Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
داستا سترګوکې
[30.Jan.2018 - 11:10]داستا سترګوکې
له هغې ورځې چې مې ولیدلې
خمارو سترګو ته مې ستا وکتل
په هم هغه شیبه مې ...
زړه ، د سینې له قفس کډه وکړه
*****
د یو بې روحه – کالبود په شانې
له تړمو اوښکو سره
اوس لالهانده ګرځم ...
*****
له تا چاپیره ګرځم
لکه بورا چې په ګلونو ګرځي
لکه پتنګ چې ځان څیزي په شمع
*****
د ژوند شېبې مې شوې د اور بڅرکي
ستا په ګاونډ کې د ایرو څلي شول
د تړمو اوښکو بارانونه به مې
دا ستا تصویر یوسي له ځانه سره
*****
ارمان چې یو ځل مې
دا ستا سترګو کې
خپل مړاوی ، مړ تصویر لیدلی وای !!!
ځیرک دل