Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ګام زمونږ
[24.Feb.2018 - 12:24]اولمیر استاذ ویلې:"ای د سبا ستوریه! وخیژه پر بام زمونږ
مونږه شپې ښکېل کړي وو ، وشلوه دا دام زمونږ "
مشال خان ټکر وايي:
<< ګریټ افغانستان موومینټ ! دا دی ړومبی ګ.ا.م. زمونږ>>
لر او بر وحدت غواړي دیته دې وي پام زمونږ!
مونږه اوږد تاریخ لرو، پراخ وطن لوی قام زمونږ
هند او سند او بخارا ،آن تر اصفهام زمونږ
تورې پر کشمیر زمونږ، سوات او پر کالام زمونږ
ګواډر د بلوڅ ګوره، زړه په دلآرام زمونږ
آمو،اباسین، هیلمند اوبه د توت آم زمونږ
غرونه معدنونه دي، دشتو کې طعام زمونږ
آ د میرویس خان تدبیر، آ د احمد نام زمونږ
چیغه د امان غازي، د خوشحال کلام زمونږ
سوله د ظاهر بابا، د داود خان سام زمونږ
له نجیب نه تر نقیب، انقلاب دی وام زمونږ
په سهار آذان زمونږ،جَمعه د ماښام زمونږ
حام یو که یافِض؟ یو مونږ ،پل مو نه دی خام زمونږ
زه حمید زړور وایم ،زړونه سره یو کړئ ټول
'لا به نو یو کیژو نور،ګنې کام ،ناکام زمونږ!'
ډاکټر حمیدالله زړور صاپی