زه، انګیزه او څو خاطرې
[16.Feb.2015 - 16:43]لیک: محبوب شاه محبوب
د راډیو په خبر خونه کې ناست وو، د راډیو مسوول یوه پټ مخې میرمن زموږ پر دفتر راننویسته، له سلام کلام وروسته یې اول موږ ور وپیژندلو او بیا یې راته وویل چې دا ستاسو نوې همکاره ده او د خبر لیکلو او ویلو په برخه کې به همکاري کوي، پټ مخې میرمن ته یې خپل میز او کمپیوټر ور وښود.
هسې هم په نوي دفتر کې یو څو ورځې انسان ځان پردی حس کوي او یو ډول قید وي، نو پټ مخې میرمن هم غلې ناسته وه، نوموړې د خپل کمپیوټر ګول(بند) سکرین ته یوه ښه شېبه ځیر وه، تر ډېره یې له خولې غږ نه وت، زړه مې وکړ او خبرې مې ورسره پیل کړې.
تاسو مخکې چېرته کار کړی؟
پټ مخې میرمن په خبرو پیل وکړ او له اوږده تعارف وروسته یې وویل چې اوس هم په یوه ښوونځي کې معلمه یم ...
دا پټ مخې انګیزه نومېده، عمر یې له څلوېښتو کلونو پورته و، نوموړې واده هم نه و کړی، واده یې یوازې د دې لپاره نه و کړی چې ټوله کورنۍ ور ترغاړې وه او دی مجبوره وه چې کار وکړي ...
څو ورځې تېرې شوې، خو دغې پټ مخې انګیزې چې تخلص یې افریدۍ کاوه، خپل کمپیوټر چالان نه کړ، زه په خپل دفتر کې تر ټولو کوچنی وم،نو طبعي ده چې لږ به شوخ هم وم، په ټوکو کې مې ورته وویل: لکه چې په کمپیوټر نه پوهیږې ...
پوره درې ساعته رانه مروره وه، بیا یې وویل: وروره ریښتیا هم زه له کمپیوټر سره چندان بلده نه یم، دلته به بلده شم، خو خیر دی کله ناکله مې ښیګڼې هم یادوه، ولې داسې نه وایې چې انګیزه ښه خبر لیکي، ښه ډارمه لیکي او ښه شعر لیکي... په ریښتیا انګیزې په هغه وخت کې د ننګرهار په ښځینه ژورنالېستانو کې جوړه نه لرله.
شا او خوا یو کال راسره د یوې راډیو په یو دفتر کې همکاره پاتې شوه، ډېرې ښیګڼې یې درلودې، یوه ورځ مو سره پر یوې موضوع د نظر اختلاف راغی،ډېر اوږد بحث مو وکړ ،ان چې دواړه خفه شو، څو ورځې مو سره خبرې ونه کړې، زه لږ ناروغه شوم نو د دفتر خواړه به مې نه خوړل، که څه هم خفه وو سره خو بیا هم لکه د یوې مهربانې او مشرې خور په څیر یې زما پوښتنه وکړه او ویل یې چې زه به مې خپلې یوې شاګردې ته ووایم چې تا ته د کورنیو چرګو هګۍ راوړي، دلته دې درته اشپز پخوي ...
ما بیا خپله شوخي پټه نه کړه ورته مې ويل لکه چې د شاګردانو نه رشوت کې د چرګو هګۍ اخلې؟
دا ځل هغه خفه نه شوه ویې خندل، له دې وروسته زما او د انګیزې جوړه شوه، تل به یې راته ویل چې ته مې کوچنی ورور یې خو که شوخي دې پریږدې، نو یوه ورځ به ډېر ستر شې ...
کله چې انګیزه شینوارې ولایتي شورا ته نومانده شوه نو زما او د هغې د همکارۍ اړیکې هم پرې شوې، یوازې اړیکې مو همدومره پاتې شوې چې ما ته یې کشر ورور ويلي وو، کله ناکله به مې په ټیلفون پوښتنه کوله.
څو کاله وړاندې مې چې کله له پژواک خبري اژانس سره دنده واخیسته نو یوه ورځ مې ورته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې د ښځو چارو پر وزیرې برید شوی او په برید کې وژل شوې، د ښځو د یوې فعالې په حیث ستا تاثر اخلم.
اول حیرانه شوه ویل یې ما خو څه نه دي اورېدلي، خو ما ورته ویل چې برید یو ساعت وړاندې شوی او زموږ دفتر د وزیرې د مړینې په غبرګون نظرونه رااخلي او ریپوټ پرې جوړوي.
مرحومې انګیزې راته په ټیلفون خپل نظر شروع کړ، لا به یې خبرې نه وې ختمې کړې چې ما وخندل، هغه پویه شوه چې زه ټوکې کوم، نو ویل یې زه له شینوارو نه په موټر کې جلال اباد ته روانه یم خو چې درغلم بیا به خبرې کوو...
ډېره موده وروسته له یوې غونډې راووتم، سخته ګرمي وه، چې یو موټر ودرېد، موټروان یې ایشاره وکړه چې ورغلم انګیزه په کې ناسته وه، زه هم پرته له پوښتنې ور وختم، احوال پوښتنه مو سره وکړه نو ورته مې ویل چې زه خو کابل پوهنتون کې استاد شوم، اول خو یې ځان خفه کړ چې ولې دې زه نه یم خبره کړې خو بیا سخته خوشحاله شوه راته یې ویل که شوخي او شیطاني دې ختمه کړې نو یوه ورځ به ته ډېر غټ سړی شې او خور به دې مبارکۍ ته درځي.
اوووف! زه دې هېڅ چوکۍ ته نه رسیدلی، ته دې هېڅ زما مبارکۍ ته نه راتللی، خو چې ژوندۍ وای، ستا په مرګ هغه کونډه اوس په ریښتیا بې سرپرسته شوه چې تا به یې د حقوقو لپاره په سرو غرمو منډې وهلې، د هغه یتیم ګریوان اوس په ریښتیا هم څیرې شو، چې تا یې د ګنډلو لپاره په لاس کې ستنه او تار راخیستي وو، اوس به څوک هغه جابر ته مخامخ جابر وايي، څوک به د خاین له مخه څادر پورته کړي او څوک به...
یوه ورځ د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې وم، چې انګیزه شینوارې مې وکتله، نوموړې په پښو راروانه وه، د پخوا په څیر یو ځل بیا ورغلم ټوکې ټکالې مې ورسره وکړې ورته مې ویل چې ولې موټر کې نه ګرځې چې په پښو روانه یې؟
انګیزې ویل چې غواړم لږ په پښو وګرځم ما بیا ټوکه وکړه او ورته مې وویل چې دا د چارواکو خاصه ده ...
هغې وخندل او ویې ویل: روکی مې شې چارواکې خو نه یم، که چېرې وای نو نن به مې په موټر کې تیل اچولی وی، نه مې موټر کې تیل وو او نه په جیب کې پېسې، ځکه په پښو راغلې یم.
خو چې نن یې له مرګه خبر شوم، له زړه مې لوګی پورته شو، هغه څوک چې د موټر د تیلو پېسې یې نه لرلې، مګر د دې وطن د ابادۍ لپاره يې شپه او ورځ یوه کړې وه، دې ظالمانو ووژله.
هغه چې شلیدلي پړوني یې بیا پیوندول او د کونډو پر سرونو یې اچول، دوی ظالمانو ووژله، هغه چې د خاین ته یې مخامخ خاین وایه دوی یې ستونی ټپ کړ، هغه چې ...
د خاموش ولس په زړونو کې خوره شوې
ته شهیده شوې! شهیده انګېزه شوې
پښتنو ته دې پېغور، د غیرت ورکړ!
د حیا څادر دې واغوستو ویده شوې
حماسې دې راژوندې کړې تېرې، هیرې!
مبارک شه! د راتلونکې حماسه شوې
نذرانه! کې دې چې وینې د تن ورکړې!
پښتنې! واه! څومره نوره پښتنه شوې!
هر یو کاڼي ستا د وینو رنګ اخیستی!
هره لاره کې پیدا شولې، راشنه شوې
انګېزې! د ازادۍ دې، وې راوړې!
ای! ددې دور ملاله! انګېزه شوې