(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري ژوندته لنډه کتنه
ښاغلى ارواښاد ډاکټر کبير ستورى د لعل محمد خان زوى او د برى پښتونخوا د کنړونو ولايت د خاص کنړ ولسوالۍ د تنر په کلي کښې په ١٣٢١هـ ش کال کښې زيږيدلى دى ابتدايې زده کړې يې د خپل کلي په لومړنيو ښوونځيو کښې تر سره کړي . ثانوي زده کړو له پاره کابل ته لاړ او په کابل کښې يې د رحمان بابا د عالي لسې د دولسم ټولگي څخه فارغ شو په کال ١٩٦٤کال کښې د افغان دولت له خوا د لوړو زده کړو له پاره جرمنې ته لاړ او هلته يې د خپل شوق سره سم د ساپوهنې يعنې سيکالوژي کښې دوکتوره وکړه او په ډاکټر ونومول شو. ډاکټر کبير ستورى د تعارف مختاجه نه دى ځکه هر څوک يې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو او پښتونولۍ له مينې پيژنې او د نړۍ په هر گوډ کښې يې خلک د نوم سره اشنا دي . ډاکټر کبير ستورى د پښتو ژبې په ټولو مشرانو باندې مين و.
خو کله، چې به په پښتنو کښې بې اتفاقي يا کومه ستونځه رامنځته شوه نو ډير زيات به زوريده. ښاغلي ډاکټر کبير ستورى يو پياوړى ليکوال ارواپوهـ ، ژورناليست او وتلى او منل شوى شاعر دى ، چې په پښتو ژبه باندې هم ډير مين و. د ژوند ټول وخت يې د پښتو او پښتونخوالۍ لپاره وقف کړى و . او تر مرگ تر پايه پورې د پښتو ژبې پياوړتيا لپاره ډير نه ستړي کيدونکي گامونه پورته کړي دي .
ښاغلي ډاکټر کبير ستوري په کال ١٩٦٥په جرمنې کښې د افغان سټوډينس اسيوشن په نامه تيږه کېښوده او په لومړې ځل يې په جرمنې کښې خواره واره افغان زده کوونکي په يو ملي بيرغ لاندې راټول کړل . په کال ١٩٧٢ کښې يو بل تنظيم د جرنل يونين اف افغان سټوډينس مشري په سر واخيسته او ورځ په ورځ به ورسره د خلکو ملاتړ زياتي ده. همدارنگه ډاکټر کبير ستوري په کال ١٩٧٣ کښې د المان غږ راډيو په پښتو ځانگه کښې دنده ترسره کولو پايل وکړ او تر مرگ د روستې شېبې پورې يې د المان غږ راډيو کښې يې په پښتو ژبې نطاقي کوله .
ښاغلي ډاکټر کبير ستوري سره د پښتنو د يوالي فکر پيدا شو نو هماغه و ، چې يې د حضرت باچا خان او استاد اجمل خټک د افکارو مطالعه پيل کړه او د دوى دواړو مشرانو په نتيجه کښې د ډاکټر کبير ستوري شعور نور هم روښانه شو په کال ١٩٧٢ کال کښې د پښتو يوالي لپاره په جرمني کښې يو سوشل گوند جوړ کړ . په کال ١٩٨٥ کښې د پښتون قام د کولتور او رواجونو يو بله ټولنه جوړه کړه. په کال ١٩٩٣ کښې يې د پښتون کور په نامه ټولنه جوړه کړه، په کال ١٩٩٨ د پښتونخوا د پوهنې ديره پېښور کښې جوړه کړه او په کال ٢� � ٣ کښې د پښتو ادبي هنري ټولنه کنړ کښې جوړه کړه دغه ټولې ټولنې تر دې دمه د ستوري صاحب د نورو ملگرو له خوا فعاله روانې دي د يادونې وړ ده، چې ښاغلي ستوري صاحب د مطبوعاتو مشرې هم په غاړه لرله او په کال ١٩٧٢ کښې د سپرغۍ په نامه مياشتنې مجله خپره کړه په کال ١٩٧٦د ولس غږ په نامه مياشتنې مجله خپره کړه په کال ١٩٨٥ کښې لمبه په نامه مجله خپره کړه په کال ١٩٨٦ د خېبر وږمه په نامه مجله خبره کړه او په کال ١٩٨٦ کښې يوه بله مجله د پښتونخوا په نامه له جرمنې څخه خپره کړه . دغه ټولې مجلې له جرمني څخه خپريږي او تر دا دمه جريان لري . د يادونې وړ ده ، چې اوس مهال د ستوري په نامه يوه مجله د کنړ د سيمې څخه هم خپريږي .
ښاغلي ارواښاد ډاکټر کبير ستوري په خپله ژوندانه ډير زيات اثر خپل پښتون ولس ته پريښي دي ، چې د اثرو مجموعه يې ١٤ ټوکو ته رسيږي . چې ١٣ يې چاپ او يو مجموعه يې د خوب نامه په نوم نا چاپه پرته ده ، چې ډير زر به چاپ شي .
ښاغلي ارواښاد کبير ستورى د ډيرو هلو ځلو نه وروسته په جرمني کښې په ښوونځيو او پوهنتونونو کښې په پښتو ژبه زده کړې پيل کړې او پښتو ژبه يې په جرمني کښې پوهنتونونو او ښوونځيو ته ورننويسته او د ژوند تر پايه پورې يې د پښتو ژبې په تدريس هم بوخت و ، چې اوس مهال هم دغه تدريس د ډاکټر ماخان شينوارى له خوا پر مخ وړل کيږي.
ډاکټر کبير ستوري په زړه ډير ارمانونه له ځان سره يوړل ،چې يو ارمان يې د پښتنو يوالى د پښتنو سر لوړې او د پښتنو ته د هغوى حق ورکول و. ښاغلى کبير ستورى ٥ زامن لري ،چې مشر زوى يې بصير ستورى،نصير ستورى،اميرکروړ ستورى، نسيم خان ستورى او ايمل خان ستورى نوميږي د نوموړي څلور زامن په جرمني دي ،چې دا مهال په جرمنې په لوړو زده کړو بوخت دي او د خپل پلار پلانونه هم پر مخ بوځي .
ښاغلى ډاکټر کبير ستورى د ٦٣ کلو په عمر د ٢� � ٦کال د اپريل د مياشتي په څلورمه نيټه د سهار په پنځه بجو په جرمني کښې په خپل کور کښې د زړه د ناروغۍ له امله له دې پانې دنيا څخه سترگې پټې کړې او په ٢� � ٦د اپريل د مياشتي په ٧ نيټه پېښور ته راوړل شو ، چې د پېښور څخه په ډير درناوي د هغه جنازه د تورخم په پوله واړول شوه ،چې د حکومتي چارواکو له خوا ورته ډير درناوى او عزت ورکړ شو د نوموړي جنازه د کنړونو ولايت د خاص کنړ د تنر په کلي کښې د ماسپښين په دري بجو خاورو ته وسپارل شوه .
انا لله و اناالیه راجعـون
-
بېرته شاته |