Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
افغانان یو
[26.Jan.2018 - 12:53]افغانان یو
دا خټک دا یوسفزی دی
دا مهمند دا افریدی دی
دا شینواری مشواڼی دی
دا داوړ دا محمدزی دی
دا محسود دا اورکزی دی
دا کاکړ دا اچکزی دی
مندوخیل دی جوګیزی دی
دا ترین دغه بازی دی
دی خلجي دا شیرانی دی
دا توري دا ملیزی دی
دا وزیر دا احمد زی دی
دا بنګښ دا کټوزی دی
دا وردګ دا اتمانزی دی
یو مې خپل بل مې پردی دی
دا یو سید او دغه میا دی
دی لمسی د صيب کاکا دی
دغه بل ځوی د مُلا دی
دا فلانکی مو قصب ګر دی
دا اینګر دا دروزګر دی
دا شپونکی دغه بزګر دی
دا جولا دغه نایي دی
دغه ډم دا قصابي دی
تا زما نه لرې تښتې
زه هم ستا نه لرې تښتم
وطن خوار شو مونږ ویده یو
د یو بل په تماشه یو
چې تا مړ کړي زه خوشحال شم
خو په خپله په بد حال شم
چې زما وطن ورانیږي
دا هم ستا وطن نړیږي
چې ته زیر یې زه به زیر یم
زه خو ستا د ژوند جاګیر یم
دغه کرکې کرکې ژوند دی
ته خبر یې څه یې خوند دی
بس راځه چې روغه وکړو
پس له دې نه به دوستان یو
غاړه راکړه انسانان یو
افغانان یو افغانان یو
نجیب زیری