي وي، کوم چې  طالبانو يې بیا وروسته وختونو کې د ده د ورور په مرګ کې لاس لرل رد کړي و.

دا ډول حکمت کرزي د ناروي کانفرانس کې هم ګډون درلود، په دغسي نړیوالو کانفرانسونو کې ډیر ځله زمینه برابريږي چې شکېل اړخونه یوبل سره وګوري، ددي امکان نه شي رد کیدای چې حکمت کرزي به د طالبانو له پلاوي سره په ناروي کي کتلي وي، او د سولې اړوند به يې ځينې غیر رسمې خبرې کړي وي.

داځل چې د نورو لوړ پوړو افغان چارواکو پر ځای حکمت کرزي د سولې اړوند مذاکراتو کې ګډون وکړ، دوه لاملونه به يې و، لومړی داچې د قطر دفتر کسان پېژني، وګورئ چې طالب ګډونوال استازیتوب کولای شي که نه، آیا په غونډه کې طالب ګډونوال د قطر دفتر غړي دي که نه؟

بل داچې د طالبانو د ټيټې کچې کسانو په ناسته کې ګډون درلود، افغان حکومت هم نسبتا د ټيټې کچې کسان غونډې ته واستول.

موږ هیله لرو چې د طالبانو سیاسي کمیسون او افغان حکومت ټولې  د سولې اړوند پټې خبرې  په خپل وخت سره د افغان ولس سره شريکې کړي، او دواړه لوري هڅه وکړي چې د استخباراتي جګړې قرباني نه شي، بلکه سولې ته د رسيدو له پاره اساسي لارو چارو باندي غور او فکر وکړي.

طالبانو هڅه کوله چې په نږدې کال یو نیم کال کې  د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي، لومړی د خلکو او طالب جنګیاليو ذهنونه د مخامخ خبرو له پاره اماده او بیا مستقېم د سولې مذاکرات له افغان حکومت سره پېل شي.

پاکستان له وخت نه په ګټې اخستو بیړه وکړه  د طالبانو دغه پلان يې بیا له خنډ او ځنډ سره مخ کړ، دا ډول افغان حکو مت هم پر خپلو لوړ پوړو کسانو بې باوره شوې وه هغوی چې په پټه او ښکاره يې له طالبانو سره اړيکې نیولي او ناستې يې کولي، همدا لامل به و چې  دومره په بیړه او ناسنجیده مخامخ ناسته پرته له مقدمې د پاکستان په وساطت اسلام آباد کې په بیړنې او غیرتخنیکې ډول جوړه شوه.

د معلوماتو له مخې د پاکستان او طالبانودقطر دفتر د غړو ترمنځ فاصله ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده، په ټوله کې پر طالبانود پاکستان فشار ډیری طالبان له پاکستان څخه ایستلو او لیري کولو ته اړ کړي، ویل کیږي طالبانو پاکستان ته ویلي چې  نور به د پاکستان په خاوره کې پاتې نه وي، له دي هیواده به وځي، او اړ نه دي چې د پاکستان فشار او خبره ومني

افغان حکومت باید د سولې اړوند د حکومت دننه خپلمنځې ستونزې حل کړي

 په کار ده چې افغان حکومت په کور دننه د سولې اړوند خپلمنځې ستونزې د پخواني ولسمشر کرزي له ډلې، اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله په ټوله کې د شمال ټلوالي،د اجرايوي رئیس له  معاون محقق او د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم سره  حل  او د سولې اړوند د بېلابېلو نظرونو پرځای يو روښانه تګلاره او يو نظر ولري.

Taliban´s talk with the Government: Official people without a mandate Nazar Mohammad Mutmaeen Afghan writer and political Analyst based in Kabul Dr. Naeem Wardak, the spokesman for the Taliban´s Qatar Office told Nunn.Asia that no one from the Taliban Political Office participated in the Islamabad peace talk. Meanwhile, the New York Times quoted the email from Taliban Political Office that the participants in the Islamabad peace talks did not have authority to negotiate, these individuals were arrested by ISI, they, instead of making peace process better, worsening it. Taliban participants in peace negotiations It is said that Mawlawi Abdullatif Mansoor, the former head of Taliban Political Commission, Haji Ibrahim, brother of Mawlawi Jalaluddin Haqqani and Mullah Abbas Akhund, former Minister of Health in Taliban regime and present head of Taliban Health Commission were participated in the Islamabad peace talks. Both Mawlawi Abdullarif Mansoor and Mullah Abbas Akhund are well-known military and political figures in the Taliban lines, they, to a large extent, have power, and authority to make decisions. It would be good, if Haji Ibrahim was given authority by Mr. Haqqani; otherwise, he, previously, have had relations with the Afghan government in different situations. Taliban formal declaration The type of the Taliban declaration has changed this time, Taliban, a day after peace negotiations started, have issued a declaration that does not reject the Islamabad peace talks clearly, however, if we study it precisely, it, somehow, agreed that Taliban members have authority to conduct such peace talks, it has said that the Taliban, for improvement and reform, brings changes in capacities of their authorities. The Political Office is responsible for the entire internal and external affairs; the Political Office has authority to have negotiations with every kind of domestic and foreign side wherever and whenever they want to. Perhaps, the Taliban do not want to lose their members, those who had participated in negotiation with the Afghan government, would have done this job without the permission of the Taliban leadership, as like as they had a meeting in China´s Urumqi. Now, the Taliban would try to prevent the division among themselves and, calmly, make these under-pressured Taliban authorities understand to avoid participating in such meetings, that´s why they would have shown softness and ignorance in their formal declaration, however, the spokesman for the Political Commission, Dr. Naim, has rejected these negotiations. Face-to-Face Peace Talks On July 7th, 2015, the media reported face-to-face peace talks between the Afghan government and the Taliban that had took place in beautiful city of Murree in nearness of Islamabad, President Ghani, for the first time, welcomed these face-to-face talks; moreover, the White House and United Nations had welcomed the peace talks between the Taliban and the Afghan government, also. Nawaz Sharif, the Prime Minister of Pakistan that was in a visit to Norway, broadcasted a pre-recorded message on Pakistani TV and called the talks between the government and the Taliban, a good progress and development. The Foreign Ministry of Pakistan, systematically, was providing the media with very undetailed information on these peace talks. The latest news from the Pakistan Foreign Ministry was that the both sides became agreed to continue these talks and they would have negotiations after Eid, also. It seems that the Taliban that do not have the membership of Political Commission but have authority to negotiate would have told the representatives of Afghan government, in the peace negotiations that lasted for two hours, about their conditions and demands directly. From several times, the Taliban were put pressure on to share their position with the Afghan government directly, most of the pressure was being put by Pakistan in order to accept their intercession and hold a face-to-face meeting with the Afghan government, furthermore, America was adamant to make the Taliban to have face-to-face talks with the Afghan government. Besides that, the countries that have developments in relations with the Taliban on peace process like Qatar, China, Norway, Japan, Iran and Turkey would have requested the Taliban to present their conditions to the Afghan government directly in order for the International Community and the countries involved in peace process to know whether the Afghan government is ready to accept the Taliban conditions or not, and to learn about the biggest obstacles toward the peace. It looks like Afghans who met the Taliban in Doha, Norway and Dubai also told the Taliban to raise their demands with the Afghan nation, the Afghan government and the international community directly. There were some individuals in the Taliban lines that wished to present their demands to the Afghan government directly, and examine the government for their response to the Taliban demand on the withdrawal of foreign forces form Afghanistan. What if the Taliban presented their former demands that the foreign forces should withdraw the country, the names of Taliban leaders should be removed from the Black List, the awards on Taliban leaders should be cancelled, the Qatar Office should be recognized officially, true struggles toward peace should be made and agreement on a government that would be acceptable to all Afghan should be made. Considering the internal disagreements inside the government, taking care of Taliban demands would be beyond the authority of Afghan government, and the Afghan government would not be able to respond the Taliban on time and answer their demands positively. For this time, it was a good development that the representative of America and China were participated in this meeting. We, several times, said the great powers should take the peace process in their guarantee, let´s see how the Afghan government and America response to the Taliban demands. The media has reported the provisional support of former President Karzai on recent peace negotiations, also. Did the Taliban agree to have meeting or they were being put pressure on and obligated There is a question that if the Taliban agreed to have this meeting on their own wish and if Pakistan played positive role in it, therefore, it was needed for some of members of the Taliban Political Office (the Qatar Office) to attend the Islamabad meeting and participate in face-to-face peace talks, because the Taliban have said, for the several times, that only their Political Commission (the Qatar Office) have the power and authority to conduct negotiations on peace. If Pakistan provided the ground for negotiations on the wish of Taliban leader, in this case, it is needed for the Taliban to accept their participation in the peace negotiations, they have not accepted this thing clearly, and, however, this kind of uncertain and indescribable situation increases concerns, also. Nowadays, as everything gets clear very soon, and there is a huge number of media and sources that do not let the thing stay secret, however, the Islamabad peace talks are still tentative. The source for peace negotiations between the Afghan government and Taliban is Pakistani media only, everything comes out from Pakistani channels; the Afghan government, the Taliban, America and China do not express their views on this issue. Such important face-to-face meeting that took place between the Taliban and the Afghan government, for the first time in last 14 years, were needed to be facilitated by the International Community and at least in accordance with regional principles; however, everything happened with hurry like having fun in entertaining town of Murree. It was needed for the Afghan government, the Taliban and the Pakistani Foreign Ministry to release statements on face-to-face peace talks and their exact date and time before holding the meeting, the Pakistani Foreign Ministry was supposed to declare that it formally hosts this meeting, as like as the Norwegian Foreign Ministry was formally hosting the Taliban. For such kind of peace talks, it was necessary to have Iran, Saudi Arabia, Qatar, UAE, Turkey, India, Central Asian countries and even Russia to be in the picture of these face-to-face peace talks. It seems it is just an intelligence game, Pakistan wants to fool the Afghan government and international community, and it would have pressure on the Taliban that some of their low-level authorities should hold a normal meeting with the Afghan government. Is Pakistan truthful in peace process? If Pakistan is truthful in peace talks, we can call the Islamabad short and dull negotiations a good progress, but, if Pakistan just wants to show the Afghan government and the international community that it can make the Taliban to have peace talks and if a secret agreement was made with the Taliban to put heavy conditions, that are beyond the authority of Afghan government, for peace negations, then, we can say that Pakistan had followed its 10-years old policy on the peace process with a new shape. Pakistan would have benefited a lot from the negotiations took place on July 7th, it would not have to prove their ability to the Afghan government that it can make the Taliban to have peace talks with them, they proved it in action, the Taliban would be disadvantaged from this process, the Taliban that they were always rejecting and avoiding having peace talks with the Afghan government as result of Pakistan´s intercession. Taliban were preparing for face-to-face peace talks I believe that the Taliban are going to have peace talks, however, they are waiting for the permission of their leader Mullah Mohammad Omar Mujahid, he has not permitted them to have face-to-face negotiations with the Afghan government; so, how can we believe that the Islamabad meeting was held as a result of Taliban´s own desire? Whenever, the Taliban leader, Mullah Mohammad Omar, permitted the Taliban Political Commission to have face-to-face talks with the Afghan government, then, the Taliban Political Commission would have to have a clear mechanic and policy on peace talks. The Afghan nation would believe in the Afghan government peace negotiations after the members of Taliban Political Commission (the Qatar Office) participate in face-to-face peace negotiations. The Taliban mentioned this point nearly in all of their statements that only the Taliban Political Commission has authority to conduct negotiations, at whatever time, the peace negotiations are officially rejected by the Political Office, there is still doubt in the Islamabad talks that whether if it is a seduction. We have mentioned in our articles, TV and radio discussions and interviews that the Doha´s PUGWASH Conference and the Norway and Dubai meetings slowly facilitate the ground for face-to-face talks between the Taliban and the Afghan government, and that they, sometime, would have face-to-face talks. According to my information, the Taliban wished to have talks with the new Afghan government, however, signing the BSA with America and interference of Pakistan delayed this process for almost 9 months. Hekmat Karzai had a meeting with representatives of the Taliban´s Qatar Office before Ashraf Ghani takes power, he became familiar with them, had talks on death of Hashmat Karzai with the Taliban, which the Taliban, recently, had rejected having hand in the death of his brother. Also, Hekmat Karzai had participated in the Norway Conference; several times, grounds for having meetings with involved sides are facilities in such conferences, perhaps, Hekmat Karzai would had met the Taliban delegation in Norway and would had informal talks on peace with them. Participation of Hekmat Karzai instead of other Afghan high-ranking officials in this round of peace talks would have two reasons, first that he is familiar with the individuals from Qatar Office, to see whether the Taliban delegation is able to do representation or not, and whether there are individuals from the Qatar Office participated in the meeting or not? The other reason might be, as there were low-level officials participated on behalf of the Taliban in this meeting, so the Afghan government sent rather low-level authorities to this meeting, also. We hope that the Taliban Political Commission and the Afghan government share the entire secret talks in peace process with the Afghan nation in a proper time, and that the both sides should try to not become victim of intelligence war, instead of that, they should think of solutions that can bring peace. Since a few months the Taliban were trying the ground for face-to-face talks to be facilitated, firstly, the people and Taliban fighters should be prepared mentally for face-to-face peace talks and then the direct peace negotiations should be started with the Afghan government. Pakistan, benefiting the opportunity, hurried and faced this plan of the Taliban with obstacles and delay, furthermore, the Afghan government was distrust on its high-level officials that had secret and obvious relations with the Taliban and were holding meetings with them, it is the reason behind such an urgent and uncritical meeting without a prelude that held as a result of intercession of Pakistan with an urgent and immature way. According to information, distance between Pakistan and the Taliban members of Qatar Office is increasing day by day, at all, the pressure of Pakistan has made the Taliban to withdraw Pakistan; it is said, the Taliban have told Pakistan that they will not stay in its soil anymore, they will withdraw from this country, and they do not have to suffer the pressure of Pakistan and accept its demands, anymore. Afghan government should resolve internal disagreements on peace process inside the government It is needed for the Afghan government to resolve the domestic disagreements on peace process with the former President Karzai´s team, the CEO, Abdullah Abdullah and the North Coalition at all, the deputy CEO, Muhaqiq and the First Vice President, Dostum; and instead of various ideas, it should have one clear policy and idea on peace process, then.
 
- نظرمحمد مطمئن
بېرته شاته