(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسافري بده خواري

[14.Feb.2015 - 19:50]

د بورډنګ کارډونو نه پس چې کله مونږ د انتظار ځای ته اورسيدو ـ نو يو اړخ ته کښېناستو او ما د روانو مساپرو په مخونو د هغوي د ژوند پرانستي کتابونه لوستل ـ د چا په مخ د مجبورۍ خندا وه او چا سرونه داسې ښکته کړي وو لکه چې په يو ژور سوچ کښې پراتۀ وي ـ جهاز (الوتکهد قطر په لاره المان ته روان وو ـ ما د هاغه پښتنو زلمو په سترګو کښې د کور کلي ژوبل ژوبل ارمانونه ليدل ـ څوک چې په ډېر مات زړۀ يو ځل بيا مساپرۍ ته روان وو ـ داسې معلومېده لکه چې د دوئي ناقراره احساسات په چغو چغو وائي چې :-

خپل کلي کښې ژونددغريبۍ او بې وسۍ ښۀ دی 
ورک پردي وطن کښې دې بنګلې او محلونه شي 

خو هغوي ته پته نۀ وه چې پښتونخوا د کلونو راایسې د استعماري قوتونو زور ځپلې ده ـ دغه ظلم ، دغه جبر کله په يو  بڼه (شکلاو کله په بل شکل لا تر ننه روان دی ـ 

د پښتونخوا خاوره د کالام د غرونو نه واخله تر د وزيرستان د دشتو پورې د سرو او سپينو زرو نه ډکه ده ـ خو واک ئې د بل دی ـ کۀ په سوات کښې د زمرودو کانونه دي ـ خوارۀ وارۀ ځنګلونه دي او که په لاندې پرته سيمه کښې د تماکو ، نغدور فصلونه دي ـ که د درې د کوئيلې کانونه دي او که د ګورګورې ګيس او نور معدنيات دي ـ مقامي غريب پښتون ته ترې څۀ فائده  نه شته؟ دا ځکه چې زمونږ هر څۀ په ايډهاک ازم چليږي ـ مونږ تر اوسه پورې څۀ کوټلې پاليسيانې نۀ لرو ـ تجربې دي چې روانې دي ـ

دی وطن مو خپل خو لا تر اوسه مو ژوندی نکړو
دلته په دې خاوره د وحدت او خپلواکۍ احساس

زما ذهن به خدای خبر نور لا څومره چورلکونه خوړل چې د ژوند ملګرې راته غلي غوندې اووئې ٫٫ دا خلک خو ټول روان شو ـ تۀ لکه چې د تلو اراده نۀ لرې ،، ددې سره ما يوه اوږده ساه راښکله ـ بېګ مې غاړې ته واچولو ـ او په قطار قطار کښې د تلو نه پس په جهاز کښې خپل سيټ ته اورسيدم ـ

دغه لمحې په تندۍ تيرې شوې او بيا جهاز (الوتکهپه هوا کښې په بره بره روان وو ـ لاندې د پېښور يو تت شان عکس ښکاريدوـ دسحررڼاګانې خورې شوې وې ـ د يو نيم کور نه لوګي ختل ـ داسې معلومېده لکه چې دغه لوګي د هاغه کورونو وي کوم چې د محلونو د بې غمه خلکو خدمتګار دي ـ ما د ځان سره د کلاسيکي غزل دغه شعر زمزمه کولو چې 

پردی مزدور سحر وختي پاسي
د شوګيرو خاوند  اودۀ پاتې شي 

زۀ نۀ پوهيږم چې د قطر پورې دغه سفر څنګه تېر شو ـ الوتکه د قطر په هوائي ډګر راکوزيده او زما ذهن ته دغلته د مېشتۀ ټولو ملګرو لکه ښاغلی فيروز اپريدي ، ښاغلی امت بنګش ، ښاغلی ګلزار خان اورکزي او نورو ډيرو مسکي مسکي عکسونه راتلل ،چا چې دلته ماله مينه راکړې وه ـ چا چې دلته ما ته زما د وجود احساس راکړی وو ـ چا چې د پښتو ژبې او پښتون کولتور د ودې لپاره ټول عمر هلې ځلې کړي دي ـ او دغه زيار ئې لا اوس هم دوام لري ـ

په هوائي ډګر کښې هر چا منډې وهلې ـ ځکه چې د پېښور نه رارسېدونکې الوتکه د خپل ټاکلي وخت نه ځنډيدلې وه

 لويه خدايه ستا عظمت دی

چې د واؤرو په سرونو

انسان الوزي روان دی

خو ددې باوجود بيا هم

دے ناشکره له ازله

په خپل عقل او خپل فکر

دے غاوره نۀ پوهيږي

چې د ژوند دغه وختونه

هسې رنګه شان فرېب دی

چې تر اوسه پرې لا هېڅ څوک

نۀ پوهېږي نۀ به پوې شي

ـ د مغرب د ټولو نه لويه الميه دا ده چې په کومو کورونو کښې د اجتماعي ژوند تصور نۀ وي چرته چې ځان ځاني وي نو بيا د هاغې کور ماشومان د خپل کولتور او ژبي ژر پردی کیږي مونږ په لږ وخت کښې د خپل ځان او خپل وجود نفي ولې اوکړو؟ او چې کله راباندې د مغربي هېوادونو هوا اولګي نو بيا په هاغه رنګونو کښې د ورکېدو هڅې ولې کوؤ ؟ عن ترې دې چې خپل لباس خپله ژبه پرېږدو او چې څوک رانه د پښتو ژبې د لوستو تپوس اوکړي نو پوزه به اوچوڼو ٫٫ ساري ماله پښتو وئيل نۀ راځي ،، نۀ پوهيږم چې دا په مونږ کوم تندر راپريوتی دی، چې ټوله نړۍ د پښتو ژبې او پښتون تاريخ په حقله  هر قسمه څيړنې کوي ـ دې قام ته په درنه سترګه ګوري او پښتانۀ په خپله د خپل تاريخ له مينځه وړو ګناه په خپل سر اخلي ـ

د پردو نه ګيلې هسې کړو لايقه 
مونږ د خپل اولس په خپله قاتلان يُو

-
بېرته شاته