Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[24.Feb.2018 - 12:39]غزل
سيد صابرشاه صابر
زما د ژوند حصه ده کنه , نمر زما رديف دے
رڼا مې کافيه ده او سحر زما رديف دے
زما د ژوند په سيورو يې خوارۀ دي عظمتونه
زما د فکر حسن دے " خېبر" زما رديف دے
سپوږمۍ ! په تا غزل ليکمه تۀ مې کافيه شوې
او ستا د خاورو خټو بام و در زما رديف دے
د امن د کونترو سېل زما کور نه خفه دے
د جنګ د غېږ سړے يې کړمه " شر " زما رديف دے
ائے راشه چې درپورې کړم د ټول غزل رنګونه
ائے راشه نن خو " شتۀ " يم حسن ور زما رديف دے
زما نه بيليدے نۀ شي زما سره ټوپک دے
او ماته توريالے وائي , سنګر زما رديف دے
صابره تجارت کوم د مينې , په سفر ځم
دړدودنه مې ملګري دي , پرهر زما رديف دے
22 جنوري