(ويښته (تکل
[20.Feb.2015 - 20:27]لیک: اسيرمنګل
دنر په جلالي شان کښې ويښته يو اهم کردار ترسره کوي هغه بيله خبره چې نن سبا زلمي د ږيرې سره سره بريتونو ته هم په صفر کښې ضرب ورکوي ولې حقيقت دا دے چې ويښته ويښته وي دغه که دصنف نازک په اوږو رازوړڼد شي نو دزلفو په نوم ياديږي او که چرې ديو ځوان په مخ غزؤنې اوکړي نو ږيره ترې جوړه شي ولې شاعران ورته دخط نه هم وائي او خبر ئې چې دخط اهميت د زلفو نه يو صورت کښې هم کم نه دے ګنې نودحميد بابا نه تپوس اوکړئ لکه چې وائي
خط په مخ د صنم راغې که سپوږمۍ شوه په هاله کښې
دا ئې غاښ په خوله کښې زيب کا که ژاله شوه په لاله کښې
د ږيرې تورے مونږ د مثال او محاورې په توګه هم استمالوو لکه چې، يو ږيره ورکړه بل دمونډه وښکه، يا ږيره دې کله شه، او يا دهندو ږيره يعني ديو څيز چې څه بنياد نه وي خو خبر تر دې پورې نه ده ما داسې ږيرې هم ليدلي دي چې يو مياشت وي او په بله ئې بيا هيڅ پته نه لګي ولې دپښتونخوا روايات بدل دي خو ځنې ځوانان دلته هم په دې حقله دنوو نوو تجربو نه تيريږي.
ږيرې ته زمونږ په عقيده کښې بنيادي اهميت ترلاسه دے خلک ئې دثواب دپاره پريږدي او درسول الله ص سنت ژوندے کوي پرته له دې ځنې مشران دا هم وائي چې دې سره مخ ډک او ښائسته ښکاري ولې ورسره ورسره لکه دنورو څيزونو تاوان هم لري دمثال په توګه ږيره ور زلمي کښې دنن جينکۍ څه دلچسپي نه اخلي اؤ بيا چا چې دچا ښکلي خولې نه دا خطرناکه ټپه هم اوريدلې وي چې.
ږيره دې کله کړه بريت پريږده
د اوسنۍ جونه پے مخي خوښه وينه
نو هغه به زما په خيال کله هم دږيرې خطرې ته دخپل مخ په لان کښې ځائې ورنه کړي او که په ناپوهۍ کښې ئې ورله غاړه ورکړه نو بيا به ئې نوم چرې هم د "شادي خان ابادي" په شميره کښې رانه شي او زۀ په دې پوهيدلے يم چې دنن ژ ڼے دې غزا ته دټينګے نه دے او بيا داسې ساده به څوک وي چې په ځوانه ځوانۍ دځان نه بوډا جوړ کړي ځکه چې نن سبا خو چا دعمر ايله پنځه ويشت سپرلو نه خوند هم اخستے نه وي چې په مبارکه کښې ئې سپين ډکي را زرغون شي او بې نيټې دبابا ګانو په قطار کښې ودريږي ولې سره ددې دږيرې په مقبوليت کښې هيڅ کمےنه دے راغلې دا ټيک ده چې ځنې خلق به دنيستۍ او يا دناراستۍ له کبله ورته هر کلے وائي خو زيات زلمي ئې اوس هم دفيشن دپاره ساتي او دا هر څه يوازې مونږ پورې تړلي نه دي سېکان خو ئې دومره پابندي کوي چې سړے ورته حيران شي ولې داسې هم نه ده روسيان او پيرنګيان ئې هم پريږدي او په دې حقله يو ښکاره دريز لري
دکلکتے يو نجومي ښاغلي شو شنکر خوئې دومره احترام کوي چې دهغه ږيره د دنيا ټولونه اوږده ږيره ګڼلے شي او دا يو ريکارډ دے ګنې نو اته پنځوس (٥٨) اينچه ويښتوته به د چا پلار ټينګ شي
زمونږ په ملک کښې درې قسمه ږيرې په نظر راځي لنډه، اوږده او مناسب ږيره، دلنډې ږيرې متعلق دا خيال دے چې دا فيشني ږيره ده سړے که وغواړي نو وئې ساتي او که نه غواړي نو زر ئې دتيرې پکۍ دلاندې کړي اؤ ځنې پکښې د زنې سره ږيره هم وي چې ايله بس په زنه راخوره وي ددې ږېرې متعلق دا هم وئيلے شي چې دغه ږيره په ږيرې حساب نه ده دايو قسم له په ږيرې پورې ټوقې او مسخرې کؤل دي اوږده ږيره هم څوک نه ساتي مناسب ږيره شرعي ږيره وي کومه چې په موټي کښې راځي ما چې په خپل عمر کښې کومې زبردستې ږيرې ليدلي دي هغوئ کښې زياتې ادبي دي ولې بيا هم که چرته يوه نيمه پکښې غير ادبي راغله نو په هغې به خفه کيږي نه ډېر مخکښې ما دګران اجمل خټک يو ليک "ادبي ږيري" لوستے وۀ چې يوه ږيره زما نه اوس هم نه ده هيره اؤ نه به رانه هير شي خو ددې ږيرې اهميت هله يو په دوه کيږي چې کله ورسره ديو زبردست بريته ور ذکر هم اوشي وئيلے شي چې شيخان يعنې د ږيرو ولا په ميدان کښې مخکښې مخکښې وي اؤ دا هم د ډېرې مودې خبره ده چې دپاکستان جوړيدو نه پس دپښتونخوا وړومبے ګورنر کله پېښور ته راتلو نو پښتانه هر کلي دپاره اټک پل ته ورغلي وو اؤ په دوئ کښې يو ډله دشاعرانو هم وه اؤ هر کلي نامې دپاره ورته يو زبردست ږيره ور شاعر پتون وټپؤلو اؤ بيا خلک دخندا نه هله تک شنه شؤل چې دهر کلي نامې دا شعر د اولس غوږونو ته ورسيدو
يو بې مثله ږيره ور درته دا وائي
اے بې مثله بريته وره په خير راغلې
هسې که ويښته په چا بد لګي هغه بيله خبره ولې په دې نړۍ کښې داسې خلک هم شته چې هغوئ ډېر زيات په ويښتو مئين په دې دي چې هلته د ويښتو کاتي ده که باور مو نه راځي نو دچين او دجاپان ښکليو نه تپوس اوکړئ چې دويښتو څومره اهمېيت دے
دايو منلے شوې حقيقت دے چې چرته انساني خواهش د زړۀ په کاله کښې وغزيږي نو هغه بيا هيڅ بنديز نه مني مطلب مې دا دے چې دچا څنګه طبعيت دے هم په هاغه شان او شوکت ئې خپل ويښتۀ هم ساتلي دي زمايو ملګرے په خپل مخ داسې مبارک ويښتۀ هم لري چې زه ورته شش رنګي ږيره وايم يوه ورځ مې ورنه په ګپ ګپ کښې تپوس اوکړو
عمر دې پنځوسو ته رسيږي ولې تراوسه دې ږيره دسپينو ډکو تجربې نه تيره نه شوه؟----
هغه زما په دې خبره لکه دخپلې مثالي شنې ږيرې دخندا نه تک شين شۀ اؤ بيا ئې وفرمائيل خبره داسې ده ما چې کله دحميد بابا دا شعر اوريدلے دے.
سپينې ږيرې زما عشق کوټه روپۍ کړو
هيڅ ئې نه قبلوي ښکلي په سودا کښې
نو بس بيا مې دژوند موږے تل په دې دوو نکتو ګرځؤلے دے ړومبے مې خپله ږيره مبارکه اوږديدو ته نه ده پريښې دويم د وخت مرض نه مې داسې ساتلې ده چې چرې هم ورباندې سپينو ډکو حمله نه ده کړې دا خبره خو هم څه دمنلو وړده ولې حيران په دې يم چې هغه خلک دخپلې ږيري دې حليې ته څه نرخ لټوي چې نوره خو تکه توره وي ولې د زنې سره پکښې دوه درې سپينې کرښې تيرې وي او داسې ښکاري جوړ دا دشپيتو کالو زلمي په ږيره ايله اوس دبوډاتوب مرض چپه وهلې ده ولې هغه بله ورځ مې په يوه علمي غونډه کښې يو پوهاند سهي کړو ما وې دا جوړ څوک باور دي سپائي دے چې داوسپنې خولۍ ئې په سر کړې ده او زنه ئې په نرۍ توره رنجه تړلې ده لکه چې غازي جنګ ته روان وي خو هر کله چې دا موصوف مې دنزدې نه وليدونو دهغه په سر نه داوسپنے ټوپۍ وه او نه ئې زنه په تورې چيرړې تړلې وه دا دهغه دنرۍ کيلې په شان نرۍ ږيره وه چې دلرې نه ئې زۀ په دوکه کښې ساتلے وم
خبره داسې ده چې کوم څيز هم دخپل مقدار نه کم او زيات شي نو هغه دسړي پام خپل ځان ته راړه وي ډېره لنډه ږيره او ډېره اوږده ږيره سړے خامخا يو په دوه کښې حيرانوي دعربو ږيرې لاڅه عجيبه دي چې ايله ئې په زنه يو څوتارونه وي او نور سدم ته شين وي ما يوه ورځ خپل يو داسې ملګرے وليدو چې ښکلي غونډه ږيره ئې په مخ راغزيدلے وه او هغه به تل دږيرې مخالفت کؤلو ما چې دهغه نه دخپلې ږيرې مبارکې په حقله تپوس اوکړو نو هغه مسکۍ شه وئې فرمائيل، مينه ظالم څيز دے دا هر څه په ما محبت اوکړل
زه د هغه په دې سندره سم پوئ نه شؤم خو چار دي ښه وي ډېر زر ئې خبره په ډاګه کړه، يره هغه ظالمه--------هغه ظالمه نه وه بس دهغې خولې نه مې واده کښې داټپه اوريدلے ده چې
ږيرې دهر چاپه مخ زانګي
زما ديار په مخ دسرو زرتارونه
نو بس بيا زۀ ټول ږيره ږيره شوي يم ما دهغه دمينې په دې ارتقا شکر ووسيتو محبت بيا هم محبت وي چانه خو څه جوړ کړي زمونږ ښاغلے که په مينه کښې دمجنون غوندې پاکې درجي ته ونه رسيدو ولې بيا هم په ځوانۍ کښې دشيخۍ مقام ته ضرور ورلنډ شو
خو ډېر زر ما بيا خپله دغه خبره واپس واخسته چې دمينې دارتقا دا مانۍ سر دلاندې راپريوته او زما هغه ملګرے يو ځل بيا دهاغه سنګدلې په محبت کښې دخپلې مبارکي نه هم تير شو خو بدبخته بدنصيبه ته هيڅ هم په لاس ورنه راغلل يعني نه ئې په مخ دسرو زرو تارونه پاتې شؤل اؤ نه هغه ظالم پړقيدونکے غمے ئې په ګوته کړو