د پښتنو په هیواد کې د ډیورنډ کرښې دواړه خواوې
[21.Feb.2015 - 19:43]سرچینه ــ : لوماند ډیپلوماتیک
لیکوال ـــ : په اسلام اباد کې د بي بي سي د سیا سي تحلیلونو او څیړنیزو مسایلو نامتو خبریال اووین بنیټ جونس
ژباړونکي ـــ : له انګلیسي څخه الماني ژبې ته نامتو خبریال ښاغلي نیلس کادرچکه او له الماني څخه پښتو ژبې ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله د انګرېز انو د کولونیالستي نړیوال ځواک لخوا ایستل شوي ده . دغه استعماري کرښه وچه د پښتون ولس او د پښتنو د سیمو ترمنځ تیریږي . پښتانه ملتپال، پښتانه ولسي مشران او پښتانه طالبان هر یو خپلي موخې او لیوالتیاووې کله له یو بل سره او کله هم د یو بل پر ضد تعقیبوي
د افغانستان او پاکستان د سرحدې سیمو کړکیچ د اوسنۍ خونړېو جګړو سره نېغ په نېغ تړو لري . د افریقا د مالي هیواد د تیمبوکتو ښار څخه را نیولي تر کندهاره جهادي غورځنګونه، حکومتونه، توکمي ډلې، په ځینو مواردو کې قبیلې د خپل سیمه ییز ځواک او په قدرت کې د ټولو نه د مخکېتوب لپاره جنګیږي . په دغه سیمو کې هر یو کړکیچ د پیچلې سیمه ییز و ځانګړو ځانګړتیاوو څخه راتوکیدلي او رامنځ ته شويدی : د بیلګي په ډول په یادو سیموکې قصدآ بې پوښتني، په خپل سر او په سرزورۍ ډول نړيوالې پولې ایستل شوي . د ځواکمنو او کمزورو اسلامي غورځنګونو رامنځ ته کیدل ( هغه غورځنګونه چې ترهګر نه بلل کیږي )، د بهرنیو پوځونو شتون او یا نشتون، دلته دا مهمه نه ده، چې دوی ( د لویدیځ پوځونه او یا جهادیان دي ) او ورستي ټکي د کولونیالیزم سره د دوی ډول ډول تاریخي تجربې دي .
د لویدیځ حکومتونو په اند، په دغه وسله والو کړکیچونو کې ځینې کړکیچونه د نورو څخه مهم دي .
همداسي لکه فرانسې ته دا د منلو وړ نه وه، چې د مالي هیواد د سخت دریځو لاس ته ور و لویږي . فرانسویانو په ښکاره توګه د مالي پر هیواد باندې پوځي یرغل وکړ . فرانسویانو بیا دې ته ورته یو عمل د سومالیا په هیواد کې ونه کړو . لویدیځوالو د سومالیا کړکیچ ته قصدآ پاملرنه ونه کړه . تر اوسه پته ونه لګیده، چې دوی ولې دغه وسله وال کړکیچ افریقايي اتحاد ته ورپریښود .
د سوریه په اړه لومړۍ داسي ویل کیدل، په هر ډول چې وي باید د القاعدې مخه ونیول شي، تر څو نوره د سوريې خاوره لاندې نه کړي . اما القاعدې پورې تړلي ډلې او اسلامي دولت همدغه عمل تر سره کړو . د ۲۰۱۴ کال د نوامبر د میاشتي په پیل کې ولسمشر اوباما د اسلامي دولت ډلې پر ضد د هوایې بریدونو امر ورکړ . ظاهرآ تر اوسه د دغو غبرګونون په ښودلو سره هیچ یو منطقي پریکړ کوونکي یا برخلیک ټاکونکې بهیر را برسیره نه شو.
یوه بله بیلګه، په یمن کې د القاعدې پلویانو وکولې شول، په خلاص لاس د لویدیځ په وړاندې ترهګریزیو موخې او بریدونه پلان کړي . د د غو ترهګرو ډلو په وړاندې جګړ ه د امریکې متحده ایالاتو لخوا د یمن کمزوري وسله وال ځواک ته ور وسپارل شوه . امریکایانو یواځې د بي پیلوټه الوتکو له لارې هوایي بریدونه تر سره کړل .
دې بیلګو ته په کتو سره د پښتنو سیمې یا د پښتنو هیواد یوه ځانګړي استسنا یي خورا مهمه سیمه جوړوي . د جهادیانو پر ضد جګړه کې لویدیځوالو دولتونو خپل ټول موجود جنګي قوت او تکتیکونه استعمال کړل . دوی ځمکنې پوځونه استعمال کړل ، هوایې بمبارډونه وکړل، د بي پیلوته الوتکو بریدونه تر سره شول، ځانګړو کړیو ته بډې او پیسې ورکول، ټولنیزه پروګرامونه پلې کول، زیربنایي پروژې او پروګرامونه پلي کول او همداسې د دوی د نورو چارو په مدیریت کې هیڅ راز کمښت نه لیدل کیدل، دا ټول د دې لپاره ترسره کیږي، تر څو پښتانه تر کنټرل لاندې راوستل شي .
د کوکنارو کروندې او اتومي وسلې
څه شي او څوک به په څه ډول موږ ته اوس په یمن کې د دوی دکړو وړو دغه توپیري چلند تشرح کړي ؟
کوم بریدونه چې د پښتنو د سیمو څخه طرح شوي وو، لکه د سپتمبر یولسمې نیټې برید، دغو بریدونو خپلي موخې په سمه ټوګه وویشتلي .
د دغو بریدو نو په پرتله کله چې په یمن کې په خورا مهارت سره ترهګریزه بریدونه پلان شول او همدغه بریدونه بیا په ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په میاشت کې کشف او شنډ کړل شول . ( ۱)
د پښتنو هیواد یا خاوري ته د متحده ایالاتو لیوالتیا او یا د برید اصلي موخه یواځې دا نه وه، چې د یولسم سپتمبر د بریدونو غچ واخلي . موږ پوهیږو، چې ټوله نړۍ د کوکنارو د کښت او کر څخه ځښته ډیره نارامه ده . د دې برسیره رښتونې او اصلي خبري دا ده، چې په دغه سیمه کې د پاکستاني اټومي وسلو یوه ستره برخه ځای پر ځای شوي ده .
د پښتنو په سیمو کې او د پښتنو د هیواد په شا خوا سیمو کې کړکیچني او پيچلي اړیکو د یو سلو پنځوسو کالونو څخه را په د ېخوا په پرله پسې ټوګه د نړیوالو زبرځواکونو په پلازمېنو کې سیاسي، پوځې چارواکې او سیاسي څیړونکې مصروف ساتلي دي . د پښتنو دغه مهمه مسئله نن واشنګټن ته، پرون ماسکو ته او له دې وړاندې لندن ته ور په غاړه وه .
په ۱۸۹۳ کال کې لویې بریتانيا د ډیورنډ کړښه ویستله، دوی غوښتل له دې لارې افغانستان د برتانوې هند د شمال ختیځ سیمو څخه بیل کړي . دغه کرښه نن پاکستان منلي ده. افغانستان اصلآ د اکرښه نه مني . ځکه دیورنډ کرښه پښتون ولس یا افغان ملت سره ویشي . پښتانه اټکل یو په درې په افغانستان کې او دوه په درې برخې په ( پاکستان ) پښتونخوا کې اوسیږي .
هغه مهال دغه موقتي کرښه یا ډیمرکتیشن لاین د یوې ځانګړي موخې لپاره رامنځ ته شوه . د بریتانیا ښکیلاکګرې ادارې سیاسي چارواکو هیڅ کله د پښتنو سیمې د خپلي امپراتورې برخه نه ده ګڼلي. بلکې دوی د پښتنو سیمې د حایل یا د بیلونکې سیمې په نامه پیژندلې . دغه سیمه د برتانوې هند په ادارې جوړښت کې څو ځلې د حایل سیمې په نامه یاده شوي ده . په همدې ترتیب سره انګرېزانو د پښتنو نیولي شوي سیمې د settled areas ) د ثبات راوړنکې سیمې په نامه هم یادی کړي دي ) او د ډیورنډ کرښې ته ورڅیرمه سیمو ته د tribal areas یا د ( قبا یلي سیمې ) په نومو نو ونومولي .
د انګرېزانو له خوا به د قبایلي سیمو ځینو سپین ګیرو او قومي مشرانو ته پیسې او رسمې القاب ورکول کیدل ، په بدل کې به دوی په سیمه کې د سولې ساتنه کوله او د دوی د ټولو څخه مهمه دنده دا وه، چې د لارو یا د سړکونو امنیت خوندې وساتي .
د انګرېزي ښکیلاکګر ځواک به له دې لارې خپلي پوځې موخې په ډیره کمه او ارزانه بیه تر سره کولې . دوی به تل دا هڅه کوله د خپلي امپراتورۍ د دغې څنډې امنیت چې په هر ډول وي خوندې وساتي .
کله چې انګرېزان وپوهیدل، چې د بډو او پیسو ورکولو له لارې څه نه ترلاسه کیږي . په ۱۹۰۱ کال کې انګریزانو دFrontier Crime Regultion یا د ایف سي ار قانون رامنځته کړو. دغې قانون دوه مهمې قاعدې درلودې، د دې قانون لارې به قبایلې مشران جبرآ همکاریو ته مجبور کیدل .
لومړۍ دا شونې وه، چې ولسې خلک به تر یوې نامالومې مودې پوري پرته له قضایي دوعوې څخه په بند کې ساتل کیدل .دوهم دا شونې وه، چې د ایف سی ار قانون له مخي به خلکو ته ډله ییز سزاګاني اورول کیدي .
د انګرېز انو ښکیلاکګرو چارواکو زر دې ته پام شو، چې د ایف سي ار قانون په قبایلي سیستم او قبایلې جوړښتونه کې دسیمنټو په شان کارول کیږي .
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړیدو سره داسي تمه کیده ، چې دغه غیر انساني قانون به بدل شي . د تمې خلاف د پاکستان نوي جوړ شوي دولت هڅه وکړه، قبایلي سیمې او قبایلیان د انګرېزانو په پرتله لا نور تر ظالمونو لاندې ټینګې وساتل . په ریښتونې ټوګه پاکستان ترنننه په دې ونه توانید، چې په قبایلي سیموکې بدلون راولي . په پاکستان کې ترنننه لکه د انګرېزانو په شان د قبایلیانو کورنیو او قبیلو ته ډله ییزې سزاګاني ورکول کیږي او همداسي د یو مظنون یا مجرم د نیولو په بدل کې ټولې قبیلي ته سزا ورکول کیږي .
قبایل او قبایلي وګړي د پاکستان دولتي چارواکو ته له همدې امله لکه د دوی مخکنې انګریز سیاسي اجنټانو په څیر ګوري . ځکه دوی پر ازادو قبایلیانو باندې په یو بیساري ډول خپل واک چلوي او له دوی سره ډیر ظالمانه چل چلند کوي .
د مقالې لیکوال ښاغلي اوون بنی جونس لیکي : ما ته په سرحدي ایالات خیبر پښتونخوا کې یوه پاکستاني اجینټ په ډګر وویل ، ٬٬ په دغه سیمه کې زه ( ژباړن نعوذالله ) د خدای ځای ناستي یم ٬٬.
د افغانستان له خوا د کابل مرکزي حکومت هیڅ مهال دومره ځواکمن نه وو، چې د قبایلو قبایلي وفادارې ورڅیري کړي او دوی ځان ته رامات کړي . له همدې امله د کرښې په دواړو خوا وې کې خلکو ته له اقتصادي او ټولنیز پلوه سترې تباه کوونکې پایلې درلودلي دي . په خیبر پښتونخوا کې ۷۰ سلنه ښځې نالوستي پاتي دي .
دیولسمې د سپتمبر څخه را ورسته په پښتنې سیمو کې د اشغال ځانګړو میتودنو یوه خاصه مانا موندلي .
کله چې په 2001کال د نوامبر میاشت کې شمالي تلوالې د امریکایانو په مرسته کابل ونیو، طالبان او القاعده له افغانستان څخه وشړل شول . د دوی ډیرې د ډیورند کرښې په بله غاړه د پاکستان ترولکې لاندې د پښتنو په سیمو کې ځانونه خوندې کړل . همدغه کرښه د جهادیانو په ګټه پریوتي ده . د واشنګټن، کابل او اسلام اباد پوځې ځواکونو په پرتله جهادیان او قبایلي جنګیالي پر ته له کوم خنډ څخه پر کرښه تګ راتګ کوي .
کله چې جګړې دوام وموند او افغان طالبانو ځانونه په نويو ډلو کې تنظیم کړل . د امریکامتحده ایالات د یوې ګراني پوښتني سره مخامخ شوه، یا به د پاکستان د سیاسي اجنټانو له لارې قبایلي مشران د بډو ورکولو او یا د ګواښلو له لارې دې ته وهڅول شي، چې فراري طالب جنګیالي امریکایانو ته بیر ته وسپاري او یا به امریکایان د دوی په وړاندې زور استعمال کړي .
په واشنګټن کې هیچ چا دا سي نه غوښتل، چې د ترهګري ضد جګړې یوه مهمه جبهه د قبایلي سیمو یو شمیر چارواکو ته په لاس کې ورکړل شي. له همدې امله داسي پریکړه وشوه، چې د متحده ایالاتو سرتیرې د افغانستان په خاوره کې به ځای پر ځای کیږي او د همدې ځانګړو ځواکونو او د دروڼ الوتکو له لارې به د ډیورنډ کرښې پر دوواړو خواوو باندې بریدونه تر سره کیږي . د امریکایانو له دې پریکړې سره د ډیورنډ کړښې په دواړو غاړو کې قومي مشران او ولسي سپین ګیرې تر سخت فشار لاندې راغلل . دغه وضیعت دوی ته ډیر ګران تمام شو، دوی سم نه پوهیدل، چې جهادیانو ته پناه او پټنځایونه ورکړي ؟ او یا جهادیان ونیسې او امریکایانو ته د پیسو په بدل کې وروسپاري ؟ . قومي مشران د دې ګرانې پریکړي سره دې ته هم مجبور شول، چې د خپلو سیمه ییزو خپلمنځي قومي شخړو ته هم فکر وکړي . په همدې ترتیب سره دوی د مذهبي او ملتپالو مشرانو ترمنځ د ټکر ګواښ په فکر کې هم شول .
په ۱۹۳۰ مو کالونو کې ستر ولسي روحاني شخصیت ایپي فقیر د انګریزانو د ښکیلاک پر ضد جنګیده . حاجی میرزاعلی خان د ډیورنډ کرښې په دواړو خواو کې د پښتنو او پښتني ټولني څخه دفاع کوله . دی په خپله سیمه کې د یوې پيښې په ترڅ کې په ډراماتیک ډول په یو ستر ملي شخصیت بدل شو. د تعحب وړ خبر دا ده، چې په اوسني وخت کې دې پیښې ته ورته یو بله حیرانو کې پيښه هم رامنځ ته شوي ده .
له دې پیښې څخه ورسته ملا محمد عمر د طالبانو د غورځنګ مشر وټاکل شو .کله چې د سیمه ییزو توپکمارو له خوا دووې نجونې وتښتولي شوې او ملا عمر دغه دووې نجونې د بي عزتي څخه وژغورلې، له همدې پیښې څخه ورسته د طالبانو غورځنګ رامنځ ته شو.
په ۱۹۳۶ کال کې هغه مهال د ایپي فقیر کرسماتیک شخصیت را برسیره شو، کله چې ده د برتانوې هند د یوې محکمې د پریکړي په وړاندې احتجاج وکړ . د محکمې د پریکړې سره سم د یوې ۱۵ لس کلني انجلي وده له یو مسلمان سړی سره فسخه اعلان شو. د هندې کورنې انجلي ته اجازه نه وه، چې د خپل قانوني میړه سره یو ځای واوسي . ځکه انجلي په پنځلس کلني کې اسلام قبول کړي وو . ایپي فقیر د خپلو خلکو د قهر جنو احساساتو څخه ګټه واخیسته، ده په ځای ناستي، بي حرکته او بې تفاوته قبایلي ځواکوانه يې پاڅون او یووالې ته وهڅول . دی ډیر ژر په دې بریالي شو، چې د افغانستان او برتانوې هند له پښتنو څخه یو څو زره کسیزه لښګر تیار کړي .
ایپي فقیر په لومړۍ سرکې د مذهبي او اسلامي تبلیغاتو له لارې مسلمانان دېته تیارول، چې د نړۍ پای را نږدې شوي دی، که غواړي چې جنت ولاړ ل شي، نو ځانونه ور ته چمتو کړي . عامو خلکو د ده په خبر باندې باور درلود . د ده پلویانو په دې باور وو، چې ایپي فقیر له اسرارو څخه ډک یو روحانی انسان دی . عامو خلکو د ده پر عالي کرکتر باندې ډیر ټینګ باور درلود. خلک په دې باور وو، چې میرزاعلي خان غیر طبعیي توانمندي او ځانګړي قابلیتونه لري . خلکو داسي فکر کاوه، چې فقیر کولي شي ناروغ سړی بیرته روغولي شي او یا دی کولي شي دانګریزانو د الوتکو څخه را غورځولي شوي بمونه په کاغذونو باندې واړوي . انګریزانو به د الوتکو له لارې پر قبایلي سیمو باندې کله بمونه او کله د پرو پاګنډې پاڼې را غورځولي .
کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان رامنځ ته شو، ایپي فقیر نور نشو کولې د اسلام په نامه د نوی رامنځ ته شوي دولت د اسلامي دلایلو له لارې تر پوښتني لاندې راولي . ده په نوي پاکستان کې خپل اوپوزسیون ته ملتپال غږ وکړو .ايپي فقیر ویل، ٬٬ داسي مالومیږي، چې موږ پښتانه لا تراوسه د برتانوي هند له استعمار ه نه یو وتلي . پښتنو ته په نوی پاکستان کې هیڅ برخه نه ده ورکړل شوي او دوی ته هیڅ په لاس نه دي ورغلي ٬٬ .
فقیر ایپي د پښتنو د ملتپال ستر مشر خان عبدا لغفار خان سره یو اتحاد رامنځ ته کړو .
کله چې انګرېزانو د هند له نیمې وچې څخه وتل پیل کړل، د پښتنو په سیمو کې د انګرېزانو د استعمار او ښکیلاک پر ضد ستر مبلغ او کرسماتیک شخصیت غفار خان ته د پاڅون ډیره زمینه مساعده شوه .
انګرېزانو د پښتنو ملتپالو سره په ننني خیبر پښتونخوا کې د یوې ټولپښتني په ترڅ کې یو ستره دوکه یا خیانت وکړو .
ملتپال پښتانه د طالبانو په وړاندې
خان عبدالغفار خان د انګرېزانو څخه په کلکه غوښتنه وکړه، په ټولپښتنه کې یواځې د هند او پاکستان ترمنځ له انتخاب سره مخالفت دی ، ټولپښتنه یواځې د هند او پاکستان ترمنځ باید نه وي، بلکې په ټولپښتنه کې دریم الترنتیف د یو خپلواک دولت د پښتونخوا په نامه هم باید ولیکل شي . هممهاله د کابل حکومت د څلورم حالت غوښتنه وکړه، پښتونخوا باید له افغانستان سره بیر ته یو ځای شي .
په هند کې د برتانوې هند ورستي وایسراي لارد لویز مونتبیټن په هماغه لومړنۍ دوه الترنتیفونو باندې اکتفأ وکړه او په ټولپښتنه کې یواځې د هند یا پاکستان انتخاب ته اجازه ورکړه .
خان عبدالغفار خان له همدې امله د ټولپښتني سره پریکون اعلان وکړ . د پریکون د اعلان سره سم ۴۵ سلنه څخه ډیر وګړو په ټولپښتنه کې برخه وانه خیسته . هغو کسانو چې په ټولپښتنه کې برخه واخیسته دوی مجبور شول ۹۹ سلنه پاکستان ته راې ورکړي .
د پښتنو ملتپال غورځنګ ړنګ نشو او دا غورځنګ تر اوسه په پښتنو کې شتون لري .
لیکوال لیکې، چې دی په خپله لس کاله مخکې په خیبر پښتونخوا کې د زروګونو تنو سرخ پوشانو په یوه ستره غونده کې برخه واخیسته . دا د عوامي نیشنل ګوند ( اې این پي ) یو لاریون وو. دغه ګوند مستقیمآ د خدایي خدمتګار غورځنګ څخه رامنځ ته شوي دی، چې لارښود او بنسټ ایښودونکي خان عبدالغفار خان دی . نن د عوامي نیشنل ګوند د خان عبدالغفارخان د لمسي اسفندیار ولي خان له خوا اداره او رهبري کیږي . ده اوس مهال خپله مبارزه قصدآ او په ویښه ټوګه یواځې د لا نور سیمیزه اوتونومي یا سیمه ییزه خپلواکۍ لپاره منحصره کړي ده .
ځکه د بیلتونپالني غوښتني په پاکستان کې منع دي، اما په دې خبره کې هیڅ څوک شک نه لري، چې د پښتنو د یووالي او د پښتنو خپلواکې هڅې روانې دي اوڅنګه چې موقع ورته برابره شي، د پښتنو یووالي به په خپله رامنځ ته کیږي .
له یوې خوا سړی کولي شي داسي وانګیري، چې اې این پي یو بې مانا او بې اغیزه سیمه ییزه ګوند دی، ځکه دغه ګوند د پاکستان په ملي شورا یا ولسي جرګه کې دوه غړي لري او له بلې خوا سړی کولي شي دلیل راوړي او ووایي، چې د نورو ګوندونو په پرتله دغه ګوند د هیواد یو خورا مهم سیاسي ګوند دی، ځګه دغه ګوند یو خور ا پر مختللي، لیبرال ، ازاد موقف او سیاست لري او د طالبانو په وړاندې یو ښکاره اپوزیسیوني سیاست لري .
په داسي حال کې چې په پاکستان کې نور ټول ګوندونه او سیاسي ځواکونه د جهادیانو سره په پټه او ښکاره همکاري کوي او اې این پي په دې بر خه کې هیڅ راز جوړ جاړي ته تیار نه دی . دغه ګوند خپل دې ډول سیاست ته یوه ستر بیه هم ورکوي .
پاکستاني طالبان په ډیره بې رحمې سره د عوامي نیشنل ګوند پر مشرانو باندې بریدونه کوي . ورسته له هغې چې د ګوند مهم کدرونه او مشران د طالبانو له خوا ووژل شول . په ۲۰۱۳ کال کې اې این پي په خلکو کې خپل ملاتړ ورو رور له لاسه ورکړو . عامو خلکو فکر کاوه، چې دغه ګوند به دوی ته په اسلام اباد کې هیڅ څه تر لاسه نه کړي .
د مذهبي تندلار په وړاندې د اې این پي یواځینې مبارزه د مرکزي حکومت له خوا لا نور ټکول کیږي . مرکزي حکومت سخته ویر ه لري، چې اې این پي د پاکستان د ځمکنې بشپړتیا لپاره یو ستر ګواښ دی .
که څه هم اسلام اباد باید په لومړۍ پړاو کې د سخت دریزو څخه وویریږي، جهادیانو د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا ته واقعآ ستر ګواښ پیښ کړي دی .
د پښتنو ملتپالو د یووالي موخو ته تل دوه نه لیری کیدونکي خنډونه ولاړ دي .
لومړی خنډ : د پښتنو هیواد په دوو دولتونو کې ویشل شوي دی . ملتپال پښتانه هیڅکله نه غواړي د خپل هیواد د یوې برخې څخه لاس په سر شي . په عین وخت کې دغه کړکیچ د کشمیر کړکیچ سره ورته والي لری . هلته د کشمیري ملتپالو د ّ خپلواکۍ هڅو مخه لاین اف کنټرل نیولي یا دغه کرښه د دوی د هڅو په منځ کې یو خنډ ګرځیدلي . کشمیر ي ملتپال هم د هند او پاکستان څخه خپلواکۍ او خلاصون غواړي . دلته د ډیورنډ کرښې د پښتنو ملتپالو د یو جلا خپلواک پښتني دولت خوب مخه نیولي ده .
دویم خنډ : په دې کړکیچ کې د اسلام اباد حکومت په دې توانیدلي دی، چې پښتنو د بیلتونپالو مشرانو او فعالینو سره همکاري وکړي . دوی د پښتنو د ځینو مخوورو کورنیو څخه ځینې کسان په وسله وال پوځ کې په لوړ و لوړو پوستونو کې ګمارلي دی . دوی ته د حکومت په ادارې سیستم کې یوه اندازه برخه ورکړل شوي ده . پاکستان کې پښتانه د پوځ او ملکې ادارو په جګو جګو پوستونو او رتبو کې ګمارلي شوي دي . دوی ته د خپلواکۍ بیه ډیره لوړه پریوځي . کومه بیه چې اکثرو خلکو د خپلواکۍ لپاره په ځان منلي ده . په همدې تر تیب سره په کراچي کې سوداګر پښتانه به ډیر څه له لاسه ورکړي .
له دې ټولو خبرو او زیانو سره سره اکثریت پښتون ولس به خامخا د مذهبي سخت دریځو مشرانو په پرتله خپل ملاتړ د پښتنو ملتپالو څخه اعلان کړي، تر هغي چې دوی په دې نا پایه پردې لعنتي جګړه کې د یو نندار چې رول ولوبوي .
د پاکستان ترجوړیدو پوري په درسته پښتنه ټولنه کې پښتانه قومي مشران او پښتانه خانان بر لاسې وو. دا مهاله ملایان په پښتنه ټولنه کې نالوستي خلک ګنل کیدل . پښتنه ټولنه کې ملایانو اقتدار د قومي مشرانو او خانانو په پرتله ډیر لږ وه او لږ ښه نوم او واک خاوندان وو. په ټولنه کې د ملایانو مهمې چارې په جوماتونو کې امامت ، د لمونځونه ادا کول ، د نکاح مراسم اجرا کول او د مړی د خښونې په مراسموکې به خامخا دوی ګدون درلود.
په دې ورستیو لسو کالونو کې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې قومي مشرانو د خپلو لیوتیاوو او موخو د فاع لپاره قومي لښکرې منظمي کړي دي . دغه قومي لښکرې د طالبانو د ځواکونو په وړاندې هم استعمال شوې . هر هغه حکومت چې د طالبانو پر ضد جګړه کې ښکیل وو، هغه هڅه کړي تر څو د قومونو او قبایلو وفادار ي ځانته راخپله کړي . دغه سیاست په ډیر قوي احتمال سره ناسم او متضاد ووخوت ، ځکه له یوې خوا دغې سیاست قومي جوړښتونه په ناسم تینګ کړل او له بلې خوا د ټولنیرو او اقتصادي ودې په لاره کې خڼد وګرځیدو. د دې برسیره په اوږدمهاله موده کې دغهي سیاست د جهادیانو د نویو پلویانو او سرتیرو په راجلبولو کې مرسته کوله .
دا خبره تر ډیره بریده یقیني بریښي، هغو کسانو چې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو په د رامنځ ته کولو او تقویه کولو کې مرسته کړي، د دوی یوه اصلي موخه په دې انقلابي ستراتیجکۍ ټکي باندې راڅرخیده،چې له دې لارې د پښتني ټولنې او د پښتنو قومي جوړښتونه او ارزښتونه له بیخه او بنیاد څخه ویستل شي .
په دې ورستیو لسو کالونو کې پاکستاني طالبانو د۱۰۰۰ څخه ډیر قومي مشران او سپین ګیري وژلي دی .
د پښتنو په سیمو کې د توکمیزو،مذهبونو او قومي جوړښتونو څیړل او راسپړل کوم اسان کار نه دی . موږ به دلته د بیلګې په ډول د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني، چې د حقاني شبکي بنسټ ایښودونکې او مشر دی را وسپړو .
دغي جنګي ویره اچوونکې دلې په دې ورستیو ۴۰ کالونو له ډول ډول جهادې تنظیمونو لکه د القاعدې له ډلې او د افغان او پاکستاني طالبانو سره همکاري کړي ده . د حقاني شبکې د پاکستان له حکومتونو او د متحده عربي اماراتو سره هم همکاري کړي ده . کله نا کله د حقاني شبکې د دې ځواکونو ترمنځ منځګړتوب هم کړي دی . دغه ډله په افغانستان کې د شوروي اتحاد او امریکایي سرتیرو په وړاندې له بریاوو سره جنګیدلي ده . جلال الدین حقاني خپلې نظامي او پوځې چارې ته مالي مصارف د نړیوالو سوداګریو له لارې تر لاسه کوي . د حقاني شبکه د زړو اوسپینو د سوداګړي څخه نیولي بیا ان د یرغمل نیولو او تښتونې څخه هم خپلي پیسې ترلاسه کوي . د یوې محدودي مودې پوري دوی خپل شخصي هوایي ډګر هم درلود. د حقاني دوه ځامن د امریکایي بي پيلوته الوتکو له لارې وژل شوي دي . یو زوي یي د امریکایي سرتیرو له خوا د افغانستان په ختیځ کې وژل شوي او د حقاني څلورم زوي تیر کال په اسلام اباد کې په یوه ګونګه پیښه کې، چې په سر او پای باندې هیڅ څوک پوه نشول ووژل شو.
د لومړۍ برخي پای